|
 |
|
|
دامريکا نامتو جنرال ډيويډ
پيټريوس سمدواره په خپلو هڅو کې پاتې
راغلى دى
پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او
فلسفه
|
|
قدرت الله حداد ((فرهاد))
١٣٨٩ هـ . ل د
چنگاښ 21، د ٢٠١٠ جولايي
12
په امريکا کې ستونزې ډيرې دي تيل
هم په بحر کې دپخوا په څېر بهيږي او دا لويه خساره ده، چې دميليادونو
ډالرو خبره ده ،دوې مياشتې وشوې او لا شته ، په دې حال کې په
افغانستان کې دامريکا سرتيري له تيرې مياشتى چې (جون) وه په دې مياشت
کې چې جولايي ده، دامريکايي سرتيرو وژل دوه برابره شوې دوى دجون مياشت
مرګونى وګڼله ، جولايې کې لا ډيره شوه په کندز کې دشنبې په ورځ شپږ
سرتيري ووژل شول بيا يو ملکي وګړى هم ووژل شو په کندوز کې دګډوله دولت
يوولس پوليس ووژل شول ملکي خلک هم دامريکايانو له لورې ووژل شول دوى
ته چې هر څوک په مخ ورشي وژني يې .
طالبانو، چې دالفتح عمليات پيل
کړې دي هغه په خپل حال ګړندي په مخ ځي کومه نوې خبره، چې په الفتح کې
ليدل کيږي دبريدونو پراختيا ده چې دافغانستان شمالي ولايتونو کې دي
دافغان ګډوله دولت دى چې پوليس او پوځي افراد يې وژل کيږي داسې دى لکه
امريکايي اروپايي ځکه هغو سره ولاړ دى او دهغوى دپاره دي دجګړې ددې
ټولو ګرموالى حامد کرزى ته ورځي لکه نور محمد تره کى ، ببرک کارمل ،
حفيظ الله او نجيب الله په دې ټولو کې ډاکټر نجيب يو نوم لري چې
دروسانو وتلو سره يې هو وکړه.
کمونستي مفکوره يې غلطه وبلله او
دا پړه يې ومنله چې ددوې درک ناقص ؤ او يوه موده يې پرته له روسانو
حکومت وکړ په داسې حال کې چې که امريکا اروپا نه وي حامد کرزى يوه ورځ
نه شي پاتې کيداى په دې کې يو څو نومري اخلي درباني او مسعود حکومت
دفتور دوره وه، چې ګلبدين حکمتيار په پل خشتي کې و او رباني په ارګ کې
چې يو دبل غږونه يې اوريدل او تردې لويه رسوايي بله نشته چې دوه
پادشاهان يو له بله دپښو په مزل لس دقيقي لرې ؤ بله خوا رشيد دوستم ؤ
،چې په سل متره واټن کې يې قومانده او امرونه نه چليدل دا په تاريخ کې
بې سارى دى
لوى افغانستان او لرغونى تاريخ :
دسلطان غياث الدين غوري خطبه له هر مزه تر بنګال پورې لوستل کيده کومه
لوى موندنه چې په نژدې مهالونو کې شوي هغه دبغلان دسرخ کوتل کوشاني
اثار دي (١٩٧٥) م کې دي (١٣٥٤)هـ ل دلته يوه ستره کتيبه او ډير نور
اثار موندل شوي دغوا آثار ا په سيمه کې تاريخ بدل کړى دى په دې وخت کې
دافغانستان دوه نامتو تاريخ پوهان ژوندى ؤ هغه پوهاند عبدالحى حبيبي او
استاد احمد علي خان کهزاد ؤ پوهاند حبيبي په دې برخه کې خورا ښه څېړنه
کړې ده، دغې موندني (کشف) دغه دوه تاريخ پوهان وهڅول خپل دورستۍ
ليکنې وکړي په دې موندنې باندې دايران داجتماعي علومو موسيسې کار
پيل کړې نورې نړۍ کې په دې موندنې افغانستان دنړۍ په تاريخ کې په لوړ
حيثيت وپيژندل شو کوشان ، کوچيان ، کاسيان ، ساکان ، چې پښتانه ؤ او
لرغونى پاکتيسيا پورې تړلى ؤ دوى دباکتريانا او کوشاني امپراتورۍ جوړې
کړې چې له چين ، پارت او روم سره پخپلو کې يوه ښه نمونه او مثالي نړۍ
جوړه کړه چې ښه برخه يې د لويديځ نړۍ د، له بده مرغه په بدمعاشۍ يې
بدله کړه ، پانګه والي يې تر انساني لارى ښه وګڼله دادى دهغه په اور کې
زمونږ هېواد سوځي دا هغو خلکوبل کړى چې هغو سره مينه حيا نه وه حامد
کرزى ، مرستيالان ،ولسې جرګه، مشرانو جرګه ، کابينه او واليان يو مخ
هغه خلک دي چې دامريکا ناټو په غيږ کې پراته ديc.
په پښتنو کې دښځو حقوق : پوهاند
حبيبي ښودلې ده چې ګواکې ميرمن دتاريخ او عقايدو له مخې واکدارۍ ته ويل
کيږي علمي شرحه يې ورکړې ده، استاد کهزاد، چې دافغانستان تاريخ يې په
دوو ټوکوکې ليکلى دى او ګرشاسبنامه يې تحليل کړى ده .
اعلمى دى له دواړو نه احساسات
تللى حقيقت يې ځاى نيولى ؤ په دې برخه کې نورې څيړنې اړيني دي له بده
مرغه اوس دافغانستان ټوله څيره بله ده نن په کابل کې داسماعلي لوى مشر
٧٧٧ کاليږه ونمانځله شوه حامد دشهراني له خوا دحامد کرزي پيغام ولوستل
شو يا دا چې په رسمي توګه ونمانځل شوه دشهزاده عبدالکريم آغا خان
پيغام هر ولوستل شو داسې چارې دمذهبي سيالۍ دپاره دى ، چې دواړو
خواووته پيسې ترلاسه کيږي ايران او اسماعليه دواړو سره پيسې دى حامد
کرزى خپله وروستۍ مالي ګټه اخلي هيڅ ځاى به دې ترې پاتى شوى نه وي او
نه پاتي کيږي.
رحمان بابا عالمان په ښه توګه
يادوي
عالمان دې روښنايي ددې دنيا
عالمان دي دتمام جهان پيشوا
که څوک لار غواړي وخداى هم رسول
ته
عالمان دي ددې لارې رهنما
کيمياګر دکيميا په طلب ګرځي
همدمي دعالمانو ده کيميا
هر سړى چې مينه نه لري دعلم
سړى نه دى خالي نقش دى دګويا