|
 |
|
|
امريکا دې ومني، چې د افغانستان اسلامي امارت او جګړه خپلي
ملت باندې د بوش
د ادارې بريد ستره تاريخي غلطي ده.
پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او
فلسفه
|
|
قدرت الله حداد ((فرهاد))
١٣٨٩ ه . ل د
چنگاښ 26، د ٢٠١٠ جولايي
17
د افغانستان جګړه له هرې جګړې
ډېره وځنډېده، ټوله نړۍ په کې راښکېل شوه، امريکا په شمالي ټلوالې
تکيه وکړه او هغه په خپلو اعمالو بد نومه وه، هغوى فاسده اداره جوړه
کړه، زښتې ډېرې پيسې يې خپلو جبونو کې واچولې امريکا داسې حکومت جوړ
کړاى شو چې يو ښه مثال نه شي کيداى، اقتصادي بحران په توپان بدل شو،
اروپا امريکا څنګه چې لس کاله وړاندې سره پرتله شي دوى نا هيلي دى چې
بيرته هغه درشل ته ورسيږي.
افغانستان له سل کلنو جګړو سره
روږدى دى، په تېره بيا پښتانۀ څو انګليسان له هندوستان څخه ووتل، دا
جګړې وي.
د افغانستان اسلامي امارت امنيت
جوړ کړى ؤ ترياک نۀ کرل کيدل، شپه اؤ ورځ نقليه وسايل ګرځېدل، طالبان
پۀ دې آزموينه کې بريالي ول، چې خپل امنيت وساتي بيا د دوى مقاومت د
پنځوسو هيوادونو او يرغلګرو پوځي اصول پۀ ډېرو ابتدايي وسايلو سره په
بل مخ واړول، د طالبانو وړې ډلګيو ډېر بهرني ووژل چېرته چې دوى پخپله
بمونه جوړول هغه هم له کيمياوي سرې، د پنځو ستورو جنرالان په نهو کلونو
کې پوه نه شول چې دوى څه کوي؟ طالبانو نظامي اډو باندې بريدونه وکړل
چېرته چې په زرګونو بهرني سرتيري ؤ، دا د پښتنو جګړه ده، ببرک خان
ځدران چې دريم افغان انګليس جګړې د انګليسانو پوځي چوڼۍ باندې ورغى
يوازې ؤ اؤ د ټل چوڼۍ يې و نيوله، په لسو کلونو کښې نړۍ وليدل چې له
مارجې سم خلاص نه شول، هلته دوه حکومتونه ؤ د شپې طالبان او د ورځې
ګډوله حکومت.
يرغلګر تل د افغان پۀ ملي فلسفه
نه پوهيږي خلک ډلې ډلې را پاڅي او يو طاقت ترې جوړ شي او وروسته له
سکندره وليدل شول چې د يونان ساک او پيتلي جوړ شول او د اسلام له
مبارک دين سره حالات بدل شول د پاکتيسيا امپراتوري وړاندې تر اسلام
سور، ساک، پاکت کوشانيان او يپتليان ؤ.
اوس امريکا او د ناټو هيوادونه
ګډګټي حکومتونه لکه کاناډا، آسترليا په اقتصادي بحران کې ډوب شول داسې
چې د ښه کېدو هيله لږه ده ، پرته له دې چې خپل پوځونه له افغانستان څخه
وباسي د اقتصادي مرستو ژمنه هم نه کوي.
طمع مه کړه په دنيا کې د نشاط
بيا به نه مومي نشاط په دا بساط
کابل کې بله جرګه کيږي بهرني
هيوادونه به هم ګډون وکړي دغې جرګه کې به بهرنيان يو لړ ژمنې وکړي او
هڅه به دا وي چې پړه په ګډوله حکومت باندې واچوي هغوى به بې کفايته وي
ماشيني ضابطان به بيا جوړ شي او دا تجربه له بده مرغه هماغه د پخواني
شوروي اتحاد وي، چې خلک مړۀ، وخت برباد او مخ به يې تور وي.
لکه راغلى بيا به هسې ځنې درومي
دا جهان درهروانو دى رباط
لوى افغانستان او لرغوي تاريخ:
پاکتيسيا لوى افغانستان دى، افغانستان پاکتيسيا ده، د ځمکې او خلکو له
مخې بيا دا پاکتيسيا په لرغونو تاريخونو کې ليکل شوې په همدې نامه
پيژندل کيږي د افغانستان په نوم کې څه بدلون راغلى، که څه هم پاکت سره
يو ځاى ياديږي اوس يو ځاى اوسيدل په جګړو کې يې برخه اخستله هغه
(ايسيان) يادېدل چې تحريف سره افغان شو، په يونان کې يې هغو ته آسيايي
يونانيان ويل، د المان کلمه کې هم ښکاري چې المان شو ګرمن هم د غره سړي
ته وايي، په دې برخې کې څيړنې شوى اؤ د امن کلمه په پښتو کې ډېره په
کاريږي لکه ډاډمن، خوښمن تر دې چې (من) ازادۍ ته وايي . لکه چې امير
کروړ وايي :
غشي د من مې ځي برېښنا پر ميرڅمنو
باندې
په ژوبله يونم يرغالم پرې
تښتېدونو باندې
پۀ دې برخه کې اثار شته چې
وڅېړل شي ٍبيا دومره ضروري ده ځکه معنى يوه ده، په دې مهال کې په
افغانستان کې دا خبره جدي نۀ ده که څه هم يرغلګر دا هڅه کوي چې افغان،
افغان ووژني او بيا دوى بهرنيانو رسوا کړي دي، همدا سبب دى چې افغان
سرتيري، بريتانوي سرتيري وژني او د بريتانوي پوځيانو ته ويل کيږي چې د
جګړې په مهال کې يو بل باندې پام وکړي د افغانستان په جګړه کې ډېر
تاکتيکونه بدل شوي او ډېر چټک يې بدلوي چې يرغلګر يې ستړي کړي دي.
حمزه بابا:
ژوند په بهاء بيا راستنېدى نه شي
زړونه ورکيدى شي، خرڅيدى نه شي
بيا وايي:
انسان يم د فطرت په تقاضو کې نۀ
راځم
شاهين يم د کارغانو په پنجو کې نۀ
راځم
وحشي کړم ګله ستا د زلفو غم لکه
نګهت
اوس ستا د تبسم په زولنو کې نۀ
راځم
ديدن ته هغه ګل چې نن بللى يم
حمزه
نګهت غوندې وحشي يم په جامو کې نۀ
راځم