Tuesday, September 07, 2010   سه شنبه (نهې)   ٧ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

پېښې، اندېښنې او څرګندونې

 

 

دمرورې په ولسوالۍ کې دبهرنيانو وژل

 او ټپيان کيدل ، دحامد کرزي هلې ځلې  

پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او فلسفه

    قدرت الله حداد ((فرهاد))  

١٣٨٩ هـ . ل د چنگاښ 08، د ٢٠١٠ جون 29

دانګليسانو دنولسمې پيړۍ ميراث دى چې جغرافيه يې بدله کړې مروره په کونړ کې ده   په بل ځاى حيدراباد کې  مرګ ژوبله شوې  ، افغانستان او پاکستان ،چې اوس دوه هېوادونه دي  په 1800م کې يو هېواد ؤ ګډکوروو، هغه يې اسلام ؤ اوس دواړه هېوادونه  ځانو نه اسلامي جمهوري بولي خو خبره په کې دامريکا ده او انګليس درسنيو خبرو نه ګډ وډ دي  Press Tv پرون ويل حامد کرزى له سراج الدين حقاني سره کتلي دى نن ازادۍ راديو وويل : داخبر سم نه دى ډير خبرونه به کتل کيږي په هنر به يوڅه برى اخيستل کيږي په پريس ټى وى کې ويل شوې ؤ دا کتنه سراج الدين حقاني سره دانګليس په خوښه شويده دانګلستان پوځي مشرپه  کلکه ويلي طالبانو سره دې خبرې وشي چې د له افغانستان څخه دناټودوتلوخبره د هغو خبرو يوه برخه وي امريکا هم غواړي دپاکستان له لارې اسلامي امارت سره خبرې وشي دګاردين انګليسي اخبار هم ليکلي دامريکا الوتکې هيلو کوپترونه د طالبانو نژدې سيمو ته مواد رسوي .

د CIA مشر ويلي : دافغانستان جګړه تر هغه ستونزه منه ده څومره چې فکر کيده . په کندهار کې هغه کډوال وژل شوي چې دسنګين له ولسوالۍ نه کندهار ته کډه شوې ؤ . دحامد کرزي هلې ځلې ډيرې دي دا په اسنادو کې شته چې دې قانوني جمهور رئيس نه دى بهرنيانو ومانه له نه ميړو ملک شوميرو .

امريکا او ناټو له دا ډول ناسمو چارو سره خپله ويسا له لاسه ورکړې ده، طالبان يا اسلامي امارت باندې له هرې خوا دباو ډير دى خو دافغانستان خلک ورسره دي او ملاتړ يې کوي . دا پريکړه ډيره پخوا پښتنو کړې ده .

دمنت دارو چې مرم نه يې غواړم

که علاج لره مې راشي مسيحا هم

اوس مسيحيان راغلي دي چې پښه يې نه ټينګيږي دا لومړى ځل نه دى درې پيړۍ کيږي چې انګليسان راځي، ويني تويي کړي بيا بيرته لاړ شي ، روسان بيا امريکا راغلل  تاريخ نه دى بدل شوى .

سلطان محمود غزنوي له ځان سره يو فرهنګ هم درلود چې اوس غزني داسلامي هېوادونو کلتوري پلازمينه جوړيږي له دې داسې ښکاري چې سلطان محمود غزنوي اسلامي فرهنګ ښه پيژندلې ؤ او هغه يې سم پلى کړى ؤ چې هغه اعتبار درلود . حامد کرزى دمثال په توګه بسم الله نومي دشمالي ټلوالې  يو غړى دکورنيو چارو وزير وټاکه ولسي جرګې ومانه ددې تعبير څه دى ناټو دجون په مياشت کې چې تراوسه لا پاى ته نه ده  رسيدلى . سل سرتيري يې وژل شوي چې ډير امريکايان دي . ددفاع ګډوله وزارت چې دومره جنرالان لري په منډو کې تکړه دي چې وتښتي چې يو لک ديرش امريکايي پوځ ، چې يوه هېواد کې وي بيا ددفاع وزارت او لوى درستيز بسم الله خان ته په کومه ژبه ددفاع وزير او لوې درستيز ويل کيږي .

دولسي جرګې رئيس شمالي ټلواله ده نور وکيلان له تلوالي دي دا وړۍ نه شړۍ کيږي دامريکا ناټو چې سرتيري وژل کيږي او جبونه تشيږي خلک يې په اقتصادي ستونزو اخته دي ددې حالاتو ښه تعبير هيڅوک نه شي کولاى . دا دولت او دحکومت دمنلو نه دى اداري فساد دهمدې خلکو دى چې کرزى يې ښکته پورته کوي په آر او هويت کې يې څه توپير نه ليدل کيږي نو تاريخ بيرته را ګرځي درڼا هيله څوک نه شي کولاى .

لوى افغانستان او لرغونى تاريخ :  ١٧٧٢م ١١٥١هـ ل امپراتور تيمور شاه دافغانستان پادشاه شو دې لومړۍغزني ته لاړ بيا کابل ، پېښور ، لاهور ........ دده مطلب داؤ چې دامپراتورۍ لرې سيمو ته لاړ شي .  او دهرې سيمې حالات وګوري ده دغزني زيارتونه وکتل او دعا يې وکړ، خلک يې به همغو ځايونو کې ليدل او ددوې خبرې يې اوريدلې .

امپراتور تيمور شاه دغزني خلکو ته وويل په خپله خوښه يو سړى دنائب الحکومه په توګه راوپيژنئ چې فرمان ورکړم ځينې خلک له روحاني کورنيو ؤ خلکو يې درناوې کاؤه هغوې به يې وټاکل چې امين خلک ؤ کوم اصول ،چې احمد شاه بابا درلودل په هغو چليدل چې انګليسان آسيا ته ورسيدل او هندوستان کې يې پښې ټينګې کړى او لوړ درشل شا زمان له خپلې کورنۍ ، چې شهزاده ګان ؤ په شخړو کې پاتې شول  بيا خبره دې ته ورسيده چې دادې بيا افغانستان له انګليس او امريکا سره په جګړو کې دى افغانانو کې داسې بې سده خلک ډير دى چې امريکايانواو انګليسانو سره ولاړ دي دخپلو خلکو په وژلو ،چې طالب پښتون دى خوشحاله دي .

د رقيب علاج آسان دى بلا دا شوه

زه رحمان له خپله ياره ناويسا يم

که وصال مې ديار بيا موند هاله سيال  يم

کنه نه يم زه رحمان دهيچا سيال

رحمان يو کتاب په دوو بيتونو کې لنډ کړى دى .  

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz