|
 |
|
|
دAp خبر له مخې په پاکستان کې يوه خطرناکه ډله څرګند شوې ده
پاکتيسيا Poctycia
، لوى افغانستان،
تاريخ ، جغرافيه او
فلسفه
|
|
قدرت
الله حداد ((فرهاد))
١٣٨٩ هـ
. ل د چنگاښ 11، د ٢٠١٠ جولائى
2
دافغانستان دجګړو خبرونه په ټولې
نړۍ کې لومړۍ برخه لرله ، طالبان خبرو ته چمتوالى نه ښيى يوه څيړونکى
په پريس ټي وي کې وويل : دا خو يو پترويس دى چې لس اوليږل شي دافغان
مساله نه شي روغولى تاريخ به دوى مات کړي تاريخ دوى نه شي ماتولى .
دجون په مياشت کې هره ورځ
امريکايي سرتيري وژل شوي هغه مياشت لا تېر شوه جولايي راغلې ده دجولايي
په لومړى ورځ بل امريکايي سرتيرى ووژل شو دامريکايانو وژل يو سنت
ګرځيدلى دى دانګليسانو وژل لا له پخوا څخه يو ميراث پاتى دى .
په افغانستان کې اوس يوسل او
څلويښت زره بهرني پوځيان دي چې ډير يې امريکايان دي لا هم امريکايان
وايي نور پوځونه هم ليږو غازي افغانانو ته دا څه نه ښکاره کيږي وايي
اوبه چې له سره واوښتى څه يوه نيزه څه سل نيزې په دوې کې بشري او
انساني احساس نشته ټول پټه خوله دي دا که هند دى که روسيه ده يا چين ،
ايران لا يوه خبره کوي څو په افغانستان کې نړيوال پوځونه وي سوله نه
شي راتلاى .
ايران داسې وسلې جوړوي چې دامريکا
مقابله و کولاى شي . امريکا او لويديځه نړۍ ډيره هڅه کوي، چې ايران کې
وسله وال مقاومت مينځ ته راشي په دې نه شي بريالى کيداى دا ښه خبره ده
چې ايران کې دومره خاين خلک نشته لکه چې په افغانستان کې دى هماغه چې
پخوانى شوروي اتحاد ته يې لارې پرانستلې بيا يي دامريکا لښکرو ته ترمخ
منډې وهلى ډيرو خلکو دظاهر شاه خبره کوله چې هغه سره هم صادق نه دى لکه
دوستم يوه خبره چې روښانه ده هغه داده چې دافغانستان ملت مسلمان ملت دى
داده چې ټوله پانګه واله نړۍ يې درولې ده دادى نهم کال نه جګړه لسم کال
ته نژدې شوه په دې برخه کې خوشحال خان داسې يوه وينا کړې چې لويه په
زرينو کرښو وليکل شي که څه هم ويل يې تکرارى دى بيا هغه ته تکرار احسن
وايي :
دجهان ډيرى خبرې
لور تر لور تورې لښکرې
زړه نه خوځي له ځايه
غرخو هسې وي کنه
چې يې ريبم عمل بيا کا
چې يې ورک کړم ځان پيدا کا
شپه او ورځ دا هسې کر کړم
کر خو هسې وي کنه
دنيکمرغۍ خبره ده چې همداحالات
روان دي او داد څښتن تعالى مرسته ده .
زه رحمن په کار پوهيږم
که مې مل شي کار فرماى
داسلامي امارت مشر امير المؤمنين
ملامحمدعمرمجاهد په کار پوهيږي او کار فرماى مل دى الحمدالله
پاکتيسيا لوى افغانستان او لوغونى
تاريخ : ددې کرښوليکوال
په دې تاريخ خبر دى، چې تاريخ سره لوبې کيږي او غواړي په خپل لور يې
واړوي .
دايران اسلامي جمهوريت په داسې
حال کې دى، چې اسلامي دى خپل تاريخ هم پالي تاريخي ځايونه يې ښه ساتلي
دي اود لرغوني تاريخ ساتنه کوي . استاد احمد على خان کهزاد، چې
دافغانستان تاريخ يې ليکلى دى په هغه کې دا يوه خبره کوي چې خوځښت له
افغانستان څخه پيل شوى دى چې سرچينه يې نه ده موندلې خپله افغانان
دوه ډوله دي يو يې پټوي چې افغانستان تاريخ نه لري بل يې روښانوي.
په ايران کې پوهانو داسې څه
ليکلي، چې افغانانو نه دى ليکلي او خوښ هم نه دي تردې ،چې دملي تاريخ
خوځښت يې په ټپه ودراؤه ، چې اوس ژوندى دى بيا يې دتورې شړنګ اوريدلى
شي دا هغه دى چې اروپايي دودونه نه کوي له امريکا اروپا ډير خلک راغلل
درحمان بابا خبره پرهر باندې پرهر شول دومره غلا دومره، فساد دوى وکړ
او کوي يې چې دچا په فکر کې نه ګرځيدل .
جنرال پتريوس وايي ستونزې په مخ
کې دى اوس له امريکا نه دوتلو لر ورکه ده او خپلې خبرې دپخوا په شان
کوي چې طالبان دې دحامد کرزى حکومت سره دې يوځاى شي .
جنرال پتريوس دجولايي په لومړۍ
ورځ په بروکسل کې دناټو له مشرانو سره په خبرو کې وويل : چې
دامريکاله سفير ايکن بيري ، حامد کرزى او دڅلويښتو هېوادونو له
مشرانواو ګاونډيو هېوادونو سره په سلا خپل کار کوي څو برى ومومي
(١)برى څه ته وايي :
١- افغان اردو دې وروزل شي، پوليس
دې پياوړي شي
٢- طالبانو سره دې خبرې وشي چې
دافغانستان اساسي قانون ومني طالبانو وويل داخبرې نه منو .
دکاذب ژبه په خوله وچه ښه ده
لکه توره دلرګي وي په غلاف
رحمان بابا
شوه له مادکامراۍ ناوى واصله
حمزه هله چې پښتون شو زما زړه
حمزه بابا
نن دپاکستان په لاهور کې داسې
چاودنه وشوه چې پنځه ديرش خلک يې ووژل يوسل اويا ټپيان شول دامريکا
دخوښې حکومتونو کار نه دى ورکړى که امريکا خپل سياست باندې پوهيداى په
افغانستان ، عراق او پاکستان کې يې ناکام حکومتونه ، نه درول چې په
ملي خير او شر نه پوهيږي، کشمير کې چې کوم حکومت هند جوړ کړى دغه
ليکوال په دهلى کې دکشمير له مشرانو سره وکتل چې هغو کې جناب شيخ
عبدالله صدر اعظم او دده زوى فاروق عبدالله او دهغه مرستيال سکرترو په
خبرو سره پوه شولو ، دا مهال ستر مشر پاچا خان کابل کې شيخ عبدالله
صاحب دپاچا خان دروغتيا پوښتنه وکوله دهند او پاکستان سياستونه له
لومړى سره سم نه ؤ دغو لويو شخصيتو باندې هسې وخت تير شو هند او
پاکستان دواړه په تاوان کې دي افغانستان کې لا تاريخ ځليږي .