|
 |
|
|
په کندوز کې داربکيانو دولس تنه
وژل شوي، اربکي څنګه وي ،دا اربکيان نه
دي، دبهرنيانو مليشه دي
پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او
فلسفه
|
|
قدرت الله حداد ((فرهاد))
١٣٨٩ هـ . ل د
چنگاښ 22، د ٢٠١٠ جولايي
13
په کندوز کې چې دولس تنه اربکي
وژل شوي دا اربکيان نه دي دوې ته اربکيان ويل يوه ناپوهي ده پښتونولي
يو نظم دى دولت او حکومت نه غواړي،
دا دانسانانو يو ارمان دى چې
نظم وي ، اخلاق وي ، ميړانه وي ، شرافت وي ، دولت نه وي . پښتنو دا
درلودل او ډير لرغوني دي، چې دنيټې ټاکل يې ګران دي، لکه اوستايي سندرو
کې ويل شوي ،چې ددوې دپلار او نيکه لاره ده، نو هغه بيا څومره وړاندې ؤ
؟
دمثال په توګه دساپيانو جرګه د
(کرانت) دليکنې له مخې ديرش زره کاله وړاندې له ميلاده يو نظام ؤ چې
دهرکلي په مخ کې يو ځاى ؤ چې هلته به جرګه کيدله . بشريت غواړي بيا هغه
پړاو ته ورسيږي، چې حکومت پوځ پوليس نه وي اربکي پوځ نه دى، چې جګړه
وکړي، دجرګې دپريکړې پلي کول دي، پرته له وسلې او سرتيرو . دغه اربکي،
چې په کندوز کې وژل شوي د اجل ميلمانه دي .
پښتانه مدني خلک دي ، مرييان نه
ساتي . پخپله مريتوب نه کوي او ددوى پښتونولي دامن سيمې جوړې کړې دمثال
په توګه دپښتنو په سيمو کې څوک غلا نه شي کولاى ، څوک، څوک نه شي وهلى
، څوک،څوک نه شي ځورولى .
پښتانه لښکر جوړوي، ددفاع په مهال
او دبدل اخيستو په مهال . حامد کرزي ويلي ملګري ملتونه دې دطالبانو
نومونه له تور ليست نه وباسي کرزى غواړي خپل ځان مطرح کړي، له ده دومره
پوښتنې دي دهغه ځواب ويلو ته دې چمتو واوسي . په يوه خبر کې راغلي، چې
دپکتيا ولايتي شورا کارپريښى دى ،چې دملکي خلکو دوژلو مخه نه نيول کيږ
ي که څوک خپل اوپردي نه شي پيژندلى ، حلال او حرام نه پيژني ، ناحقه
خون نه پيژني ، په کوم عبارت به هغه سړى بلل کيږي ؟ هغه حکومت او جمهور
رئيس چې په درغلۍ راغلۍ وي دلاسپوځي په قانون کې هم نه جمهور رييس دى
او نه حکومت بې حکومت وي . طالبان ،چې بدخشان کې پنځلس پوليس وژلي يا
دقلعه زال ولسوال په دوى ټولو باندې دشريعت حکم دى ځکه دين ناموس او
خپلواکي څوک وساتي ؟ په دې کال کې چې نيمايي يې لا پاتى دى دبهرنيو ٣٥٠
سرتيري وژل شوي درې سوه پنځوس به دناټو دپاره ډير دي، چې ډير يې
امريکايان دي، ټپيان يې نور دي ورپسې روحي ناروغان او ليوني شوي دي .
دناټو دوينا له مخې دمګړۍ دامريکا
تر مشرۍ لاندې يو لک او څلويښت زره پوځ دى نور هم راځي ددفاع او پوليس
که پنځوس زره وي نو خبره دوه لکه شل زرو ته خيژي سره له بشپړې جګړې پر
سامان (لومړۍ درجه )
پښتانه سره له دې، چې په
افغانستان او پاکستان کې دي، خو ددوې پراخي سيمې دافغانستان او پاکستان
له حکومتونو سره دجګړې په حال کي دي په لويي سيمې کې چې حکومت نشته
شريعت او پښتو نه چليږي دا پخپله يو حالت دى، چې دواړو خواوو ته
امريکايي مليشه ډوله حکومتونه دي شريعت او پښتونولي ده، چې پښتانه يې
په خپل صداقت او ايمان چلوي .
اوس بويه داسې حساب وشي : امريکا
، ناټو يرغلګر افغانستان او پاکستان کې دامريکا انګليس پلوه حکومتونه ،
چې دواړه ناحقه دى، حق پښتون او شريعت دى او پښتونولي . بيا هم رحمان
بابا وايي
وبې ننګو ته دننګ خبرې مه کړه
ياځان وګڼه په خپلو وينو رنګ
ننګيالي چې يوځل مخ کا په يو لورې
نور هيڅ نه ويني کوهى دى که ګړنګ
هيڅ له ځانه له جهانه خبر نه دى
چې څراغ په نظر کيوزى دپتنګ
که رحمان دهغو تلليو وصال مومي
تير به نه کا په دا دور کې يودرنګ
لوىافغانستان او لرغونى تاريخ :
دافغانستان تاريخي جغرافيه يو کتاب ،چې دپوهان حبيبي له مقالو جوړ شوى
دى په حقيقت کې کتاب نه دى دحبيبي صاحب دمقالو ټولګه ده کمال په دى
کې دى ، چې دپوهاند صاحب بيلې مقالې په بيلو وختونو کې خپرې شوي، بيا
موضوع يوه ده ،چې دافغانستان تاريخي جغرافيه ده، کتاب دټولو مخالفينو
سوالونو ته ځواب ورکوي خو ددوې نومونه يې ياد کړي نه دي له بلې خوا
ددغې ملي غوښتنې دپاره يوه ګنجينه ده، دغه کتاب او دسرخ کوتل دکتيبې
شرحه دواړه په ځيرتيا ليکل شوي چې دپښتون زلمي دپاره کوم ابهام پاتى
نه شي .
په تاريخونو کې دپاکتيسيا
باکتريانا په برخه کې ويل شوي ؤ دشر او فساد په دوره کې، چې دطالبانو
نوښت شر او فساد يې (١٩٩٦_ ٢٠٠١) م له بيخه وايست بيا له (٢٠٠١_٢٠١٠)م
دټولې پانګه والې نړۍ پوځي او نظامي رنګ او منطق يې واړوه دا دوه پېښې
يوازې دافغانستان دتاريخ نه ؤې دټولې نړۍ او دځمکې دپنډوسکې رنګ او
منطق يې واړاؤه دابه په همدې برم په تاريخ کې پاتى شي ليکوال چې
دتاريخ پاڼې يې اړولي دي په دې پوهېده ،چې حق کوم دى
درحمان بابا ددوهي ملنګ .
نادانانو هسې دين په دنيا بايلود
لکه وړوکى دُربدل په پاره نان که