Sunday, 21st Dec, 2014
نوميالي پښتانه
د ساپي مرکز مشران
سوداګريزې خبرتياوې

 
خبرتيا
ساپي مرکز(پښتواشتقاقونه او ترکيبونه )پرڅلورم ځل چاپ کړى دى
د ساپى پښتو څيړنو او پراختيا مرکز دنصاب کتابونه يوځل بيا چاپ کوي
"د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي" او "فلسفي درسي بنسټونه" چاپ شول.
د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي
د افغان اسلامي اژانس مشر محمد یعقوب شرافت پرمړينه دامام الدين ساپي دغمزازۍ پيغام
نور٠٠٠
 
 
دپښتنو هجرتونه دلوى افغانستان دجوړېدلو لامل دى (٣)
   ٢٠ / ١٢ / ٢٠٠٨

 ډاکټر قاضي.ح . ښاد جبارخېل

         خپلواکي پوهنـــــــه

دپښتنو هجرتونه

دلوى افغانستان دجوړېدلو لامل دى

(٣)

 

 په ١٤٤٤ع کال کښې اسلام خان لودي دسلطان بهلول لودي تره يو ولايت جوړ کړ،  چې مرکز يې ( ست پور) نومول شوى و. دلودي د دې څانگې حکومت تر ١٧٠٠ ع کال  پورې اوږد شو. دپنجاب په خوشاب کښې يو شمېر پښتانه په کرهڼه اخته ول، خو دپنجاب په گرداس پورکښې  ډېر پښتانه مېشته ول .  دغه راز د امر تسر په بېلو بېلو برخو کښې پښتانه مېشته شوي وه. ميانوالي ته پښتانه په يوولسمه عيسوي پېړۍ کښې مېشته شوي دي.  که څه هم سلطان محمد ولېږدول ، خو ١٥٠ کاله وروسته نيازي پښتانه بېرته په کښې ځاى په ځاى شول . ايساخېل هم  ورغلل.

د سلطان محمود غزنوي  د سلطنت  پر مهال  ډېر پښتانه دهندوستان  په گوهاناجهجر  کښې واوسېدل ، چې زيات شمېر يې کاکازي او غوري وه.

 افغانان دسلطان سکندر لودي په وخت کښې لوديانې ته راغلل . دسلطان سکندر دوه جنرالان ( محمد يوسف او نهنگ خان)  دپښتنو پوره ملاتړ ته  ولاړ ول .

په شپاړسمه  پېړۍ کې پښتانه بنگال او بيهار ته رسېدلي وه.

 په ١٥٦٣ع کال کښې ميرزا سليمان کړياني دبنگال او بيهار خپلواکي اعلان کړه او دى دبنگال او بيهار مشر شو. په دغه وخت کښې زياتو پښتنو دلته  هم استوگنه خوښه کړه.

په راجستان ، جهاز پور ، هندوون ،، اينډا، اجمير، دنگان پور او په  نور هند کې افغانان ځاى په ځاى شول.

د يادونې وړ ده، چې په ١٤٨٤ ع کال کې لودي سلطنت جوړ شوى دى .

داسې ښکاري ،چې پښتانه پرته  له کومې  موخې له خپلو غرنيو سيمو دهند لوري ته  وخوځېدل ، خو يو وخت د دوى پام شو، چې  نور دهند پښتانه په هند کښې ورو ورو ډوب  شول. يعنې  خپله ژبه او کولتور يې له  لاسه ورکړ؛ نو،  ځکه پښتانه  هم پاتې نه شول.  اوس ښايي په هند کښې  ددوى  شمېره  له ميلينو ډېره شوې وي .

پښتون لومړنى قوم دى ، چې کولتوري او سياسي غلامي يې نه ده  کړې او خپل خپلواکه کولتوري ژوند يې ساتلى دى.

همدا لامل و، چې  هوتکي ميرويس خان نيکه او احمد شاه بابا دکندهار مرکزيت ټينگ کړ.   

 هوتکي ميرويس نيکه او دراني احمدشاه بابا پښتنوته  ملي لومړيتوبونه  وټاکل او د تاريخ  ملي فلسفه  يې  روښانه او د ډاډ وړ کړه، چې نن يې  پر اغېز  د پښتنو په مشرۍ دبېلا بېلو قومونو د يو والي ولولې راپارولي . ددغه اغېز پر تاريخي او معنوي جبر په افغانستان ، ايران او هندوستان کښې مېشت پښتانه او نور قومونه  له  فکري او عملي  يووالي  برخمن   ول.

 په ايران کښې عربو، زردشتيانو، کردانو، ارمنيانو، سني مذهبو بلوڅو؛  په هند کښې مسلمانانو په شمال کښې تاجيکو، ازبکو ، ترکمنو او نورو په افغان لښکرو او اداره کښې برخه درلوده ،چې افغان نظامونه يا دولتونه ترې جوړ شوي ؛ ددې خبرې سپړنه او څرگندونه  اوس گرانه شوې، چې پښتانه بې تعصبه خلک دي.

 داصولو منل، مېړانه او ځوانمردي  هغه تاريخي ارزښتونه دي، چې هوتکي مير ويس خان خوندي کړل اواحمدشاه بابا وده ور کړه. ددوى په واکمنيو کښې هر چا  دامن، قناعت  او عدالت درناوى کاوه؛ ځکه ، چې تاريخي بهير په کښې خوندي شوى و.  د تاريخ مادي پوهنه (کمونستي او ډيموکراسي)  د شر او فساد په بڼه د تاريخ له معنوي پوهنې بېله گڼل شوې وه.  

 پښتنو په خپلو سيمو کښې تل کولتوري  پناه اخيستونکي له دښمنانو ساتلي او هڅولي او دا ټاټوبى تل د امن او پناه  ځاى گڼل شوى  دى . پښتانه نه يوازې  دظلم او ناروا مخې ته راپاڅېدلي او درېدلي ، بلکې دمظلوم دملاتړ او مدافعې لپاره يې د نياو،عدل او انصاف  په نوم سرښندنه هم کړې ده.

 دوى ديوه مظلوم دساتلو لپاره لس تنه قربان کړي ، خو دخپل  تاريخي شتون روان  بهير يې هم ساتلى دى؛ ځکه، نو د لوى افغانستان تاريخي او فرهنگي بنسټ (  خپلونه، ژغورنه او هڅونه) ټولو ته د يو اصل په توگه  د درناوي وړ پاتې شوى  دى.

نور بيا

د لوستونکو تبصره
نوم
برېښناليک
  لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ
 
متن
 
 
 
 
یکشنبه (توار)   ٢١ / ١٢ / ٢٠١٤
لومړۍپاڼه
زمونږپیژندنه
خبرونه
دادب ګلکڅونه
ټوکې،لنډۍاومتلونه
دلیکوالولیکنې
په روانو حالاتو تبصرې
زمونږکتابونه
مجلې
نومیالي پښتانه
دکتاب چاپولولارښود
ترچاپ لاندې کتابونه
انځورونه
ويډيو
هینداره
پښتوویبپاڼې
اړیکې نیول
شهيد نقيب الله ساپى
د هوا پيژندنه
ګوګل لټون



Google Pashto
بي بي سي راډيو
ژوندۍ خپرونې
سهارنۍ
غرمنۍ
ماښامنۍ
نړۍ داوخت
 
  Copyright 2014 Sapi's centre. all rights reserved.
Designed by SuperWebz.com