|
 |
|
|
دامريکا جمهور رئيس دافغان جګړې
دپاره نورې پيسې او نور پوځ غواړى !
پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او
فلسفه
|
|
قدرت الله حداد ((فرهاد))
١٣٨٩ هـ . ل د
چنگاښ 12، د ٢٠١٠ جولايي 3
په کندوز کې دامريکا دباندنيو
مرستو په موسيسې باندې بريد شوې دخبر له مخې پنځه کسان وژل شوي ٢٤ نور
ټپيان دي په ناټو کې يو فرانسوي جنرال ويلي دي : په افغانستان کې
دامريکا ستراتيژي کار نه ورکوي په دې حال کې چې ١٤٠ زره بهرني پوځ چې
ډير يې امريکايان دي په افغانستان کې دي ديرش زره نور امريکايي پوځ
راځي په دې لړ کې ٣٣ ميليارده ډالره نورې پيسې غوښتل شوي په دې کې
امريکايان او حکومت چې په افغانستان کې درشوت او فساد مخه نه شي نيولى
او په رشوت او فساد کې دکرزي دحکومت غړي لويه برخه لري بې نومه او بد
نومه سره را ټول شوي دامريکا په مخ کې شمالي ټلواله وه چې دهغوى يې
رشوت او فساد ټولې نړۍ ته څرګند دى .
امريکا او ناټو چې نهه کاله
وړاندې له شمالي ټلوالې سره لاس يو کړ په دې چې دامريکا له يرغل سره
شمالي ټلواله وه په خپله يو چاودؤ او بيلتون چې په ملت کې راغى دغه
بيلتون تراوسه شته که څه هم يو شمير افغانانو ويل : چې نفاق په ملت کې
راغى دې خبرې ته يو شمير خلکو لمن ووهله او له پښتنو سره ددغو وروڼو
دامريکا په مټ هر څه وکړل تراوسه دپښتنو په سيمو کې عام وژنى شته په
ناسمو راپورونو امريکا او ملګرو يې دې ته ونه کتل ، ٤٧ هېوادونه ديوه
پښتون جګړې ته راغلل هغه هم ، چې په افغانستان کې حکومت ، وروڼه او
قومونه دامريکا په لاس کې ؤ يوه پلا امام خميني خپلو خلکو ته وويل :
دايران ملت نيکمرغه دى چې ملت او حکومت يو موټى دى ، افغانستان ته
وګورئ چې شوروي اتحاد ورغلى ملت دروسانو سره جهاد کوي او حکومت دروسانو
نوکر دى .
دداتا ګنج په لاهور کې : په زيات
کې بريدونه شوي ٣٤ کسان شهيدان دي ١٧٠ ټپيان دي دا داتا صاحب مقبرې
باندې بريد شوې علي هجويري غزنوي دکشف المحجوب دتصوف د کتاب ليکوال دى
غزني هغه ځاى دى چې په ٢٠١٣ م کې
به داسلامي هېوادونو دفرهنګ دپلازمينې نوم به لري دغه خلک اسلامي پېر
کې دلته راغلي ؤ چې خلک دفسق او فساد څخه واړوي .
دپاکستان چارواکي سر نه ساتي ،
خولې ساتي لاهور او کراچۍ نه ساتي غرونو ته روان دي چې دبې پيلوټه
الوتکو اته نهه کسان وژلي له ځمکې نه دپاکستان داسلامي جمهوريت پوځ
القاعده او طالبانو په نامه عام پښتانه وژني القاعده او طالبان که په
پاکستان او افغانستان کې وي دهغوي وژل دامريکا کار نه په خپله
دافغانانو حق دى پښتانه وايي (( پړ مې کړه مړ مې کړه )) په افغانستان
کې دا خبره کيږي هغه لاس چې شريعت غوڅ کړى درد نه کوي
پاکتيسيا يو تاريخ لري او يوه
فلسفه سلطان محمود غزنوي داسې دولت جوړ کړى ؤ چې دغزني سلجوقيانو نيولى
ؤ په هند کې غزنويانو حکومت کوو هغه دزور حکومت نه ؤ دعدالت او لورينې
حکومت ؤ ټيپو سلطان سره څوک ودريدل چاچې داروپايانو سره جګړه کوله
يواځي مسلمانان نه ؤ خپلواکي غوښتنونکي هندوان هم ؤ .
لوى افغانستان او لرغونى تاريخ :
سپيڅلتيا او صداقت ؤ چې له مرکزي اسيا ، ايران او افغانستان څخه پوهانو
په کې ژوند کاوه سلطان سکندر لودي هلته په هندکې معدن العلوم جوړ کړى
چې په اروپا کې اکاډمي بلل کيده ١٠٠٧ هجرى کال کې په زرګونو پوهان
داسلامي هېوادونو په هند کې او داسې خلک هم ؤ چې مسلمانان او هندوان
پرې راټول ؤ حافظ شيرازي ، ګويته جرمنى ، اقبال لاهوري ، ګويته جرمني
حافظ يې خوښ ؤ او داقبال دواړه، عبدالقادر بېدل په مرکزي اسيا کې
دخلکو خوښ ؤ البروني په غزني کې انګليسان راغلل دتجارت په بڼه هر څه يې
ولړل او تراوسه د دغې ګړۍ پورې څوک ځان ترې نه شي ساتلى تجارت په سياست
او بيا سياست په جګړه او جګړه اوس هم روانه ده .
ځم ، يوه سپرغۍ به چيرته ګورمه
تندر خو پريوزې خو زما په ځاله نه
حمزه بابا
کله چې چنګيز په (٦٢١) هجرى او
(١٢٢٤) م جلال الدين خوارزم شاه پسې راغى له پېښور څخه ملک اختيارالدين
خُر پوست له لوى لښکر سره غزني ته لاړ څو دچنګيز سره دغزني دساتلو
دپاره جګړه وکړي دې چابک او ضابط سړى ؤ چې نوم يې په بلخ ، بخارا ،
خراسان او ايران کې وتلى ؤ دا چې ملک اختيار الدين سره دوستانو څه وکړل
هغه بل حکايت دى ددې خبرو خبره داده چې پښتانه وايي : (دښمن دې ووژنه
ميړانه يې مه وژنه) په ټولې پاکتيسيا کې خلک دخوارزم شاه ملا وتړله چې
دوې ته سيمه راوړي او په پناه يې غوښتې وه دوې هم ورسره ودريدل اوس له
هغو څوک پاتې دي ؟ چې ډالر يې واخلي او په لوړ اواز ووايي مننه امريکا
بيا امريکا ته هم صادق نه وي .
ډيره شوه په يار پسې ژړا زما
نه ګروهيږي په ژړا آشنا زما
په نارو به مابيدار کړ که ويده
واى
راته ويښ ويده شي دلربا زما
زه مکتوب غوندې په پټه خوله ګويا
يم
لاندې کړله خاموشي غوغا زما
رحمان بابا