|
 |
|
|
په اقتصادي برخه کې امريکا او
اروپا سره بيليږي
په وزيرستان باندې دبې پيلوټه الوتکو بمبارد دپاکستان بې
اعتباري ده !
پاکتيسيا Poctycia
، لوى افغانستان،
تاريخ ، جغرافيه او
فلسفه |
|
قدرت
الله حداد ((فرهاد))
١٣٨٩ هـ
. ل د چنگاښ 07، د ٢٠١٠ جون
28
په تورنيټو کاناډا کې دشلو
هېوادونو مشرانو غونډه وه د خلکو په غبرګون کې څلور سوه مظاهره کوونکي
ونيول شول پوليس هم ژوبل شول غونډې نورې خبرې ونيولې لکه دشمالي او
جنوبي کوريا شخړه دحکومتونو لګښتونه لږول او نړيوال اقتصادي رکود سمول
بيا هر څوک په خپلې لورې لاړل .
په دې هم خبرې وشوې چې
دافغانستان څخه دوتلو لار ولټوي کوم بدلون چې نړۍ کې راغلى دا هغه
بدلون نه دى اوباما دټاکنو په مهال ويل ، دا بل بدلون دى چې اوس اروپا
او امريکا يو بل سره مرسته نه شي کولاى نړۍ بيا پښو باندې نه شي دريدلى
طبعي افتونو لورې ترې ورک کړى دى ددې بدلون او په هغه کې توپير دى چې
دهيلې ځاې په کې نشته .
داسلامي امارت مقاومت ډير شوى چې
په روانې مياشت کې يو نوى (٩١) امريکايان وژل شوي دنورو هېوادونو
دسرتيرو دجنازو لړۍ روانه ده نړۍ کله داسې حالت سره نه وه مخامخ شوى.
په امريکا کې هم ټاکنې دى چې
جمهورى پلوه او ديموکراتان ډيره هڅه کوي چې کانګريس او سناکې ډيرې څوکې
ترلاسه کړي .
دامريکا ملت نورې جنازې نه غواړي
دا جګړه دوى ته وياړ هم نه دى ځکه شپږ څلويښت هېوادونه او ملګري ملتونه
ټول پښتانه سره په جګړه اخته دي ددې خبرې ځواب ګران دى چې يوه امريکايي
مور يا پلار چاته ووايي : زوى مې په افغانستان کې ووژل شو هلته چې
زمونږ خپلې خوښې دولت دې جګړه ولې ده ؟ حامد کرزى مو خپل سړى دى وسلې
، پيسې مونږ ورکوو دا پخپله غلطي ده چې ديوه هېواد حکومت په امريکا
پلوه وي جګړه چاسره ده ؟ نن څوک دا نه شي منلى ، کاناډا کې لاريون
کوونکى چې کاناډايان دي . بنديان شول ، ټپيان چې سرمشريزه غونډه دشلو
هېوادونو خوښه نه وه دا ديموکراسې چې خپل هم وهه نور هم ديموکراسې
دپانګه والو خوښه ده .
په کونړ او کاناډا کې ناخوښې او
جګړې : دا خبره دڅيړلو ده چې دکونړ په غرونو او دتورنټو په ښار کې څه
روان دي اوپه نړې کې دظالم او مظلوم خبره شوه په تورنټو کې هم لوګي
غرونه غرونه ؤ په کونړ کې هم دا ماشوړه څنګه ورانه شوى .
خداى را پېښه نرې لاره کړه
ناليدلى
لکه ورانه ماشوړه چې وي سرګومه
رحمان بابا پښتنو ته لارې ښودلې
بيا څوک چې دډالره په ميو مست وي کله پوهيداى شي چې لوړه کومه ده ژوره
کومه ده ؟
لکه ړوند دبل په اوږه لاس کيږدي .
هيڅ لوړه ژوره نه وي ورمعلومه
دوى به مري خداى به يې نه بخښي
دپوهو خلکو له نظره دګېډې ځوانيمرګان دى ديوه ډالر دپاره داسې ړانده
شوي له دين ، ناموس او خپلواکۍ تير دي په نڅا خبرې کوي لاسونه وړاندې
کړي بيا يې پورته کړي فکر کوي چې خلک يې قانع کړل خلک درته هيښ دى قانع
نه دى چې خداى تعالى نمونه پيدا کړې ده قيامت نژدې دى
حمز بابا وايي : هر پښتون چې
درحمن ديوان يې په لاس کې وي
هغه دنيک بخت خاوند دى داخبرې
انګلسى نه دى پښتو دى
لوى افغانستان او لرغونى تاريخ
: احمد شاه بابا غوښتل دايران په لورې لاړ شي افغان مشرانو مشوره ورکړه
چې دهندوستان په لورې لاړ شي څو پښتانه يو موټى شي احمد شاه بابا په
خپل ليک کې عثماني خليفه ته داخبره ليکلې وه بيا دې په څو مياشتو کې له
کندهاره لاهور ته ورسيده دعدالت خبره وه دزور خبره نه وه .
زمونږ مبارک بابا دغې اوږدې لارې
کې په جګړو نه ؤ لګيا په ميلمستياو لګيا ؤ چې افغانانو ورته ويل : بابا
دهغه ميلمستيا ته لاړو مونږ ته به هم راځي په دې کې درې څلور مياشتې
تېرې شوې ، مشران داسې وي .
اوباما دامريکا جمهور رئيس په څه
کې دى ؟ دې وايي ما بيا
دبدلون دراوستو لپاره ملا تړلې ده ځکه چې مينځۍ
ټاکنې په مخ کې دي او ناره داسې ده دورک شوي بدلون له پلوو سره ودريږئ
.
دا به څنګه شي جانانه ؟
زه طالب يم ته تائب!
بيا حمزه بابا وايي
زه همه اميد يم دحسرت غلامي نه
کړم
زه دزمانې دعنايت غلامي نه کړم
عکس دخاطر يم دفطرت غلامي نه کړم
کار مې باداري ده دفطرت غلامي نه
کړم
سپور که لرم خوى ځکه چې غر
داستقلال يم
زه دحوادثو دزحمت غلامي نه کړم