Tuesday, September 07, 2010   سه شنبه (نهې)   ٧ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

پېښې، اندېښنې او څرګندونې

 

 

دافغانستان لوى څارنوال چاته غاښونه

چيچي ؟ افغان پوليس او عسکر فکر

 کوي لا هم مسلمانان دي
پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او فلسفه

    قدرت الله حداد ((فرهاد))  

١٣٨٩ هـ . ل د چنگاښ 09، د ٢٠١٠ جون 30

يوه رڼاوې ديوې کلمې:
دليکوال په ليکنو کې دملي کلمه ډيره ليکل کيږي : دهغه معنې او مفهوم ليکوال سره ملي ، دملت غوښتنه ده،مسلمان ملت اسلام غواړي ،اسلام ملي غوښتنه ‌ده ،دلوى څارنوال اسحاق الکوعکس ياڅېره راغلى په کې اسحاق الکو غاښونه چيچلى ښکاري ، خبر کې دادي چې دامريکا سفير په افغانستان کې لوى څارنوال ته ويلي يا ديوه بانک مرستيال ونيسه يا خپله دنده پريږده !
دکابل يوې مدرسې کې دناټو امريکا سرتيرو څو کسان نيولى شخړه بيا بمبارد شوې افغان پوليس او پوځيانو دمدرسې دقران پاڼې پاڼې شلوېليدلي خو ابدې شوى ايله چې په ځان خبر شول دوى څوک دى ؟
 

دواړه نه کيږي رحمانه
يا به يار وي يا به دار
استاد بينوا ويلي ؤ
حقيقت شه يا مجاز شه يا قدسي مرغه اواز شه
مشه مشه ګوره مشه خالي پوچه سوا .
يا دا وکړه يادا


داستاد بينو دا ادبيات مې سم په ياد نه دي په اوم ټولګې کې مې لوستى ؤ
کابل او کشمير کې نن يو حالات دي هلته هم داسلام دپاره دهند پوليس او مسلمان ځوانان لاس او ګريوان ؤ کابل کې هم يوه ورځ او يوه ګړۍ کې حيراني او هيښيا داده ولې څوک نه پوهيږي ؟ په هندوستان کې شير شاهي عدالت تېر شوى چې نظم او عدالت ؤ دسکندر لودي عدالت تير شوي چې ټول خلک هندوان ؤ که مسلمانان او دنورو اديانو خلک ټول خوشحاله ؤ اوس ډالر پالان نور افغانان دى تايخ او فطرت ته نه ګوري پترويوس بيا په سنا کې وويل : په وروستيو مياشتو کې طالبان برلاسي دى دسنايو سناتور ويلي چې څو افغانستان کې رشوت او فساد ورک نه شي مونږ يوسينټ (پول ) هم نه ورکوو . سناتور په نهه کلونو کې حامد کرزى نه دى ليدلى چې خبره يې چيرته ورسوله .
ناټو امريکا عام خلک وژني بيا وايي طالبان دي داخبر دامريکا غږ راډيو تلويزيون هم کړى ويلى دى توپير دا چې دامريکا غږ دکليوالوله خولې د ا ويلي دى له لندن کې چې دانګليس دسرتيرو جنازې تيريدلى ښځو او نارينه ؤ په چغو ژړل دپولينډ حکومت ويلي 2012م کال خپل سرتيرى له افغانستان څخه بيرته غواړى .
پاکتيسيا لوى افغانستان او لرغونى تاريخ : پوهاند حبيبي چې دبغلان دسرخ کوتل کتيبى باندې کوم تحليل ليکلى دى، دډير ستاينې وړ دى دهغو دپاره چې دتاريخ په مجهولاتو نه دى پوهيدلي .
په وچو خاورو کې لابمو کوي . نن چې د ١٣٨٩ هـ ل دچنګاښ نهمه ده دنړۍ په غوره رسنيو کې غوره داده چې طالبان برلاسه دى نو دوې افغانستان ته داسې اردو جوړوي څو ځان وساتلى شي که د اردو جوړه شوه هغه به بل ټپ وي .
 

دعشق زخم به څوک څه ګنډي رحمانه
چې ګندون يې په پرهر باندې پرهر شي
 

پوهاند حبيبي هغه کيفيت څيړلى دى چې دپاکتيسيا رمز دى هر چاته يې ښيى


شب تار وآواى رويينه خم
بتن زهره ى شير ګرديده ګم


اوس په کار دى چې دپوهاند حبيبي څيړنه وڅيړل شي له بده مرغه ددې څيړنو جوګه څوک نشته ، داسې خلک جوت شوى چې خداى ، هېواد او ملت سره يې پرې کړې ده خو دغه ليکوال به ددغه بيت يوه کلمه په ګوته کړى هغه هم په دې چې ما داستاد احمد علي خان کهزاد سپړ نه ګرشا سبنامې باندې لوستې ده او هم دشهزاده احمد على خان درانى ددوو مربيانو  تاريخي داستان يې ليدلى .
بتن بيټ نيکه دى چې په شاهنامه کې راغلى دا درې واړه تاريخ پوهان به بيا ونه ليدل شي ځکه دډالرو باران دى ديو شمير خلکو ماغزه مينځلي دي دافغانستان ملي تاريخ ليکل به دچا په وس کې وي کوم کتاب چې ما دافغان ملي تاريخ په نوم په شپاړلس سوو مخونو ليکلى دى او دساپي مرکز کې چاپ شوى دى هېواد والو خوښ کړى خو هغه دې ژورو ټکوته نه دى نژدى شوى .
دپوهاند صاحب دغه تحليلي کتاب چې زبان دو هزار سال قبل افعان يا مادرى زبان درى (تحليل کتيبه سرخ کوتل بغلان ) دوه پلا لومړى  ١٣٤٢)هـ ل ١٣٨٥هـ ل  پښتانه او پاکتيسيا نن خپل دومره کلک مقاومت باندې نړۍ حيرانه کړې ده چې ټوله نړۍ يوه خوا پښتون بله خوا
 

پښتنو زلميو بيا لاسونه سره کړل

لکه باز چې منګولې سرې کړي په خپل ښکار
څو جفا قبوله نه کړى داغيار
وبه نه ويني په سترګو مخ ديار
چې اول يې خار زرغون شي په پهلو کې
غنچه هله شګفته شي په ګلزار
جنت چا په رياضت موندلى نه دى
ولې بويه هر بنده لره خپل کار
هسې زيب کا په بياض درحمان شعر
لکه زلفې دخوبانو په رخسار

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz