Tuesday, September 07, 2010   سه شنبه (نهې)   ٧ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

پېښې، اندېښنې او څرګندونې

 

 

د لندن په انستيتوت کې په پښتنو باندې خبرې

پاکتيسيا Poctycia ، لوى افغانستان، تاريخ ، جغرافيه او فلسفه

    قدرت الله حداد ((فرهاد))  

١٣٨٩ هـ . ل د چنگاښ ٠٤، د ٢٠١٠ جون 25

دپښتون پيژندنى بحث په BBC کې خپور شو دخواشينې خبره ده ، چيرته چې دځاني ګټو خبره شي له ډيرو خلکو نه دآر (اصلى) خبره هيره شي ور منډه کړي څوک درولى نه شي په دې بحث کې يو ټکى داسې چې پښتون پيژندنه وي له نولسمې پيړۍ انګلستان لګيا دى چې پښتون وپيژني تراوسه يې نه دى پيژندلى نن يې هم څلور سرتيري په هلمند کې ووژل شول چې دا بحث دلندن په انستيتوت کې ؤ لاس په لستوڼى .

ګوره هسې کردګار دى رب زما

چې صاحب دکل اختيار دى رب زما

په افغانستان کې دا مهال چې نن او پرون دى جګړې ډيرې دي څلور بريتانوي سرتيري بيا ووژل شول په همدې توګه دايساف لس سرتيري ووژل شول په دې مياشتى کې چنګاښ _جون دبهرنيانو وژنه تر پخوا په لوړه کچه ده جنرال ميکرسټل ستانلى حامد کرزى سره ډير نژدې ؤ اوسم معلومات نه ورسيدل بيا چې کرزى امريکا ته وويل : جنرال ستانلى دى له خپلې دندې نه ليرې کوي کرزى ځان نه پيژانده دى څوک دى ؟ چې دامريکا جمهور رئيس ته هدايت ورکوي چې ليرې کړى په خبروکې راغلى چې د کرزى خبره وه چې لاره يې دهغه ليرې کيدو ته جوړه کړه .

پاکستان او امريکا :د پاکستان حکومت چې دامريکا هره خبره منله اوس حالات بل ډول شول . داسې امريکايان وموندل شول چې دامريکا خلاف يې کارونه وکړل کله چې پاکستان له ايران څخه دګازو دراوړولو خبرې پيل دامريکا خوښه نه وه او دپاکستان په دې خبرو کې ګټه وه دا نوې پير شوچې دپاکستان امريکا اړيکې بل ډوله کړى اوس کرزى ويلى چې دايران ، پاکستان دبهرنيو چارو وزيرانو غونډه وشي له دې حالاتو څرګنديږي چې دواړه هېوادونه په نيمه لاره کې پاتې شول ، افغانستان کې ګډوله حکومت دى پاکستان فکر کاوه ، چې پرته دامريکا له مرستې ژوند نه شي کولاى دې دواړو هېوادونو دپښتنو خلاف جګړې پيل کړې پښتانه دواړو هېوادو ته دملاتير ؤ پښتانه يې خپل غليمان کړل بيا پښتانه داسې نه دي پښتونولي ده پښتانه اسلام سره جګړه نه کوي .

لوى افغانستان او لرغونى تاريخ : مغلو په خپل مهال کې لکه ګوډ تيمور او بابر خپلو سرتير ته ويلى ؤ دپښتنو سيمو ته چې  ورځئ الله اکبر تکبير به په جهر وايي پښتانه چې دخداى تعالى نوم واوري هغه جګړه نه کوي هغوى همدا وکړل . په غور کې زر جنګى کلاګاني وي . نورو خلکو چې داذان غږ واوريد کرار کيناستل چې مسلمانان دي بيا لويي بلاوې وې  ګوډ تيمور څه شو بابر چيرته پاتى شو احمد شاه بابا چې پانى پت کې جګړه وګټله او مرهټه ماته شول يو انګليس تاريخ پوه وايي ټول هندوستان يې په لاس کې ؤ بيا ده مسلمان مغل امپراتور پريښود ، بخارا کې او ايران کې له بخارا يې مبارکه خرقه راوړه په ايران کې يې دنادر افشار لمسى شاه رخ ودراؤه احمد شاه بابا په مشهد کې دجمعى په لمانځه کې دا خبره وکړه زه نه غواړم يو مسلمان له تخته ښکته کړم او زه پادشاهي وکړم دهلى کې يې هم دا وکړل .

ايران او هند کې چې خپل زوى ته ودونه وکړل دښځو نشتوالى نه ؤ دښو اړيکى دوستي درلودلو دپاره اوس دې ته دچا پام نه دى . پښتونولي بله ده چې ژبه ده ، سلطان محمود غزنوي په ژبه ودريد او داستان يې تاريخ کې شته چې سلجوقيانو سره يې کړې وه شيرشاه سوري چې له پوهندى راجا سره يې ژبه کړې وه اوس چې لندن کې غونډه روانه ده پښتون او پښتونولى څيړي بيا نورې خبرې کوي دا او ديرې نورې تاريخ کې ساتل شوى .

اوس چې دامريکا الوتکى چورلکى او بې پيلوټه الوتکى غورځول کيږي دا دجګړې وروستى پړاو دى دجګړې دوام نه شي کيداى ځکه هره ورځ چې يوه چورلکه وغورځول شوه  له لسو تر شلو پورې سرتيري يې ووژل شي دا څوک نه شي پوره کولاى راتلونکې به څنګه وي تر يوه حده پوهيدل کيږي چې دامريکا او اروپا هېوادونه ستړى دى .

په اروپا کې ځينې هېوادونه له پښو لويدلى لکه يونان ، اسپانيه ، پرتګال اواروپايي اتحاديي څومره چې کولاى شول مرسته کړې ده ، ددوى خپله وزګاري ډيره شوه تر دې چې دپولادو بيعه ښکته راغلى چې دا دوزګارۍ نخښه ده چې فابريکى ولاړى دى په نړۍ کې په تيره بيا کرکه له لويديځ سره ليدل کيږي هغوى مسلمانانو ته په ښه سترګه نه ګورى اسلام يو مبارک دين دى چې خلک اسلام ته راځى .

دافغانستان خلک په دې کې تجربه لري څنګه خپل هېواد جوړ کړى ځکه وروسته داسلام له راتګ پنځه وارى لوى افغانستان جوړ شوى هره وارى دوياړ څلى يې ولاړ وي

شوګيرو راته دمينې هر منزل رڼا رڼا کړو

ستا دسترګو بلا واخلم ، زما فکر يې رسا کړو

زه خو ستا له تعافله دخپل تن پاتې وم سيورى

نن بريښنا دتبسم دى هغه سورى هم فنا کړو

ګداګر نظر زما ؤ بې له تا چيرته تللو ؟

تا چې وکتل رقيب ته ، تا ز مانظر دچاکړو؟

وفا دار که زه حمزه يم په يو حقله يې وفا شوم

چې دتانه مې کولو ، شکايت مې هم له تا کړو

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz