|
 |
|
|
د افغانستان د کاني زېرمو سودا پېل شوې،
دا ملي زېرمه ده،
څوک يې چا ته ورکولې نه شي،
څو ملي دولت نه وي.
پاکتيسيا Poctycia
، لوى افغانستان،
تاريخ ، جغرافيه او
فلسفه
|
|
قدرت
الله حداد ((فرهاد))
١٣٨٩ هـ
. ل د چنگاښ
05، د ٢٠١٠ جون
26
د گډوله دولت د کانونو وزير په
لندن کې دى او هلته يې بانکونه او لوى شرکتونه بللي، چې د افغانستان په
کاني زېرمو کې پانگونه وکړي. "ابن حوقل" په صورة الارض کې زر کاله
وړاندې د دې کاني زېرمو يادونه کړې ده. دا، چې څو زره کاله مخکې له دې
کانونو کار اخيستل کېده هغه په وسلو، لوښو او سکو کې ځليږي سره زر او
سپين، چې اوس نړۍ کې ښودل کيږي او د نړۍ په هرې برخو کې خلکو ليدلي دي
اوس به چېرته وي خداى دې بېرته وطن ته ورسوي.
له بده مرغه اوس افغانان ځان نه
پېژني. په دې نه پوهيږي، چې د سلطان علاوالدين غوري او سلطان سنجر جگړه
څه باندې وه؟ چې علاوه الدين سنجر ته وسله نه ورکوله اوس گډوله دولت
چېرته دا پوهه او احساس لري، گډوله دولت ځان نه شي ساتلى. يرغلگرو په
غېږ کې ساتلى، لکه ماشوم.
د مطلوب له طالبانو چې ځان شميري
اى رحمانه اول سيال شه بيا يې
مومه
دا سيالان نه دي خوشي بوس يې
بوله. رحمان بابا ډېر ښه دستور لري. څوک چې په هغو دساتېرو نه پوهيږي
نو جنجالونه ډېروي. دا هغه خلک دي چې د افغانانو په وينو، غوښو او
هډوکو ژوند کوي خو داسې نه پاتې کيږي. د امريکا او اروپا خلک دا نه
غواړي حکومتونه يې دا کوي، ديموکراسي ده چې په ټاکنو کې ډېرې ژمنې
وکړي. بيا يې نه شي پلي کولې او نورو ټاکنو ته ناست وي. د امريکا لوى
درستيز جنرال مولن کابل ته تللى څو هلته څه چې امريکا غواړي هغوى پرې
پوه کړي. بيا دا د حل لاره نه ده تر هغو به پاتې وي چې کشتۍ يې ډوبه
شي. نن د پريس ټي وي خبر و، چې دوه امريکايي سرتيري ووژل شول په دې
مياشتو کې هره ورځ امريکايان وژل کيږي. بيا ناټو يو خبر خپور کړى، چې
کندهار کې يې شل وسله وال وژلي. د يوه افغان لپاره ښه خبر نه دى که
رښتيا وي، چې ډېر دروغ ښکاري.
د روسيې مشر واشنگټن کې دى روسيه
تراوسه هغه توان نه لري، چې د شوروي اتحاد په مهال يې درلود. که څه هم
د شوروي اتحاد جمهوريتونه پخوانى حال ښه بولي ځکه هر څه په خپل وخت دوى
ته رسيدل. اوس نه ديموکراسي کولاى شي او نه کمونستي. خلک له ښې پاتې
دي.
افغانستان کې څه، چې اوس دي، هر
يرغلگر سره داسې شوي يو شمېر د گوزارې لپاره هر څه ومني بيا يې چې وخت
راشي خپل وار کوي. انگليس دا هر څه په نولسمې پېړۍ کې ليدلي ول،
اروپايي هېوادونو امريکا باندې ډېره ويسا وکړه بيا جگړه اوږده شوه او
اقليمي بدلون هر ځاى کې نور څه وکړل د زرگونو خلکو له يوه ځايه بل ځاى
ته کډه کول پخپله يوه لويه ستونزه ده. په دې توگه د امريکا پورونه او
لگښتونه ډېر شوي. که دا جگړه نوره اوږده شي امريکا باندې د پخواني
شوروي اتحاد حال راځي. په اروپا کې هېوادونه له پښو پاتې دي. اروپايي
هېوادونه دا هر څه له امريکا بولي. دا ځلې امريکا نه شي کولاى اروپا
سره مرسته وکړي لکه چې پخوا يې کړې وه.
لوى افغانستان او لرغونى تاريخ :
زمونږ د ملي دولت مثالونه د
ساکستان صفاريان، د غزني غزنويان، د غور غوريان، د هوتکو هوتکيان او
احمد شاه بابا دي. د يرغلگرو په پېر کې چې کوم دولتونه و هغه ملي
اسلامي نه و. د افغان انگليس په پېر کې د رکاب باشي په کلا کې يو سړى
و. انگليسانو په فکر کلا تشه وه يو يو ورننوتل هغه سړي وژل تر لسو پورې
ورسيدل. دا هم په هغه کتاب کې ليکل شوي، چې نوم يې دى "له خيبر هاخوا د
انگليسانو بدمرغي" تر دې چې انگليسانو په جلال آباد کې د شاه شجاع لاسي
ليکونه وموندل، چې قومي مشرانو ته يې ليکلي ول او هغه ليکونه يې
وروښودل چې دا دي زمونږ دوستان.
د امريکا اوسني دوستان هم داسې دي
نيم امريکا نيم بل ځاى. گرشاسبنامه د زابلستان پېژندنه داسې کوي. يو
شهر و ښکلى لکه بهشت ښار کله _ هېواد ته وايي د زابلستان غرونه او دښتې
سمسورې دي. دوى به سپينو ټکرانو د خپلو مشرانو او څوک به خوښ و په لږه
مودې کې به يې د هغوى څېرې وايستلې. د مجرمينو هم. بيا به د څېرې له
مخې موندل کيدل. مسعودي وايي په زابل کې داسې ماڼۍ جوړې شوې وې، چې
سيلانيان له نورو ځايونو د هغو د ليدلو لپاره راتلل. اوس دوستانو او
ميلمنو څه کړي؟
بله زابلي ژبه ده چې زابلي ژبه وه
هغه پښتو وه که بله ژبه اوس ورکه شوې ده.
واړه تشې شلونبې شاربي
خبر نه شوې له مطلبه
ته ويده ورباندې سپور يې
آس د يون کا بې جلبه
د راکب چې واک پردى شي
سود يې څه وي له مرکبه
هلک لوى شوى په اوبو کې
اوبه نه پېژنې کبه
د رحمان بابا دې کلام ته پام په
کار دى.