|
 |
|
|
هر څومره چې نورې خبرې وي،
پايله او هوډ يې د پښتنو غورځول دي.
پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ،
جغرافيه او
فلسفه
|
|
قدرت الله حداد ((فرهاد))
١٣٨٩ ه . ل د
,زمرى 04، د ٢٠١٠ جولايي
25
څو چې دا ځمکه آسمان وي
دا به د خداى تعالى په حکم نه
کيږي.
افغان باقى کهسار باقى
الملک لله الحکم لله (اقبال) :
د سنگين په ولسوالۍ کې امريکايانو
ډېر پښتانه په شهادت رسولي او ټپيان کړي دي. په هوايي بمباريو کې هغه
څه چې هر وارې وايي بيا يې نه وژني او په دې هيڅ خبرې يې ويسا نه شي
کيدى. په برگمټال او جنوبي وزيرستان کې هم پښتانه ووژل شول.
وزيرستان، پاکستان نه بلل کيږي :
د پاکستان حکومت د آزاد
قبايلو په غم کې نه دى. امريکا او ناټو چې جگړه پېل کړې اوس چې جگړه
لسم کال ته رسيږي، سرتيري يې هره ورځ وژل کيږي نو چې قهرجن شي عام خلک
وژني. په نامه چې پښتون وي او دا دى قتل عام او نسل وژنه. امريکا سره
يوه نه کيږي هر څه چې د کابل په جرگې کې شوي و هغه جنرال مولن واړول.
جگړې ډېرې شوي بهرنيان هم ډېر ووژل شول. په جگړې کې پراټې نه ويشل
کيږي. د هيچا ژوند تر بل سړي ښه نه دي. ژوند هر چا ته ژوند دى. په
پانگه والو کې د انسان ژوند ځکه په هيڅ شمېرل کيږي چې پانگه وال پانگه
پېژني. انساني ژوند ته نه گوري.
قومي لښکر چې پاکستان جوړ کړى دى
دا د پښتنو په پيسو د اخيستو يوه دسيسه ده. قومي لښکر دا نه دى قومي
لښکر هغه دى چې بهرنيان له خپلې خاورې وباسي. دا هم د پښتونولۍ يوه
برخه وه. د پښتونولۍ داسې يو نظام چې حکومت نه وي پښتونولۍ کې مشر وي.
د سپين ږيرو جرگه او جرگه مار آزاد وي قبايلو خپله خپلواکي تر يوه ځايه
وساتله. يوه برخه داسې ده چې يو سيمې کې نه د انگليسانو وي نه د
افغانستان په دغو سيمو کې د پښتونولۍ له برکته امنيت و. هره چار د
پښتونولۍ له لارې ترسره کېده. هيرودت دوه نيم زره کاله وړاندې دا ويلي
دي. د ميرمنو خپل اصول ول او د نارينه و خپل، او دا شرحه شوې ده له
نيکه مرغه د قومونو نومونه يې ليکلي دي.
کله چې د مغلو او پښتنو جگړې وې
په همدې توگه وې، چې کوم دولت يا حکومت نه و بيا يې هم د مغلو
امپراتوري کمزورې کړه.
نن يوه امريکايي جنرال د آريانا
له تلويزيون سره خبرې کولې. هغه وويل : په کندهار کې پرمختگ شوى او د
امريکا قوماندان پيتروس له خولې يې چې هغه ويلي و وکړه. زه د حامد کرزي
قوماندان يم هغه لوى قوماندان دى، حامد کرزى يو رنگين سړى دى، چې هر شى
دى خو هيڅ شى نه دى.
د هلمند په سنگين ولسوالۍ کې
ويرژلې ورځ وه خلکو خپل مړي ښخول. گلاب منگل له امريکايي جنرالانو سره
گرځېده. تا به ويل سنک خان منگل دى. سنک نه دى سنک خان له هغه سره ولاړ
و او د خاورې ساتنه يې کوله. افغان، انگليس دريم جنگ چې وگټل شو هغه د
همدې قومي مشرانو کار و. د جگړې، خپلواکۍ او جهاد اعلان امان الله خان
کړى و. محمد نادر خان د امان الله خان له خوا ټاکل شوى و. بيا جگړه او
سوبه د پکتيا قومي لښکرو ترلاسه کړې وه. د پاکستان قومي لښکر له خپل
قوم سره په دې جگړې اخته دى. قومي لښکر خپل قوم سره جگړه نه کوي د خپل
قوم ملاتړ کوي.
حامد کرزي سره يو لک اويا زره
امريکايي او اروپايي لښکرې دي چې افغانستان کې دي. هر څه چې هغوى کوي
حامد کرزى يې مچله دى د هغوى لپاره مچله گي کوي.
پاکتيسيا، باکتريانا، باختر :
دغه نومونه لرغوني دي چې
تاريخ پوهانو او جغرافيه پوهانو ياد کړى دى. بيا گاونډيانو هر يوه د
همدوى تاريخ خپل بولي. لکه د ايران تاريخ پوهان چې د افغانستان تاريخ د
ختيځ ايران تاريخ بولي. کله چې د ساکو خبره کوي منځنۍ آسيا د دوى د
ټاټوبي په توگه پېژني. اوس له اروپايانو او امريکايانو سره همغږي دي چې
پښتانه په يوه نوم بل نوم وژني. د دې جگړې پاى د پښتون شتون دى.
پاکتيسيا، باکتريانا، باختر، بخدي
بلخ ټول د پښتانه د نوم اوښتي ډولونه دي. مونږ په افغانستان کې داسې
وروڼه قومونه لرو چې هغوى د پښتنو په ټکولو کې له بهرنيانو سره همغږي
دي. دوى په سل رنگه غواړي دغه حقيقت پټ کړي. دوى هماغه دي چې شمالي
ټلوالې سره پنډ شوي و او نهه کلنه جگړه يې پښتنو ته پرېښوده چې د نړۍ
اويا هېوادونو سره يې وکړي.
پښتانه شاعران په خپل تاريخ
پوهيدل :
هم نغمې کاندي هم رقص کا هم خاندي
د رحمن په شعر ترکى د باگرام
باگرام يو تاريخي ښار و چې اوڅار
دى.
هسې تيز درومي دوران
گوريا برق دى درخشان
د آسيا په څېر گردش کا
په ځمکې باندې آسمان
ککرۍ دي د سړيو
چې ووړيږي تر داميان
پيدا کيږي فنا کيږي
نه يې حد شته نه پايان
ځنې شمع غوندې ژاړي
ځنې گل غوندې خندان
يوه هسې تماشا ده
چې يې هيڅ نشته.بيان
(رحمان بابا)