Friday, 28 April, 2017
 
 
  • په افغانستان کې دوه امريکايي سرتېرې وژل شوي
  • طالبان پسرلني منصوري عمليات پيلوي
  • پاکستان: روسيه دې د افغان سولې مشري واخلي
  • يونما : ښکېلې خواوې دې د ملکي خلکو د ژوند خيال وساتي
  • پرمشال ډزې کوونکي نيول شوى
  • د ثور د اووم کمونستي کودتا او داتم جهادي بريا په اړه د اسلامي امارت اعلاميه
پښتانه تل د ميرمنو درنښت کوي.
الحاج امام الدين ساپى

يادښت :دغه مرکه 24.08.2010 په پښتو ويبباڼوکې خپره شوه  دارزښت له مخې د ښځو د نړيوالې ورځې په  مناسبت يې   يوځل بيا راخلو
د آريانا د نړيوال تلويزيون د څېرو او خاطرو په پروگرام کې د امام الدين ساپي د مرکې متن
د ښاغلي زرغون شاه شينواري په نوښت د آريانا نړيوال تلويزيون د څېرو او خاطرو د پروگرام له لارې ډاکټر نورزى، امام الدين ساپى، ډاکټر ثرياخادم او سيد سليمان شاه اشنا ميلمانه کړي وو او د پښتنو په دود، دستوراو کولتور يې رڼا واچوله.
کله چې د ټايمز ورځپاڼې د يوې ميرمنې داسې انځور خپور کړ، چې پزه او غوږ ترې پرې شوي وو. کله يې چې اصلي حقيقت څرگند شو نو په لويديځ کې ځينو تلويزيونونو دغه پېښه پښتنو پورې وتړله، چې د آريانا تلويزيون د پښتنو څخه د دغه تور د ليرې کېدو په اړه د يو پروگرام زمينه برابره کړې وه.
ډېر دروند پښتون زرغون شاه شينواري صاحب سلام د الله په عزت کې اوسى او هم ستا قدرمنو ميلمنو او د پروگرام ليدونکو ته سلامونه ډالۍ کوم.
دروند پښتون شينوارى صاحب ! غواړم چې لاندې څو ټکي چې اړين دي له تاسو سره راوسپړم او رڼايي ته يې راوباسم.
١_ پښتو : د پښتو بابا ارواښاد وزير صاحب محمد گل خان پخپله لنډه کۍ پښتو کې يې پرې پوره رڼا اچولې ده. پښتانه، د پښتو اطلاق يوازې په هاغه څرگنده ژبې، چې پرې گړيږي نه کوي، بلکې د پښتنو د وړاندې د پښتو معنا او مفهوم د ژبې دود او دستور په درستو ولسي خصايلو، خصايصو او مزاياو شامل دى، چې دې وروستنۍ ته يې پښتونواله وايو. پښتو يعنې صله رحمي، مهرباني، مروت، عفت، ښېگړه، زينت او ښکلا ده. پښتو دين، وطن او ولس ته خدمت دى. د پښتنو نارينه و پگړۍ او د ښځو ټيکرى او پوړنى د پښتنو د ښځو ستر دى.
په پښتو کې ناروا، ظلم، سپکه، لويي او پوچه نشته او حتى چې د سرزورو او بې زوره سره زور پښتو نه ده، نو د دغه ټولو صفاتو خاوند ته پښتون وايي او پښتونواله يې اصول دي مگر په ډېر افسوس سره بايد ووايو، چې په دې برخه کې د ډېرو عزيزانو پاملرنه جدي نه ده. الله تعالى دې په مونږ ورحميږي.
پښتونوالي : په دې برخه کې پياوړي او د قدر وړ ليکوال حداد صاحب د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي يوه رساله ليکلې او ډېر څه يې روښانه کړي دي.
پښتونولي بې دولته دولت دى کله چې احمد شاه بابا په کال ١٧٤٧ع کې د افغان ولس په مشرتابه وټاکل شو د هغه ټول کړه وړه په پښتونواله ولاړ و نوسربېره په هغو ټولو فرامينو يو هم د انسان د اندام پرې کول يې منع کړل ځکه چې دا د انسان ښکلا او زينت ته نقصان رسوي.
نو د انسان بدرنگول پښتونواله نه ده او کله کله داسې پېښې، چې د کلتور د اصولو سره هيڅ تړاو نه لري پېښېږي لکه په اتريش کې په کال ٢٠٠٩ع کې د لور سره ١٨ کاله تېرول او د هغې څخه د اووه ماشومانو زيږونه چې دا هم د غربي کلتور برخه نه ده.
دريم : ښځه يا ميرمن : په پښتنو کې ميرمن يعنې د کور خاونده، اختيارداره او په مجموع کې د ننگ او غيرت شملې ته ويل کيږي.
په پښتنو کې د ښځې مقام دومره لوړ دى چې نارينه کله د ضرورت په وخت کې خپل سر پرې ورکوي او خپل خوږ عمر او ژوند پرې قربانوي او يا د ښځې په ټيکري کې دوکانونه، ځمکې، باغونه او کورونه ورکوي او يا يې په پلو کې د بدل مړي بخښل کيږي. بنديان د بنده خلاصيږي.
د بېلگې په توگه کله چې نادر افشار په کال ١٧٣٠ ع کې د هوتکو حکومت ته په ايران کې خاتمه ورکړه نو بي بي زينبې د اعليحضرت شاه محمود هوتک عزتمنده خور نادر افشار ته ورغله او پلو يې ورته ونيوه. کله چې نادر افشار د پلو په مانا پوه شو نو بي بي زينبې ته يې د هغې د کورنۍ ټول بنديان خوشي کړل اويا په هغې خپل منځي اوقومي شخړو کې کله چې ښځه د جنگ ډگر ته وځي نو جگړه ودريږي د صلحې د فرښتو په نامه يې يادوي. يا د ملالۍ بي بي په يوه ناره خواره وار غازيان بېرته سره راټول شول او بايللې جگړه يې وگټله او فرنگي عسکر يې تار ومار کړل. برعکس په غربي نړۍ کې چې د ښځو د حقوقو ټيکداري کوي او ښځه دلته د لوبو د وسيلې په توگه استعماليږي حتى د تجارت وسيله ده. د مال او متاع په توگه د مارکيټ د پيدا کولو په خاطر يې په ښکلو ښيښي کوټو کې بې عفته ودرولې وي او يا د سيکولر د نظريې ځينې علماو د ځمکو، مال و دولت سره جوخت اجتماعي ملکيت گڼي. البته بيا وروسته د ځينو ملحوظاتو په خاطر د ځمکو او مال څخه جدا شوه. د دې لپاره چې د ښځې اجتماعي ملکيت اجتماعي فسادونه زيږوي او طبي ناروغۍ ترې پيدا کيږي. په هر صورت يو بل څه چې د يادولو وړ يې بولم هغه د گران هېواد افغانستان اوسنى اشغال دى. دا چې د ټولو نړيوالو نورمونو سره په ټکر کې دى ځکه نړيوالې ټولنې پرېکړه نه و کړى چې امريکايي فرغونيان دي په نړۍ کې نظامونه بدل کړي. فيصله دا وه چې امريکا کولاى شي چې د سپتمبر د يوولسمې پېښې عاملين ونيسي او محکمې ته يې راکاږي. مگر د افغانستان د نظام ړنگول د سپتمبر د يوولسمې څخه مخکې د جرمني په غونډه کې شوې وه. دا ځکه چې دوى غوښتل د پخواني شوروي اتحاد څخه د آزاد شويو ملکونو طبعي زيرمې تر خپلې سلطې لاندې راولي او بيا يې د تېلو او گازو نلکې د افغانستان له لارې د دنيا مارکيټونو ته ورسوي چې په دې لاره کې يوازې پښتون باتور قوم د دوى د سترگو اغزي گرځيداى شي نو اړينه وه چې اسلامي امارت ړنگ کړي او د خپلې خوښې گوډاگى حکومت رامنځته کړي او د دې سره جوخت يې د پښتنو نسل وژنه پېل کړي څو دا باتور قوم له منځه يوسي او په اقتصادي، معنوي، اجتماعي لحاظ نابود او په نړۍ کې يې په مختلفو دسيسو او اقسامو بدنام کړي مگر دوى ته په ياد نه دي چې د دې غيرتمنې خاورې اصلي بچيانو د سکندر څخه نيولى تر پخواني شوروي اتحاد پورې د ماتې په ډېر بد برخليک اخته نه کړل او امپراطوري يې ړنگې نه شوې ولې نه د سکندر په مقابل کې مقابله کوونکيو ته يې غازيان ويل او د انگريزانو په جگړو کې ملي آزادۍ غوښتونکي، د پخواني شوروي اتحاد په مقابل کې يې مجاهدين او د اوسني غاصب او خونخوارې امريکې او ناټو مقابله کوونکو ته طالبان وايي مگر په مجموع کې سره يوه معنا لري. په هر تقدير اوسني يرغلگر هم د پخوانيو يرغلگرو په لاره سيخ شوي او هغه ورځ ليرې نه ده، چې د نيکونو ياد راتازه کړي. په پاى کې زه خپلې خبرې د حمزه بابا په شعر راټولوم.
پښتو تورسرو ته درانه کاته دي
د پېغلو نجونو د عصمت نوم دى
خو د فرنگ د ملا هم واوره
وايي پښتو د جهالت نوم دى
خو په ځواب کې درته وايي حمزه
پښتو خو گرانه! د جنت نوم دى
خپلواكي يعنى څه؟
الحاج امام الدين ساپى
ړومبى  غواړم   دهغه ورورسره چې  وايي ( افغانستان خپلواك دى)  دزړه خواله اومعلومات  شريك كړم .ګرانه!
خپلواكي يعنى  څه؟
 خپلواكي ډيراړخونه لري مګر زه يې  يومجموعي انځورد  ده حضورته ږدم .يوخپلواك دولت هغه ته ويل كيږي چې  دخپل ملك دسرحداتو، داولس دستونزورفاء،دقانون پلي كول اوارتقاء...اوداسې  نورنواوس دې  هغه ورورچې وايي ملك خپلواك دى دې  سوالونوته دې په ځيرسره پاملرنه وكړي
١كله چې  د٤٨ملكونومشران افغانستان ته راځې  ايادا اوسنئ دولت تراګاه وي؟ - تراوسه چې  دشپې  اودورځې  لخواء د دغه مظلوم اولس كورونه پلټي اوزندان ته  يې اچوي اوپه كلونوكلونويي په زندان كې  ساتي هيڅوك سوڼ كولاي نه شي
٣- دښځو،ماشومانو،بوډاګانو،ځوانانووژنه اوپه ودونو،جنازودبمونواورول.
٤- په سپين ږيرواونورجنسي تيري کول
٥- د دغه دولت دانتصاب پريكړه دملك څخه بهردتوپ،ټانك او ب٥٢ الوتکو په زورمنل
٦-  داړه مارانو،جانيانو اوملحدينوته دقدرت سپارل دبهرنيو اميرانوراتګ افغانستان ته اودګوډاګي دولت خبرتيايوه وړه بيلګه .كله چې  بوش اواوباما افغانستان ته راغلي وونوداګوډاګيان هغه وخت خبرشول چي دنوموړوهليكوترپه ارګ كې  راكوزيده اوياىې  نورواكداران چې  هرولايت ته چې  زړه غواړي سفركوي اوبيا ورسته دبوقلمون(كرزي) اويانورو ګوډاګيانوته دليدوبلنه وركوي ګرانه وروره دې  خپلواكي نه بلكي بل واكي وايي  الله ج دي زمونږپه مظلوم اولس ورحميږي.ګرانه وروره ما پاكستان په ټول عمركې  درى  پلاء ليدلى  هغه په شمارڅو ورځې  اوزماټولې  هلې  ځلې  دنيانځكوپه ضدد ي نوكه چيرته ما په سركې  دخپلواكۍ اوپه زړه كې  داولس اووطن سره واقعي مينه نه درلوداى  نودكلداروڅخه ډالراودغلام څخه دزوروربادارغلامي ښه وه خومافقط الفقط دالله سبحان تعالي په بنده ګۍ اكتفاء كړي اوژوند دلاسونودتڼاكودعزت اوهسكه غاړه تيرول راته مناسبه لارښكاري اوكه چيرته داوسنۍ عقيدې مخالف جهت مې  غوره كړاى واى  نوپه ډاډ درته وايم چې  زه به هم د دې  ګوډاګيانوپه صف كي ولاړدښه منسب اوشتمنۍ خاوند واى
  زه درحمن بابا د دې  بيت څخه ډير متاثريم چې
قناعت مې  ترخرقې  لاندي اطلس دى
 پټ د درست جهان پاچاظاهرګدايم  په پاى كې مخكې له مخكي درڅخه بخښنه غواړم كه كوم څه ستاسوپه طبيعت برابرنه وي اودايې پاى
پښتون دقوم اونسب نوم نه دى
پتمن اودروندزيركيارصاحب په سلامونودي هركلي كوم. داچې  ټول وطنوال ستاپه پوهه  اوعلميت وياړي اوپه دې  هرسړي پوهيږي چې ډيركتابونه دې  څنډلي دي  په
ډيرمعذرت سره ستاپام يوبل كتاب ته راړوم چې ګرشاسبنامه )ده په هغه  كې  پښتون داسي تعريفوي چې پښتون دقوم اونسب نوم نه دى بلكه هغه څوك چي دظالمانواوديوانومقابله وكړي اودپښتونولۍ اصول پلي كړي نو پښتون دى نوداچې تاسومرحوم ملنګ جان او ښاغلى بختانى يادكړى دى چي كه څه هم پښتانه، نه ووخودپښتودهڅونې لپاره  يې ډيرڅه كړي زماداند دادواړه ترهغه چاچي په خټه اوپه نسب پښتنوته منسوب دي لوړترين پښتانه دي اوس كه چيرته دانګلستان شاهي كورنۍ كه څه هم جرمني الاصله نسب لري او اوس دانګلستان لپاره خدمت كوي نو انګريزبلل كيږي اوياحامدكرزي كه څه هم دګرګين دنسب سره تړاولري اودپښتنوپه سيمه كې  چې  دلوي احمدشاه بابادلورينې  اوپيرزوينې له بركته دكرزيه  په ځمكه كي ميشت اودپوپلزوسره واغږل شووخواوس دتاجكواوهزاره ګانوپه چوپړكې  دى  نوده ته دپښتون خطاب كول لوي جرم دي اوده ته بايد تاجك اوياهزاره وويل شي نه پښتون. ګرانه زړه ته رانژدي زيركيارصاحب مخكې  له مخكې  درڅخه بخښنه غواړماولږڅه مي وتخنولې  چي په دي هكله ستا دمعلوماتودسيندڅخه څوكنډولي په سرراواړوم اوتنده پرې  ماته كړم
په پښتني درنښت
طالبان هم امريکايي ځواک دى په ځواب کى
الحاج امام الدين ساپى
(طالبان هم امريکايي ځواک دى)  تر عنوان لاندې  دزلمي زړور په نامه د يو تن ليکنې  لوستو ته اړ کړم چې ځواب  يې وليکم ليکنه مې  تراخره تر سترګو تيره کړه چې زه هم  يو څو ټکي  زه هم زلمي  زړور ته ور زياته وم او دهغه پاملرنه ورته را اړوم
. ړومبى خو داليکنه  داسلامي افغاني اخلاقو جوته سرغړونه ده ،چې يو پاک تحريک  چې مسلمان دى په سپکه ژبه او لهجه ياد کړ البته دا کار هغه څوک کوي چې هغه نه اسلامي اخلاق لري او نه افغاني يوازې او يوازې په  خپلو کرغيړنو اعمالو سره د کفري نظرياتو استازيتوب کوي او په افغاني ټولنه کې دمنحوس نظر دپاره ورکړل شوى تگلاره  مخ په وړاندې بيايي.
پدې ليکنه کې په افغانستان کې روان ملي مقاومت دامريکا او پاکستان پورې تړلې ښودل شويدى خوپه کې  دتاريخي حقيقت نه سترګى پټى کړل شويدى دا هيڅ کله نه دپاکستان او نه د امريکا مقاومت دى دا هغه مقاومت دى چې دافغانستان دويش او دملي حقيقتونو خطر  په وړاند ې يې په خپله سرښندنه سره قربانى ورکړه افغانستان يې افغاني وساته که دا مقاومت امريکايي واي نو امريکا بيا ليونۍ  وه چې په ميليونونو ډالرو په لگښت  يې دطالبانو نظام له منځه وړه.
وګورئ امريکايي الوتکو دپاکستان له هوايي  ډګرونو څخه 2500 پروازونه ونکړل؟ دتير کال پورې دا لړۍ ورانه ، نه وه ؟ که دحقيقت نه سترګې  پټې  نه کړل شى څرګنده  ده  .
دويم : طالبان که ددين ، وطن او خپلواکۍ  په سودا امريکا سره تيارواى  نو تراوسه پورې به يې دنړۍ په کچ  دامن مثالي حکومت کاوه.
طالبان به هم اوس په ډالرو کې پټ واى  خو نه هيڅ کله نه دطالبانو مقاومت يو ملي مقاومت دى او هغه  څوک يې مخالفت کوي دچا چې شخصي ګټې دامريکا پورې تړلي وي
 بل حقيقت دادى که د طالبانو ملي غورځنګ نه واى  نو شمالي ټلوالې دافغانستان دويش خبر داستانبول په خپورونوکې ورکړى ؤ که چا دستانبول خپرونې  لوستې وي دافغانستان ويش پکې څرګند ؤ.
که روان مقاومت او دحق دلارې  مبازره نه وي نو اوس به  افغانستان نه ؤ او که خداى مکړه دا روان مقاومت غلى  شى  نو دتل دپاره به مو دا شرم پټي  په اوږدو باور وي.
الف : ټول افغانستان به دپنجشير د پنچيرمينان  په لاس کې وي او خپله خپل سرى به روانه ساتي
ب ژبه به موايراني  او ازبکي وي دپښتونولۍ به په کې هيڅ پاتې نه وي
ج : داسلام دمقدس دين پر ځاى به يهودي ، هندي او دعيسيوت ددين مطابق غربي کلتور  وي.
ت  : دافغان  کلتور په مقابل کې به فحشا او غربي  کلتور پلى شي
د   خپلواکۍ  پلوه  افغانان  به  له پاکې  خاورې  کډه وکړي.
يوازې او يوازې به دنصرانيت ديديد او رام رام اوازونه  اوريدل کيږي همدا طالبان ؤ چې په ټول افغانستان کې يې ظلم او بربريت ته دپاى ټکى کېښود او په کوم ډول امن چې دطالبانو په نظام او حکومت کې ؤ بيا به يې افغانان ونه ګوري همد ا طالبان ؤ چې افغانانو ته يې افغانيت وربخښلى او دالهي دين مطابق يې نظام چلاوه  ځکه خو امريکا دB52الوتکو په وسيله دطالبانو اسلامي نظام ړنګ او بيا يې په افغانستان کې په غرب کې روزل شوي داړمار او چپاولګر په افغان اولس حاکمان کړل  ددې روان ملي پاڅون  دجارى ساتلو دپاره تر يونيم لک زيات افغانان  شهيدان شول بيابه هم دطالبانو مقاومت په ميړانه روان وي.
زلمي خانه : زه دا درته روښانه کوم چې دطالبانو مدافع وکيل نه بلکه ديو افغان په صفت مې درته څو جملى وليکلى او دسپيڅلى وجدان له مخې مې درته حقيقت څرګند کړ توصيه مې درته داده چې سره  له خپلو چپي افکارو لږ څه حقيقت ته هم پام کوه  او لمرپه گوتو مه پټوه
د تونس او مصر د لاس ته راووړنو وياړ د اسلامي امارت په برخه دى
الحاج امام الدين ساپى
که چیرته مونږد تاریخ پاڼې راواړوکله چی افغانستان دانګریزانو څخه خپلواکې ترلاسه کړه نودانګریزې استعمارګرو د زړه ستنې ولړزولی او د جهان مظلومو ملتونو ته دازادئ غوښتنې روحیه اوهمت وروباښه چی یو په بل پسی یې د ظلم ټغرورټول کړاو د دوهمې نړۍ والې جګړې ورسته جهان دوه قطبی د وارسا پکټ د پخوانی اتحاد جماهیری شوروی او ناټو د امریکا ترمشرۍ لاندی رامنځ ته شوو چی دا ځل د ډیرو مظلومو ملتونو په غاړه د استثمار یوغ کیښودل شوو چی شرقی اروپا د وارسا او غربي او عربي ملتونه د امریکا تر سلطې لاندی راغلل خو کله چی پخوانې شورو په افغانستان یرغل وکړاوزړورافغانانو یې مقابلې ته ورودانګل چی د دوه میلونو شهیدانو، د یو میلون څخه زیادومعیبینو او د شپږ میلیونو مهاجرینو په بدل کښی شرقې اروپا او د برلین نه ماتیدونکی دیوال ونړید چې یو زبرځواک له منځه لاړ او دا بل زبرځواک ناټو چی په سر کښې د امریکا په مشرۍ نور هم پیاوړی شوه او د شرقې اروپا ازاد شوی ملکونه هم پکښی ور ټاله شول او دا ځانګړی زبرځواک د تکبر او شیطانې غرور کښی ډوب شواو د تاریخ بل پیرشروع شوو تر څو یې د ټولی نړۍ او په خاصه توګه د پخوانې شوروی څخه د ازاد شوو ملکونو د معدنې زیرمو څخه څنګه غیږ راتاه کړی نو په افغانستان یې د یرغل پلمه جوړه کړه او اسلامی امارت یې ړنګ او خپل نازولي او نیانځكې د ببرک کارمل په شانه د ب۵۲الوتکو په زور او ځمکنې قواو په بدرګه د قدرت په ګدۍ کښینولي مګر دا یې د یاده وتلې وو چی دی وطن همیش په خپل غیږ کښی زمریان روزلی او د تاریخ په هر رنګ پړاو کښی سرښندنې ته تیار دی نو هماغه وو چی د اسلامی امارت د مشر او د یویشتمې پیړۍ حربې نابغه ملا محمد عمر مجاهد په لارښوونه د دین، خپلواکۍ، خاورې او ناموس د ساتلو په خاطر د مقابلې ډګر ته په تش لاس ورودانګل او په وطن مین سرښندونکي یې ترشاه ودریدل او د جهانی استکبار او زبرځواک مقابله شروع شوه چی د لسو کالو په تیریدو سره امریکایی زبرځواک هم د پخوانۍ شوروی اتحاد په شان داسی ذلیله شووچې امريکاخپل اهداف دحسن المبارک په څيردځينو نورو څيروپورې تړلي خو داارمان به له ځانه سره خاورو ته يوسي چی اوس دافریقایې اوعربې هیوادونو مظلوم ملتونه د ساه اخستو همت کوی او د نړی مظلومین یو په بل پسی د ظالمانو یوع له غاړو لیری کوی او د پخوانې شوروی اتحاد په څیریو په بل پسی له منځه ځی او په پای کښی به داسی ذلیله شی چی دا ځل د افغانانو په مټ او قربانیو افریقايې او عربې هیوادونه به د ازادی د نعمت څخه برخمن شی چی دا بیا هم د افغانانو په تیره بیا د افغانستان د اسلامی امارت ویاړ دی او تاریخ به یې
په زرینو ټكو پخپله سينه كي ابدي وساتي.
پښتنو له پښتو سره پښتو وكړئ"
امام الدين ساپى
دازادۍ راديو تر شنه اسمان لاندې پروګرام نه په مننه
"پښتنو له پښتو سره پښتو وكړئ"
دپروګرام چلوونكى: عصمت الله څاروان
د پروګرام مېلمانه: ښاغلى امام الدين ساپى او عاشق الله غريب
له كسته ليكنه: فضل قادر انډيوال
سمونه: قتيل ځوى
كتونكى: قتيل خوږياڼى
په ننني تر دې شنه اسمان لاندې پروګرام كې د دوه تنو داسې افغانانو دخدماتو درنښت كوو، چې پخپلو شخصي پيسو يې په لسګونو كتابونه چاپ كړي دي، بې له شكه داسې ډېر افغان ليكوال شته چې پرخپلو پيسو يې خپل اثار چاپ كړي او وړيا يې وېشلي دي، خو داسې شخصيتونه به ښايي كم ولرو، چې دنورو كتابونه يې پرخپلو پيسو چاپ كړي وي.
مونږ نن دوه داسې ښاغلي چې پرخپلو پيسو يې دنورو ليكوالو ګڼ علمي او ادبي كتابونه چاپ كړي دي، چې په دې ډول يې ژبې، ادب او دخلكو دفكري او علمي سطحې دلوړولو سره مرسته كړې ده،مېلمانه كړي دي. هغه كسان چې دكتاب له لوستلو سره علاقه لري. حتماً به پوه شوي وي چې زمونږ منظور امام الدين ساپى او نثاراحمد شيرين دل دى.
ښاغلي ساپي كلونه مخكې خپله نسبتاً لويه پانګه دكتابونو چاپولو ته وقف كړه. "د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز" له خوا ګڼ كتابونه چاپ شوي دي. ښاغلى ساپى زمونږ ددې پروګرام مېلمه دى. دغه راز دليكوالو په استازيتوب ښاغلى عاشق غريب ددغو ښاغليو دكار پر اهميت رڼا واچوي.
 "ع. څاروان"
لومړى له ښاغلي ساپي صاحب څخه پوښتمه چې:
عموماً لږ تر لږه په افغانستان كې كوم كسان چې دخير ښېګڼې كارونه كوي هغه عموماً ښوونځي جوړوي يا پول جوړوي، يا سړك جوړوي. تاسو څنګه دكتابونو چاپولو ته ملا وتړله او څنګه مو دې كار ته ورپام شو، ځكه تقريباً داكار نه و شوى، كه شوى وي نو ډېر نادربه شوى وي.
بسم الله الرحمن الرحيم.
زه لومړى د ازادۍ د راډيو ټولو كاركوونكيو او ددغې راډيو قدرمنو اورېدونكي ته خپل سلامونه ډالۍ كوم. ښاغلى څاروان صاحب! زه بايد په لنډه توګه پر پښتو ژبې يو څه رڼا واچوم: تاسې ته څرګنده ده چې پښتو يوه لرغونې ژبه ده او دنړۍ په ډېرو يادو ژبو كې (40) مقام لري، دنړۍ په دغو بې شمېره ژبو كې دپښتو لرغونى او تاريخي مقام ترلاسه كول، البته ددغې ژبې لوړاوى، پانګه، بډاينه او شتمني ښيي. اوس راځم دې خبرې ته چې انګيزه يې څه وه چې دنورو كارونو په خوا كې مو دې ته مخه وكړه. هو! څرنګه چې له ژبې سره مينه دهر انسان يو طبعيي ځانګړتيا ده، خو مونږ ته سربېره پر مينې مجبوريتونه هم شريك شوي دي. په تېره بياكله چې په كال 1371 كې تنظيمونو دكابل ښار ونيولو هغه دګوتو پر شمار كتابونه چې دظاهر شاه د 40 كلن سلطنت په دوره كې چاپ شوي وه، هغه هم دهغو خودغرضو متعصبو ډلو له خوا د اور دلمبو خوراك شول او خپله خوا يې پرې سړه كړه، نو كله چې مينه او د دښمنانو د هڅې سره يوځاى شوې؛ نو دهر پښتون په زړه كې يو احساس او جذبه راوټوكېده، چې څه بايد وكړو. له هغوى څخه زه هم په دې لټه كې شوم، چې څه بايد وكړم او له كومو لارو څخه بايد كار واخلو. البته زما پر اند د ژبې دغنا لپاره سربېره پر ټولو هغو لارو او طريقو، دوې طريقې ډېرې ارزښمنې دي: لومړى دا چې ديو مملكت يا ملت واكمن يا مشر چې د ملت پر ژبې خبرې كوي ډېر تاثير او ښه رول لوبوي، چې بدبختانه په دې برخه كې پښتانه همېشه بدقسمته دي. او كه كوم يو پيدا شوى دى، هغه هم عقيدوي كړنلاره درلوده، د ژبې د پرمختګ لپاره يې كوم ګام نه دى اخيستى، بيا هم زمونږ د ګوتو پر شمار يو څو تنو ملي مشرانو په دې لاره كې خپل خواږه عمرونه قربان كړي دي.
دبېلګي په توګه يې ديادونې وړ بولم، چې دپښتنو بابا خداى بخښلي وزيرمحمد ګل خان مومند پښتو سياسي او علمي ډګر ته راويستله. خداى بخښلي قيام الدين خادم، عبدالروف بېنوا، ګل پاچا الفت، عبدالحۍ حبيبي او صديق الله رښتين، كه نه واى باور وكړئ چې اوس به پښتو هم په هغو مړو ژبو كتار كې شمېرل شوې واى، چې اوس نسلاً نه ياديږي.
دا فكر چې زه يې كووم يا يې زما په شان نور كوي داټول ددغو مشرانو بركت دى. دوه يم داچې دژبې علمي كول، په ژبه كې علمي ذخيره پيداكوي.
البته د دې كار لپاره ضروري ده چې له نورو علمي ژبو كتابونه وژباړل شي او خلك دغې ژبې ته اړتيا احساس كړي؛ نو د دې لپاره دهغې مينې سربېره چې را سره وه، په غير منظمه توګه مې پرخپل لګښت پركتاب چاپولو پېل وكړو. په 1994 كال د ښاغلي قدرت الله حداد "د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي" كتاب چاپ او په وړيا توګه مې پر وطنوالو ووېشلو او بيا مې "پټه خزانه" د محمد هوتك پښتو اثر د دوه يم او درېيم ځل لپاره چاپ او ووېشلو.
عاشق غريب صاحب! تاسې ديو ليكوال پر حيثيت دښاغليو ساپي صاحب او دغه راز د نثاراحمد شيرين دل كارونه څنګه ارزوئ؟ يا يې څنګه ګڼئ؟
ځواب: له ټولو نه مخكې څاروان صاحب د زړه له كومې سلامونه
تاسې، او ګران ساپي صاحب ته او ټولو درنو اورېدونكي ته. ستاسو د راډيو له لارې ډالۍ كوم! له سلام وروسته دكتاب ارزښت زما په اند له بيانه وتلى ارزښت دى. هغه يواځې په يو څو توريو زه نه شم كولاى چې تاسو يا درنو اورېدونكيو ته ووايم، خو يواځې په يوې نيمګړې جملې باندې دومره تاسې ته عرض كولاى شم، چې كتابونه، مجلې، ورځپاڼې، راډيو او تلويزيون هر يو پر خپل نوبت د انسانانو دژوندانه سره ګنډلي دي او د انساني ټولنو پر فكري، سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو اوپه حساب د دوى وده كې دبل هر څه نه اوچت ځاى لري. د زړه له كومي زه ددوى دواړو وروڼو (امام الدين ساپي او شريندل) څخه مننه كوم.
دلته په اروپا كې ډېرو وطنوالو ته داسې ښكاري چې په اروپا كې خلك هسې پيسې ګټي، خو دلته هر يو په ډېرو زحمتونو په دې ماشيني ژوند كې دډېرو كړاونو سره سره يو پنځه روپۍ ترلاسه كوي او دخپلو بچو ژوند ورباندې سمبالوي. يوه برخه داسې هېوادوال لكه د امام الدين ساپي او شيريندل په څېر پيدا كېږي، چې دوى ژبې لپاره، دخپل فرهنګ او خپل كولتور د ودې او بقا لپاره خدمتونه كوي. دا زمونږ لپاره دپوره ارزښت وړ دي، تاسو ته څرګنده ده چې له بده مرغه دې 27 كلنې غميزې په هېواد كې تر ډېره حده زمونږ او ستاسې دغه كولتوري او فرهنګي هستي نړولې ده. بيا هم له دې سره سره د دغو هستيو بيا رغول او دوى ته وده وركول د حكومت او دولت دنده بولم.
پ: ساپى صاحب! د ساپي دپښتو څېړنو او پرختيا مركز مو په كوم كال په څومره پانګه جوړ كړى دى؟ ځ: ما مخكې عرض وكړو، چې له 1994كاله په غيره منظمه توګه مې په المان كې كتابونه چاپول، دخپرونوسره مې مالي مرسته كوله او خلكو ته مې رسول، خو په 1996 ميلادي كال مې د ځينو دوستانو پر مشورو په منظمه توګه كار پېل كړو. په پېښور كې مو "د ساپي د موقوفاتو اداره" پرانسته چې ددې مشري د څه وخت لپاره د حبيب الله رفيع په غاړه وه. يوعلمي جرګه مو ورته ټاكلې وه، چې هغې په دې برخه كې مرسته كوله. په لومړنيو درې مياشتو كې څاروان صاحب مونږه ځينې ادبي څېړنيز كتابونه چاپ كړل. وروسته له هغې چې كله رفيع صاحب لاړ، ننګ يوسفزى راغى. دواړو په مشوره دا پرېكړه وكړه چې مونږ بايد دغه كړنلاره د يو څېړنيز مركز پر جوړولو پلې كړو؛ ځكه، چې لومړنۍ اړتيا مو دا ده چې د ښوونځي او پوهنتون لپاره كتابونه چاپ كړو دا كار مو وكړو. مونږ له 1996 كاله راهيسې تراوسه پورې ټول 86 ټوكه كتابونه پر خپل شخصي لګښت چاپ كړي دي. دې كې 22 ټوكه ادبي او تاريخي كتابونه دي، 30 ټوكه يې دطب پوهنځي لپاره دي، 4 ټوكه دحقوقو دپوهنځي لپاره دي چې الماني حقوقپوهانو پروفيسور ډاكتر رينه داويد او ډاكتر ګونتراګرالمان له اثارو څخه ژباړل شوي دي 8 ټوكه د ادبياتو پوهنځي لپاره، 4 ټوكه د اجتماعي علومو پوهنځي لپاره، 15 ټوكه دساينسي علومو لپاره او 2 ټوكه دشرعياتو دپوهنځي لپاره، د زراعت دپوهنځي لپاره، او داسې نور.ددې ترڅنګه د اړتيا له مخې پښتانه په شمال كې دمقالو مجموعه چې ډاكتر جاويد راټوله كړې وه، مونږ چاپ كړه.دا وه زمونږ دكتابونو كار.غريب صاحب! تاسو ښاغلي شريندل سره له نږدې پېژنئ. څومره چې خبريم ښه به وه چې هغوى هم په دې پروګرام كې برخه درلوداى، خو په هرحال ستاسو معلومات څه دي چې هغوى په كومه انګيزه دكتابونو چاپولو ته ملا وتړله او څومره كتابونه يې چاپ كړي دي ستاسو معلومات څه وايي؟
ځ: تر هغه ځايه چې ماته پته ده، مونږ دلته لكه څنګه چې به تاسو ته معلومه وي د اروپا په شپږو هېوادونو كې دكولتوري ټولنې يوه ګډه جرګه لرو، مونږ هركله چې خپلو دوستانو ته په اروپا كې لمن غوړولې اوهيله مو كړې ده، چې مرسته وكړي، نو تراوسه پورې تاسو ته په جرات سره ويلى شم چې تر ټولو ډېره ونډه ښاغلي نثاراحمد شيريندل په دغه برخه كې له مونږ سره اخيستې ده. د ساري په توګه د همدغو كولتوري ټولنو پر حساب دپښتني فرهنګ دكولتوري ټولنې د وړانديز له مخې تقريباً په دې تېرو دوه كالو كې مو څه ناڅه 12 زره ايورو د ګربت له مجلې سره مرسته كړې د نورو مجلو د چاپ او خپراوي او په افغانستان كې له ورځپاڼو سره مو مرستې كړي دي.تر هغه ځايه چې ماته معلومه ده تقريباً دوى په دې وروستيو كې د 17 په شاوخوا كې كتابونه د بېنوا فرهنګي ټولنې د غوښتنې له مخې هغوى لپاره چاپ كړي دي او تر هغه ځايه چې زه دغه ورور دلته له نږدې څخه پېژنم او هغه څه چې ما د دوى له خولې اورېدلي دي دوى فقط د پښتو ژبې او كولتور د ودې او پايښت لپاره دغه هڅې او دغه مرستې كړي دي.
ساپى صاحب!
ستاسو دمركز لخوا چاپېدونكي كتابونه په څه ډول وېشل كېږي؟ځ: مونږ داپرېكړه كړې چې كوم كتابونه چې د پوهنتون او ښوونځيو لپاره چاپېږي دا بايد په نيمه بيع يعنې د تمامې شوې بيعې په نيمايي يې محصلينو او زده كوونكيو ته وړاندې كوو او نيمه بيع يې دا مركز پر غاړه اخلي. د دې په خوا كې بيا 32 ټوكه هغه كتابونه مونږ چاپ كړي، چې دليكوالو پر شخصي پيسو باندې چاپ شوي دي. زمونږ د پرېكړې پر اساس هغه ليكوال چې په خپلو شخصي پيسو او لګښت كتاب چاپوي زمونږ مركز دا مسووليت لري چې ټولې منډې او زخمت يې په غاړه واخلي او هغه ګټه چې دې كتاب كې پاتې كېږي هغه ګټه بايد د ليكوال جيب ته ورسېږي. دغه راز هغه كتابونه چې مونږ ورڅخه نومونه نه دي اخيستي تقريباً 35،30 ټوكو په شمېره كې به وي چې هغه مونږ ليكوالو ته دخپلې كړنلارې له مخې چاپ كړي.
غريب صاحب! ايا په اروپا كې داسې نور افغانان هم شته چې پر خپلو پيسو يې دنورو ليكوالو كتابونه چاپ كړي وي؟
ځ: يقيناً په انفرادي توګه داكاركېږي او يوه برخه داسې افغانان به وي، خو شمار يې ماته ډېر محدود ښكارېږي. هغوى به يو يا يو نيم كتاب داسې چاپ كړى وي. تر ډېره حده داسې چې د سړي سترګې ور واوړي چې هغوى دې دومره كتابونه چاپ كړي وي نه تر سترګو كېږي چې دغه خدمت يې دخپلې ژبې لپاره كړي وي. په اروپا كې ډېر شتمن خلك لرو او توان هم لري چې دوى دغه مرستې دخپلې ژبې، له خپلې مور او له خپل فرهنګ سره وكړي، خو زه ډېرې هيلې نه شم ترې لرلى. له بده مرغه تراوسه داسې ډېره اوچته بېلګه زه تاسو ته نه شم ويلاى.غريب صاحب! كه فكر مو كړى وي ساپي صاحب وويل چې دوى دمركز لخوا چاپېدونكي كتابونه په نيمه بيع وركوي، ځينې خلك بيا كتابونه كاملاً مفت وركوي او وړيا يې وېشي، يو شمېر كسان بيا په دې وړيا وېشلو باندې انتقاد لري او وايي كله چې كتاب وړيا وېشل كېږي؛ نو مستحق كس ته نه رسېږي، هغه چاته نه رسېږي چې ضرورت ورته لري. ستاسو نظر څنګه دى چې كتاب په نيمه بيع ووېشل شي، بهتره ده او كه نه په اصلي قيمت باندې خرڅ كړاى شي. لكه د نورو هېوادونو غوندې.
ځ: څاروان صاحب: تر ټولو مخكې زما پر فكر ښه خبره دا ده چې په ټولنه كې خلك دې ته وهڅول شي، يا د خلكو فكري سطحه دې ته راوچته شي چې هغوى دې دكتاب سره مينه پيدا كاندي، يعنې هغوى دې بايد باسواده شي، هغوى دې لوستي شي، هغوى دې دكتاب سره مينه پيدا كا، هغوى دې د كتاب دغه ضرورت او دغه اړتيا احساس كاندي چې دوى بايد خپلو كورونو ته كتاب واخلي اوكتاب ننباسي، يقيناً دا ډېره ښه خبره ده. هغه څوك چې يې چاپوي له هغه كتابه مثلاً لږ ترلږه هغه څه بېرته ترلاسه كړي چې پرې وكولاى شي يو بل كتاب چاپ كاندي، خو له بده مرغه زمونږ ټولنه يوه داسې ټولنه ده چې لوستي خلك په كې ډېر لږ دي، دكتاب سره مينه په كې ډېره نيمګړې ده.
ساپى صاحب! ستاسو مركز اوس هم په پېښور كې دى. په كابل كې خو اوس شرايط ښه دي ولې مو كابل ته مركز نه دى لېږدولى ايا كومه ستونځه احساسوئ په دې برخه كې؟ځ: نه! څاروان صاحب! يو خو دا دى چې ما داكوم ماشينونه اخيستي دا انګرېزي ماشينونه دي او كله كله چې په كې تخنيكي ستونځې پيداكېږي،نو نسبتاً يې په پېښور كې وسايل هم اسانه پيداكېږي او تخنيك كاران يې هم په پېښور كې دي. دا يې يو دليل دى، دوه يم يې دا دى هغه يو شعر دى چې:د خيبر دره خــــــــو لار دتلو راتلو ده په كابل او پېښور كې افغان يو دى  يو بل علت هم شته، هغه دا چې مونږ په دې خاطر چې دپوره ازادۍ په لاره كې دچا د تاثير او اغېز لاندې ونه اوسو او د يو لړ نورو ملحوظاتو له مخې مونږ ونه شو كړاى چې خپل مركز كابل ته انتقال كړو.  ايا تاسې فكر كوئ چې كه كابل ته خپل مركز انتقال كړو؛ نو بيا به هغه ازادي ونه لرئ؟. ځ: فكر كومه چې بيا به دا ازادي ونه لرو. لكه چې اوس يې زمونږ زړه غواړي، هغسې چې مونږ يې كوو ستونځې به راپورته كړي. زه به تاسې ته دبېلګې په توګه يو مثال راوړم. مثلاً د وزيرصاحب محمد ګل خان 40 تلين مونږ ونمانځه او دده نمانځل به په كابل كې فكركوم ډېر په زړه پورې او جالب نه وي. يو شمېر خلك به ورسره موافق هم ونه اوسي. دې ته ورته نور ډېر شيان موجود دي. تراوسه مونږ په دې اړه هېڅ فكرنه دى كړى. غريب صاحب! تاسې مخكې اشاره هم وكړه، چې په افغانانو كې داسې شخصيتونه ولې كم دي. البته داسې كسان شته چې پر يوې مېلمستيا لسګونه زره افغانۍ لګوي، خو كه يو څوك ګټور كتاب دچاپ لپاره ضرورت ولري، د هغه سره مرسته نه كوي او يا داچې دمجلو خاوندانو يا چلوونكيو تل شكايت كړى چې خلك ګډون بيعې نه وركوي او همدغه راز دورځپاڼو، كتابونو په اخيستو باندې خلك پيسې نه وركوي. د دې علت څه دى؟ ځ: غواړم چې پر دغه عرض يوځل بيا ټينګار وكړم؛ ځكه له هر څه مخكې زمونږ خلك فكري او سياسي لوړوالي ته ضرورت لري. په دې كې مستقيماً مثلاً يواځې ساپى صاحب او يواځې شريندل صاحب اومثلاً دوى ته ورته نور دغسې خواخوږي افغانان پيداكېږي چې دخپلې ژبې او د خپل فرهنګ دودې او بقا لپاره خدمت كوي. دوى يواځې ددغې ټولنې ټول ضرورتونه نه شي پوره كولاى. زما هيله اوغوښتنه دا ده چې ددوې ترشاه كه په افغانستان كې يو قانوني حكومت د درېدو چمتوالى وښيي او ددوى هلې ځلې تر خلكو پورې ورسوي او هغه هلې ځلې، كارونه او هڅې چې دپښتو خلاف كېږي، پر ټپې ونه دروي زه فكر كوم دغه به هسې څه ناڅه نيمګړې هڅې وي.څاروان صاحب! مونږ به تر يو حده پورې داضرورتونه پوره كړاى شو، خو غوښتنه مې دا ده چې بايد دښاغلي شيريندل او ښاغلي ساپي صاحب پر څېر بايد نور هغه شتمن افغانان چې ددې وس لري لږتر لږه بايد دغه خپله دنده، پوره كړي او خپلې ژبې لپاره كار وكړي. مثلاً ډېر افغانان دي چې د افغانستان دننه دغه غوښتنې لري چې مثلاً مجلې اخستونكي نه لري، كتابونه اخستونكي نه لري. راځو دې ټكي ته چې بايد ملت اوټولنه زمونږ لوستي شي او دغه دنده د دولت دنده ده او هغوى يې بايد تر سره كاندي، چې دخلكو مينه او دخلكو محبت دكتاب سره پيدا كړي. پر دغو دوه تنو باندې يا څلورو تنو يا په شپږو تنو باندې مونږه دغه نيمګړتيا نه شو پوره كولاى. دا فقط په افغانستان كې د اطلاعاتو او كولتور د ښوونې او روزنې د وزارتونو دنده ده چې په دغه برخه كې له ټولنې سره مرسته وكړي.
ساپى صاحب! تاسې څه فكر كوئ چې دولت په دې كې برخه ولري او دولت يواځې دكتاب چاپولو كار وكړي او كه نه؟ځ: څاروان صاحب: غوښتل مې چې دغه ټكى لږ روښانه كړم، د غريب صاحب خبرې تاييدوم، خو پښتو ژبې لپاره صدق نه كوي، ځكه د پښتو ژبې دا بدقسمتي همېشنۍ ده. ددې لپاره چا كار نه دى كړى او نه يې غواړي چې ويې كړي. پښتو همېشه وهل شوې، ټكول شوې، رټل شوې او شړل شوې ده او دوه يمه خبره دا ده چې ما يو شمېر كتابونه د 1994كال په لومړيو كې چاپ كړل، دا مې مفت ولېږل ډېرو دوستانو دې سره مخالفت وښود، خو ما ورته وويل چې لومړى بايد دا كار وشي؛ ځكه، چې د پښتانه دلوست سره اشنايي ډېره كمه ده، پرېږدئ چې يو ځل ورسره اشنايي رامنځته شي او بل اړين ټكى دا دى چې دپښتنو اقتصادي وضع ډېره خرابه ده. اوس كه چېرته مونږه ټينګار وكړو او په دې روانو كلونو كې يو چا ته ووايو چې ته يو 30 كلدارې وركړه په يو كتاب باندې؛ نو هغه خواركى چې خپلو ماشومانو ته د ډوډۍ لپاره پيسې نه لري، 30 كلدارې به څنګه دكتاب لپاره وركړي ؟ زما مشوره داده چې زمونږ ځينې هغه شتمن وطنوال چې په بهرنيو هېوادونو كې اوسېږي، كه ددې توانايي ولري او دا كار وكړي، نو دا خو بدكار نه دى، دا ښه كار دى، تر څو چې دخلكو اقتصادي وضعه رالوړه شي، اقتصادي وضعه يې راښه شي بيا كولاى شي چې پر كتاب دلسو روپو پرځاى سل وركړي؛ خو، چې نه وي څه به كوي.غريب صاحب! تاسې دليكوالو مسلې تر څه حده پورې مهمې ګڼئ ايا ليكوال مو په دې برخه كې څه پړه نه دي، داسې كتابونه يې نه دي تاليف كړي يايې نه دي ليكلي، چې عام لوستونكي ورسره دلچسپي ولري چې حاضر شي په بيه يې واخلي، په نورو ژبو كې تقريباً دا كارشوى دى. په هره برخه كې كتاب شته، نولوستونكي يې د تفريح لپاره هم اخلي. زمونږ په ژبه كې عموماً دا كار نه كېږي تاسې ددې ټكي سره موافق ياست كه نه؟. ځ: يقيناً په دې برخه كې مونږ ستونځې لرو. څاروان صاحب! زمونږ ليكوالو تر هغې كچې پورې چې لازمه ده ددې ټولنې د خلكو اړتياو ته پاملرنه نه ده كړې، خو دا دې پاتې نه وي چې ليكوالو تر يو حده پورې خپله دنده تر سره كړې ده. له بده مرغه لكه څنګه چې ساپي صاحب وفرمايل زمونږ يو شمېر ليكوال دېر غريب خلك دي. هغوى يو كتاب ليكلى دى، هغه يې چاپ ته وركړى دى له بده مرغه هومره څه يې بېرته نه دي ترلاسه كړي، چې دى دې ته حاضر شي چې په ترلاسه شويو پيسو بل كتاب چاپ كړي، ګټه خو پرځاى پرېږده. زما په اند مشكل بيا هم همدغه مالي ستونځه ده او اقتصادي ستونځه ده. هغه څوك لكه چې ساپي صاحب او شريندل صاحب يا لكه نور داسې دوستان چې هغوى شتمن خلك دي او دغه كتابونه چاپوي، زما وړانديځ دا دى چې هغه دوستان چې په خپلو پيسو په خپلو شخصي پيسو باندې دخپلې مينې له مخې د پښتو ژبې لپاره خدمت كوي او دپښتو كتابونه چاپوي. لكه دغه ورور چې زه ورسره له نږدې اړيكې لرم. ښاغلي شيريندل هم ټول لګښت په غاړه اخستى هغه يې بېنوا ټولنې ته وركړى او بېنوا ټولنې ته دوى ويل چې همدا كتابونه زما لپاره يوه پانګه جوړېدلاى شي. تاسې كولاى شئ چې دا په نيمه بيه د ځان لپاره خرڅ كړئ او په دې باندې نور كتابونه ځان لپاره چاپ كړئ.زما عرض ستاسو دسوال په هكله دا دى چې ليكوال يقيناً بايد خپله دنده ترسره كړي او هغه څه چې خلك او ټولنه يې اوس غواړي پر هغې بايد ليكوال پوه شي او هغه څه چې دخلكو ضرورتونه پرې پوره كېږي او دخلكو تنده پرې ماتېږي هغه بايد دوى راوباسي، خو له بده مرغه اقتصادي او مالي ستونځه، دليكوالو فقر او غريبي، ددې اجازه نه وركوي اونه شي كولاى چې څو څو كتابونه هغه شان چې دټولنې د اړتيا وړ شي، دى يې ټولنې ته وړاندې كړي. زمونږ يواځينى مشكل همدا دى. ساپى صاحب! ايا دماشومانو لپاره ستاسې مركز څه كتابونه چاپ كړي دي او كه نه؟ ځ: ولې نه دماشومانو لپاره په اول سر كې رفيع صاحب دوه ټوكه چاپ كړل او وروسته له ده په رښتيا چې په دې كې مونږه غوڅه ونډه نه ده اخيستې، خو كه څوك زمونږ مركز ته د ماشومانو لپاره كتابونه راولېږي هلته به يې زمونږ دمركز كاركوونكي وګوري كه دچاپ وړ وي، وړيا به چاپ شي".
ساپى صاحب! دساپي دپښتو څېړنې او پراختيا مركز دكتابونو چاپولو په خوا كې نور څه فعاليت لري، مجله لري، ويب پاڼه لري، كه دمركز په نورو فعاليتونو هم رڼا واچوئ نو خوښ به شو.
ځ: مونږ څاروان صاحب 5 كاله دمخه د "ورځ" په نامه يوه مجله خپره كړه هغه لومړى هره يوه مياشت چاپېده او بيا مو دوه مياشتنۍ كړه او تراوسه چاپېږي. كله چې دې مجلې د خلكو په زړونو كې ځاى پيدا كړو، نو مونږ وليدل چې اوس كولاى شو چې نور ددې وطنوالو لپاره يو څه نور خدمت هم وكولاى شو، نو بيا مو دSCPRD ( دساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز) په نامه ويب پاڼه پرانسته چې له دې لارې پر ادبي، ټولنيزو، علمي موضوعاتو سربېره تازه او نوې پېښې د ويب پاڼې له لارې خلكو ته رسېږي. ساپى صاحب! تاسې د كتاب چاپولو لپاره كوم معيارونه په نظر كې نيولي دي؟ ځ: زما په نظر د پښتو لپاره دا مهال هر څه چې وي بايد چاپ شي، ځكه، چې هېڅ په كې نه شته ټول له منځه تللي دي. اما مونږه چې پرېكړه كړې ده لومړى حق مو د پوهنتون او ښوونځيو نصابي او مومدو كتابونو ته وركړى دى. غريب صاحب! ساپي صاحب وويل چې لومړى حق يې دپوهنتون نصابي او مومدو كتابونو ته وركړى دى. يعنې علمي كتابونو ته يې لومړى حق وركړى دى يايې لومړيتوب وركړى دى. عموماً به زمونږ ليكوالو ادبي كتابونه ډېر چاپول،علمي مسايلو ته يې توجه كمه وه ستاسو نظر څه دى؟
ځ: يقيناً زه د زړه له كومې ورسره موافق يم. اوس وخت كې مونږ ته مناسبه ده چې دكتاب د محتوا پر هكلې فكر وكړو چې كتاب بايد څومره په زړه پورې وي، ترڅو د خلكو په زړونو كې ځاى ونيسي، هغه لږ تر لږه خلك دې ته وهڅوي چې پيسې پرې وركړي. كتاب ترلاسه كړي او ويي لولي، خو زه يو ځل بيا په خپل نظر ټينګار كوم او وايم چې كه يوه ټولنه نالوستې وي، هغه به څنګه وكولاى شي چې دكتاب په ارزښت وپوهېږي. تر ټولو مهمه تر ټولو اوچته خبره همدغه دساپي صاحب نظر دى چې دوى دپوهنتون او ښوونځيو لپاره تر هر څه مخكې ګام ايښى دى، دپوهنتونونو لپاره او دښوونځيو لپاره اوس كتابونه چاپوي. يقيناً دا دځوان نسل په روزنې او فكري ودې كې ډېره ونډه لري او زه فكر كوم چې همدغه ځوانان او همدغه خلك دي چې زمونږ ړنګه ټولنه به جوړوي. زه د زړه له كومي ورسره موافق يم.
يو اورېدونكى عرب شاه چمتو له ډنماركه له ساپي صاحب پوښتنه كوي چې: ليكنې ډېرې زياتې كېږي او هرڅوك د خپل لرليد په اندازه ليكنې كوي، څه شى په ليكنو كې ډېر مهم رول لري، اسناد او مدارك كه دسترګو حال ليدنه؟ دا مې له ساپي صاحب څخه سوال و ډېره مننه!
ساپى صاحب ستاسو نظر څه دى، دا ددې ورور ډېره ښه پوښتنه ده. زمونږ په "ساپي مركز" كې د افغان ملي تاريخ په نوې تاريخ ليكنيز ډول دې وروستيو كې د قدرت الله حداد "فرهاد" پر قلمي زيار چاپ شو. ډېر زاړه بحثونه او زياتونې لري چې په غلط شكل پخوا وړاندې شوي دي. د اسنادو او پخو ماخذونوپه رڼا كې په واقعي او اصلي بڼه ترتيب او خپور شوى دى. چې افغان د خپل افغان تاريخه خبر او په اصلي شكل مونږ ټولنې ته وړاندې كړى دى. د افغان ملي تاريخ ډېر ښه اسناد لري او خلكو ته هم ډېر په زړه پورې كتاب دى او خلكو ښه خوښ كړى دى. غريب صاحب! په نورو هېوادونو كې دكتابونو دخپرولو دنده دولت پر غاړه نه اخلي او لكه د "ساپي مركز" او دانش خپرندويه ټولنې په څېر يې شخصي چاپوي. ستاسو نظر په دې اړه څه دى؟
ځ: څاروان صاحب! زمونږ او ستاسو ټولنه داروپايي ټولنې يا دامريكا او داستراليا دپرمختلليو هېوادونو سره هېڅ ډول دمقايسې وړ نه ده. دهغو هېوادونو حكومتونو په پخوا زمانو كې لږ تر لږه دومره كار كړى دى چې دغه خلك يې تر انفرادي پوړۍ رسولي دي او اوس يوه ځانګړې ټولنه هم كولى شي هغوى ته كتابونه چاپ كاندي. د هغوى په مقابل كې دومره پيسې ترلاسه كړي چې نه يواځې كتابونه يې خرڅ كړاى شي بلكې د خپل ځان لپاره يوه پانګه هم وساتي، د دې ليكوالو ژوند په اروپايي ټولنو او پرمختلليو هېوادونو كې زمونږ د وطن د ليكوالو د ژوند سره نه مقايسه كېږي. په پرمختلليو اروپايي هېوادونو او غربي هېوادونو كې له دې سره سره چې ټولنې يې خصوصي دي، خو ليكوال پخپله ليكنې كوي او خصوصي ټولنې ته يې دچاپ لپاره وركوي. يقيناً چې دولت او د اطلاعاتو او كولتور وزارتونه له دې لپاره ځانګړې بوديجې لري، ځانګړي دمرستې او بسپنو مركزونه ورته لري، چې له دوى سره بايد مرسته وكړي. مثلاً ددوى يو ليكوال له يو مشكل سره مخ كېږي دهغه د ستونځې دليرې كولو لپاره ورسره مرسته كېږي.
غريب صاحب او ساپي صاحب! څه ډول ليكوال كولاى شي چې دخپل معاش سرچينه خپل كتاب وګرځوي. لكه په نورو هېوادونو كې چې دي.
غريب صاحب: ډېره بخښنه غواړم. لكه چې ساپي صاحب نه نوبت ما ونيو، زه فكر كوم څاروان صاحب له بده مرغه زمونږ ليكوال او زمونږ ټولنه لا تر دې پولې نه ده رسېدلې چې هغوى دې يواځې دكتاب پر ليكلو، دكتاب پر خپرولو او دكتاب د پلورلو څخه د ژوند بېړۍ ترساحله ورسوي يا د ژوندي پاتې كېدو وسيله يې كړي او خپل ژوند ورباندې راجوړ كړي. له بده مرغه دغه هڅې نيمګړې ښكاري. زمونږ هيله يواځې دا ده چې خداى دې وكړي چې زمونږ ټولنه او زمونږ داځوان نسل تر دې سطحې پورې راورسېږي چې زمونږ يو ليكوال وكولاى شي د خپلې ليكنې له لارې دخپلو بچيو ژوند سمبال كړاى شي. د ژبو دنفاق دمسلې په اړه يو ورور پوښتنه وكړه چې د تعصبونو په اړه كه كتاب وليكل شي. زه يقيناً ورسره موافق يم. له بده مرغه دغه ډول ليكنې هېڅ درد نه شي دوا كولاى له موضوع كه ونه وځم يوې برخې دوستانو له ډېرو كلونو راهيسې د پټې خزانې پر وړاندې ډېرې بدې بدې ليكنې وكړې، چې هغوى به يقيناً هېڅ فايده ترې نه وي ترلاسه كړې، خو ملت وېشنې په برخه كې دښمنانو ترې ډېره ګټه پورته كړه. له بده مرغه زمونږ خداى بخښلي او يو ډېر مشهور تاريخپوه فرهنګ صاحب "افغانستان در پنج قرن اخير" تاريخ ليكلى په هغه نه يواځې د ټولنې خدمت ونه شو، ټولنه سره ووېشل شوه، خلك او قومونه ووېشل شول. دغه نوې دښمنۍ د همدغو ليكنو محصول دي. زمونږ ليكوال بايد هڅه وكړي، دښمنيو ته او د ملت وېشتلو ته بايد په خپلو ليكنو كې ځاى ور نه كړي.  ساپي صاحب! كه تاسې څه ويل غواړئ، نو مهرباني وكړئ.ځ: زما پېغام خلكو ته دا دى او په ځانګړي توګه پښتنو ته چې د پښتنو د بابا وزيرمحمدګل خان مومند يوه جمله چې ويل يې: پښتنو له پښتو سره پښتو وكړئ، دا ستاسو غيرت، ننګ، ناموس، شجاعت، شمله او ستاسو دخاورې دشتوالي نخښه ده. زما غوښتنه له ټولو پښتنو څخه دا ده چې دځان دشتوالي په خاطر دخپلې مورنۍ ژبې پښتو لوري ته پر ډېرې مينې رښتيني ګامونه پورته كړي، تر څو د نورو سيالو ژبو په كتار كې حساب شي.
ډېره ډېره مننه ښاغليو امام الدين ساپي صاحب او عاشق غريب صاحب چې حاضر شوئ او په دې پروګرام كې مو برخه واخيسته.
مننه "ورځ
له پښتنوسره دنړۍ بې انصافي    
الحاج امام الدين ساپى.
 مخكې  دامې  منلې  وه چې  ګاونډيان اواستعماري قوتونه خودعادت له مخې دهرباتورقوم په خاصه توګه پښتنوسره يومنطقي بعد درلودلاى  شي  ځكه شرقي استعمارګران بايد دپښتنودخاورې  څخه سړواوبوته رسيدل اودغربي استعمارګرانودتجارت اوداوسنۍازادشوواسيايي ملكودمعدني زيرموايستل اونورې  نړۍته رسول يي اساسي اهداف تشكيلوي نوځكه هميشه د دې پيلانوپه غوبل كې  افغان اولس دل شوى  دى اودادخپلواكۍدبيرته اخيستو دروندپيټى  دپښتنوپه اوږوباروي غربي استعمارګران دتل په څيرقانوني نظامونه ړنګوي اوخپل ګوډاګيان چي د دوي دموخوساتوونكي وي دقدرت په ګدۍكښينوي
. څرنګه چي په ٢٠٠١ ع كال دسيپتمبرديولسمې  پيښې  په بهانه په ګران هيوادافغانستان كې  قانوني نظام اسلامي امارت ړنګكړاوخپل لاسپوڅي يي قدرت ته ورسول.خويوڅه چي زماسفرهندوستان ته ماته دمنلو وړنه ووهغه داچي دهندكانګريس ګوند چي داستعمارپه ضد دماهتماګاندي په مشرۍ  جوړشوي وواوعدل،انصاف يي شعارووخونه هغه ماهتماګاندي شته اونه هغه ګوندځكه اوس ترټولوزيات دغه ګوند داشغالګرواواستعمارګرانو څخه ملاتړاوپه چوپړكې  ترهرچازيات خادمان دي اودكابل دګوډاګي دولت په خاص چوپړكي ولاړاودپښتنوپه ځپلوكي لويه ونډه لري سربيره پردي هغه تاريخي اثارچي دپښتنوسلاطينود دولسمې  پيړۍسلطان محمد غوري اود هغي د زړورجنريل قطب الدين ايبك دخدمتونوپه لړكي يودهغوڅخه دقطب مناراوقوت الاسلام جومات چي شمس الدين التمش پواسطه تكميل شوواو هملته ښخ دي خواوس دغه تاريخي ځايونه دړنګيدوسربيره دماشومانودلوبو ځايونه ګرزيدلي دي
وهم دشيرشاه سوري هغه جومات چي په١٥٣٨-٤٥ع كال ودان شوى  اونړيوال تاريخي ارزښت لري بياهم دمغلودودانيوپه پرتله دي ته چندان پاملرنه نه كيږي هغه شيرشاه چي هندوان اومسلمانان يي دانصاف اوعدالت څخه يوشان برخوردارووهغه شيرشاه چي دهند دارتقا اوترقۍپه لاره كې   ډيرې  هلې  ځلې  اوخپل خوږژوندقربانېكړي دي خو هندي دولت دنوروتاريخي اثاروپه پرتله ډيره پيكه اوكم رنګه پاملرنه لري زماپه اند هندي دولت دپښتنوسره دنړۍوالي عقدي له مخي د ظلم اوبي انصافي څخه كاراخلي چي دپښتنوهيڅرنګه ښه عمل توره مړانه ټولنيزاوبين اللملي خدمتونه هم نړيوالوته دمنلووړنه دي د دې  جواب به دچاسره وي اوڅه به وي ،داچې  ماته تراوسه داځواب نه دي راکړل شوي چي خپل زړه ته پري تسل ورکړي  اوهميشه ځوريږم چې  دي باتورقوم څه ګناه كړي ده
پښتونولي بي دولته دولت دي    
الحاج امام الدين ساپى
پښتونولي خپل ځانګړي اصول لري كله چې  احمدشاه باباپه كال ١٧٤٧ع كې  دافغان ملت په مشرتابه وټاكل شوودهغه ټول اصول په پښتونولۍولاړو هغه دانسان داندام پريكول اوواده شوولورګانوته ميراث وركول منع كړه ځكه كه يوه ښځه خارجي ميړه ولري نودميراث په نامه دوطن پانګه بهرته وړي اويابه خلك دميراث لپاره دشتمن لور هرسړي غواړي ،دنيستمن سړي لورسره به څوك واده نه كوي مګرد دي پخواءكې  كه لورياخورنيستمنه وي په پلاراوورور داعاشي حق وركړشوي دي اود دولت دنشتوالي په صورت كې  مشر،خان،
جرګه،اربكېاولښكرموجودوي چې  ټولې  چاري پرمخ بيايې  اوس به هريوبيل بيل وڅيړو.
١- مشر.دكام يوډيرپوه،متدين،پاك سړي چي كام پري  بشپړباوراواعتبارولري چې
دهغولخواءټاكل كيږي چي دى  بيامكلفيت لري چي دخپلوخلكوپوښتنه وكړي اوپه حال يي ځان خبركړي اوستونزي يې  داصولوپه رڼاكې  حل كړي او كه چيرته دتوان څخه يي پورته وي دكام سپين ږيري راټول كړي اوجرګه جوړه كړي اوياپه نورومناسبولارويې  حل كړي.
٢- خان .هرڅوك چې  مال دولت اوډيره شتمنې  ولري خان نه بلل كيږي خان هغه چاته ويل كيږي چې  خپله شتمني دخلكوسره دمرسته په بڼه  شريكه كړي چي دبعضو افتونو،زلزلو اويانوروحوادثوپه رامنځته كيدوسره دكام مشردخان څخه غوښتنه كوي چې  دخپلي شتمنۍپه لګولوسره  راپېښې  ستونزې  له منځه يوسي كله كله مشراوخان يوتن هم كيداي شي په هغه صورت كې  كه خان دپوهي اوتجربې  خاوندوي  كام جرګه كيږي اودمشردنده هم ورته سپاري لكه احمدشاه باباديو ملي دولت مشرووچي د ده دولت په پښتونولي اصولواودكام دفطرت سره سم ووچي ده دكسب سره مينه درلوده اوپخپله په توپ جوړولوكي استادووچې  د پاني پت جګړه ده په ٧٠٠توپونووګټله اوهم عادل،با انصاف اوبي تعصبه وو چې  دا اصول په ټولوزمانوكي دسلطان بهلول څخه ترشاه زمان پوري يوشان وه   واړه اولوي پښتني دولتونه دورته اصولوپابند ووچي پښتونولي تمثيلوي نو كه دمشر اوخان توپيرپه دولتي نظام كې  وكتل شي  مشرد جمهور رييس اوخان صدراعظم وي نوهمداعلت ووچي پښتنوپه هېنداو افغانستان كي د دولت په جوړولواواداره كي هيڅرنګه ستونزه نه درلوده او دخان،خان خانان،لوي خان اوخان هغه لقبونه ووچي ديومشرلخواءوركول كيږي.
٣- جرګه .داډيره عنعنوي خبره ده چي دشوراء،مشوري اودفيصلوداصولوو وضع كولوياقانون جوړولومركزدي چي په پښتنوكي دجرګي غړي دپوهو پخو صادقو  متدينواوريښتينوخلكوڅخه څخه ټاكي كله چې  جرګه مارمعلوم شي اوورسره جوخت دجرګې  ځاى  چې  كله كله وستل،حجري اوياديږي  نوكله چې  ديوې  ستونزې  دهوارې  لپاره جرګې  ته پوره واك وركول كيږي اوهغوي  خپله فيصله صادروي اوكه چيري ونه منل شي نوجرګه ړنګيږي اودسره نوي جرګه ټاكل
كيږي اودجرګې  غړي بايد دپښتونولي په ټولواصولوخبر وي  كه چيري په يوه سيمه كي ستونزه حل نه شي نودنوروسيموجرګه مار راغوښتل كيږي اوكه نوري هم ګراني وي يعني بهرنى  يرغل شوي وي نوپه دي صورت كي دنوروسيمو پوهان،روحانيون،سپين ږيري اودجرګومشران راغوښتل كيږي اولويه جرګه جوړيږي چي داوربنداويادجنګاويانوروبدو حالاتو دمخنيوي لپاره خپله پريكړه كوي اوهماغه پلي كيږي اوهم كله كله جرګه په دوه برخوويشل كيږي اوهره برخه يې  خاص مسوليت لري چې  په ډيرې  ايماندارۍ  خپله دنده سرته ورسوي چي خپلسري اومطلق العناني په پښتونولۍكې  ځاى  نه لري اودجرګې  غړي خپل د كاربهير  بايدجرګې  ته وړاندې  كړي يعنى  جرګه دقدرت مركز دى  كه چيرې  مشرياخان خپلسري ظلم،زياتى ،غرور،بې  پروايي اوبداخلاقي وكړي جرګه كام په خبروي كام جرګه په خبروي كام دجرګي نه مشوره غواړي اوجرګه كام ته خپله پريكړه اوروي البته مخكې  له مخكې  مشرياخان ته داصلاح خبردارى وركول كيږي اوبعضې  وخت دمخكې  حيثيت لري د دوه تنوترمنځشخړه وي نوجرګه مار په جرګه كيږي اوبياخپله پريكړه اعلانوي.
٤- اربكي.دجرګودپريكړو دعملي كولولپاره اولس دتكړه ځوانانوڅخه په برابر
صورت يوه ډله ټاكل كيږي چي اربكي جرګي اوكام ته مسوليت لري چي پور
دپوروړوڅخه واخلي دكام امنيت وساتي چي دغه اربكي دولتي قوه بلل كيږي.
٥- لښكر.اودغه اربكي ضرورت په وخت كي بيلابيلو سيموڅخه راغوښتل كيږي چې
ديولښكر بڼه غوره كوي اربكي دجرګې  ورسپارل شوي دندې  ترسره كوي جريمي،پورونه،جزايي،حقوقي،مدني،اوداسي نورمسايل داربكو پواسطه سرته رسيږي اواجراه كيږي چي دپښتونولي داصولوسره هيڅرنګه
قانون سيالي نه شي كولاي.
٥- شومه .په متمدنه نړۍكي لكه المان شومي ته سوسيال ويل كيږي په پښتونولي
كي شومه هغه چاته وركول كيږي چي دژوندي پاتي كيدولپاره دهر
چا حق دى  نو ولس هغه چاته وركوي چي معيوب اوشتمني ونه لري يابي سر
پرسته ماشوم وي ولس ورته شومه وركوي كه يوسړي ناداره وي اوخپلوان ولري
نوخپلوان يي بايد شومه وركړي دنه وركولو په صورت كي خپلوانوته يې
د ولس لخوا  پيغور وركول كيږي اودغسې  كسان په كام كې  خپل اهميت دلاسه
وركوي.كه نيستمن سړي ته داولس لخواء شومه وركول كيږي.
الف. كه نيستي يې  موقتي وي نوديوكال غله اوپوښاك وركول كيږي چي په دوه
يادري كلوكې  به يي بيرته وركوي.
ب.كه دكرني ځمكه ونه لري د ولس لخواء ورته ځمكه وركول كيږي ياشاړه ځمكه
ورته په اشراباديږي.
ت.كه كسبګروي ياتجارت كې  مهارت ولري دريزپه نامه نغدې  پيسې  ورته ټوليږي چې
دنوروخلكو څخه په سيالۍ  كې  ورسته نه شي اوخپله شومه تر
لاسه كړي.
٦-بدرګه.په اوسني اصطلاح ورته تشريفات وايي بدرګه دكام دبا اعتباره
ځوانانو څخه جوړيږي چي د دوي دنده جرګه مار،ميلمانه اوداسي نورچې  دښمني
ولري ديوي سيمې  څخه بلي سيمې  ته رسوي اويادعزت اودرناوي
لپاره وي  چې  ځنې  خلك اوډلې  خپلو سيموته راولي اوبيايي د
بدرګې  خلك زړور،جنګيالي اووسله بند تكړه خلك وي اوهم دپښتونولي په ټولو
اصولو پوه وي بدرګه داسې  هم وي كه نجلۍاوميرمني يوازي ياڅوكسه وي
نوپه بدرګه كې  سپين سري ميرميني وي چي نجلي اوښځي خپلي سيمي ته په امن
رسوي ځكه چي دپښتنوسيمې  دامن اوعزت سيمه وي بايد هيڅچاته
پكښي دعزت،پت،اومال تاوان ونه رسيږي.
په پاى  كې  داپه ډاډه توګه وايم چي دپښتونولۍاصول دپيړوپيړوراهيسي ثابت
دي چې  د  يوويشتمې  پيړۍمتمدنو دولتونوقوانين ورسره سيالي نه شي
كولاي.
ماخذ. دملي تاريخ فلسفه اوپښتونولي دمرحوم قدرت الله حداداثر
دپنجوايي په پېښه ديرغلګرواصلي څېره بيا ښكاره شوه    
الحاج امام الدين ساپى
قالوانا لله وانا اليه راجعون
زړه يي مه بوله توركاڼى  دصحراءدي
په ليدو د  زخمي زړه چې  زخمي نه شي
(الفت)
دهرڅه ړومبى  دپنجوايي دشهيدانوپاك روح ته دعا ،كورنۍاوخواخوږوته يې  دزړه  صبرغواړم اوعاميلينو يې ته دالله ج د دربارڅخه هغه سزاء چې الله ج ته منظوره وي غواړم اوس به دبشردحقوقودټيكدارانواودافغانستان دابادولواومدني حقوقود مدعيانواصلي څېره، چې  ديرغل دورځې څخه  معلومه وه خود دوي دګوډاګيانو اولاسپوڅودرواغ اودګران هېوادافغانستان غيرتي   ولس سترګوته شګې  او خاورې  شيندل اوهم يې  د دې  مظلوم اولس دمجبوريتونوڅخه پر ګټې  اخستوچې  دغه دبې  وسۍاومجبوريت بدې  ورځې  دهمدغويرغلګرودهغه اقتصادي بنديزونوچې  داسلامي امارت پر خلاف يې لگولي وو  اود١٩٩٢ع كال خپلمنځي جنګونو محصول دي اود٢٠٠١ع دسيپتمبردپيښي په بهانه زمونږټول ديني،كلتوري اوتاريخي وياړونه يې  دڅوارزان قيمته په نوم افغانانوپه وسيله له خاوروسره خاورې  كړه او زمونږ زوريدلى  اوغيرتي  قوم يې  دويرپه ټغركښينوه  خو دا دى په يادولري (دقاري عبدالله انصاري له قوله دي مظلوم ملت سره هرڅوك چې كيوتي هغه پريوتي) داقهرمان اوغيرتمن قوم دخپلي خاورې  اودين څخه په دفاع كې  شهادت دځان لپاره وياړبولي اوهميشه يي خپل ٥٠٠٠زره كلن تاريخ   ديرغلګروسره پر  مقابلو  رنګين اوځلانده ساتلى  يرغلګراوملګري لارډيان يې  شرميدلي اوتاريخ ته مخ توري پاتي شوي دي بياهم دشهيدانوكورنيواوټولوخواخوږته تسليت اوشهيدانوته دالله ج دربارڅخه د جنت فردوس غوښتنه كوم الله تعالى  ج  دې  په دې  مظلوم اوبيكسه قوم ورحميږي او د پښتو په دې  بيت اكتفاء كوم
هيڅوك دې  په كردارمغروره نه شي
دهيڅ چابه چاته پاتي قصورنه شي
ځينې په ځان مين پښتانه    
الحاج امام الدين ساپى
دساپي دپښتوڅيړنواوپراختيامركزدويبپاڼي درنواوقدرمنولوستونكو
په سلامونوموهركلى كوم
ګرانولوستونكو.پښتانه په هغه مرض سربيره چې  (اتفاق يې  كړى چې  اتفاق به نه كوو) اوس يوبلې  ناروغۍ هم پكي ځاله جوړه كړي چي هغه ساديزم او په ځان مينتوب په هرصورت ګرانوزه دخپلوخبروتنسته اصلي مطلب ته رالنډوم په مونشن کې دنارنج ګل مشاعرې  ګزارش مې  په ډيرو ويبپاڼوكې  ولوست خوچوپه خوله پاتې  شوم  خوكله مې  چې  په خپلهscprd.comويبپاڼه كې  ولوست  نودمجبوريت له مخې  مې ليكاڼي  ته لاس كړځكه چې دحقيقت څخه دلريوالي تايديي په ماهم كاوه. دادوديزه مشاعره په رښتيا هم يولس كاله پخوا په ډيروپرتمينومراسمو سره زما اوصديق الله خان په ګډوهلوځلواومادي لګښت چې  لس زره جرمني مارك كيدل جوړه شوه ،په هغه وخت كې په کې داروپادټولوښارونوڅخه د٣٠٠سووڅخه زياتومينه والوونډه اخيستي وه اود بي بي  سي راډيوسره مركه هم زما ترمشرۍ لاندې  وشوه اوهم د دغې  مشاعري ګزارش په  يوكتاب  كې  خوندي او دساپي  دپښتوڅيړنواوپراختيامركزلخواچاپ اومينه والوته دمركزپه مالي لګښت په وړياتوګه وليږل شووخواوس يې  يواوبل لمانځي او دبنسټپالويادونه يې  له پامه غورځولې ده چې  ماپرې هيڅ غوږنه ګراوه  خو دا ځل مې د  ځان د اخلاقي مسوليت له مخې مي  داليكنه  وكړه چې  صديق الله خان هم دنورو په شان ټول اوښ  په  بډه  وهلى  اوپه حقيقت يې  توره پرده غوړولې  ده داچې  زما يادونه يې  نه ده كړې  دا دومره دتشويش وړخبره نه ده خوپښتانه ولي اوترڅوبه دخپلواصولوڅخه سرغړونه كوي اوكاږه به روان وي  اودادپښتومتل چي ميړه ووژنه خو ميړانه يي مه وژنه)ترپښولاندي كوي داچې  صديق الله خان په هغه محدودوامكاناتوچې  دڅوتنوپه ګډون يي بياهم دخپلومشرانويادونه  كړې كوريې ودان بچى  يې  لوي.په پاي كي بياهم دګرانولوستونكوڅخه بښنه غواړم كه چيرته داليكنه دوخت سره اړخ نه لګوې بياهم زه دخپلواصولوله مخې پښتواوپښتنوته دښولاروچارولټون اودبنسټ ايښودل خپله دنده بولم بياورسته هرڅوك چې  پرې هرڅه كوي خرڅوي يې  اوكه ځان پرې  شهرت ته رسوي پښتنو سره دپښتونولۍ  لارنيسي اوکه په پښتنواوپښتوځان پالي ، پښتوته بډاينه ورکوي او که ځان پري بډايه  کوي دادهغو پورې  تړلي ده.
په پښتني درنښت.
 بوش دناپوهۍ  په رڼا کې-امام الدين ساپى
ژباړن: الحاج امام الدين ساپى
   بوش دناپوهۍ  په رڼا کې
 دامريکادپخواني  جمهور رييس واکرجورج بوش ناپوهي د د دادهغوويناوو،مرکواودنوروملکونودمشرانوسره په خبروکي دشويو ويناوو يوه برخه  ده  ځينې برخې يي په الماني ژبه  کې دکتا ب په شکل چاپ شويدي اودده   ناپوهي  اوحما قت ښيي درنولوستونکيوته يې  دبيلګي په  توګه څونمونې  وړاندي کوم:
1ـ په کال 7-5-2003په سپينه ماڼې کې دهسپانې دصدراعظم  يوزوماريا اڅنارسره وويل زه فکرکوم جګړه ډيره خطرناکه  منطقه ده.
  صدراعظم چيرته ؟
بوش انـصر  يعنې سوال
2ـ کله چې په کال  15-12-2008دعراق دصدراعظم المالکي سره
 په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې داتل منتظر  السعيدې لخوا په بوټ وويشتل شوونو بوش زه غواړم دمسلې په بيخ پوو شم چي دا بوټ  لس نمره  وو.
3ـ کله چي بوش هغه قانون لاسليک کاوه نوويي   ويل.
زمونږدښمنان اختراع کوونکي اوپه ښووسلوسمبال دي لکه څنګه چي  مونږيوواودوي په قراره نه کښيني او په نورولاروفکرکوي چي څنګه کولاشي زمونږ ملک  اوخلکوته نقصان ورسوي او مونږهم همدارنګه.
4ـ د29-9-2000ع دانتخاباتودکمپاين په  وخت کې دکبانوهټيوال ته وايي ته پوهيږى چي زه غواړم ، چې انسانان اوکبان سره په  سوله کې ژوندوکړي.
5ـ په کال 6-9-2006عNBC تلويزيون سره په کې  وويل په  ما ډيره درنده اوګرانه دنده داده چې ترهګري اودعراق جګړه سره وتړم.
6ـ د  نړۍ دهغواتوپرمختللو هيوادونود غونډې په پاى کې  دنورومشرانوسره داسې خداى  په اماني وکړه.دبيا ليدو په اميد له دې لوي چټلې دنيا څخه.نوکله چي ما  داولوست د يو يوناني فيلسوف  چې سقراط نوميږي او په ٤٦٧ق م کې په يونان کې زيږېدلى، نوموړي به هميشه په دې ټينګارکاوه چي ديموکراسي دټولنې دجوړښت لپا ره  معقوله اومناسبه لاره نه ده ځکه هغه ويل، چې د دې  لاري کيداي شي  يواحمق،ناپو،ظالم،متکبراوبې رحمه انسان دپيسو،مال او شخصي نفوس له وجې په ټولنه حاکم  شي نوکيداي شي چي خپله او دنيا داورکندي ته وغورځوي  اواوس يې ثبوت دجورج بوش په وجود  کې وليدل شو ، چې  لاره ترورکه ده اوڅومره بې ګناه انسانان په افغانستان اوعراق کښي  شهيدان کړل   اولا دنورو څومره بدو پايلوانتظاراوباسو، په هرصورت دغه فيلسوف  په دې ټينګارکاوه چي هره ټولنه بايد دخپل کلتوري اوټولنيزجوړښت  لا دښايسته سالارۍ له  مخې جوړه شي.چي دانظريه مونږکټ مټ په پښتونولۍ کښي پيداکولاي  شوواودنيکونواوباباګانوپه ويناوکې ولټوويعني خپلواکي،دين اوناموس کې خلاصه  شويده.
ته ماته حاجي صاحب وايه اوزه به تاته حاجي صاحب وايم
 لیکوال: امام الدین ساپی
دپنجوايي دپيښې  څخه دتيرپه شان يوقاتل دبل قاتل څخه دټيليفون په ليكه بخښنه وغوښته عجبه ده داګوډاګي حكومت دالمان دبن په ښاركې  دافغانستان راتلوونكى دڅوتنوجانيانو،غلواوداولس دښمنانوترمنځ بولۍ ته وړاندې  كړاودا اوسنۍ غميزه پخپل ټول زوراوشورشروع چي تربوډا،ماشوم، ښځې ،ناوې ،ځوانان اوهم څاروويي ترخي مزي وڅكلي اوداغميزه دا لس كاله كيږي چې  دالاوارثه اولس يي ګالي اوفيصله يې  د دووقاتلانوپه لاس كې  چې  يويې  دټيليفون په ليكه پاى  ته رسوي اوبل يې  دپلټنې  په نوم.
اوبله سپكه داچې  كله كله يې  دوينوبيه يولك افغانۍ ږدي اصلي خبره داده چې دادهريرغلګرسره جوخت بې عدالتې،ظلم،وژنه ،زندان ته اچونې   اواخلاقي فسادونه ملتيالري زماداندهريرغلګرچي يواولس اوملك لاندې  كوي نودوى  خپلولاسپوڅوته اړتيالري اوبايد داسې  ارزان قيمته كسان دهغې  ټولنې څخه مخكښ ولري اودخپلوموخودپلي كولوپه خاطرورته اړين دي چې په ځينوالقابويې  رنګين اواولس ګمراه كړي خودلته بايدټوله محاسبه اومحاكمه د دغولارډيانوسره وشي ځكه چي دوي يې  اصلي عاملين دي وګورئ امريكا د١٩٧٨ع كال څخه راپديخواء په ايران كې  پخپل ټول زوراوطاقت غواړي چې دځان ملاتړي  پيداكړي  خوتراوسه پوري بريالۍ  شوى نه ده ، چې  يوڅوتنه
خاينين پيداترڅولږترلږه دهغه يرغمل شووامريكايانوبدل واخلي  خوپه افغانستان كي بيابرخلاف په هره برخه كې  چې  يرغلګروغواړي لكه دكانكورازموينه په زرگونو ګډونوال لري اوعجبه يې  داده چې  يودبل په پرتله بادارته دښه غلام اوخادم ټټروهي اوټول ملي اوديني ارزښتونه تر پښولاندې  كوي او دپام وړورته مقام،اومادي پيرزوينې  وي.اوس لازمه ده چي دوطن اصلي بچي  اووارثين دتيروپه شان په خپلوقربانيو اوسرښندونوسره خپله خاوره اواولس دظالمانواوغاصبانودمنګولوڅخه وژغوري
اوخپل تيربرم ترلاسه كړي اوداهيله فكركوم چي داسلامي امارت د مدبرانه لارښوونواوسرښندنوپه بدل ترلاسه كيداى  شي اودلته بايداولس څنګه چي ضروري ده ملايې  وتړي اوالحمدالله داكاريې  كړي اوكوي يي په
كړو يي بركت شه چي تربرياليتوبه  پورې يې  ملتياوكړي
افغانستان دپخوانې شوروي او امريكا، ناټو داشغال په لومو كې  
ليکوال: امام الدين  ساپى
ړومبى  غواړم د روسيې په اشغال رڼا واچوم.
كله چې  افغانستان په ۱٩١٩ع كال د غازي امان الله په مشرۍ د اشغالګر او ظالم انګريز څخه خپلواكي  تر لاسه كړه نو پخواني  شوروي دولت سمدلاسه د افغانستان خپلواكي  او استقلال په رسميت وپيژنده او داسې يې  وښودله چې  دا يې  دښه ګاونډيتوب  اوښه نيت له مخې  كړي  او شاه امان الله خان او ورسته دپاچا ظاهر شاه سره ځينې  اقتصادي، تخنيكي، عمراني او نظامي قراردادونه لاسليك شول او د دې  سره جوخت د انجينرانو،تخنيكرانو او نظامي ښوونكو په جامو كې  د خپلې  جاسوسې  شبكې (ك.جي.بي) جاسوسان راوليږل او د خپلې  ايډيالوژۍ  د پراختيا په موخه په افغاني ټولنه كې  كفري  تخم وشېنده او د چپي  ګوند بنسټ كيښودل شوو (حزب ديموكراتيك خلق افغانستان) او يو شمير افغانان په كې  را ټول شول او دا لړۍ داسې  په چټكۍ پر مخ  لاړه چې  په شاهي ارګ كي ځينې كسان (اناهيتا راتب زاد، ببرك كارمل .......) وروزل شول او هم دشاهي كورنۍ غړي مرحوم داود خان د چپې اډيالوژۍ  پالوونكي  شول  چي په كال ١٣٥٢هجري شمسي كال شاهي نظام د داود خان په مشرۍ  او د چپي ګوند په ملاتړ نسكور او د افغانستان غميزه له همدې  ځايه شروع شوه. د داود خان دكورنۍ چارو وزير فيض محمد چې  د نوموړي ګوند غړي وو د مسلمانانو او ملي كسانو په نيولو، زندان ته اچونې  او وژني شروع وكړه او يو شمېر وطن پريښودو ته اړ او پاكستان ته مهاجر او هلته د (اى،اس،اى) په لومو كې تر روزنې لاندې ونيول شول او بيرته افغانستان ته د ورانكارۍ لپاره  وليږل شول چي په لغمان پنجشير او نورو ځايونو كي اولسي ناكام پاڅونونه وشول، دلته دمرحوم عبد المالك خان يوه مقاله چي د مرحوم قدرت الله حداد چې د افغان ملت د ورځپاڼې  مدير وو نشركړي وه (داود خان افغانستان يې  سور تنور ته واچاوه الله يي مل شه) ډيره موده ورسته دليوني  سردار عقل سر ته وره غى  خو ناوخته وو او ويې غوښتل چې  دچپي  ګوند او د هغو د حامي (اتحاد شوروي) څخه ځان خلاص كړي مګر مناسب وخت يې  له  لاسه وتلى  وو چې  په  ١٣٥٧ د غوايي په اومه نيټه دسردار صاحب او د ده دكورنۍ سرونه يې  د روزل شوو شاګردانو لخوا  وخوړل  او حزب   موكراتيك خلق د نور محمد تره كي  په مشرۍ دقدرت واګي تر لاسه كړې  او د افغانانو هجرت، وژنه، زندانونو ته اچونې  كې  زياتوالى راغى  او دا غميزه څو چنده شوه  مګر روسانو د اوږده  انتظار څخه ورسته هغه پلان چي د پخوا څخه يي درلود په١٣٥٨دجدي په  شپږمه نيټه د١٢٠ زره عسكرو سره د خپل ګوډاګي ببرك كارمل په مشرۍ  افغانستان ته راغلل او  كارمل دتاجكستان څخه د راډيو له لارې  دحفيظ الله امين د حكومت نسكوريده اعلان او د اشغال نوې بڼه او څيره بربنډه شوه.  اوس راځم دا  اوسنى  او پخوانى اشغال سره پرتله كوم:
١-شورويانو د تاجكستان څخه ببرك كارمل د١٢٠زره عسكرو، ټانكونو او ميك ٢١ الوتكو په زور  د قدرت په ګدۍ كښيناوه.  امريكا او ناټو حامد كرزى  د رستورانت او (سي،آى .اى) د ماموريت څخه د(بي٥٢) الوتكو په مټ  قدرت ته ورساوه.
٢- د افغانستان ځمكنۍ بشپړتيا او هوايي حريم دشورويانو لخوا تر پښو لاندې  وو او همدا رنګه  امريكايان او ناټو خو دغه هيڅ نه پيژني اوژوندۍ بيلګه يي د بوش او اوباما راتګ دى ، كله  چي دباګرام هوايي هډې  څخه د دوي دسپرلۍ هليكوپتر والوزي نو بيا كرزى  او انډيوالان يې   خبر شي چې  الوتكه په ارګ كې  را ښكته شي.
٣-د روسانو لخوا دكورونو پلټنه به د ګوندي او افغاني عسكرو سره په همغږۍ  سره سرته رسيده  مګر دا اوسني  اشنايان پوره خپل واكي او ازاد لاس لري.
٣-روسانو په دولتي او غيري دولتې موسسو كي دمشاورينو په توګه مګر امريكايان مسولين او  افغاني اړخ يې  مشاورين دي.
٤-روسانو د افغاني تاسيساتو او زندانونو څخه استفاده كوله مګر اوسني اشغالګردخپلو شخصي  زندانونو او ودانيو څخه استفاده كوي.
٥-شورويانو د خپلواكۍ له لاري سرښندونكې اشرار بلل او امريكايان يې  طالبان بولي.
٦-روسانو لږترلږه د  افغاني  لوري پريكړو ته غاړه كيښوده بر خلاف اوسني  اشنايان هډ و غوږ په  نه ګروي.
٧-د روسانو د وخت ګوډاګيان فقط د (ك،جي،بي) دغړيتوب څخه برخوردار وو اوس د ٤٨ملكونو د  جاسوسو شبكو اجنټي  ور پر غاړى ده  او هر يوې  شبكې خپل خپل اجنټان ګمارلي  دي.
٨-د شورويانو د اشغال په زمانه كې  په اخلاقي برخه كې  د اناهيتا راتب زاد وينا د ښځو په  سازمان كې  (چې  زمونږ روسي دوستان د يوي خيمې سره زمونږ او ستاسو مرستې لپاره راغلي، په  شهواني  برخه كې  بايد تاسې ورسره تنګ نظري ونه كړئ ) او يا يې  د خپلو نورو ملاتړو په  تشويق اكتفاء كوله بر عكس امريكايان او ناټو يو د اهدافو څخه داده، چي د افغاني ټولنې   ټول فرهنګي، مذهبي او اخلاقي اساساتو ستني له  بيخه اوباسي او بد اخلاقي خويي دارګ له مخې  هر ماښام اوه اته سرويس موټران ډكيږي او د خپلو نازولو لخوا بادارانو ته ډالۍ  او  ګوډاګيان يي وياړ تر لاسه كوي.
٩-روسانو خپل اشغال  داسې  تشريح كاوه چې  د افغانستان خلق ديموكراتيك ګوند په بلنه د پخواني  قرارداد له مخې  او د ورور ګوندغوښتنې  ته مو مثبت ځواب ويلی او راغلي وو.  امريكايان او ناټو بيا بل رباب شړنګوي وايي چي مونږ د بين المللي ټولني دپريكړې  په اساس  دتروريزم د له منځه وړلو او د افغانستان د بيا ودانولو، د ښځو او مدني حقوقو د دفاع په  خاطر دلته راغلي يو.كه چيرته اشغال داسي تعريف كړو چي: د هر ملت او قوم څخه ځمكنې بشپړتيا هوايي حريم،  كلتوري او مذهبي واك او اختيار ورڅخه واخلې نودې  ته اشغال او برمته ويل كيږي.  خوزه يوڅه دغو اوسني اشغالګرانو ته وايم چي ګران هېواد هيڅ وخت هيڅ غاصب تر ستوني  نه دى   تير كړى  او په مرۍ  كې  نښتى ، او هر څه يې دړي وړي شوي او هر څه يې  له لاسه وركړي او دا  اوسني ځناوران هم دماتې  پولې  ته نژدي شوي اودتيښتې  لاره لټوي او اوس يي دمذاكراتو لاره  غوره كړې  چې  ټر په پرپټ كړي.  زه خپلې  خبرې  د اجمل خټك په شعر را ټولوم.   ويل يې : اى  د لامكان خاونده. پخپل مكان كې   خپل اختيار جنت دى  ګنې  د دغه ليونتوب په نامه . كه نار وي نار كه دار وي دار  جنت دى
دځينو افغاني دوستانو په ځواب كې  او زبيح الله خان مجاهد
 ليکوال: الحاج امام الدين ساپى
ګوره ياره دټوپك له ماشي ګوته ليرې  كړه راكټ د اوږو چيرته ګنده نالۍ  ته  وارتوه، دلوټ شوي  خپلواكۍ، ناموس، دين له لاري سرښندونكي ديوسف عليه السلام په څير چيرته  ژور كوهي ته ځان غوزار كړه، پريده چې  غاړه كې  مو د صليب نښې  ښكاره شي،ناموس مو په نيمه  شپه دخړو اوبو لاندې  شي، اويا كلن سپين ږيرو سره لواطت رواج شي، پښتني نومونه مو چراغ  علي، حسين علي، مايكل او فيتر شي، پنچرمينان، كولابيان دې  د احمد، ميرويس وياړونه او  قربانۍ  دې  بولۍ ته وړاندې  كړي اوپه بدل كه به:څو دنګ دنګ بلډينګونه، تور شوي پوخ سړك، موبايلونه، موټرې ، خارجي بورسونه تنګ تنګ پطلونونه، لوڅې  پونډۍ، ښايسته اوربلونه، دشرابو ښي بوتلې، دهلكانو استعمال،او...................نور.خو دتاريخ او خپلو مشرانو  دكړنو ناخبره اوپه پردۍ كاسو لوي شوي هلكانو ته يوه تاريخي  كړنه مخ ته ږدم او بيا دې   قضاوت وكړي.كله چي غلام محمد فرهاد (پاپا) دكابل ښاروال وو، نو د هغه  وخت دروسي سفارت  دشاه دوشمشيره په خوا كې وو، نو مخې  ته سړك يې  كچه وو، نو سفارت كابل ښاروالۍ ته ليك  واستاوه چې  كه تاسې  يې  دپخولو توان نه لرئ نو مونږ ته اجازه راكړئ چې  مونږ يې  پوخ كړو ، نو مرحوم پاپا خپل مرستيال زمان خان د وخت صدر اعظم شاه محمود خان ته وليږه، خو خپل نظر يي ورسره ووايه، كه چيرته ښاغلى  صدر اعظم زما د نظر غوښتونكي شي (كه روسان د افغانستان  يوه لويشت خاوره په خپل مصرف قير كړي نو بيا دا د افغانستان خاوره نه ده)، نو كله چې   زمان خان دصدر اعظم مخې  ته دسفارت ليك كيښود، نو شاه محمود خان دلوستو لپاره چشمي  وخوزولي اوبي له ځنډه يي وپوښتل چي پاپا پكې  څه وايي نو هغه دمرحوم پيغام ورته ووايه،  صدراعظم ورغبرګه كړه (من همرايش همنواء هستم) كله چې  زمان خان بيرته راستون شو او مرحوم  پاپا ته يي ټول جريان ووايه پاپا ډير خوښ شو، او په يوه شپه كي دسفارت مخې  ته سړك پوخ  کړ، اوسهار چې  کله دسفارت كاركونكي راغلل  سړك پوخ او په اوبو مينځل شوي  ويې ليد، دسفارت  مسولين هك پك او حيران پاتې  شول.د دي په شان د ميوند جاده چي مرحوم پاپا په ډيرو  ابتدايي وسايلو او دافغانانو په زور او مټو داسي جوړ كړ چي اوسني مډرن وسايل هم ورته دتعظيم سر ټيټوي .راشئ وروڼو د اوتو بوتو څخه  تير شو، ړومبي دخپلې  خاورې  واك پخپل لاس  كې  واخلو او ټوله اتكاء په خپل ځان او وطنوالو وكړو.زمونږ بدبختي په دې  كې  ده چې  هر افغان سره دا فكر دى  چې  بې  له امريكا ، اروپا، هند، ايران  وغيره نه شل كيږي،  څنګه مرحوم حاجي ميرويس خان دګرګين څخه په افغاني سلاح ازادي اخيستې  شوه او په زنبورك  توپونو شاه محمود هوتك تر اصفهان رسيداى  شو د هورمز په  تنګي كې  يې  هالنډيان اوفرانسويان  سلامي كولاى شو  او د صفوي شاه حسين تاج يې  په سر شو، او د انګريزانو مقابله په افغاني   غيرت او جزايل ټوپك سره دبري  پولې ته رسيداى  شو، يا احمدشاه بابا تر ډهلي پوري فتوحات  په افغاني توپونو زمزمه،زنبورك......او يا د سيدال خان او امان الله خان مقابله د  عثماني تركيې  او روسي سره دايران دخاورې  دساتنې اودفاع كې  دواړو قدرتونو ته ماتې  وركولاى  شوه، او نورې  هم ډيرې  بيلګې لرو چې  كتابونه پرې  ډك دي او پښتانه اوس هم په وياړي .مګر اوس چا په كركيټ كې  پړې اچولې  او چا په امريكا او چا ايران ، هند او پاكستان كې ، مګر خپل تېر تاريخ يې  له پامه غورځولى  دى .راشئ خپل له  وياړ ډك تاريخ ته را وګرځئ او د خپلواكۍ  دلارې  سرښندونكو دسپكاوي څخه لاس واخلئ ملاتړ يې  وكړئ چې  د نيكونو روح مو په  ګور كې  ښاد شي.په پاى  كي هيله من يم چې  دچا خوا پرې  درنه نه شي
 .په پښتني درنښت
افغان ملت ملي مترقي ګوندپه كونړاونورستان دتوغنديوبريدونه په كلكه غندي      
 ليکوال: الحاج امام الدين ساپي
    قدرمنولوستونكوپه سلانونوموهركلى  كوم اوهيله من يم چې  په دې  ليكنه دچا خواء درنه نه شي .پورتنى  سرليك مې  په فيس بوك كې  ولوست.
ړومبى غواړم د دې  ګوندجوړښت په ډيروكوټلوجملوكې  راټول كړم داګوند د مرحوم غلام محمدفرهاد(پاپا) لخوا يې   بنسټ تردې  شعارلاندې  چې  خپلواكي، وطن، دين، ناموس اوافغانستان دافغانستان لپاره كيښودل  شو خو د وخت په تيريدو سره په كښي داسي ارزان قيمته اومجهول الهويه اشخاصو ځاله جوړه كړه چې  ټول ګوند يې  په يوواړه كچكول كې  غاړي ته واچوه اودببرك كارمل، ډاكتر نجيب الله څخه  نيولي تر رب وهلي رباني پورې  چاته يي ديوه مكرويانو دكور،چاته يي ديو دفتر، او چاته يې   ديوې  حويلې  په بدل كي دوه لاسي  پيشكش كړ مګرهغوى  دومره نازل قيمت وركول ته هم حاضر نه  شول چې :په همدې  وجه مرحوم قدرت الله خان حداد فرهاد ترې  ځان دژوند تر پايه ګوښه كړ دا هم ديادولو ده چې  مرحوم شمس الهدا شمس هم تر٢٠٠٤ع اوپنځم كال پورې  دمرحوم حداد په خواء كې  ودريد خو كله چي دډالرو او مقامونو بازار تود شوو نو دمرحوم حداد څخه بغير ټول ديرغلګرو لخواء په جوړ شوي ګډوله دولت كې  ورټاله شول او  دغلامۍ  جغ او غړوندي   يې په غاړو كې  واچول اواساسنامه اومرام نامه څټ اومخ شوه خپلواكۍ   مانا(٤٥)يرغلګردهوا اوځمكې  له ليارې  په خلاص مټ  هره لويشت ځمكه په اختياركې  ونيوله كه څوك تړي ، كه يې  وژني، كه يي زندان ته اچوي،كه په  بوډاګانو، تور سرو او سپين سرو جنسي تيري كوي، كه واړه يا درانه بمونه ورته حواله كوي، اوكه يې  پوله اوپټې په ټانكونو هواروي، اوكه يي ناوي په ډولۍ  كې  ساه حق ته سپاري،اوكه  ماشومان بې  كفنه ترخاورو لاندې  كيږي، اوكه يي جرګه مارپه ګولو غلبيلوي، او كه قران كريم  تر پښو لاندي كوي، اوكه صليبي دين رواجوي، اوتردې  نورهم ناروا او ناسزاء كړنې  چې  تاريخ يي په ثبتولو شرميږي اومخ تراړوي مګردغه افغان ملت ګوند بړيڅي تر ټولو وړاندې  دتايد مهر  پرې  لګوي چي لږنورهم څاربه، مقام، كورونو او څو شرميدلو ډالرو خاوندان شي اوعجبه خوداده  چې  دورځپاڼې  په څنډه ليكي .چي مونږ پخپل تاريخي هيواد كې  ديو ملي ،بي طرفه، په خپلو پښو  ولاړاوسر لوړى  افغانستان غوښتونكي يو.وګورئ.ملي مانا دا چي دپنچرمينانو حاكميت، بيطرفي ريښتيا(٤٥) يرغلګرو هيوادونو اوامرو ته دتعظيم سرټيټول، په خپلو پښو ولاړدخيرات كچكول  په غاړه، سرلوړۍ  ماناچې  دبادار داوامرو څخه سرغړونه كفر ته نژدي عمل وګڼي.  دسرلوړۍ  اوخپلواكۍ  خوند هغه چاته معلوم وي چي دعمل ډګرته يې  راوباسي لكه چې  مرحوم ميړني   شاه محمودخان هوتك تراصفهان په افغاني توره ميړانه ورسيد يا ميړني شاه اشرف هوتك عثماني تركيې  ١٣٠٠٠زره عسكردميړني سيدال خان ناصر او امان الله خان تر قوماندې  لاندي  مړي په  ميدان پاتي شول اودې  سره جوخت د  تزاري روسيې  عسكريې  پر  شاه وتنبول اوشرميدلي جنرال  ليواچوف چي دجرنيل اورلوف لخوا يې  اوربند ته غاړه كيښوده دايران خاوره يې  له يرغلګرو  وژغورله يا احمدشاه بابا لوى  افغانستان رامنځ ته كړترډهلي اواصفهان پورې  يې  دافغانستان  پرې خاوره پورې  وتړل خو په ډير افسوس سره چې  اوس هغه انګريز چې  زمونږ دنيكونو څخه په تيښته   تښتيدلى  و اوس زمونږ هيواد پر اتوبرخو ويشي دا د همدغه شرميدلو بركت دى  اوبيا په ډيرې   سپين سترګۍ  سره توغندي غندي اودولس سترګوته شګې  شيندي خودامظلوم ولس نورخپل دوست اودښمن  ډيرښه پيژني اونور په غوړو او خيالي خبرو نه تيروزي  راشئ په رښتيا سره دخپل هېواد  دخپلواكۍ  په لاره كې  عملي ګامونه واخلئ اودغلامۍ  كړۍ  ليرې  چيرته سيند ته وارتوئ او  دخپلو هغه وروڼو په صف كي ودريږئ چې  په دې  لاره كې  په لوړه كچه قربانۍ  وركړي اولاوركوي  يې  ترڅوچې  دا راغلي اشغالګردماتي پولي ته ورسوي اوبيا په خپلواك اوهسكه غاړه خپل ټول  عنعنات په ځاى  كړوزه خپلې  خبرې  دمرحوم مولاناخادم په شعر راټولوم
.دنكريزو په شان خام  ميده ميده كړه.
 چي تلي كې  دجانان لګيده غواړى
  سراره كړه دږمنځ غوندې   سل ځايه.
  كه اوربل ته د اشنا رسېدل   غواړى
کرزيان وپيژنئ؟
غښتلي مسكينيارصيب سلام اوښي چاري.
مسكينيارصيب تاسو پخپل څيړنيزپروگرام كتنه كې  حامد كرزي ته دپښتون او دراني خطاب وكړ. كه اجازه راكړئ غواړم دغه دوه دغيرت اوشجاعت ټكي يوڅه راوڅپړم .
ړومبى دوراني خولوى امپراتور احمدشاه باباووچې  دپښتنو رپي يې  په هندوستان اونيشاپور ورپاوه اودميړني ميرويس خان اوسلطان محمود يادونه راتازه كړه حامدكرزي خودافغانانوپه زړونوكي د٤٢اشغالگرواوصليبي ملكونو بيرغونه نال كړي دي اودى  پخپله دهراشغالگرپه چوپړكې  سركوزى  ولاړاوپښتانه يې  دهغوپه گوليوغلبيل غلبيل كړل .  دوهم كله چي په كال ١٦٩٤ع م كې شاه حسين صفوي په پارس يا اوسني ايران كي پاچا شوو نوپه كال ١٧٠٥م كي يي دگرجستان شهزاده خسروخان چې  صفوي دربار دشهنوازلقب وركړ خوپښتنوگرگين ونوماوه اوهغي دپښتنودسيموماليه دځان حق وباله نوپښتنودخپل مذهبي اوملي مقدساتوله مخې  د دښمن په توگه ورپسې  توره راپورته كړه (مجموع التواريخ  نوكله چې  دپارس دوه سوه كلن حاكميت ته دميرويس نيكه لخواء دپاى ټكى  كيښودل شوونوميرويس نيكه په كال ١٧٠٩ع واك ترلاسه كړ بياورسته په كال ١٧٣٨ع كې  نادرافشار دپښتنوحكومت دشاه حسين هوتك په مشرۍ رانسكوركړ نونادرافشار افشاريان،قزالباشان اوگرجيانوسره يوځاى  په نادرابادكي راټول كړل اوهدف يې  دا ووچې  دمخالفينو مخه ونيسي خوقزالباشان بريالي شول چې  په كال ١٧٤٧ع كي نادرافشاروواژه نوپه دې  وخت كي احمدشاه بابا د٤٠٠٠زروهوتكواودولس زروابداليو،ازبكو سرلښكر وو(غبار)اوقزالباشانوكې  يې  كندهارته لارومونده اونادراباد ته ځان ورساوه د غه دملي سياست اتل پوهيده چې  په ښاركې  قزالباشان اوگرجيان ورته سردردپيداكوي نوډيرشميرقزالباشان اوگورجيانوته يې دكرزځمكي وويشلي چې  د دې  ويش له بركته دوي دپوپلزواوابداليوسره خپلوي وكړي .چې  اوس دغه قزالباشان ځانونوته كرزيان وايي (ملنگ خوږياڼي .نواب دكورانبور،قلمي كتاب ) نودپورتني اسنادواودلايلوپه استناد د وي دگرگين خسروخان شهزاده اولاده ده
اوهم دحامدكرزي دهميشني ټينگارڅخه هم جوتيږي چي وايي دتروريزم چيني د ديورنډ دكرغيړني كرښي هغه خوا ته دي  مانا داچې  كوم پښتانه چي دمرگ اوبي عزتي څخه بچ پاتي شوي دي بايد هغه هم د ده دصليبي بادارانوپه گوليو شهيدان شي ترڅو د ده دنيكه گرگين عليه العنت ارواح  ښاده اودپښتنوڅخه دهغي لعين بدل واخلي . بياهم قضاوت پريږدم ستاسو دټلويزون درنوليدونكوته د دې  په خوا كې  دټولوتاريخ پوهانوڅخه هيله من يم چي په دې برخه كي څيړنې وكړي اوډير ژر وطنوالوته تازه معلومات په لاس وركړي .
په پاى  كې  زه خپلې  خبري دحمزه بابا په شعر راټولوم اوهم دكرزيانو توجه ورته غواړم .
خواره پښتوبه يي پوړني نه شي   لا څو پگړ‌ۍ دپښتنوپاتي دي
په پښتني درنښت
زوړ غوايي او نوي سربانډه
ليک: الحاج امام الدين ساپى
د ٢٠٠١ع كال دسيپتمبر يولسمې  نيټې په بهانه امريكا او صليبي دولتونو د اسلام مقابلې ته راودانگل چې په ړومبي قدم كې يې زمونږ گران هېواد افغانستان وټاكه د طالبانو نظام يې  ړنگ كړ او صليبيانو خپل خپل گوډاگيان په يوه اميل كي وپييل او بيا په څو برخو جمع بندي كړل چې په دې كې د شمالي ټلوالې او پخواني پاچا برخه غوښينه ښكاريده خو  دپاچا د ډلې طراح پروفيسور ستار سيرت وو چې د دولتي تجربي په خوا كې د اسلامي زده كړو هم برخمن وو او هم د داود خان د كودتاه د زمانې راهيسي د پاچا د خاص استازي په توگه ښكته او پورته ليږل كيده خو څه گټه يي نه وه ترلاسه كړي  يواځې د مناسباتو او تجربو په اوبو خړوب شوي وو كله چي صليبيانو په بن كي دغونډي جوړولو امر وكړ نو ده هم په زړې نقشې لاس تير كړ او د خپل بادار په مخ كې وغوړوله او دوى  يې په دي اوسني گډوله او لاسپوڅي تركيب او ده ته د موقتي ادارې په مشرۍ قانع كړي خو صليبيانو دده يوه طرحه ومنله دا يي څنډي ته ټيل وهلو او هغو خپل بل گوډاگي حامد كرزي تردي گوډاگي ښه وباله نو ده ته څه ونه رسيدل. د وخت په تيريدويي اسلامي تبليغ ته مخه كړه او پيام افغان ټلويزون يي اجاره كړ او د انتظار په لست كي پاتي شو  تر څو بيا يي د شمالي ټلوالې او د ځينو صليبي دولتونو ژوبل ملاتړ يي په خورجين كي سمبال او په ځغاسته د امريكا څخه افغانستان ته ورسيد تر څو دا ځل د تش په نامه ټاكنو له لارې د جمهوري رياست  په گدۍ  تكيه ولگوي مگر دا ځل يې  هم په اميدونو خاورې واوړيدې   او تش لاس خندنى بيرته امريكا ته راستون شو خو د جمهوري رياست  چوكۍ  خوندونو يي خوب تښتولي وو او هر كس، ناكس،كافر او ظالم لمنې  ته يي ځان وراچاوه تر څو ټاكل شوي هدف ته ځان ورسوي چي په دې ورستيو ورځو او شپو کې   د پيام افغان نړيوال ټلويزون سره مركه وكړه د يو نوي زړې اعلان يې  وكړ چې د خبرو په ترڅ كې  افغانستان يو اشغال شوي او د حامد كرزي دولت يې  يو فاسد او غيري قانوني وباله نو دده تر مشري لاندې  يو انتقالي ملي دولت ته ضرورت دي چي د هېواد پاك عناصر په كې راټول شي او افغانستان روان كړكيچ ته دپاي ټكي كيښږدي چي بيا يو څه وخت چوپتيا وه دسيپتمبر په شلمه نيټه بيا دامريكا د كانگريس په هال كي د امريكا ددوه پارلماني او شل پنځه ويشتو افغانانو سره د خپل گونديانو ټولنه چې په كوم نوم يي يادوي ولوسته خو دا ځل ورسره يوبل تن زرغون شاه شينوارى  چي پخوا زما اشنا هم وو (اوس مې ترې لاره جلا کړه) دخپلواك افغانستان په نامه بله ټولنه يا گوند ورسره گډ اعلان هغه هم خپله مقاله ولوسته زه دلته د دواړو بنسټوالو څخه دا لاندې پوښتنې لرم كه جواب يې  راكړي
١-كه چيرته دبن په كنفرانس كي د حامد كرزي پر ځايى  دموقت دولت رييس شوى واي نو په هغه صورت كي افغانستان اشغال وو او كه خير؟
٢-دبن په كنفرانس كه دده په اوسني اصطلاح فاسد دولت خو دده د طرحې  له مخې  جوړ شو نوچې  دې ورټل شوو بيا فاسد شو؟
٣-كه چيرته په ټاكنو كي دي منل شوي واي نو ټاكني هرڅه سم وو؟
اوس راځم شينواري صيب ته.
زما پوښتنه داده چي د چا په غولي ناست او د چا دشپيلي يي اوازراووت نو د خپلواكي  مباركه كليمه ورسره اړخ نه لگوي او دغې  مقدسې  كليمې  ته اهانت او سپكاوى دى هيله ده چې  كوم بل خچن نوم ورته پيدا كړي.
په پاى كې  هيله من يم چي د چا خوا پرې درنه نه شي
په کږو لارو مي سم اشنا ورکوږ شو
ځکه ما ترينه دا سمه لار جدا کړه
په پښتني درنښت
افغانان له نړۍ نه د صليبيانو جنازه باسي.
الحاج امام الدين ساپى
درنو لوستونكو او په وطن خوا خوږو په سلامونو مو هركلى كوم.
گرانو عزيزانو او قدرمنو وطنوالو! نن سبا د امريكا سره د تړون په هكله ناندرې روانې دي.
زه غواړم د څو بيلگو په وړاندي كولو سره د وطنوالو زړونه لږ څه تسل كړم. راځئ چې د گران هيواد نژدى تاريخ كوټنۍ ته سر دننه كړو.
١-كله چې په ١٩٧٨ع کال د ثور د اوومې نېټې کرغېړنه کودتا رامنځ ته شوه نو كودتاچيان او د گوند ټول لوړ پوړي چارواكي د مسكو په لور وخوځېدل او د برژنيف لاسونه يې ښكل كړل. برژنف د غلامۍ په رنگ رنگ غاړكيو ونازول او د غلامۍ ابدي لاسليكونه يي ترې واخيستل اما په لنډه موده كې يې يو په بل ووژل او په پاى كې چې د هغه وخت اتحاد شوروي تس و نس شو كاغذونه يي د حزب برادر سره ورك شول تردي حده بي وفايي يي ورسره وكړه چي هغه د ټانكو په سر راوړي نازولو يې په اوكراين او مسكو كې زاړه كالي (اسلم وطنجار.....) خرڅول اوخپل اصلي گوډاگي ببرك كارمل ته دعلاج لپاره ويزه نه وركوله په پايله کې يې ټول گونديان دامپرياليزم لمن كي پريوتل او د ذلت و بيچاره گۍ شپې او ورځې شروع شوې.
٢-اوس راځم اوسني يرغلگرته دي هم د پخواني يرغلگر په پل پل ايښي د هغو په څير يې ببرك كارمل (بوقلمون كرزى د گرگين لمسى ) پيدا كړى او هم د (بي٥٢) الوتكو په مټ يې د پخواني وطن گوند غړي (امپرياليزم ته تښتيدلي) او پنچرمينان،كولابيان، بي دينه او يو شمېر ارزان قيمته افغانان راټول كړي يو گډوله دولت يې ترې جوړ كړي او د ٤٨ صليبي هيوادونو ملاتړ او رنگ رنگ قراردادونه يې ورسره لاسليك كړي زه يې يوه وړه بيلگه رااخلم د فرانسې رئيس جمهورسركوزي د كرزي سره دغه ډول تړون لاسليك كړى چې د ټولو مرستو سربيره عسكر به يې د ناټو تر چتر لاندي تر٢٠١٤ع كال ترپايه په افغانستان كې پاتې وي مگر څو ورځې ورسته په ټاكنو كې هولاند بريالي شو نو سمدلاسه يي وويل چي فرانسوي عسكر به په بيړه د افغانستان څخه اوباسي او همداسي وشول.
اوس ستاسو سره يو د خوشحال خان خټك شعر او يو د پښتو متل شريكوم.
پښتانه كه په بل څه فكر كا ناپوه دي
بې د تورې خلاصى نشته په بل كار
متل : كږي خولې په سوك سميږي.
گرانووطنوالو زمونږ گران هيواد ته هر يرغلگر په خپل زور راغلى خو جنازه يې د دې وطن د اصلي بچو لخواء ايستل شوي او د زياتو پوځي يرغلگرو خو جسدونه هم پاتې دي. اوس هم هماغه دور دى چې د اسلامي امارت د مشرتابه د سمې رهبرۍ او د وطن د مومنو او مجاهدو افغانانو په بيدريغه ملاتړ او د باتورو مجاهدينو په سرښندنه په ټوله نړۍ کې د صليبيانو جنازه او فاتحه په نژدي راتلونكي كې كه د الله ج رضاء وه اخيستل كيږي.راځئ چي يو موټي شوو د يرغلگرو په مقابله كې د مقاومت او خپلواكۍ د لارې لارويانو ملاتړ وكړو او ظالم د نابودۍ په حال كې دى.
په پښتني درنښت

 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې