|
 |
|
|
د نوي
زرو سندونو له مخې
په افغانستان
کې د امريکا جګړه ييز
جنايتونه
ثابتيږي.
پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ،
جغرافيه او
فلسفه - حداد فرهاد
|
|
قدرت الله حداد ((فرهاد))
١٣٨٩ ه . ل د
,زمرى 05، د ٢٠١٠ جولايي
27
د ويکي
ليکس پاڼې دغه په زرګونو
اسناد خپاره کړي، امريکا دا کار خپل هيواد ته امنيتي خطر بللى دى، د
جولاى په مياشت کې د امريکا دوه هيلوکوپټره غورځول شوي يو شمېر سرتيري
يې وژل شوي، همداسې د نورو بهرنيو هيوادونو، حامد کرزى چې په دې توګه
جمهور رئيس درولى شوى، غندل کوي او حکمونه ورکوي چې څو ملګري يې وخاندي
بله اغيزه نه لري.
د انګلستان په څو ښارونو کې د
جګړې د بندولو دپاره مظاهرې وې، په نارو کې يې ليکل شو ؤ، مونږ سوله
غواړو، جګړه نه غواړو، يوه سپين ږيري وويل زه څو وارې د جګړې خلاف
لاريونو کې تللى يم، له زلميتوب تر اوسه. نوره جګړه ډېره شوه انسانان
نور کارونه هم لري، ټول په ځايې پاتې دي جګړه روانه ده.
رحمان څه دى چې به پند و چاته نه
وايي
هدايت د هر بنده په کردګار شي
د برګمټال ولسوالي د طالبانو په
لاس کې ده، بيا کرزي ويلي نور پوڅ دې ولېږل شي، کرزي پخوا دا خبرې نه
کولې اوس جنرال پيټريوس ورته ويلي ته : يعنې حامد کرزى زما قوماندان
يې.
له دې مطلب دا چې اخلاقي ديني ملي
مسووليت او ذمه واري ستا، وهل زما، په دې کې تاريخ ستا دى، هيواد ستا
دى، خلک ستا دي، ته چې خوشحاله يې په وژلو، سوځولو، د خپل ملت زه خو د
همدې دپاره راغلى يم.
پاکستان ولې د امريکا له ملامتۍ
نه دى خلاص؟ پاکستان چې له هندوستان بيل شو غوښتل يې يو اسلامي هيواد
جوړ کړي، هغه نه شو، بنګال بيل شو، کشمير ډېر له هند سره پاتې دى، بياد
هند او پاکستان جګړې وشوې، په دې کې درې شپېته کاله تېر شول،
امپريالستانو بله راواخسته چې دلته پاکستان کې يوه پوځي کلا جوړه کړي،
د پاکستان مسلمان ملت دانه غواړي( اوس داسې کار روان دى چې د پښتنو او
د پاکستان ملت مسلمان تر مينځ بيلتون راولي، په لومړي سرکې پاکستاني
مشرانو ويل: چې پاکستان د علامه اقبال د افکارو پر بنسټ جوړ شوى اوس د
اقبال خبره څوک نه کوي. اقبال وايي:
چون چراغ لاله سوزم درخيابان شما
اى جوانان عجم جان من وجان شما
په دې دې هر سړى پوه شي، چې تاريخ
نه بدليږي. اقبال بل څه وايي:
هغه دغه مبارک آيت وايي:
بسم الله الرحمان الرحيم.
الله نور السماوات والارض، (پيام
شرق).
اوسنۍ خبرې او حقيقت سره لېرې
پاتې شول.
په دې ترڅ کې خبرې نورې دي چې هغه
په لويې سيمې کې دي بيا پښتنو په دې لار ځانونه تباه کړي، رحمان بابا
په خپله ژبه خپله خبرې کوي ، امپرياليزم يا پانګه وال به وايي:
د دنيا د محلونو خښتې واړه
و رحمان ته د سرونو منارې شوې
لمن پورته شوه
:
د خداى تعالى په فضل او کرم نوي
زره هغه پټ اسناد څرګند شول چې د افغانستان جګړه د څه دپاره وه دغه پټ
راز ښکاره شو! مونږ او دغه عاجز لومړى د افغان ملي تاريخ کې دا وليکل
بيا په دې لسو کلو کې د پېښو اندېښنو او څرګندونو په برخه کې يې همدا
ويل چې پښتون وژنه ده، نور څه نه دي.
ددې اسنادو نوي زره پرچې رسنيو تر
لاسه کړې، د نړۍ په جګړه ييز تاريخ کې دا بې ساري رسوايي ده، ويک ليک
پاڼې کې دي امريکا هڅه کوله چې دغه جنايت ته پوښ ورکړى.
د ملکي تلفاتو خبرونه يو ډول بل
ډول او کله به يې طالبانو باندې واچول دغه رسوا خبر د جرمني شپيګل
ورځپاڼې،د انګلستان ګارډين، اؤ د امريکا نيويارک ټايمز خپور کړ،
انګلستان دغه خبر باندې له تبصرې ډډه وکړه.
خړ مخي هغه پښتانه شول چې خپل
دين، هيواد او قوم ته يې و نه کتل، ډالرو ته يې وکتل ، لايي هم د غلځي
او دراني خبرې کولې، حامد کرزى وايي چې دى پوهېده بيا يې لا په چل ول
دروغو ويلو کار کاوه، په پاې کې دغه کرغيړن تاريخ ورته پاتې شو، خدايې
دې خپل بندګان له دې رسوايۍ او بدنامۍ وساتي.
هى هىڅه مې دا خراب خاطر ناښاد شه
زيست روزګار مې هميشه آه و فرياد
شه
د ښادۍ طمع به څه کړم له حبابه
نورو ناپوهانو چې د لوى افغانستان
نارې وهلې، لوى لوى کورونه يې ځانته جوړول، شمالي ټلوالي وروڼو قومو
مو څه وکړل؟
زما هغه سپين ږيرى کندهارى کاکا
نه هيريږي چې په لومړي وار د امريکايي بريد د
B-52 الوتکې يې کور نړولى
ؤ دومره يې وويل نه طالب يم نه القاعده. خبره بل څه ده! پاک شهيد ؤ
خداى دې په نيکۍ راورسوي.
ستا د عشق حرفوته تور نه دي
ګلګلون دي
دا په دا چې نوشته په جګر خون دي
تش به نه شي هغه خم د عشق له ميو
چې يې خاوره د فرهاد او د مجنون
دي
د رحمان د زړه خوناب مګر قبول شه
چې مخونه د دلبرو پرې ګلګون دي
ګران فرهاد صاحبراده صاحب:
ستا د ليک په ليدو خوشحاله شوم،
څوک چې د بوډا ګانوا له حاله خبر وي خداى اجرونه ورکړي، ته هغه چا ته
چې تاسره يې خبره کوله دومره ووايه:
که څوک راکاندي قسم په کردکار
که درم لرم په کور کې يا دينار
هم په دا چې نه له ځايه چېرته
خوځم
نه د هيڅ يو مخلوق يم منت بار
رحمان بابا)
هر څه چې ؤ هغه تېر شول، د يوه
سرلوړي افغانستان په هيله، خو کله چې د اسلامي امارت وارشو زما تاريخي
مطالعې ويل: حکومت دا دى! تر اوسه نه ؤ، وروسته له احمدشاه بابا بيا
مې خندا او ژړا دوى سره وه، چې ډېر لېرې پروت وم، له هيواد څخه چې وتلى
يم بيا نه يم تللى، په دې کې اتيا کلونو ته ورسېدم ستا خبره د قلم جهاد
د خداى تعالى حکم ؤ، يوه خبره مې لاندې باندې و نه کړه، وروسته له
مبارک اسلام پنځه پلا لوى افغانستان جوړ شوى د اسلام په برکت صفاري،
غزنوي، غوري، هوتک، ابدالي پنځه واړه بريالي ؤ په اسلام.
ډېرو خلکو زما ظاهري حالت ته کتل
چې سم ملا نه يم، ما به ويل د تاريخ اؤ پنځو جوړې شويو امپراتوريو خبره
ده، صالحو افغانانو ته حکم کوي.
مننه. خداى تعالى دې تل مل شه