Friday, September 10, 2010   مبارکه جمعه (جمعه)   ١٠ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

پېښې، اندېښنې او څرګندونې

 

دحامد کرزي خبرې د منلو نه دي

 اردو او پوليس جوړولى نه شي.

پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او فلسفه

    قدرت الله حداد ((فرهاد))  

١٣٨٩ ه . ل د ,زمرى 1، د ٢٠١٠ جولايي  23

د حامد کرزي خبرې د منلو نه دي اردو او پوليس جوړولى نه شي.

د کابل له نړيوال کنفرانس وروسته د انګلستان صدر اعظم له بي بي سي سره وويل چې بل کال به د خپلو سرتېرو ايستل له افغانستان څخه پيل کړي، ده دا هم وويل چې د امريکا له جمهور رئيس سره يې خبرې کړي هغه هم ورته بدلون لري.

په تېرو نهو کلونو کې د حامد کرزي ډېرې ژمنې اورېدل شوي ليدل شوې نه دي يو ځل بيا يوه افغان دوه روزونکي امريکايان او يو بل افغان سرتيرى وژلى د AP انسټيټيوټ خبر دى چې د بغلان د دهني غوري به ولسوالۍ کې شپږ پوليس وژل شوي ناټو وايي د جولاى په مياشت کې پنځه ويشت (٢٥) بهرني سرتيري وژل جولاى مياشت لا پاې ته نه ده رسېدلې.

د بغلان په يوه ولسوالۍ کې يوه الوتکه غورځېدلې او سم له غورځېدو سره يې اور اخستى دى، په دې تور ناټو، امريکا دپاره دومره تلفات د زغملو وړ نه دي او له دې سمه جګړه جوړه شوه، د پاکستان په کراچۍ ښار کې څلور سياسي کارکوونکي وژل شوي.

ايران هم له داسې پېښو سره مخامخ دى له دې خبرې يو هيواد هم نه شي خلاصيداى چې يو بل ته ترهګر ووايي يرغلګرو او ترهګرو جګړه پيل کړى عام خلک چې نه ترهګر دي او نه يرغلګر شهيدانيږي.

د جرمنيانو څلور تنه ټپيان شوي، يو فنلنډي هم وژل شوى دا ډول خبرونه په افغانستان کې ډېر دي په هرات کې يو څوک چې ځان يې راتلونکي ولسي جرګې ته نومولى، تښتول شوى په دې حالاتو کې بهرنيان زړه ښه کولاى نه شي چې افغانستان کې سرتيري ولري، په امريکا کې خلک د بوش اداره ګرمه بولي، يوې ليکوالې په خپل کتاب کې ليکلي چې بوش د امريکې (تير جمهور رئيس) بويه خلع شوى واى، په افغانستان کې دوو سندرغاړو په سندرو کې وويل: د کوم ظالم لاس ؤ چې افغانستان يې وران کړ دا به وڅيړل شي هر څه په ډاګ دي چا څه وکړل؟

د کابل له کنفرانس وروسته د انګليس او امريکا خبره څرګنده شوه چې دواړه پۀ دوه پښو ولاړ دي څو د افغانستان له هديرې ځان وباسي، د اروپا او امريکا خلک نور دا نه شي زغملاى چې وزګارو سره مرسته وکړي، چې په جګړو د دوى پيسې ولګيږي.

خوشحال بابا يو مفکر سړى ؤ، هغه هر څه کول فکر به يې هم کاوه.

لا تر اوسه يې ماغزه په کرار نه دي

چا چې ما سره وهلى سر په سنګ دى

دا تجربه په نړۍ کې وه له سکندره تر چنګيزه، له چنګيزه تر انګريزه ښه به وه که پخواني شوروي اتحاد ته يې کتلى واى.

لوى افغانستان او لرغونى تاريخ: په دې برخه کې د پاکتيسيا، باکتريانا تاريخ د افغانستان ملي فلسفه له هغه پيل شوې ده او ډېره په زړه پورې ده په تاريخي اتلسونو کې هم ښکاري چې دوى چېرته ؤ او څه يې کول؟

جغرافيه پوهانو، لکه تبليموس، سترابون بيان کړى دى، دا سمه ده چې اوس نړۍ بله ده خو د فطرت او تاريخ بدلون نه وي، پښتانه وايي (اوبه پۀ ډانګ نه بيليږي)  که داسې واى نن به نړۍ  بيله شوې واى که بيله شوې په ظالم او مظلوم د ظلم کاسه نسکوره ده.

لوى افغانستان او لرغونى تاريخ: له نېکمرغه زمونږ پلرونو چې ټولنه جوړه کړه د عدالت، سپيڅلتيا او رڼا فلسفه ورسره وه، دوى خپله ټولنه او خپلو خلکو دپاره چې په لويې سيمې کې ؤ په دومره ښه توګه ساتلې وه چې د سور، پاکت او ساک مدنيتونه د نړۍ هر ګوټ ته ورسېدل اوس ګورئ چې ټوله نړۍ زمونږ جګړې ته راغله، اوږده جګړه وشوه اوس هم روانه ده، د سور ساکت او پاکت مقاومت روان ؤ خو ټوله نړۍ تر اويا هيوادونو پورې کابل ته راغلل، په همغه ورځ د اسلامي امارت توغندي کابل باندې ولګېدل چې پام مو اوسيږه موږ يو.

ساکو ساکستان جوړ کړى ؤ، پاکتيانو پاکتيسيا، سوريا سورستان چې لرغونى تاريخ ترې ډک دى همدغه سپيڅلتيا په لويديځ کې په بدمعاشۍ بدله شوه، دوى څو ځله افغانستان ته راغلل او لاړل همدغه يو تېروتنه تر سره کوي، يو شمېر کورني ټيټ  او بې ننګه خلک ورسره شي.

و بې ننګوته د ننګ خبرې مه کړه

يا خپل ځان ورسره وګڼه پۀ وينو رنګ

دا دى چې د بې ننګو له لاسه زمونږ ځوانان، ماشومان په وينو رنګ شول هغه په تلويزيونو کې ليدل کيږي چې ډډې يې پړسيدلي دي او د ډالرو په غلا ليوني شوي.

نن اجازه راکړه تنقيد کومه

عشقه په حسن باندې بريد کومه

چا وې چې حسن مربي دى د عشق

که اپوټه يې کړې تاييد کومه

زه نندارې د خپل باطن څارم

چه عاشوره او کله عيد کومه

حمزه چې پوهه له کتوده زما

کله خبرې د شنيد کومه

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz