Friday, September 10, 2010   مبارکه جمعه (جمعه)   ١٠ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

پېښې، اندېښنې او څرګندونې

 

 دعاليقدر امير المومنين په برخه کې

 ناوړه بې بنسټه خبربې اغېزې وي
پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او فلسفه

    قدرت الله حداد ((فرهاد))  

١٣٨٩ هـ . ل د چنگاښ 14، د ٢٠١٠ جولايي  7

هغه ډيوه چې خداى بله کړې
هر څوک يې، چې پو کړى ږيره به وسوځي


نن داسې يو خبره چې سرچينه يې سمه څرګنده نه وه خپور شو ، داسې ،چې جناب امير المومنين ملا محمد عمر مجاهد نيول شوى دى ، دژورناليزم له ډډې دا سم خبر نه دى په خبريالۍ کې ديوه خبر چې دويسا وړ نه وى سرچينه نه وي هغه څوک نه مني .
پانګه وال يرغلګر رښتيا نه وايي تر هغه دمخه چې وټاکل شي ډيرې ژمنې وکړى سم له دې سره چې وټاکل شي بيا هغه خبرې نه کوي جمهور رئيس اوباما چې دبدلون خبره کوله دامريکا پخواني دجمهورى رياست مرستيال الګور بدلون او CHANGEباندې علمي شرحه ورکړه دالګور شرحې دبدلون په برخه کې اوباما سره ډيره مرسته وکړه روڼ اندو اوباما ته روايه ورکړه ، بدلون او نورې ژمنې پاتې شوى خلک ناهيلي شول دافغانستان عراق جګړې له پخوا تندې شوې په (آر) کې دايو ګام دديموکراسۍ په غورځولو کې دى  ورو، ورو  به نور خلک نه تيروځي نوى مثال يې انګلستان ؤ . چرچل ،چې په دويمې لوى جګړې کې دانګلستان صدر اعظم ؤ دجګړې په پاى کې خپلې خاطرې وليکلې چې پنډ کتاب دى په پايلې کې يې دوى ګلالۍ خبرې وليکلې لومړى دا چې دغه لويه جګړه چې پنځوس ميليونه خلک په کې ووژل شول بې ضرورته ؤ دويم دا چې سياست پوه څوک دى ؟ چې دسبا ورځې په اړه ډير څه ووايي او بل سبا داسې څه ووايي چې ولې دده ژمنې ترسره نه شوي اوس چې ليدل کيږي همدا دى بې ضرورته جګړې او دروغ دخلکو دتير ايستلو دپاره .
عاليقدر امير المومنين ملا محمدعمر دافغانستان اواسلامي نړۍ ستر شخصيت دى ځکه ده څه چې وويل هغه يې وکړل امنيت راغلى ؤ دترياکو کښت او توليد بند شوې ؤ وسله ټوله شوې وه دا هغه چارې وي چې هيچا نه شوې کولاى ورورسته له لومړى خليفه ګانو (رض) يوځل بيا اسلامي شريعت پلى شو ټولې اسلامي نړۍ ته يو مثال شو اوس اميرالمومنين په هر ځاى کې وي ده خپل ستر جهاد کړى او دلوى افغانستان تاريخ يې ځلولى دى داسې خلک نه مري
 

دميرويس کور له فرياده مستغني دى
چې وارث دابدالي وي په ځان نه مري
استاد هميش خليل


پاکتيسيا ، ساکستان لوى افغانستان په تاريخ کې پالل شوى دى افغانانو پاللي دي امير المومنين ملامحمدعمرمجاهدپاللي دى او دهغه ټولو ملګرو .
لوى افغانستان او لرغونى تاريخ : د ا ډيره اړينه ده، چې دافغانستان ملي فلسفه دساکستان دتاريخ له مخې څرګنده کړم په دې نړۍ کې هيڅوک او هيڅ شى نه پاتې کيږي ګرشاسب بابا کتاب چې دا خبرې په کې ليکل شوې (٤٤٥_٧٢٥ هـ) کې ليکل شوې وي او يوه دروند ملي سند دى .
اندرين کتاب فضل شهر خويشست تاهر که اين بخواند معلوم ګرد اوراکه سيستان (ساکستان) هميشه ازميان عالم مفروز بودست وبذات خويش قائم وآن را بجاى پيوسته نکردنده الا .
بسيار شهر ها کردند وبدان اندرپيوستند . وبالله التوفيق
پښتو : په دې کتاب کې دخپل ښار فضل (ښه والى) دى څو هر څوک يې ولولي هغه ته څرګنده شي چې ساکستان تل له نورې نړۍ ځان ته دى او په خپلو پښو ولاړدى او هغه يې په چا پورې تړلى نه دى پرته له دې ډير ښارونه يې ودان کړي او هغه سره يې يوځاى کړى دى او بالله التوفيق
دا ملي فلسفه ده ،چې په نورو به ځان نه تړي .
اميرالمومنين ملامحمدعمرمجاهد ، اسلامي امارت او طالبان دي، چې تاريخ ساتي او ساتلې
چې پيدا شي فنا کيږي
 

اى رحمانه دا جهان دى دا بې کار
هيڅوک نه پاتې کيږي مکر نيک
دا هم درحمان خبره ده
نه پتنګ دخپل څراغ شوى
نه بلبل دخپل ګلزار
نه مجنون غوندې رسوا شوى
نه منصور غوندې په دار


دا زمونږ سندرې دي تل مو بويه يادوي دتاريخ سبق دى دا تاريخ لارښوونه ده، مونږ ته تاريخ وايي څوک ښه دى، څوک بد دى، دپښتونولۍ يو (وضاحت)
بد _ بدي _ بدل به هغه ،چې بدي ترې پيدا شي او له بدۍ بدل ( انتقام)
 

چې په اوښکو پښتنو مې ، چيرته بل نه کړي اورونه
ټول قصور زما دزړه دى، دا جرګه په خطا راغله
په سهر کې چې يو ګل مې وشبنم ته مسکى وليده
په دې ډيرې سادګۍ يې حمزه ماته ژړا راغله .

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz