|
ليکونکى : څېړندوى الحاج احمدشاه (
پوپلزى)
غزا (جهاد)
(2٧)
|
دوهم : د سهوي (
غير ارادي ) جنګ
که چيري د قصد څخه مراد
اشتباه يا خطاء وي ورته دالله پاک له لوري بېل قانون شته.
لکه:
﴿وَمَا
كَانَ لِمُؤْمِنٍ اَنْ يَّقْتُلَ مُؤْمِنًا اِلاَّ خَطَأً
وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ
مُّؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ اِلىٰ اَهْلِهِ اِلاَّ اَنْ
يَّصَّدَّقُوا فَاِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ
وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَاِنْ
كَانَ مِنْ قَوْمٍ ۢبَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ فَدِيَةٌ
مُّسَلَّمَةٌ اِلَى اَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ
فَمَنْ لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ
تَوْبَةً مِّنَ اللَّهِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيْمًا
حَكِيْمًا(92)﴾ النسآء
ترجمه: او نه ښاي د پخوا
نه د يوه مؤمن دپاره دا چي و وژني بل مؤمن مګر په خطا سره ،
او هرڅوک چي مړ کړي کوم مؤمن په خطا سره نو شته پر قاتل باندي
آزادول د مريي توب نه د يوه مؤمن او بل ديت دى سپارل شوى و
اهل د مړي ته مګر داچي صدقه کړي ( و ئې بخښي )، که چيري وي
مقتول د يوه قوم څخه چي ستاسي سره دښمني لري او هغه هم مؤمن وي
نو شته پرغاړه د قاتل آزادول د يوه مريي مؤمن ( بېله ديته )
او که و دا مقتول له قومه چي په مينځ ستاسي او په مينځ د هغه
قوم کښي عهد ، نو شته پرقاتل يو ديت ورسپارل شوى اهل وارثانو
د مقتول ته او بل آزادول د غاړي د يوه مؤمن دي، پس هرڅوک چي
پيدا نه کړي يو مريي يا مال چي پرې مريي واخلي نو پرې روژه
نيول دي د دوو مېاشتو پرله پسې د پاره د قبلولو د توبې دجانبه
د الله، او و الله دانسته لوى حکمت والا.
په دې خاطر چي د دې نوع
غلطيو څخه موخه ونيول شي همدا بل آيت داسي بيان کوي.
﴿ يٰاَ
يُّهَا الَّذِينَ ٰامَنُوا اِذَا ضَرَبْتُمْ فِىْ سَبِيْلِ
اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلاَ تَقُولُوا لِمَنْ اَلْقَى
اِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ
الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا فَعِنْدَ اللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ
كَذٰلِكَ كُنتُمْ مِنْ قَبْلُ فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْكُمْ
فَتَبَيَّنُوا اِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ
خَبِيْرًا (94)﴾ النسآء
ترجمه: اې هغه کسانو چي
ايمان لرى هغه وخت چي سفر کوى تاسي په لاره کښي د الله ( جهاد
ته ځى ) نو پوره غور وکړى او مه واياست تاسي هغه چاته چي
درواچوي تاسي ته سلام چي نه يې ته مؤمن ، غواړى تا سي پراخي د
دنېا ، پس شته د الله څخه خزانې ډېري ، همداسي وى تاسي پخوا له
دې نو فضل وکړ الله په تاسي نو ښه تحقيق کوى ، بېشکه الله و د
پخوا نه په هغه څه چي تاسي عمل کاوه خبر داره.
د همدې آيت په تفسيرکښي
ډېرو مفسرينو دا خبر را اخيستى دى چي :
رسول الله (ص ) د اصحابو
کرامويوه ډله د اسلامي تبليغ په خاطر و يوې قبيلې ته واستول چي
د مشرى دنده يې د اسامه بن زيد په غاړه کړه مسلمانان د خپلي
دندي په خاطر ستانه شول کله چي د مقصد ځاى ته ورسېدل نو په دې
کلي کښي يو شخص مسلمان و چي نوم يې د مرداس په نامه و ځان يې د
کفارو له وېري څخه پټ ساتلى و کله چي خبر شو چي د اسلام سپاه
ورسېدل نو خپله کډه يې د خپل کهول سره راټوله کړه او د
مسلمانانو موخي ته ورغى د مسلمانانو په ليدلو سره يې السلام
عليکم و وايه اسامه چي دا خبره واورېدل نو داسي ګومان يې کاوه
چي ګواکي دا سړى د خپلو مواشيو او کهول د ساتلو په غرض فريبي
اسلام لري نو د خپلي توري په ذريعه يې هغه و واژه کله چي دا
خبر رسول الله (ص ) ته ورسېدى نو موخه مبارکه يې داسي توره شوه
چي شنډان يې د قهر او غصې له کبله رپېدل اسامه يې ځان ته و
غوښت او ورته و ئې فرمايل(( هل شققت قلبه ؟)) يعنې تا د ده زړه
څيري کړ و دي ليدل چي دا کافر و؟.
اسامه (رض ) وايي ما د
ځان سره داسي و ويل : کاشکي تر دې وخته پوري نه واى مسلمان شوى
ځکه د رسول الله (ص ) خبري پرمادومره دروند بار و غورځاوه چي
مايې د وړلو توانمندي له لاسه ورکړه. اسامه وايي: ما څو،څوځله
دا خبره و کړه رسول الله (ص ) ته چي زما په حق کښي د الله
تعالى (ج ) څخه د بخښني درخواست ولري مګر رسول الله (ص ) راته
وفرمايل:
(( ته به خپل جواب په
خپله وايي ))
بخاري شريف په خپله حواله
کښي دا بيان داسي ذکر کړيدى.
عمرو بن زراره هغه د هشيم
هغه د حصين هغه دابو ظبيان او هغه د اسامه بن زيد څخه روايت
کوي.
موږ خلک رسول الله (ص ) د
جهينه يوې قبيلې ته د اسلامي شريعت دنفاذ دپاره و لېږلوموږ
سهار کېدلو سره پرهغوى حمله وکړه او هغوى ته مو شکست ورکړ.
دهغه بيان دى: زه او يو انصاري د هغه قبيلې سره موخ شوو کوم
وخت چي موږ په هغه حمله وکړه نو هغه و ويل: لا اله الا الله .
انصاري خو د هغه څخه منع
شوليکن ما هغه خپلي نېزې سره و واهه تر دې چي هغه ما قتل کړ.
کوم وخت چي موږ بيرته را وګرځېدلو رسول الله (ص ) ته دا خبره
ورسېدل نو رسول الله (ص ) راته داسي و فرمايل:
اې اسامه
! آيا تا هغه د لا اله الا الله ويلو څخه وروسته قتل کړ؟
ما ورته و ويل : يا رسول
الله (ص ) هغه يوازي د خپل ځان بچ کولو ( ساتلو ) په غرض داسي
ويلي وه.
رسول الله
(ص ) و فرمايل: آيا تا هغه د لا اله الا الله ويلو څخه وروسته
قتل کړ؟
همدغه شان يې په تکرار
سره فرمايل:تر دې چي ما دا آرزو ( غوښتنه ) کول کاش د نن څخه
مخکښي مسلمان نه واى.
د همدې خبري په تائيد سره
د حضرت براء (رض ) څخه روايت دى.
په اوسپنه کښي پټ ( د جنګ
په وسله سمبال مسلح ) يو سړى د رسول
الله (ص ) په خدمت کښي
حاضر شواو عرض يې وکړ. يارسول الله (ص )!
د مسلمانانوپه ملګرتېاکښي
د مسلمانانو د دښمنانو سره و جنګېږم او که مسلمان شم؟
رسول الله (ص ) ورته و
فرمايل: اول مسلمان شه بيا جنګ وکړه.
هغه مسلمان شو او بيايې
جنګ وکړ تر دې چي شهيد کړې شو . رسول لله (ص ) و فرمايل:عمل يې
لږ وکړخو ثواب يې ډېر و ګټى.
﴿ متفق
عليه ﴾
﴿وَلاَ
تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِىْ حَرَّمَ اللَّهُ اِلاَّ
بِالْحَقِّ وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا
لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلاَ يُسْرِفْ فِى الْقَتْلِ اِنَّهُ
كَانَ مَنصُورًا﴾ (33) الاسراء
ترجمه: نه دې وژل کېږي
هيڅ نفس هغه چي حرام کړيدى الله ( پرتاسي ) مګرپه حق سره او هر
هغه څوک چي و وژني مظلوم په تحقيق سره ګرځولى دى موږ د پاره د
ولي د هغه مړي حاکميت نو اصراف دي نه کوي په قتل کښي په تحقيق
سره دا کار و د پخوا نه نصرت کړل شوى.
په ډېرو ساده او مشرحو
الفاظو کښي د خبري سپيناوى وشو چي د ولي دپاره دومره صلاحيت
شته چي د خپل دوست د مړيني غچ واخلي خو د اسي نه ده چي د خپلي
خوښي په خاطر هغه څه وکړي کوم چي ورته زړه وايي. يعنې ديوه مړي
په حق کښي د يوه قاتل وژل روايت لري نه دا چي د يوه مړي په عوض
د دوو ، دري يو ، څلورو او يا هم ډېرو وژنه روا و ګڼي او يا
داچي د زخم په اخيستلوسره د مرګ د صادرولو فتوى صادره کړي او
يا هم د قاتل په ځاى د بل بېګناه وژني ته لاس و غځوي که د قاتل
ورور، پلار، اکا او يا نور دوستان وي د داسي غلطو فيصلو د
صادرولو روايات په موږ کښي ډېر ليدل کېږي او د ناحق مرګ لورته
ډېر مفسدين ليواله دي په همدې وجه د بشري ټولني په مينځ کښي د
روښانه ژوند د انجام په خاطر د اسلامي قوانينو جاري ساتل ډېر
غوره او بهتره دي.
د موضوع روښانه حالت دې
خبري ته ليوالتېا ښکاره کوي چي د اسلام په منلو سره د اسلامي
قواعدو لاندي تګلاره تر ټولو اهمه خبره ده ځکه په داسي يوه
مبارزه کښي چي د حق او نا حق توپير شوى وي علمي لوړو اساساتو
ته ژوره کتنه په کار ده او دا کار هله تر سره کېداى شي چي علمي
پوهه ډېره شي همدا علم دى چي انسان د حيوانيت له ډلي څخه
راکاږي او همدا علم دى چي د الله پاک پېژندنه او د رسول الله
(ص ) اطاعت ته موږ راکاږي کله چي د اسلامي مبارزې څخه خبري کوو
په کار ده چي د قرآن پاک په لوستلو او پوهېدلو کښي پوره لاس
برى ولرو او که بل فرض داحالت نيمګړى وي نو په کار ده چي د يوه
داسي آمر تر ادارې لاندي و ګمارل شو چي دنبوي شرعي امورو په
حواله پوهه و لري نه داچي د تنظيمي او ګروپي شيطاني اغراضوملا
تړي وي.
که چيري داسي ګومان وشي
چي د آمر طاعت فرض دى دا خبره به ورته ډېره ګرانه پرېوزي ځکه د
آمر پېژندل او د هغه داوامرو اطاعت د قرآني آياتونو په درشل
سره لا زم ګرځي د خپل سريو او بې علميو په وړاندي مبارزه د
اسلامي مجاهد ينو او علماو ديني دنده ده د سرکښيو په حالت کښي
مرتکب خپل جواب خپله وايي د هغه آمر يې جواب نه شي ويلاى ځکه
الله پاک هر انسان ته د عقل او شعور څخه برخه ورکړېده چي د
علمي اساساتو په وړاندي جوابده ګرځي.
د قرآن پاک څخه روايت دى
کله چي د آخرت ( يوم الدين ) په ورځ د شيطان انډيوالان د شيطان
څخه د خلاصون غوښتنه وکړي نو شيطان ورته وايي زه ستاسي څخه
وېزاره يم زه خوپرتاسي قابض نه وم بلکه ما تاسي ته لارښوونه
کول اوس زه په خپله په همداسي بلا اخته يم .
څنګه چي شيطان د خپلو
ملګرو څخه وېزاره کېږي داسي د بې ايمانه آمرجواب هم وي ځکه د
سوال او جواب حکم انفرادي وي په شخصي حالت پوري داسي نه ده چي
د يوه شخص جواب بل څوک و وايي.
حضرت ابوالوليدعباده بن
صامت (رض ) څخه روايت دى:
رسول الله (ص ) زموږ څخه
اقرار اخيستى دى د شريعت د هر حکم د منلو او په هغه د عمل کولو
ګران وي که آسان طبيعت پرې خوشحاله وي او که خوابدى او په دې
چي زموږ په موجودګى کښي به نورو خلکو ته ترجيح ورکول کېږي. او
په دې چي د خپل امير خلاف به نه کوو ترڅو چي موږ ترې څرګندد
کفر کارونه نه وي ليدلي د کوم په کفر کېدلو چي روښانه دليل وي
او په دې چي موږ به حق خبره کوو هرځاى کښي چي يو او حق خبره
کښي به د هيڅ چا د ملامتى پروا نه ساتو
﴿ متفق
عليه ﴾
د حضرت عبدالله ابن
مسعود(رض )څخه روايت دى:
په بني اسرائيلوکښي او
لينه خرابي د دې څخه شروع شوه چي يو سړي به بل سړى په غلط کار
وليده نو ورته وبه يې ويل: اې فلانيه! د الله (ج ) څخه و
وېرېږه او دا کار پرېږده جايز نه دى، بيا به يې هغه سړى په صبا
هم په هغه حال کښي و ليدى خو دى خپله به هم د هغه څخه د خوراک
او څښاک په مجلس کښي بېل نه شو ( يعنې ليري والى به يې ترې نه
کاوه )کله چي دوى دا عمل شروع کړ الله تعالى (ج ) د يو بل نه د
دوى زړونه تورکړه بيارسول الله (ص ) دا آيا تونه شروع کړل ((
په بني سرائيلو کښي چي کوم کسان کافروه الله تعلى (ج ) د داوود
(ع ) او عيسى (ع ) په خوله په هغوى لعنت و وايه ځکه چي دوى نا
فرمانه وه دوى به يو بل نه منع کول د هغو بد کارونو څخه چي کول
به يې دا کار ډېر ناکاره دى کوم چي دوى به کاوه ته به په دوى
کښي ډېر داسي کسان و وينې چي د کافرانو سره دوستي ساتي ډېر
ناکاره دى دا کار. کوم چي دوى ته خپلو نفسونو ورمخکښي کړيدى.
بيائيې و فرمايل: هيڅکله
داسي نه ده والله! تاسو به ضرور يو بل ته د نېکى حکم کوى او
دبدو څخه به يې منع کوى او د ظالم لاس به نيسى او حق ته به يې
را اړوى او په حق به يې ودروى که داسي نه کوى نو الله تعالى (ج
) به ستاسي زړونه د يو او بل نه واړوي دښمني به درکښي جوړه شي
او الله تعالى (ج ) به مو د خپل رحمت څخه داسي ليري کړي لکه
بني اسرائيل چي يې ويستلي دي.
﴿ رواه
ابوداوود ، ترمذي قال حديث حسن ﴾
حضرت ابوالعباس سهل بن
سعد ساعدي (رض ) څخه روايت دى . رسول الله (ص ) د خيبر د جنګ
په ورځ و فرمايل:
سبا به زه دا جنډه داسي
سړي ته ورکوم چي د هغه په لاس به دا قلعه د خيبر فتح کېږي هغه
د الله او د الله د رسول سره مينه لري . خلکو ټوله شپه په دې
فکر او خبرو کښي تېره کړه چي سبا به رسول الله (ص ) جنډه چاته
ورکوي.کله چي سهار شو خلک د رسول الله (ص ) په حضور کښي را
غونډ شول د هر يوه دا غوښتنه وه چي جنډه ورته ورکړل شي.
رسول الله (ص ) و فرمايل:
علي ابن ابي طالب چيرته
دى؟ خلکو و ويل يا رسول الله !(ص ) د هغه سترګي خوږېږي .
رسول الله (ص ) و
فرمايل:
خبر ورکړى چي راشي هغه
راوستل شو رسول الله (ص ) خپلي مبارکي لاړي د هغه په سترګو
ومښلې او دوعاء يې ورته وکړه نو سترګي يې داسي جوړي شوې تا به
ويل هيڅ خوږ شوي نه وې. بيايې جنډه ( بيرغ ) ورکړ.حضرت علي (رض
) عرض وکړ. تر هغې ورسره وجنګېږم ترڅو زموږ په شان مسلمانان
شي؟
رسول الله (ص ) ورته و
فرمايل : په خپل رفتار ځه کله چي د هغوى په ميدان کښي را کښته
شوې نو د اسلام دعوت ورکړه او دالله تعالى (ج ) د حقوقو څخه يې
خبرکړه والله که دا ستا په ذريعه الله تعالى (ج ) يو کس ته هم
هدايت وکړي نو دا ستا د پاره د سرو زرو د اوښانو څخه ډېره غوره
ده.
﴿ متفق
عليه ﴾
داسي قيادت ته د اسلام د
رهبريت دعوى خوند کوي ځکه د اخلاقو او علم په روښنايي کښي د
خپل قوماندان تزکيه نفس ته خوځونه لري نه داچي د جهل او نادانى
په درشل کښي د شيطاني اغراضو تپلو ته لېواله وي او يا هم د
خپل ځان د مال دولت د ډېرولو په تکل خوځونه لري.
د حضرت ابن عمر (رض ) څخه
روايت دى .
رسول الله (ص ) فرمايلي
دي:د خپلو حاکمانو د خبرو اورېدل او منل په مسلمان بنده واجب
دي هغه خبره يې که خوښه وي يا نا خوښه ليکن که د ګناه حکم
ورکړي شي نو بيا پرې نه اورېدل شته او نه منل.
﴿ متفق
عليه ﴾
﴿وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَى حِينِ غَفْلَةٍ مِنْ اَهْلِهَا
فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلاَنِ هٰذٰ مِنْ شِيعَتِهِ
وَهٰذَا مِنْ عَدُوِّهِ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِى مِنْ شِيعَتِهِ
عَلَى الَّذِى مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسٰى فَقَضٰى
عَلَيْهِ قَالَ هٰذٰ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطٰنِ اِنَّهُ عَدُوٌّ
مُّضِلٌّ مُّبِينٌ(15)قَالَ رَبِّ اِنِّىْ ظَلَمْتُ نَفْسِي
فَاغْفِرْ لِى فَغَفَرَ لَهُ اِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ
الرَّحِيمُ(16)قَالَ رَبِّ بِمَا اَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ
اَكُونَ ظَهِيرًا لِّلْمُجْرِمِيْنَ (17)﴾ القصص
ترجمه: او داخل شو و ښهر
ته په وخت د غفلت کښي د خلکو( خلک وېده
وه غرمه ) نو پيدايې کړه په دې وخت کښي دوه خلک چي جګړه
يې کوله يو يې له ډلي د موسى ( سبطي ) و او بل يې له ډلي د
قبطيانو چي د موسى عليه السلام دښمنان وه او پس کومک و غوښت
دغه سبطي چي د موسى (ع ) له طرفدارانو( يا قوم ) څخه و د هغه
بل دښمن په ضد پس په سوک و واهه موسى دا قبطي پس هغه مړ شو( په
داسي حال کښي چي د مرګ اراده نه وه د موسى د هغه قبطي ) نو و
ويل موسى دا کار له عمل د شيطان څخه دى ( وژنه ) بېشکه همدا
شيطان دښمن دى معلومداره. نو و ويل موسى اې ربه زما زه چي يم
ظلم مي کړيدى په خپل نفس باندي بخښنه وکړه مالره پس بخښنه وکړه
الله ده لره په تحقيق سره همدا الله بخښونکى مهربانه دى. و
ويل موسى اې ربه زما په هغه سبب چي تا پرما انعام کړيدى هيڅکله
به زه و نه ګرځم د پاره د مجرمينو مدد ګار.
سپيناوى د سهوي په قتل
سره همداسي وي چي يو انسان د وژني اراده و نه لري خو په داسي
يو عمل سره چي هغه د مرګ يا وژني لورته سبب جوړېږي مخامخ کېږي
نو د ديت تر قانون لاندي را تللاى شي په داسي شرط چي توبه و
باسي او د الهي قانون پرېکړه ومني.او د نورو داسي اعمالو څخه
چي دانسان وژني سبب جوړوي ليري والي غوره کړي.
نور
بيا