|
|
 |
|
|
If you can't
read Pashto font correctly, please
click here to Download
our font application or click here to download font and
then install it manually. |
|
|
|
|
| |
| |
| |
|
|
| |
|
|
|
|
برگمټال ولسوالي طالبانو بيا
ونيوله.
|
|
| دوشنبه (گل) ٢٦/٠٧/٢٠١٠ |
|
نورستان : نړيوالو خبري
رسنيو خبر ورکړى چې طالبانو د نورستان ولايت برگمټال ولسوالي د سختې او خونړۍ جگړې
وروسته پرون ماسختن د لسو بجو په شاوخوا کې ونيوله. د کورنيو چارو وزارت يوې خپرې
شوې اعلاميه کې څرگنده کړې ده چې نوموړې ولسوالي مو د طالبانو د سختو بريدونو له
لامله پرېښودله. سرحدي او ملي پوليسو د ولسوالۍ څخه شا تگ کړى او برگمټال اوس د
طالبانو سره دى. د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري څرگنده کړې ده، چې نوموړې
ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره په يو پلان کار روان دى. کرزي پر يوې امنيتي غونډه کې
پر کورنيو چارو او د دفاع پر وزارتونو غږ کړى دى، چې برگمټال ته دې زياتي ځواکونه
وليږل شي. د نورستان والي جمال الدين بدر منلې چې ولسوالي يې طالبانو ته پرېښې او
ويلي يې دي چې د مرکز سره په تفاهم نوموړې ولسوالي پرېښې. نوموړي وويل چې د وسلو
کموالى او د پوليسو په کرښو کې تلفاتو اړ کړو، چې ولسوالي پرېږدو. طالب وياند ذبيح
الله مجاهد ويلي دي چې ولسوالي تر واک لاندې راوستې او څلوېښت پوليس سره له وسلو
طالبانو نيولي. |
|
|
|
|