|
 |
|
|
په ننګرهار ، کندهار او اورکزو
کې جګړې ،په داغستان او کشمير کې هم دا به څنګه وي ؟
پاکتيسيا Poctycia
، لوى افغانستان،
تاريخ ، جغرافيه او
فلسفه
|
|
قدرت
الله حداد ((فرهاد))
١٣٨٩ هـ
. ل د چنگاښ 10، د ٢٠١٠ جولائى
1
دننګرهار جګړه داسلامي امارت
امريکا ، ناټو ، افغان ګډوله حکومت ترمينځ وه دا خبر د امريکا غږ او
نورو رسنيوله خوا خپور شو . دا جګړې ځکه دپاملرنې وړ دي ، چې يوه خوا
داسلامي امارت دالفتح عمليات دوام لري امريکا او ناټو خپلې وروستۍ هڅې
کوي چې اقتصادي بحران او دامريکا او ناټو هېوادونو خلک يې دخپلو زامنو
دجنازو دوير ټغر باندې کښينولي دي اقليمي آفتونه دومره ډير دي، چې اوړى
، ژمى او منى يې سره ګډ کړي وچ او لامده سره يو شوي لکه، چې زمانه آخره
شوې وي خپل نظم نه لري .
دننګرهار په اړه خبرونو کې لوى
توپير دى هرڅو کي يې له خپلو سترګو ګوري چې دسترګې ځاى سياست نيولى دى
هر څوک يې دسياست له مخې وايي دطالبانو وياند وايي پنځه ويشت امريکايان
وژل شوي او ديارلس بې پيلوټه الوتکې ويجاړې شوي او پنځلس ګډوله سرتيري
يې وژلي دي له لسو فدايانو شپږ شهيدان دي څلور يې خپل مرکز ته رسيدلي
ناټو وايي چې اته وسله وال يې وژلي دوياند له خولې جګړه درې ګړۍوه
دچهارشنبې دسهار له اوو بجو تر لسو بجو پورې وه دا ډول جګړې په رښتيا
چې لس کسه يوې اډې باندې څنګه کولى شي ؟ هنر همدې ته وايي چې لږو
تلفاتو سره ميرڅمنو ته درانه تلفات واړوي دافغانستان په تاريخ کې داسې
وګړي ډير دي ،چې لږ شمير خلکو ډير خلک مات کړي له دې دا روايت له
((اويستايي)) سندرو راغلى چې پښتنو سره په جګړه کې آسماني مرسته کيږي .
دافغانستان په ګډله دولت کې دومره
فساد ډير دى، چې دامريکا لوى څارنوال Eric Holder کابل ته راغلى چې
غوږونه يې تاوکړي بيا دماليې وزير ويلي چې ددې پيسو ډيره برخه بهرنيانو
بهر ايستلى ده داخبره تراوسه ولې پټه وه ؟ داريانا په تلويزيون کې
دافغانستان او حاکميت بحث ؤ بيا په دې چې دامريکې سفير لوى څارنوال
الکو باندې امر کړى دى نو پايله دا شوه چې افغانستان حاکميت نه لري
حاکميت دپرديو په لاس کې دى ديو لک اويا زره سرتيري يې نه دى شميرلي ،
ميلياردونه ډالر راغلي بيرته وتلي دي دوى خبر شوې نه دي هر دولت هله
ړنګيږي، چې خپلو کې همغږي ونه لري که يوې وړې کورنۍ کې همغږي نه وي
کورنۍ ورکه شي . دټولنې لومړنى واحد کورنۍ ده، کورنۍ کې که دپلار او
مور درناوې ونه شي کورنۍ نه پاتې کيږي .
دکابل خلکو ويل به په هر شي چې
لوبې کوئ وى کوئ خو دپلار له ږيرې سره لوبې مه کوئ .
افغانستان کې دا لوبه چا پيل کړه
؟ هغو چې دمترقي او مرتجيع خبره وايسته ، جوخت له دې سره دنوي او زاړه
خبره راغله چې همدې خبرې ټولنه وپاشله اوس ګډوله دولت ځکه ويل کيږي چې
بيلتونپال هلته سره پنډ دي هغو چې دپښتنو دقدرت مخالفت پيل کړ . امريکا
له خپل يرغل سره بيلتونپال ديرغل دپاره وکارول اوس يې قابو کولاى نه شي
لوى څارنوال يې راغلى دى اوس هم هماغه خلک دي داسې پښتانه ؤ چې پښتو يې
وکړه هغه رمز چې داسلام او پښتو ترمينځ دى دګرشاسب بابا په وينا کې
څرګند دى ګرشاسب مې ډير څه روښانه کړل هغه څه چې هر پښتون يې دپوهيدلو
هيله لري او په دې برخه کې يې ګنګې خبرې اوريدلى دى .
وروسته له دې، چې دننګرهار
امريکايي اډې باندې دطالبانو بريد خبر ټولې نړۍ کې خپور شو دطالبانو له
خوا دا وويل شول ، چې دا بريد امريکا نوې قوماندان ته چې دامريکا له
پلوه افغانستان دپاره ټاکل شوې يو پيغام ؤ .
په دې بريد کې چې لس طالبانو ګډون
درلود شپږ په شهادت رسيدلي څلور يې بيرته خپل مرکز ته تللي دي دا يوه
داسې پېښه ده چې خبريالان يې په يوه سترګه ګوري پوځيان يې په بله ، کله
چې داخبره نوې قوماندان پتريوس واوريده هغه څه هيښ شو په داسې حال کې
چې رسمي عسکري کالي يې په ځان ؤ او څلور ستوري يې اوږو باندې ځليدلي .
دا يوازې نه دى دپخواني شوروي اتحاد دمارشالان هم داسې دي ټولو
مارشالانو جنرالانو خپل سبقونو کې دجګړې تاريخ هم لوستى دى دسکندر ،
چنګيز ، انګريز په داستانونو خبر دي دترې تم شوي لښکر قصه يې هم
اوريدلې ده .
لوى افغانستان او دپاکتيسيا
لرغونى تاريخ : دهيرودت په تاريخ کې ٤٩٥ م دپاکتيسانو دميرمنو او
پيغلو داسې حکايتونه راغلي، چې په تاريخ کې سارى نه لري هغه پښتانه، چې
له پښتو مخ اړولې هغوى تراوسه خبر نه دي وروسته هم نه خبريږي دا بې
خبري هغوى له ناکامۍ سره مخامخ کوي هغو ناپوهه سړي دي هېوادونه ناکامه
شول لکه انګليسان ، روسان دادى ناټو اوس امريکايان بوش ته ، چې ١١،٩ يې
افغانستان پورې وتاړه درې ډوله خلکو په امريکا کې وويل : افغانستان
باندې مه ورځه هغه خلک داؤ زړو دپلوماتانو ، زړو جنرالانو او دکليسا
ګانو مشرانو بوش دا وکړل چې افغانستان کې دننه شمالي ټلواله ورسره شوه
هغوى هم ومنل دټلوالې څو کسانو ډالرې خپلې کړلې خپلو ازبکو ، هزارو او
تاجکو ته يې دناځوانۍ تاريخ او جنجال پريښود .
ملي فلسفه او دحمزه باباشعر
لږ وار خو راته وکړه چې ستا لور
ته وګورم
ترې وړاندې مې، چې دسوي زړګي زور
ته وګورم
زړګيه جاروتل دې هم خلاف دي له
پښتو
الفت کې دملګريو که پېغور ته
وګورم