Friday, September 10, 2010   مبارکه جمعه (جمعه)   ١٠ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

پېښې، اندېښنې او څرګندونې

 

ناسم او دروغ خبرونه عامو خلکو ته

 هم د منلو وړ نه دي.

پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او فلسفه

 

    قدرت الله حداد ((فرهاد))  

١٣٨٩ ه . ل د ,زمرى 2، د ٢٠١٠ جولايي  24

نن په رسنيو کې دا ناسمه خبره راغله چې فرهنګي شخصيت مولوي عبدالحى مطمين د غزني په ولايت کې نيول شوى، خلک ډاډ من ؤ چې مطمين په غزني کې نيول شوى نه دى، فرهنګي شخصيت هلته څه کول؟

د کابل له کنفرانس وروسته خبرې بل ډول شوې تر دې چې د ناټو مشر هلته ؤ بيا يې خبرې نورې شوې، د امريکا لوى دستيز Mike Mollen (مايک مولن) وويل: کلونه په کار دي څو مخالفين مات شي هغه د افغانستان او عراق د توپير خبره وکړه. ده دا هم وويل: څومره اوږده موده تېره شوې ده، جګړه غځېدلې ده، شپږ امريکايان د چورلکې له لوېدو سره وژل شوي دي، دوه بريتانوي سرتيري پۀ بله پېښه کې ووژل شول، چې اته شول، طالبانو ويلي چې د کابل کنفرانس وښودله چې مسئله نه شي حل کولاى.

عملا وليدل شول چې افغان عسکر خپل امريکايي روزونکي وژني، دا د دې پخه نښه ده چې اردو نه شي جوړيداى، پښتو متل دى دا د پټي سر دى او پټى وړاندې سورور دى، دا چې د افغانستان ځوانان کارونه نه لري نو د څو روپو دپاره د اردو او پوليسو ليکو ته ورشي، بيا يې ملي وجدان بل څه ورته وايي، دوى هم بل څه وکړي، يو امريکايي افسر چې ښوونکى وو هم ووژل شو، لومړى خښته کږه ايښودل شوې که څه کېدل هغه و نه شول، متل دى کارغان مړزان نه شي نيولاى، پښتنو په لنډو خبرو کې ډېر څه ويلي دي، د افغانستان د جګړې سره په نړۍ کې اقتصادي بحران راغى او د دغه بحران روحي او معنوي اغيز د امپرالستانو په ظالمانه بريد کې ؤ ، چې لومړى افغانستان، بيا يې عراق باندې وکړ، عراق باندې د بريد اجازه ملګرو ملتونو هم نه ده ورکړې، د بوش د ادار ې دومره خپل سري د ملګرو ملتونو معنا ورکه کړه، اوس د دروغو خبره شوه، يو ورځ وايي کوو، سبا وايي نه يي کوو، نړۍ يې بويه وګوري، چې د دوى خبره څرګنده شي هغه نه کيږي، دا هغه حالت دى چې رکود راولي دا ډېرې پيچلې خبره نه ده، د امريکا جمهور رئيس و نه شو کولاى چې خپلې ژمنې تر سره کړي، بيا د امريکايى جنرال لکه مايک مولن، چې لوى درستيز دى نور څه وايي، په ګډوله دولت کې هم همغږي نه ليدل کيږي، بيا د ښځو د حقوقو خبرې کيږي، په داسې حال کې چې هر ملت ځان ته يو لرغونى دود لري  او دا د خلکو په شخصي ژوند کې لاسوهل ګڼي، په ملت کې څوک که دا ووايي هغوى هم د اروپايانو له خولې وايي:

په بزرګۍ دهغه پاک پروردګار

موقوف مه شه په سړي د سړي کار

په سړي چې د سړي غرض موقوف شي

نور بې آب و بې حرمت شي روزګار

د پاکتسيا لرغونى تاريخ: په دې برخه کې بويه څه ډېرې خبرې وشي، دا خبرې د کتابونو له مخې دي، د باخير د تاريخ په روايت کې يو کتاب دى ، چې په ايران کې د انساني علومو او فرهنګ د موسسې لخوا خپور شوى ، په کال ١٣٧٧هجري کې، يو بل کتاب چې مروج الذهب نوميږي په څلورمې هـ ل پيړۍ کې چې د زرو کلونو مهال واټن تر منځ دى، دواړه د کوشان په برخه کې خبرې کوي، کوشانيانو د افغانستان لرغونى امپراتوري د يو داسې مهال چې ډېر څه يې له هغه زده کيږي دا يواځې نه دى نور ډېر کتابونه هم شته چې پښتون يو نسل او نژاد نوم نه دى د يو عمل او کړنې نوم دى، دلته به هغه واخستل شي چې پښتانه يې وګوري، ځکه نن چې يوويشتمه ميلادي پيړۍ ده، هر نوم چې پښتنو ته ورکړى شي، دوى د سولې لورينې تاريخ لري او دا تاريخونه پښتنو نه دي ليکلي، نورو ليکلي دي، په دې لرغوني تاريخ کې حالات بدل شوي بيا د عدالت منل او ظلم نه منل د پښتنو ميراث دى ٣٣٢٠ هـ مسعودي د کوشان په برخه کې داسې ليکي: د خزر له بحر نه برغر پورې بيل قومونه اوسي (برغر د دوو کلمو نه جوړ شوى) بر او غر، دواړه پښتو دي چې تر او خزلج او ټغر غر دى، خلک يې کوشان دي چې د خراسان او چين تر منځ پراته دي، مسعودي وايي: اوس چې ٣٣٢هـ کال دى جنګيالي او زورور خلک دي، پياوړي دي، هيڅوک د دوى نه په نظم کې ښه حکومت نه لري.

بادشاه يې ايرخان نوميږي، په دوى کې غزيان غښتلي دي، جګې ونې لري، مخونه يې ښکلي دي، کتاب کې خزلجي ليکل شوى چې غلځي دى، کتاب په عربي ليکل شوى بيا دومره توپير له غلځي سره نه لري،  کله چې د ساکو خبره شي کوشانيان هم ساک دي چې کوشاني ژبه کې پښتو ډېره ده، تاريخ پوهانو په زرونو کتابونو کې دا ليکلي د پښتنو تاريخي حکايتونه زښت ډېر دي دا تاريخ دى چې نن سبا پښتانه په سختو حالاتو کې دي، څوک د دوي په لرغوني تاريخ نه پوهيږي هغوى کولاى شي پښتانه له اتلسمې ميلادي پيړۍ مخکې تاريخ کې وګوري.

پښتو متلونه چې غښتلي پوه کمال شينواري راټول کړي دي:

١: په ازار کې چا بازار موندلى نه دى.

٢: په يوې موزه کې دوه پښې نه ځاييږي.

٣: پهلوان هغه دى چې د ناوړو مقابل کې صبر او استقامت وکړي.

٤: له شنه اسمان باران نه اوري.

٥: په جنګ کې څوک اسونه نه څربوي.

٦: په لويه لاره ځه که اوږده هم وي.

٧: په درنو دروند او په سپکو سپک شي.

٨: پردي خواړه يا پور دى يا پيغور.

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz