Tuesday, 30 May, 2017
 
 
  • طالبانودبدخشان دتگاب په سيمه کې ١٣ پوستې نيولي دي
  • دطالبانو٢ ولسوالان وژل شوي
  • په چپرهار کې د يخ پلورلو پر سر ٤تنه وژل شوي
  • طالبانو د پکتيکاد شيخ اباد ولسوال وژلى دى
  • پولنډ په افغانستان کې خپل سرتيري ډیروي
  • د بشري حقونو سازمان وايي یمن کي امریکایانو ولسي وګړي وژلي
خاين به څنګه پېژنو ؟
عبدالمالک همت
خاين پر کالو، جوله ( قواره) او خبرو، ان پر ليکنو او کارونو نه داچي نه پېژندل کيږي، بلکي زيات خلک په غوليږي، بلکي ډېر بې بصيرته ساکښان يې ظاهري ښکلو کالو، لنګوټې، پکول يا په موډرنه طريقه جوړ کړی سر، ږيري يا سکوستي، يا خريلي مخ، نيکټايي، نرمو او پستو خبرو، لاپو شاپو يا قال الله، قال الرسول ته په کتو نژدې د ايمان پر راوړلو تر پولي پلوي کوي. خاينان د خيانت کولو جرئت په خپله هيڅ نه لري. دا جرئت يې د پردو غليمانو سره د پټو او ښکاره اړيکو او د العوام کالانعام د ناپوهۍ ، سرټمبه ګۍ او لنډعرۍ له برکته ترلاسه کړی دی. ځينو لوستو، خو د شخصيت او افتصاد له پلوه مفلسو او په خولو کي د غوړی ژبي خاوندانو هم ډېر کومک ورسره کړی دی. ارګاه بارګاه، مقام، چوکۍ، ځانګړی پوز نيول او سوري او مادی اوتوریته او د پردو له خوا ملاتړ، تبليغول او کاذب شخصيت ورکول هم خاين ظاهر بين وګړي تر اغېز لاندي راولي. نه وي ؟ ډېر کسان چي د دغسي بې ارزښتو، موزيګيو خاينانو دفتر ته ورځي یا يې په ملاقات بارياب کيږي يا کوم بل ځای ور سره مخامخ کيږي د غوړو څلور منی ټيم يې ور سره اخيستی وی، په داسي حال کي چي بلګ غوندي رېږدي او ژبه يې ګونګه غوندي سي، د خاين پر لاسو ورپرېوزي، هو، هو او صاحب، صاحب ورته لري، څلور سره منه غوړي پرکار کړي، تر هر چايې ښه سړی وبولي او د جنت الفردوس دعاوي هم ورته وکي. په دې توګه خاين نه داچي پر لاډېر خيانت باندي جرئت پيدا کړي، بلکي د دغسي احمقانو او بې شخصيتو ساکښانو د دغسي غوړماليو او په پټو سترګو د پلويو له امله له هماغه د ضمير له عذابه هم بې غمه سي او د دغو خلکو دغه خاينانه ملاتړ يې وجدان ګردسره ورمسخ کړي، دغه مهال وي چي خاين زمزمه کړی چي: ”ای صداقت بر تو لعنت از تو زحمت دیدم وای خيانت بر تو رحمت از تو راحت ديدم“. په زړه کي ګوړي ماتوي، پر دغو احمقانو خاندي او وايي: ” تا که احمق در جهان باشد هوشيار در نمي ماند“. پر دې بنسټ خاين خپلو بهرنيو بادارانو ته ځان په خپله ټولنه کي د خلکو له ملاتړه برخمن وايسوي، چي له امله يې د هغو ملاتړ هم لازيات ترلاسه کړي او بالاخره په ملي او نړي واله کچه پېژندل سوې او مطرح څيېره وګرځي. دغسي چالاک او له اصله دوپه وګړي پر دې مطرح کېدو او شهرت سربېره د هیواد په دننه او بهر کي په ډېر لږ وخت کي د ډول ډول زياتو شتمنيو، ماينوګانو، ښايسته او په بهر کي د تحصيل کرده اولادونو، لوکسو موټرانو، ماڼيو، بانکونو، جايدادونو، مارکېټونو، شرکتونوو، موسسو، راډيوګانو، ټلوېزيونونو، پوهنتونونو،هوايي ترانسپورټونو او داسي نورو خاوندان سي. د خاينانو دغه شتمنۍ عوام کالانعام او ډپسه او بې شعوره ساکښان نور هم د هغو پلويان او ثناخوانان کړي. هر يو ورته وايي : خانه تو يې نه کړې، خانه تو يې نه کړې؟! ان په دغو انعامو کي ځيني داسي نيمه لوستي او نيمچه شاعران هم پيداسي چي د دغسي خاينو څېرو په صفتونو کي مضمونونه، شعرونه او کتابونه ليکي. داسي هم سوي دي چي ځينو څه اوتي بوتي ليکلي وي، بيا ځينو اړو پوهانو ته د نورو له حسابونو څخه د ترلاسه سوو شتمنيو څخه څه عشرعشير ورکړي، خپلي اوتی بوتي د کتاب په بڼه په تصحیح کړي او بيايې پر خپل نامه خپور کړي. کتاب يې لاس پرلاس کيږي، کره کتونکي ډول ډول ليکني او تبصرې پر وکړي او په دې توګه خاين په ليکوال هم مشهور سي. په دې منځ کي که کوم د شعور او بصيرت خاوند پيدا سي، حق ووايي او د خپلو غاړو خلاصولو لپاره د دغسي خاينانو له خيانتونو څخه لږ غوندي پرده پورته کړي، يو وار يې د خاينانو ځيره خوران او عوام کالانعام تر ډول ډول بريدونو لاندي ونيسي. شورماشور پر جوړ کړي، رشتيا او درواغ پر ووايي، چی په دې توګه هم دی او هم نور له حق ويلو څخه ازو بېزاره کړي او هغه د خدای بخښلي استاد ګل پاچا الفت خبره سي چي فرمايي: ”زه یې په لیدلو او ویلو ګناهګار شومه – نور یې به کولو او عمل باندي ښاغلي دي“. ما ډېر دغسي کسان ليدلي چي د لنډغرو د ډول ډول خبرو، اوتوبوتو، تورونو او تومتونو د غشو ښکار سوي، ګواښل سوي، زورول سوي، له دندو شړل سوي او ګوښو ته سوي دي. ښه يو څوک به ووايي چي ته چي دغو معززو، مطرحو او د ملت خدمتګارانو، ملي او بين المللي شخصيتونو ته (البته دا د دوی په اصطلاح اورشتياني شخصيتونه نه) په ځاينانو وايي او وايې چي دغه شتمنۍ يې په ټګيو او د غليمانو د پېرزوينو له امله او د غلا او ناروا لارو پيدا کړي دي، څه دليل پر لرې؟ رشتیا داده چي د دغسي خاينانو د دغسي ډول ډول شتمنيو د مدرکونو پيداکول ډېر ستونزمن کار دی. خو په دې اړه د عقل خاوندان ځيني نور اصول په کار اچوي. موږ وايو چي الله جل جلاله سته، قرآن کريم د هغه له لوري، د جبرائيل په واسطه راغلی دی، بيا را پاڅېدنه سته، قيامت راتلونکی دی او جنت او دوږخ سته. خو موږ الله سبحانه هيڅ نه دی ليدلی، اما د خپل عقل په زور يې پر نښانو پېژنو او پر شتون يې ټينګ باور او ايمان لرو. همدغسي که موږ عقل په کار واچوو دغسي ټيټ او ټسلک خاينان خونو بېخي بايد پر نښانو وپېژنو. که موږ لږ څه ځير سو موږ وینو چي زموږ په ټولنه کي نژدې شل کاله دمخه ځيني صادق او د اسلام، هيواد او خلکو په غم غمجن شخصيتونه وه چي يا په دې چپه غوبل کي له منځه تللي دي او يا تر اوسه تر خپله وسه اسلام، هیواد او خپلو خلکو ته چوپړ وهي، د دغو کسانو هغه لږ شتمنۍ چي يې درلودې يا لږ ودېري ورپاته دي او يا خو ګرد سره ځني تللي دي. مګر بېخي ډېر کسان هم پېژنو چي پخوايې هيڅ شتمني نه درلوده. داسي کسان ډېر پېژنو چي پخوا به ښوونکی، استاد، محصل، ټيټ رتبه مامور، د مسجد ملا، د حجرې طالب، بزګر، دکاندار، د دکاندار شاګرد، د توپکيانو باډيګارډ، لالهانده مهاجر، مجاهد او….. وه، خو اوس داسي ماړه سوي دي، لکه ټنډي غالبوزي نو پوښتنه کيږي چي لومړۍ کټګوري کسان ولي خوار سوه او دا بله کټګوري ولي دونه وپړسېده؟ اوس خو دادی وينو چي صادق، پوه او هيواد دوسته انسانان، وهل سوي، ځپل سوي، ګوښوته سوي او له کار او دندو بې برخي سوی دي، غرونو يا بهر ته شړل سوي او ان ډېری زندانونو ته اچول سوي دي. داسي کسان چي نابغه ګان او فېلسوفان باله سي د تور مخو، شيادو او بېحيا ساکښانو له خوايې له نابغه توب او فېلسوف توبه انکار سوی او په بې شرمۍ سره لېونيان بلل سوي او زندان ته اچول سوي او دومره وهل سوی او ټکول سي چي تر خولو يې ويني بهېدلي دي. برخلاف يې نورو خاينو شيادانو د اشغالګرو او د هیواد د کورنیو دښمنانو سره د ډول ډول اړيکو تارونه اچولي، د ښوښو دندو او مقامونو خاوندان سوي، يوه پښه يې تر بهره او بله پښه يې تر هيواده وي او لکه بلبلان د بهرنيو يرغلګرو ثنا او صفت کوي، د هغو بارونه د هغو د خرو غوندي د هغو تر کوره وړي، د وطن اصيلو او مبارزو بچيانو او د حق د لاري لارويانو او پوهو شخصيتونو ته په بده سترګه ګوري، ډول ډول نومونه پر ږدي که يې پر بادار لا څه بد ووايي بد يې ځني راځي او په مستقيمه او غير مستقيمه توګه يې تخريبوي، غچ ځني اخلي او شخصيت يې ورتروروي. نو دغه نښانې ټولي پر دې دلالت کوي چي دغسي کسان خاينان دي، ارګاه بارګاه، مقام او شهرت ته په خيانت او د پردو په مټ رسېدلي دي او هر څه يې د نورو له ګرالبو او د هغو په خوارولو او د هیواد په لوټولو پيدا کړي دي. پر دغسي کسانو بايد څېړني وسي، رسواسي، خلکو ته يې تر سپینو جامو لاندي تور مخونه بربنډ سي، تور ليستونه ورته واچول سي او نومونه او شهرت يې پکښي درج سي اوچي وخت يې راسي نه داچي په خپل کاذب شهرت او مردارو شتو بيا مقامونو ته ورسيږي، بلکي لازمي سزاوي ورکړه سي او شته يې ځني ضبط او بيت المال ته ورکړه سي. الله مو دي له دغه حاله وساتي. آمين.
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې