Tuesday, September 07, 2010   سه شنبه (نهې)   ٧ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

پېښې، اندېښنې او څرګندونې

 

د اسلامي امارت له طالبانو سره د خبرو گنگوسو، اندېښنې ډېرې کړي دي.

پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او فلسفه

    قدرت الله حداد ((فرهاد))  

١٣٨٩ هـ . ل د چنگاښ 19، د ٢٠١٠ جولايي  10

د مومندو په سيمې کې کوم بريد چې نن وشو ډېر دردونکى و پښتني ميرمنو به ډېر ژړلي وي. د بي بي زينبې نارې سړي ته وريادې شي.

ليونۍ له ډېره گورمه پښتنې دي

محمد نادر نيولى په پښو يې بې ډوله زولنې دي

بدې ورځې دي او پښتنو ته نورې نورې کيسې دي.

دمحمد شاه حسين هوتک زوى چې نادر افشار ته په لاس ورغلى و بيا يې زولنې وراچولې وې او دا پېښه پښتني ميرمنو ته گرانه وه. اوس ټوله نړۍ له گاونډيو سره هر يو څه د پښتنو خلاف کوي. په دې تورې دربې کې به گرانه وي چې پوځي، تبليغاتي، سياسي، او اقتصادي جگړه په شا وتمبول شي. بيا دا کار د تاريخ له مخې کيدونکى دى. ټولو تاريخپوهانو خپل دي که پردي دا ويلي دي د پښتون شتون په تاريخ کې يو حقيقت دى.

حمزه بابا وايي :

که ډيوه د اميد په هره شيبه مري

نوى ژوند د انتظار پيدا کوه

لوړ، زور لا پښتني همت ته څه دى؟

د سيندونو غوندې لار پيدا کوه

امريکايان لگيا دي د پښتنو په سيمو کې پښتنو سره ډېرې ژمنې کوي. دوى يي خپل ملگري کړي. په پښتونولۍ کې، جرگې، اسلامي تبليغ، د سولې لپاره او سوله بله ده. د دې سولې لار له امريکا او پانگه والو هېوادونو سره ردو بدل دى او د پيسو اخيستل، د پښتونولي اربکي، جرگه، روغه ټول ددوى په اړه وي، دا زړې نسخې دي چې نولسمې پېړۍ کې انگليسانو کړي دي. د پښتنو د پوهې لپاره د پښتني ميرمنو او پېغلو يو تاريخي مثال د کتاب له مخې ليکم کتاب هم دوه نيم زره کاله مخکې ليکل شوى. په ميليون ميليون توکو کې چاپ شو او د نړۍ په ټولو ژبو ژباړل شوى. په پښتو نه دى شوى. يوه برخه به يې په پښتو واړول شي.

پاکتيسيا او لرغونى تاريخ :

دغه تاريخ په نړۍ کې لومړۍ تاريخ دى، ليکوال سره د دغه کتاب انگليسي او فارسي دواړه شته. په فارسي هم وروسته ژباړل شوى پښتو کې دا نه دى شوى.

لومړى چاپ په فارسي ١٣٥٧ هـ.ل کال.

دويم چاپ په فارسي ١٣٦٨ هـ . ل کال

د کتاب نوم تواريخ دى. The Histories of Herodotus

دغه کتاب په ٣٠٠٠ ټوکو چاپ شوى چې هومره ډېر نه دى بيا انگليسي يې چې ما سره دى ١٩٨٧م کې چاپ شوى. دا هم ورباندې ليکل شوي : زه انسان يم هر څه چې انساني دي له ځان نه يې پردي نه بولم (ترنس رومي ليکوال)

ښايي بيا هم چاپ شوي وي ځکه دا کتاب هر کال چاپيږي. په دې هر څوک پوهيږي چې هيرودت لومړى تاريخپوه دى. نور ټول له ده وروسته دي. تر نولسمې پېړۍ څوک د پښتو په آر نه پوهېدل. اوس د پښتنو مخالف خلک غلطې خبرې کوي. لمر په دوه گوتو پټوي. څوک يې اسراييل، عرب يوناني بولي. د هيرودت له دريم کتاب نه له انگليسي متن ٢٥٦ مخ دغه جملې رااخلم. خو د پښتنو سترگې پرې ولگيږي دا به ټول غير پښتنو ته بې سارى او نه رديدونکى ځواب وي او سر خوږول نه غواړي.

There are others of the Indians who are neighbors of the city of Cospatyrus and Pactyic country north of the India and live much like bactrians.

دا خبره دوه نيم زره کاله وړاندې (٤٢٥-٤٩٠)پخوا تر ميلاده ليکلى شوې. دا سند دى چې پښتنو په خپل نوم پاکتيک هېواد درلود. دويم دا چې دا لکه د باکتر، باختر، بلخ، بخدي چې شمال دى. له دې مطلب دا دى چې لهشمالي هند تر باکتريانا پورې پاکتيسيا ده. يوازې دا نه د پښتنو د جرگو غيرتمنې ميرمنو اوپاکلمنو قصې هم شوي دي.

دا هم ليکل شوي :

They are the war like.

د کتاب له مخې د پښتنو کار د سروزرو تجارت چې له شلو يې بېلول دوه نيم زره کاله وړاندې مونږ په نوم Poctyic پاکتيک پاکتيسيا هېواد درلود. تر دې چې هيرودت د دوى کاليو او جامو خبرې هم کړي. اوس چې په تلويزيونو کې خبرې کيږي او ټيلفونو کې سل په سلو کې بې خبري ده.

پاکتيسيا خپل هڅوب، ژبه، تاريخ او روايات لري په هغه که څوک ودريږي تل به بريالي وي.

که قاصد يې د مقصود

آواره کړه زيان و سود

هر چې دي سيوا له خدايه

واړه وگڼه نابود

رضا پاسله و قضا ته

مدام خوښ اوسه خوشنود

ته و ځان و ته نظر کړه

چې قبول يې که مردود

د غفلت له خوبه پاڅه

څو به اوسى خواب آلود

که بيدار شى خودبه واورې

په هر لوري دا سرود

رحمان بابا

 

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz