|
 |
|
|
په افغانستان کې جگړه توده شوې،
له دواړو خواوو الفتح، عام خلک يوه خوا،
پانگه
وال يرغلگر بله خوا دي.
پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او
فلسفه
|
|
قدرت الله حداد ((فرهاد))
١٣٨٩ هـ . ل د
چنگاښ 2٣، د ٢٠١٠ جولايي
1٤
د ايساف مرستيال انگليسي جنرال
Sir Nick وايي : دوى بويه آزاد لاس ولري، چې له خپل ټول طاقت نه گټه
واخلي. په هلمند کې، چې يو افغان سرتيرى درې بريتانوي سرتيري وژلي او
پنځه يې ټپيان کړي. اته پوليس د ناټو په هوايي بريد کې ووژل شول، يو
دولتي مامور کندهار کې، بل د لوگر په څرخ کې ووژل شو. په شمال کې جنرال
مراد علي رويتر خبري آژانس ته ويلي چې شمال کې د اسلامي حزب غړي دولت
سره کار کوي څو د طالبانو مورچلې وموندل شي. پوليسو په خپلو کې هم وژلي
دي. دا ډول خبرونه، چې وڅېړل شي نور څه ښيي هغه دا ده، چې کيداى شي
پايله ملي پاڅون ته خبره ورسيږي لکه ٢ د نوامبر ١٨٤٢ دا د امريکا غلط
سياست او بې پايه غرور و، چې بوش او د هغه ملگرو پېل کړ. اوباما ځکه
وگټله چې هغه د بدلون ژمنه وکړه او هغه يې ترسره نه کړه. اوس هغه ته
ورک بدلون وايي اوباما اوس وايي زه به بدلون بېرته ژوندى کړم.
خداى دې مخ د هيڅ غافل راښکاره نه
کا
د غافل سره دې ما آواره نه کا
اوباما ويلي د اداري فساد له منځه
وړل له چا څخه پېل کړي. د پاکستان د کورنيو چارو وزير وايي پاکستان ته
ترهگر له افغانستان څخه راځي. افغانستان وايي له پاکستان نه افغانستان
ته راځي. گډوله حال و احوال دى، پردې باندې د بشري حقوقو ټولنې
اندېښمنې. که طالبانو سره سوله وشي د ښځو حقوقو ته پاملرنه نه شي
کيداى. دا گډوله خبرونه گډوډ حال ښيي يوه خبره په کې روښانه ده، چې
امريکا او د ناټو هېوادونو ته ښه ورځ نه راځي ځکه د نړۍ خلک په بېلا
بېلو لارو ستړي شوي. ويسا ورکه شوه سم هېوادونه له اقتصادي پلوه لويدلي
اوس يې دا نيولې ده، چې حکومتونه دې خپل لگښتونه لږ کړي او دا درملنه
نه ده تاوان يې عامو خلکو ته رسيږي.
افغانستان او د ښځو حقوق :
افغانستان کې له ښځو سره څوک
دښمني نه لري. دا په اقتصاد او هڅو پورې اړه لري. يو سړى کار نه لري
ټوله ورځ په بازار کې ولاړ وي شا او خوا گوري که څوک يې د کار دپاره
بوځي ورځ يې تېره شي. ماښام تش لاس کور ته لاړ شي خپلې ښځې او ماشومانو
ته کتلي نه شي. دا يوه اروپايي خبره ده چې آسيا کې معنى نه لري. د
افغانستان دا يوه خبره، چې څوک واوري.
مال تر سر جار، سر تر ناموسه :
ناموس ښځه ده. دا د ښځو د حقوقو
خبره، چې کيږي د خلکو د خواشينۍ لپاره کيږي. طالبان يې حقوق ساتي بيا
توپير دا دى څوک حقوق څه بولي پښتنو کې د ښځو حقوق مينه ده، مهرباني
ده. پوهاند حبيبي د دې خبرې شرحه ورکړې ده. مهر لمر ته وايي، مهر محبت
ته وايي، چې پکتيا کې لمر ته مير وايي. "ميرمن" مهربانه.
د پادشاهۍ تخت مې په کار نه دى
جانانه ته به لو کړې زه به وږي
ټولومه!
دا چا ويلي :
په تور ټوپک ويشتلى راشې
د بې ننگۍ احوال دې مه راځه مينه
لوى افغانستان او لرغونى تاريخ :
افغانانو تراوسه په تاريخ کې نه
ده معلومه کړې، چې غوريانو څنگه د غور له غرو نه د غزنويانو لويه
امپراتوري جوړه کړه، چې پاکتيسيا په کې ژوندۍ وه. دغه معما بويه حل شي
د فيروز کوه ښار چېرته و، چې د غوريانو پلازمينه وه، کله چې قطب الدين
ايبک د غور د امپراتور لخوا پادشاه وټاکل شو خلکو ورته وويل : ولې دې
خپل زوى ونه ټاکه چې يو مريې دې وټاکه. سلطان وويل : ما ده ته زوى ويلى
دى دا مې ژبه ده.
هومره، چې په کار دي په غور،
غوريا، سوريانو کار داسې نه دى شوى، چې په اړه يې څېړنه وشي. د سلطان
غياث الدين غوري په پنځو کلونو کې چې د ده له بادشاهۍ تيرې وې د ختيځ
هند نه او د چين له سرحدونو تر عراقه پورې ورسيد. ده له هر ځاى نه
پوهان ورغوښتل او هغوى يې د ژوند له ستونزو خلاص کړل. يوازې يې علمي
څېړنې کولې. زاهدان يې هم په ښه توگه ساته. او همدغه چارې احمد شاه
بابا او د ده زوى امپراتور تيمور شاه هم کولې. دا د انگليس او خاينانو
کار و چې زمونږ برم يې په دې حال بدل کړ.
يو افغان سرتيري درې بريتانوي
سرتيري وژلي او پنځه ټپيان دي. دا خبر په هماغه ورځ ټولو رسنيو په نړۍ
کې خپور کړ. ناټو هم افغان پوليس او عام خلک د الوتکو په بمباريو کې
ووژل. جگړه به له دې وروسته توديږي چې خبره بدل اخيستو ته ورسيده.
ستا له دره ستا برندو کتو شړلى نه
شوم
ستا په تعافل خپلې پښتو شړلى يم
حمزه بابا
فال به څه گورې رحمانه
خپل افعال د سړي فال شي