Tuesday, September 07, 2010   سه شنبه (نهې)   ٧ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

پېښې، اندېښنې او څرګندونې

 

تېر کال په افغانستان کې درشوت کچه

 يو ميليارد ډالرو ته رسيدلې ده .

پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او فلسفه

    قدرت الله حداد ((فرهاد))  

١٣٨٩ هـ . ل د چنگاښ 18، د ٢٠١٠ جولايي  9

په افغانستان ، پاکستان او عراق کې دتاريخ غوښتنه بله ده په افغانستان کې ،چې کومه موسيسه يا ټولنه جوړه شوې ده ، يو ښه نوم يې غوره کړى دى .

دافغانستان داصالت څارونکي     ددوى هوډ هر ډول، چې وي په دې نوم کې ډير څه نغښتي دي دافغانستان (آر) کوم څه .چې  دلته ليکل شوي هغه دپاکستان او عراق دپاره هم اړينه ده ځکه دا درې هېوادونه ديرغلګرو په زور او بريد کې له اصالت  څخه  وتلي دي .

که مې وصال ديار بيا موند هلته سيال يم

کنه نه يم زه رحمان دهېچا سيال

پښتنو ته داخبره له  پخوانه شويده رحمان بابا يو الهامي شاعر دى ، پاکتيسيا Poctycia يو نوم دى چې دوه نيم زره کاله لرغونى دى او دا دتاريخ دپلار خبره ده ، چې شرحه  او تفصيل هم لري داسې چې دپښتنو خبره يې بشپړه کړيده ،په دې کې داسې رمزونه دي چې سپړل يې له شلو کتابونو ډير دي په لرغوني تاريخ کې دا پراخه مضمون دى،چې پښتانه دې تيت وپرک او ګډې وډې خبرې نه کوي چې ناخبري ده دغه عاجز چې ديريش کاله يې دتاريخ پاڼې اړولي  دى په مدارکو خبر دى ،ځاى په  ځاى يې په ليکنو کې ويلي .

نن دخېبر په تلوويزيون کې حسن خان او اجمل خان ناست ؤ طالبانو باندې يې له خلکو سره خبرې کولى دوى وويل : مونږ د افغانستان طالبانو باندې خبرې نه کوو دا يو سياسي ملحوظ دى په اصل کې ټول پاکستان کې طالبان شته .

امريکا، چې په  افغانستان  ، عراق پاکستان کې وخوځيده  حالات يې ويجاړ کړل خبره نورو ځايونو ته ورسيده طالبانو لږ او ډير هر ځاى شته له آذربايجان تر کشميره، بنګال او اندونيزياپورې  داسلام خبره ده په اسلام کې عدالت اصل دى ما اوتا په کې پيدا کړ اختلاف دنيکۍ او بدۍ تلل په تله دي ليکوال ١٩٧١م کال دبنګال يا بنګله ديش نړيوال  کانفرانس کې واوريدل چې دعدالت خبره ده اسلام عدالت دى که داسلام خبره وي پاکستان لرې دى مونږ سره نژدې اسلامي هېوادونه دي هر ځاى، چې عدالت وي هغه به دټولو مسلمانانو خوښ وي .

حامد کرزى ولې ټوله پانګه واله نړۍ نه شي ټنيګولى ؟ عراق کې څه حال دى ، پاکستان کې څه کيږي ؟

خوشحال خان په خپلو ادبياتو کې دنوشيروان عادل او حجاج پرتله کړې ده دقارون او حاتم يعنى کيفت په ميزان او عدالت کې دى، که داسې نه واى يعقوب ليث صفار لوى افغانستان نه شو جوړولاى او دبغداد له خلافت سره يې ډغرى نه وهلى .

ورپسې غزنويانو ، غوريانو  چې هوتک ابدالي پنځه تاريخي دورې دي . نن وويل شول چې کشمير دهند دحکومت په پوځي محاصرې کې دى دکشمير ميرواعٍظ وايي : هند دکشمير په هديرې کې امن غواړى .

لوى افغانستان او لرغونى تاريخ : انګليس چې دافغان دلاسه څو ځله ماتې خوړلې ده اوس بيا له افغانستان څخه غواړى ووځي او په هېلمند کې قومانداني امريکا ته سپاري انګلستان دا تجربه څومره پخوانۍ ده  په دې برخه کې ډير کتابونه ليکل شوي اوهغه دوه ډوله دي يو هغه چې افغانستان کې په خپل مهال افغانانو ليکلي چې هغو کې دشاه شجاع کتاب هم ميرزا عطا محمد خان ،چې دليکلو کاريي کاؤ ه نواى معارک کتاب  ليکلي دى ايرانيانو هم ليکلي، په هند کې دويم هغه کتابونه، چې انګليسانو ليکلي دي هغه ليکونه چې انګليسي افسرانو خپلو کورنيو ته ليکلي او انګلستان ته يې ليږلي  دى بيا په افغانستان کې چې بويه راټول شوي وايي هغه نه دي شوى بيا هم په نظم او نثر ځينې حالات بيان شوى ، سيد جمال الدين افغان ليکلي دى او په عروه الوثقى کې راغلي دانګليسانو کړه څرګند شوي

 دسيد جمال الدين افغان هغه ليک شته چې سلطان عبدالحميد ته يې ليکلى دى په هغه کې يې داسلامي نړۍ هغه زيرمې ښودلي، چې انګليسانو دهغه يوه برخه خپله  کړې  .

انګليسانو دامريکا په ملګرتيا يو وار بيا هڅه وکړه منځني  ختيځ مرکزي اسيا جنوبي اسيا خپل کړي څنګه، چې دافغانستان داسلامي امارت اتلانو بې سارې مقاومت وکړ پانګه وال هېوادونه چې شمير يې پنځوس ؤ اروپا امريکا ، استرليا ، کاناډا نهه نيم کاله ودرول ډيره پانګه يې لاړه ورکه شوه او دغې سترې جګړې ته يوازې پښتانه پاتې شول چې دپخواني شوروي په جګړې کې ستړى ستومانه ؤ افغانستان کې دننه چې وروڼه قومونه يو شمير بې پښتو پښتانه ؤ ددين ناموس او خپلواکۍ خلاف ځانونه يې له ناټو امريکا سره ګډ کړل ګډوله شول نه مسلمان نه کافر نه افغانان نه بهرني دډالرو له ليدو سره له هر څه تېر شول .

په طلب کې دې سستي وينم درويشه

چې وتلى يې ددې خوني له ويشه

په هر غشې چې زخمي شوم بيا مې وکوت

هغه غشى ؤ په تن  زما له خپله کيشه

دخوشحال خان خټک دغه وينا تر اوسه له حالاتو سره سم ده

دلته اوچت خوى به دپښتون کوى

عشقه ، زه بل چاته ټيټدى نه شم .

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz