Friday, September 10, 2010   مبارکه جمعه (جمعه)   ١٠ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

پېښې، اندېښنې او څرګندونې

 

دوستان ، دوستان وژني ، دناټو الوتکې

پنځه افغان  اردوسرتيري  بيا ووژل .
پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او فلسفه

    قدرت الله حداد ((فرهاد))  

١٣٨٩ هـ . ل د چنگاښ 17، د ٢٠١٠ جولايي  8

افغان هغه افغان ته خواشينى  شي چې خپل باداران يې ووژني  خسره الدنيا والاخره شي دا په دې، چې په نژدې لسو کلونو کې ډير شوې دى دامريکا څنګه ، چې په تيرې شوې مياشت کې يې هره ورځ  سرتيري وژل شوي  دي په دې روانې مياشت کې هم هره ورځ سرتيري يې وژل شوي نن هم دامريکا درې سرتيري په کونړ کې وژل شوي ، پکتيا کې يو ګاډى ويجاړ شوې، يو وژل شوى او ټپيان دي دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلى اوه تنه وژل شوي شپږ سرتيري يې ټپيان دي په جولائى کې ١٤ بهرنيان وژل شوي ٩ يې امريکايان دي نن دجولائى دمياشتې اووم دى ، په کشمير کې هنديانو کشميريان وژلي دي چې شهيدان دي په عراق کې  ،يوه امريکايي پرعراقي ډزې کړې  او شهيد شوى تورې اوبه Black water په پاکستان کې چې کوم بريد په داداتا ګنج بخش پر زيارت شوى او ډير خلک شهيدان او ژوبل دي دا دامريکا دتورو اوبو قرارداديانو کړيدى داخبره دجماعت اسلامي مشر منور حسين کړيده افغانستان ، پاکستان ، عراق ، کشمير کې څه روان دي پوهيدل او څيړنه غواړي يو پلان روان دى ،چې  پلى کيږي .

کندهار کې دامريکا پوځي عمليات پيل شوي او کلکه جګړه ده .

امريکا اوس هم کورنيو ستونزو سره مخامخ ده، دامريکا پنځو ولايتونو کې بحري کارونه په ټپه ولاړ دي سمندرونو کې دکبانو نيول او دنورو بحري موادو ډير لوى کاروبار ؤ دتيلو بهيدل روان  دى بيا ددومره لويي سيمې داوبو پاک کول څومره وخت غواړي ؟

اقتصاد او تجارت په اسلام کې څو اړتياوې لري لومړۍ وينا ، دويم صداقت ، دريم  دلاروامنيت ، چې اوس نشته . دامريکا په اساسي قانون کې داخبره شوې ،چې خلک خوشحاله وساتل شي څو خپله ابتکار په لاس واخلي دوې اوس هر څه په زور کوي پوځ ، وسله ، جګړه دافغان ګډوله دولت ناټو او امريکا کله چې عام خلک ووژل شي وايي بيا نه کيږي بيا وشي . چې ددوې انضباط نه درلودل ښيى پخوانى شوروي اتحاد هم انضباط له لاسه ورکړى ؤ په درګو اخته شوې ؤ وسله او سامان تيلو پورې يې پلورل .

لوى افغانستان او لرغونى تاريخ : سکندر له نيکه مرغه خپل يادښتونه په افغانستان کې ليکلي دى هغه دا هم ليکلي دي، چې  پښتانه قومي اړيکې ساتي او داخبره يې دپاکتيسيا په برخه کې کړې ده،په افغانستان کې دا تجربه شوې ده .

د NPR راډيو دجګړې غږونه خپاره کړل دايوه ستره جګړه ده ،چې مسلمانانو سره ده ،په مسلمانانو کې له پښتنو سره نورو رنګونه ورکول ځان تيرايستل دي که خپل تاريخ ته وګورو ډير ځله به داسې طوفانونو کې ښکيل شوي دي بيا ديو پياړي هڅوب په لرلو سره خپلې  اړيکو مو بيرته ټينګې کړي دي خپل لوى هېواد مو بيرته سم کړيدى دى .

کومې خبرې چې ناټو او امريکا کوي هغه زمونږ تاريخ نه بهر دي او مونږ يې منلې نه شو .

پاکستان يو داسې هېواد دى چې په اسلامي هويت او ځانګړيتوب جوړ شوې اوس له هغه لرى ځي په کشمير کې خلک دخپلواکۍ غږ کوي دپاکستان خبره نه کوي ځکه پاکستان رنګ اړولى دى په اسلامي وحدت پاکستان خبرې نه شي کولاى دجنوب آسيا دمسلمانانو لارښوونه او مرسته دا دپاکستان دپاره ښه موقع وه چې دننه او دباندې يې له لاسه نه دواى وتلې دکشمير خبره هڅکله دومره رڼا ته وه وتلې ،چې دخپلواکۍ غږ وکړي افغانستان باندې دامريکا يرغل له شمالي ټلوالې سره پخپله له عقل او سياست نه لرې وه اوس دافغانستان حکومت فاسد او بې کفايته څرګند شوې په دې ګرمه امريکا بلل کيږي پخوانى شوروي اتحاد هم داوکړل چې لومړى يې  خلق او پرچم سره پخلا کړل بيا يې حکومت په لاس ورکړ، چې پايله يې هر چاته څرګنده شوه .

پښتانه پوهيږي چې غليم سره څنګه خبرې وکړي او دخپلو رواياتو غوره والى وساتي که څوک دا بدال خان ګلزايي خبرې له ګوډ تيمور سره ولولي ابدال خان په ډيرې زړورتيا غږيده ګوډ تيمور ورته وويل ستا په ګوګل کې دزمرى زړه دى . دخواشينۍ خبره ده، چې په دې هېواد کې څومره ناخلفه زرغون شوى ؟

دپير محمد کاکړ شعر دى .

پېشنه خلکو ګټلې ځنې لاړل

نا خلفه مشه لوى دچا په در

سوفوګل  يو لرغونى شاعر دىد پاکتيسيا په برخه کې څه ښه وايي ودې ليدل چې دډولونو له ډربا سره غږونه وريږيديدل دا پاکتيسيا ده، ستر ايوان جغرافيه  يوه وايي همدغې ګروهنې دوى بريالي کړل چې وايي له آسمانه مرسته کيږي .

غازې لکه دګل ، دامانت په راز خبر

په ډکه خوله خندا کې يې سپارلى دى ژوندون

دا ځلند حقيقت دى وارث دى دحسين

پښتون وته په برخه رسيدلى دى ژوندون

حمزه چيرته ښکلاوي ، چيرته مينه په يوځان
په شمع پروانه کې ماليدلى دى ژوندون

 

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz