Friday, September 10, 2010   مبارکه جمعه (جمعه)   ١٠ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

پېښې، اندېښنې او څرګندونې

 

په افغانستان کې برى

د امريکا له نظره څه ته وايي؟

په شمالي وزيرستان کې بيا

پښتانه شهيدان شول.

پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او فلسفه

    قدرت الله حداد ((فرهاد))  

١٣٨٩ هـ . ل د چنگاښ 2٥، د ٢٠١٠ جولايي  1٦

ملي فلسفه په افغانستان کې څه ته وايي؟ هر وارې ملي فلسفه ليکم ملي نه راځي. په دې يو څه رڼا اچول پکار دي. په افغانستان کې چې افغان ويل کيږي په دې کې يو مطلب نغښتى دى. زړه ور، ميړنى، ميلمه پال او نور افغانيت ځانگړى بولي. داسې پښتو هم ده چې هم ژبه ده هم پښتونولي په دې دواړو کې توپير نشته. د افغان په برخه کې د تاريخ بهير بل دى، چې په بل مضمون کې به وويل شي. له نيکه مرغه، ليکوال دغه کتابونه لري، چې مطلب روڼوي.

په افغانستان کې امريکا اوس برى څه ته وايي : د امريکا استازى هولبروک وايي : د افغانستان جگړه له پوځي لارې نه گټل کيږي. په افغانستان کې د امريکا ډېر سرتيري وژل کيږي.

په خبريالۍ يا ژورناليزم کې څه وايي دا دومره خبره نه ده څوک يې وايي دا غوره ده. له سبا تر بېگاه خبرې دي ټولو ته يې پاملرنه کيداى نه شي. که يو مسوول او ذمه دار يې ووايي بيا پاملرنه په کار ده.

په امريکا کې ويل جمهوري پلوه او يموکراتان دي امريکايان شي د امريکا غم دې وکړي. اوس داسې نه ده هر يو د ډېرو څوکيو په فکر کې دى چې راتلونکي کانگرس او سنا کې يې ترلاسه کړي.

د امريکې جمهور رييس اوباما غواړي په خپل پېر کې د عراق او افغانستان جگړې بندې کړي په کومه توگه؟ کله چې افغانان خبرې کوي. يوه ډله چې اوس دولت کې ده وايي : مونږ ته يې پرېږدئ، ډېره مرسته وکړئ هر څه سم کړئ اردو، پوليس، قضا، کرنه، تجارت، پوهنه، اوبه، برېښنا ... هماغه خبره شوه. "بگير و ببند، بدست منى پهلوانش ده" وې نيسه وې تړه بيا يې ما پهلوان ته وسپاره.

افغانستان يو لرغونى هېواد دى او لرغونې ملي فلسفه لري، سوريان، کاسيان، ساکان، پاکتيان مدنيتونه لري او ملي فلسفه د "تاين بي" خبره ده هغه د تمدن په تاريخ کې څلور فيلسوفان ښيي:

١– زردښت سوري په باکتريانا کې.

٢_ کانفسيوس په چين کې.

٣_ بودا په هند کې.

٤_ فيثا غورس په يونان کې.

په باکتريانا او پاکتيسيا کې پوهان شاعران و چې سندرې يې تراوسه شته. امريکا او لويديځې نړۍ ته وايو مونږ تاسو نه مخکې ويښ شوي يو. تاسې نه شئ کولاى زمونږ لرغونى تاريخ له پامه وغورځوئ او نوې خبرې راوړئ، چې مونږ ستاسو په خوښه بدل شو.

اسلام فطري دين دى ا فغانستان پنځه اسلامي امپراتورۍ درلودې. دا کومه آسانه خبره نه ده، چې غزني اسلامي فرهنگي پلازمينه گڼل شوې. د امريکا د جگړې گټل او بايلل څه دي؟ دا د امپرياليزم يرغل و چې د افغانستان اسلامي امارت يې مخې ته ولاړ دى. د يرغلگرو مزدوران ځانونه په امريکايي انگليسي "پسول" (١) سينگار کړى. دوى له خپلو هيلو خبرې کوي، چې تاريخي او ملي فلسفه نه لري.

لوى افغانستان او لرغونې جغرافيه :

د جغرافيه پوه سترابون د جغرافيې پوه دکتور نجيب الله تورو وايانا په دري ژباړلې ده. هغه داسې ده آيا دا ډېره جنوبي سيمه کارمانيا (کرمان) ده. دغه سيمه د فارس د خليج يوه برخه ده. له دې ښکاري چې فارس د خليج ټولې برخې نه دي، يوه وړه برخه ده. دا چې اوس د فارس خليج بلل کيږي او دا يو حقيقت نه دى. باکتريانا، باختر، پاکتيسيا ژوره څېړنه غواړي، چې چا ورته پام نه دى کړى. د افغانستان له روڼ اندو څخه دا ډول څېړنې پاتې دي. هيله کيږي کومه ورځ يې دې څېړنو ته پام راوگرځي.

د اوباما سياست د افغانستان برخه کې د ټولې نړۍ مرسته ده. لکه چې افغانستان نړيوال شي نو دا په دې دولت نه شي کيداى.

د پاکتيسيا دپاره به دا گرانه وي، چې يوه بله بڼه خپله کړي او که د افغانستان بشپړه خپلواکي وي. هغه اسلامي امارت ساتلى شي، چې نړۍ سره د پراخو اړيکو له ساتلو سره وساتل شي.

دلته گاونډيان هر يو ځانته يو څه غواړي. د هغه لپاره خپل خلک مومي نو د افغانستان دولت بايد صادق زړور او د ښه نظم خاوند وي. په چور او تالان نه شي کيداى او انفرادي غوښتنې د منلو وړ نه دي.

هند، روسيه، ايران، چين همغږي کيدى نه شي. د پښتنو په پام کې نيول کولاى شي سوله راولي. حمزه بابا د غزل بابا دى. بيا د پښتونولۍ حکيم هم دى.

ما ته له خوشحاله يو شعر ميراث پاتې نه دى

هم راته زده کړې دي بابا د مېړنو خبرې

څلى دى د کوم يو ننگيالي چې ورته راشمه زه

واړه چاپېرچل يې راته کاندي د پښتو خبرې

ستا د پښتنو زلفو بندي وم عقل مند يې کړمه

دا اوږده قصه د يار د زلفو ده کوتاه دې نه شي

تل دې وي جاري له انتظار سره د شپو خبرې

راغله ډېر سپرلي له رنگينو نگهتونو سره

نه شوې ترې پوره په زړه چاودون ستا د ورشو خبرې


١.  پسول گاڼه.

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz