Tuesday, September 07, 2010   سه شنبه (نهې)   ٧ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

پېښې، اندېښنې او څرګندونې

 

د کابل  نړيوال کانفرانس چې کوم هوډ څرګندوي هغه به ګټه و نه لري.

پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او فلسفه

 

    قدرت الله حداد ((فرهاد))  

١٣٨٩ ه . ل د چنگاښ 29، د ٢٠١٠ جولايي  20

د دغه کنفرانس سريزه (امنيت او پرمختګ) دى زمونږ شعار، ناره او سريزه دا ده (خپلواکي او پرمختګ) دا شعار د امان الله خان دى.

امريکا په تېرو نهو کلونو کې څلوېښت ميليارده ډالره ، افغانستان کې لګولي دي چې اوس يې د لګښت حساب له ټولو ورک دى د کابل په ښار کې وزګار ځوانان په کار پسې ګرځي تش لاس راشي تش لاس لاړ شي.

د کابل په کنفرانس کې بنيادي خبرې نه کيږي هر څه چې ويل کيږي دهمدغو خلکو دپاره دي چې حکومت او دولت کې دي يو څه که وشي هغه به اشرف غني ته يو څه وروسپارل شي چې د وزيرانو سترګه ترې وسوځي.

د ښځو په باب کې به د ډېرو حقوقو خبرې وشي که څه هم په افغانستان چې ځانګړى تاريخ لري له هغه دود او دستورونه چې لرغوني دي بيا امريکا دا د تبليغ يوه وسيله بولي چې طالبانو نه کول، دوى يې کوي.

د فاسد حکومت دپاره چې اعمالو او کړو وړو يې څوک پوښتنه نه کوي هر څه د وخت اړول او خپل کار کول دي که داسې وي چې طالبان خپله پياوړتيا ولري بيا به دا کار د امريکې لخوا پاکستان ته وسپارل شي چې دپښتنو په وژلو کې ډېره برخه واخلي، څو   لکه  پوځونه افغانستان کې دي بيا هم نصرت د الله په واک کې دى چې هر تدبير ناکاره شي.

امريکا د افغانستان د کاني زيرمو خبره را پورته کړې چې لويديځ هيوادونه يوه هيله لري خو يوازې دا نۀ دي مرکزي آسيا يې بله اډه ده، د پاکتيسيا لرغونى تاريخ او لوى افغانستان.

يو تاريخ پوه چې د افغانستان په برخه کې يې ډېرې څيړنې کړي دي کليفورد بارسوث نوميږي لومړى ئې ساکستان او سيستان باندې څيړنې کړي دي هغۀ دا خبره کړې ده: افغانانو چې په وړاندې له اسلام لويى امپراتورۍ جوړې کړې وې هغوى سره يو تاريخ سرمشق ؤ، چې هغه يې کول دوى يو په بل پسې روان دي، دې خبرې ته د انګليس پام شوى ؤ نو افغانان يې ترغې ترغې کړل په تېره بيا د محمد زائيانو په پيرکې پښتانه يې برخې برخې کړل پاکستان سره، آزاد قبايل او افغانستان سره ، امير دوست محمدخان، شيرعلي خان افضل خان، اعظم خان عبدالرحمان خان حبيب الله خان پورې.

امان الله د افغانستان هماغه برخه خپله وګڼله چې د ده نيکه امير عبدالرحمان پيژندلي او منلي وه، د پښتنو او افغانانو د يو کولو دپاره هيچا څه و نه کړل، کله چې امير المومنين ملا محمد عمرصاحب د شر او فساد ورک کولو دپاره پاڅيد دا وحدت او يووالى په تاريخ کې وشو او جغرافيه کې نه ؤ شوې، وړاندې تر دې چې تاريخ او جغرافيه سره نژدې شي دغه لويه پلمه جوړه شوه . ١١/دسمبر کلي چېرته ونې چيرته؟

امريکا افغانستان باندې بريد وکړ اوس په همغې لويې تاريخي سيمې باندې بريدونه دي پاکستان په دې کړۍ کې راغى اوس د ايران وار دى،  تاسې که د احمد شاه بابا د امپراتورۍ نقشه کتلي وي خبره همغې کې ده کله چې د محمد ظاهر ديموکراسي راغله روسانو، ايرانيانو، چينايانو ، پاکستان، هندوستان په افغانستان کې لارې وکړې افغانان په دې پوهه نه دي چې د دوي لرغونى هيواد د نړيوال امپرياليزم په لاسونو ړنګ شو او کاني زيرمې يې د دې دپاره ساتلې وې دا د پښتو دپاره ډېره ګرانه ده چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه د بل په لاس کې دي چې هغه يې د ځان د پاره غواړي بيا دا به وي چې څښتن تعالى ساتلي دي هغسې به يې وساتي خپل تاريخ او خپل روايات.

پوهاند حبيبي او لرغونى تاريخ:

د پوهاند حبيبي کتابونه ډېر دي د ملي اړتيا له مخې هغه هيلي چې د ده په ليکه ګرځي هغه نور دي موږ هغو هيلو پسې ګرځو چې څوک يې ساتي څنګه يې ساتي، پوهاند حبيبي پاکتيسيا کې (د حبيبي پاکتيسيا ته وايي) حبيبي صاحب وايي پۀ څلورمې هجري پيړۍ کې بلخي سامانيانو په ماورالنهر کې حکومت کاوه، له اموسيند، په دې خوا کې خراسان، بلخ، هرات، مرو، نيشاپور هم هغو سره ؤ په جوزجان کې مربعونيان، لوديان په ملتان او پښتانه د سلمان په غرونو کې، روه کې د بانجور کورنۍ په تخارستان کې او شاره يان په غرجستان کې، شيران باميان کې، لويکان په غزني او ګرديز کې د صفاريانو پاتې کسان په سيستان کې او هلمند کې کابلستان کابل اندراب، هندوکش کې سوريان،  په غور کې سمجوريان په نيشاپور او طوس کې يو څوک د سبکتګين په نوم راغى ټول يې سره وتړل . اميرعادل سبکتګين چې دې کې و ولې پانګه والې نړۍ اسلامى امارت باندې بريد وکړ. يوه نرۍ خبره ده، رحمان بابا وائي:

خداى را پېښه نرۍ لار کړه نا ليدلى

لکه ورانه ماشوړه چې وي سرګومه

ستا د عشق حرفونه توري نه دي ګلګون دي

دا په دا چه نوشته په جګر خون دي

دا لار موندل دا حرفونه لوستل او پنځوسو هيوادو يرغل سخته شوه

خدايزده د چا مړو سترګو حمزه وخوړ

وايي يې ياران هغه ژوند څۀ شو؟

 

 

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz