|
ليکونکى : څېړندوى الحاج احمدشاه (
پوپلزى)
غزا (جهاد)
(2٦)
|
د جنګ په تګلاره کښي
دوه حالته
·
١_ جنګ د مسلمانانو ترمينځ .
· ٢_ جنګ د مسلمان او کافر ترمينځ.
١_ جنګ د مسلمانانو
ترمينځ:
دا هغه ناوړه اوبې خونده
حالت دى چي د سهو او اشتباهاتو له موخي را پيدا کېږي څه رنګه
چي د رسول الله (ص ) په ژوندني داسي حالت نه و را مينځ ته شوى
نو د جهاد لفظ ورته نه شو استعمال کولاى ځکه جهاد يوازي د
کفارو او مشرکينو په حق کښي آراسته شوى دى.
ابواليمان د شعيب هغه د
عبدالله بن ابى حسين هغه د نافع بن جبير او هغه د حضرت ابن
عباس (رض ) څخه روايت کوي.
رسول الله (ص ) و فرمايل:
خلکو کښي تر ټولو ډېر مبغوض ( غضب وهلى ) د الله تعالى (ج ) په
نزد درې سړي دي . حرم کښي ظلم کونکى، اسلام کښي د جاهليت د
طريقې تلاښ کونکى او د چا په ناحقه د وژلو اراده چي د هغه ويني
توى کړي.
﴿ رواه
البخاري ﴾
عمربن حفص هغه د حفص هغه
د اعمش عبدالله بن مره هغه د مسروق او هغه د عبدالله (رض ) څخه
روايت کوي . رسول االله (ص ) و فرمايل: کوم مسلمان چي د دې
خبري شهادت ورکوي چي الله (ج ) څخه بل معبود نېشته او داچي زه
دالله رسول يم د هغه وينه حلاله نه ده ( د هغه وژنه روا نه ده
) خو په دې درېو حالا تو کښي جواز پيدا کوي. د نفس په بدله کښي
نفس، واده شوى زنا کار، د دين څخه وتونکى ( مرتد ).
﴿ رواه
البخاري ﴾
دا چي تر نبوي رحلت
وروسته د مسلمانانو تر مينځ ناخوالي را پيدا شوې دا حالت هم په
درې يو برخو سره بېلولاى شو.
لومړى : قصدي ( عنادي ) .
دوهم : سهوي ( غير ارادي
) .
درې يم: نه سهوي نه قصدي.
· لومړي حالت: يعني قصدي وژني په حرکت سره چي د دوو
مسلمانانو يا دوو طائيفو يا احزابو ترمينځ واقع کېږي محرک ته
سوځېدل د دوږخ په اور سره ټاکل شويدي په دايم حالت کښي لکه:
﴿وَمَنْ
يَّقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَۤاؤُهُ جَهَنَّمُ
خٰلِدًا فِيْهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ
وَاَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا(93)﴾ النسآء
ترجمه: هر هغه څوک چي مړ
کړي يو مؤمن په قصد سره نو جزا د ده دوږخ دى تل به وي په دې
دوږخ کښي ، او غضب پرې کړيدى الله پرده باندي او لعنت يې
ويلى دى پرده باندي او د ده د پاره عذاب دى لوى.
په همدې نړۍ کښي موږ په
خپلو سترګو سره د داسي واقعاتو شاهدان يو چي داحزابو ترمينځ
جګړي د قوميت، نصب، مذهب ، جايدادونو او تنظيمي روابطو له
ناخوالو څخه يې سرچشمه اخيستې او اخلي خپلو مينځوي جګړوته لمن
وهي خو ټاپه د کفر يا اجنټانو يو پر بل داسي ايږدي چي نور
عوام داسي فکر وکړي حقيقت دى حال داچي جګړه ماران د پرديو په
لمسون د کفري ګټي په خاطر د وطن هستي په خطر کښي اچوي په
داسي جګړو کښي په زرهاو بېګناه مسلمانان د اور پېلوځى ګرځېدلي
دي ځکه نن ورځ د پخوا په شان د تن په تن جنګونو ميدان نېشته
بلکه د راکټونو او توپونو د مرميو ګذارونه دي چي يو پر بل يې
کوي بيا نو د دې پروا نه ساتل کېږي چي هدف چيري په نښه کړي
او يا د ګناه اعتبار څه شى دى په دې جنګونو کښي هره ډله د حق
دعوه کوي په داسي حال چي دواړه ډلي شيطاني اغراضو ته لمن وهي
او د يهود يا نصرانيانو په ګټه او يا هم د روسانو
اوچينائيانو په پلوى خوځونه لري . دا ډول جنګونه د اسلامي
عقيدې او قرآن له رويه مردود ګڼل شويدي او هغه کسان چي د بل
مسلمان ورور ، خور يا ماشوم ويني په ناحقه تويوي په حقيقت کښي
د اسلام وژنه په سې ليڅي رانغښتي دي نو پروردګارعالم دا سي
اشخاص ، ډلي ، قومونه او احزاب نه بخښي او نه هم د رحمت په
سترګه ورته ګوري دا مهمه نه ده چي دوى په خوله داسلام نعرې
وهي يا نه او يا هم د کفر ملګري دي يانه ځکه په پورته ويل شوي
آيت سره دا خبره روښانه شوه چي د يوه مؤمن مسلمان وژنه د الهي
قهر او غضب سره مقابله کول دي .
ددې فاحش عمل د مخ نيوى د
پاره په لومړي سر کښي د پروردګارعالم ارشاد دى :
﴿وَلاَ
تَكُونُوا كَالَّذِيْنَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ
ۢبَعْدِ مَا جَاۤءَهُمُ الْبَيِّنٰتُ وَاُوْلَئِۤكَ لَهُمْ
عَذَابٌ عَظِيمٌ (105)﴾ العمران
ترجمه: او مه کېږئ لکه
هغه کسان چي ډلي ، ډلي شول او اختلاف يې وکړ وروسته تر هغه چي
راغلل دوى ته ښکاره دلا ئيل ( دالهي ارشاداتو خپروني او يا د
نبي موجوديت ) او د دوى ټولو د پاره عذاب دى ډېر لوى.
د دې خبري سپيناوى په دې
آيت سره مکمل کېږي ځکه د اختلا فاتو لورته لمن وهل د مسلمان
کړنلاره نه ده او نه هم د ايمان دارو په زړو نو کښي د نفاق
انديښنې کار کوي داچي شيطانان په خپلو ملګرو باندي قابض حالت
لري نو ځکه دا سي اشخاص مسلمان وژني ته کوم اهميت نه ورکوي
يوازي د خپلي فيصلي تطبيق ورته د اهميت وړ دى ځکه پردوى
باندي شيطان خپله غلبه حاصله کړېده لکه:
﴿اِنَّهُ
لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ ٰامَنُوا وَعَلَى
رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ(99)اِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى
الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ وَالَّذِينَ هُمْ بِهِ مُشْرِكُونَ
(100)﴾ النحل
ترجمه: په تحقيق سره
شيطان نه دى دوى لره قابض پر هغه چا باندي چي ايمان لري او
پررب خپل د دوى توکل دى، په تحقيق سره ( شيطان ) قابض دى پرهغه
چا باندي چي دوى ورته ميلان لري او هغه کسانوباندي قابض دى چي
دوى په دې آياتونو دالله سره مشرک ګرځېدلي وي.
يوازي خبره دلته داسي ده
چي د نن ورځي په احزابو کښي هغه چي د اسلام نعرې وهي د کفر او
مشرک والي نخښه نېشته يوازي د بې توجهى، بې علمى او سرټنبګى
حالتونه دي چي دوى يې د اسلامي لاري څخه اړولي او دشيطان د
خوښى لوري ته يې رجعت کړيدي لکه مخکښي چي ولوستل شول د نن
ورځي د مسلمانانو ترمينځ جنګونه ، اختلا فات او د انساني عزت
څخه ليري فسادونه د قرآن څخه په بې خبرى پوري نغښتى قانون دى
اويا هم د مادي انعاماتو لورته توجه يې شيطان سترګي پټي کړيدي
نو ځکه د حق او عدالت لاره ورڅخه ورکه شوېده
﴿مِنَ
الَّذِيْنَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ
حِزْبٍ ۢبِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ (32) ﴾ الروم
ترجمه : د هغه کسانوله
ډلي څخه چي بېلوالى يې وکړ په دين کښي خپل او وه دوى ډلي ،
ډلي دا ټوله حزبونه په هغه څه چي د دوى په نزد دي خوشحاله دي.
که څه هم دا آيت دمشرکينو
په حواله کښي ثابت قدم دى خو د عمومي فلسفي تفسير له رويه
عامه معنا لري ځکه همدا اوس او همدا نن ورځ موږ ټوله هغه کسان
وينو چي ديوه حزب عضويت لري ناز کوي او فخر بېله دېنه چي د بل
حزب په حواله د نېکو برخه تقسيم کړي د بدو خبرو ميدان ورته
حواله کوي اوپه حق کښي د غاصب رول اداء کوي له همدې کبله موږ د
تشريح په حساب د خپلي خبري د سپيناوى د پاره د نن ورځي د
احزابو غندنه وکړه ځکه د همدې تنظيمي جګړو له لاسه زموږ ډېري
خويندي بوري شوې او ډېر بېګناه مسلمانان شهيدان شول چي هيڅ چا
يې پروا و نه کړه او نه يې د هغوى داسلامي غچ اخيستلو پلوي ته
لېوالتېا ښکاره کړه په عوض کښي چي د پردو په زور د هر تنظيم
مشر د حکومت قدرت تر لاسه کړ د عمومي عفو اعلان يې و کړ او د
زخمونو پر سر يې د مالګي تويولو ته لاره پرانستل . په داسي حال
کښي چي الله پاک د يوه مسلمان حق چي د بل مسلمان په واسطه خوړل
شوى وي نه بخښي مګر دې په نامه مشرانو تر الله پاک هم خپله
رايه لوړه و ګڼل او عفوه يې اعلان کړل.دا چي دا خلک د اسلام د
دين خبري کوي آيا په دې څوک غولېږي ؟او آيا الله پاک داسي کسان
د بخښني وړ ګڼي چي د زرهاو مسلمانانو ويني يې توى کړي وي په
ناحقه د خپلو خواهشاتو د پوره کولو په خاطر؟ دا هغه سوالونه
دي چي پروردګارعالم په قرآن پاک کښي ورته جوابونه ورکړيدي او
موږ يې نمونه تاسي ته وليکلې.
﴿وَمَنْ
يـَّتَّخِذِ الشَّيْطٰنَ وَلِيًّا مِّنْ دُونِ اللَّهِ فَقَدْ
خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا﴾
(119) النسآء
ترجمه: او هغه څوک چي
ونيسي شيطان خپل دوست ( لار ښود ) بېله الله (ج ) څخه په تحقيق
سره زيان يې وکړپه زيان ښکاره سره.
که چيري احزابو ته خپل
اعمال د ښايست او علمي فن نه ښکاره کېدلاى نو هيڅکله به دوى د
خپلو اغراضو د پوره کولو خواهش نه درلودى په حقيقت کښي دا
احزاب ټوله د شخصي ګټو په خاطر راموخي ته شوي او کېږي که داسي
نه وي نو د حقايقو قبلولو ته ولي غاړه نه اېږدي که څه هم په دې
پوهېږي چي د ځان ځانى په حلقه کښي هيڅ هم لاس ته نه راځي او که
څه وي هغه د شيطاني اغراضو ښوونه ده په داسي حال کښي چي دوى په
خپلو اعمالو باندي ښه پوهېږي او د خپلو ملګرو اعمال ښه ترا
ويني چي په غلطو لارو روان دي دا چي د شيطان تر ولکې لاندي
راغلي دي د الله پاک د قوانينو پروا نه ساتي او د رسول الله (ص
) د ارشاداتو پروا نه ساتي هيڅکله د اسلامي احزابو رديف نه شي
خپل کولاى له همدې جهته د انسان وژني او حق پاى مالولوکښي يې
هڅي د دنيوي او اخروي زيان لاس ته راوړني لري.
د رسول الله (ص ) له
ارشاداتو څخه.
د حضرت ابن مسعود (رض )
څخه روايت دى چي آنحضرت (ص ) فرمايلي دي :
په دنيا کښي چي چيري څوک
بې ګناه په ظلم کښي قتل کړي د آدم (ع ) لومړني زوى ته د هغه د
قتل په ګناه کښي حصه رسېږي ځکه چي هغه په دنيا کښي لومړنى
سړى دى چي د قتل طريقه يې روانه کړه.
﴿ متفق
عليه ﴾
له دې ارشاد څخه دا موضوع
ثابته شوه چي د وژونکي رهبر هم د عذاب په درياب کښي غوټه دى او
داسي نه شي کېداى چي ځان مبراء وګڼي.
د حضرت انس (رض ) څخه
روايت دى چي رسول الله (ص ) فرمايلي دي.
تاسي کښي يو کس هم کامل
مؤمن کېداى نه شي ترڅو چي خپل مسلمان ورور د پاره هغه شى خوښ
نه کړي کوم چي د ځان دپاره يې خوښوي.
﴿ متفق
عليه ﴾
د حضرت ابوالوليدعباده بن
صامت (رض ) څخه روايت دى چي رسول الله (ص ) زموږ څخه اقرار
اخيستى دى.
د شريعت د هرحکم منل او
په هغوى عمل کول که ګران وي يا آسان ، طبيعت پرې خوشحاله وي يا
خفه او د دې چي زموږ په موجودګى کښي به نورو خلکو ته ترجيح
ورکول کېږي ( موږ به صبر کوو ) او د دې چي د خپل امير خلاف به
نه کوو تر څو چي موږ ترې څرګند د کبيره ګناهو کارونه نه وي
ليدلي په کومو چي د الله د طرف څخه روښانه دليل وي اوپه دې چي
موږ به حق خبري کوو هرځاى کښي چي يو او د حق په خبرو به د هيڅ
چا پروا نه ساتو.
﴿ متفق
عليه ﴾
د جنګ يو بل حالت د
مسلمانانو ترمينځ:
په دې وروستيو کښي د هغه
تنظيمي جنګونو په خلاف چي د قدرت د لاس ته راوړلو د پاره د يو
بل ويني تويول يې مباح ګڼل يو بل صورت الحال هم را موخي ته شو
هغه داسي.
ځني د هغه ګروپونو يا
تنظيمونو چي د مقابل لوري د را پرځولو د پاره خودي توان نه لري
د کافرانو يا مشرکينو څخه د امداد غوښتنه کوي او د الله پاک
دښمنان چي د قرآن پاک له ارشاداتو ور سره ناسته ولاړه او
انډيوالي حرامه ګڼل شوې او قطعي مردوديت لري له همدې حالته څخه
ګټه اخلي او د مسلمانانو په وينو تويولو کښي ډېره فعاله ونډه
اخلي او هغه کسان چي ځانونو ته مسلمان وايي د کفارو په ملا تړ
د بل مسلمان ورور ويني په دې خاطر تو يوي چي د قدرت ولکه يې
ټينګه ساتلې وي اويا هم د قدرت د لاس ته راوړلو دپاره يې د خپل
دښمن نسکوره کېدل ليدلي وي لکه:
﴿فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ اَخِيهِ فَقَتَلَهُ
فَاَصْبَحَ مِنَ الْخٰسِرِيْنَ﴾ (30)﴾ المآئده
ترجمه: پس ښايسته کړ ده (
قابيل )لره نفس ( اماره ) وژل د خپل ورور پس وژنه يې وکړه د
خپل ورور( هابيل ) پس وګرځېدى له زيان کارانو څخه.
د دوو مسلمانانو ترمينځ
جنګ يو طرف خو د کافر امداد د مسلمان په ضد يو بله غلطي ده چي
جبران نه لري هغه کسان چي د يهود او نصارا په پلوى يا دهغوى د
مرامونو د توشيح په خاطر د خپل ملک د مسلمان سره جنګېږي هغه
کسانو ته ورته دي چي د اسلام په نه منلو سره د اسلام دښمنان
ګرځېدلي دي. دا کسان هيڅکله د اسلام د رديف سره اړيکي نه شي
نيولاى او نه هم ورته د اسلامي اشخاصو نوم ايښودل په کار دي
دا کسان مطلق د کفر لورته تللي او دايمان بېلګه يې په ظاهري
حالت کښي نېشته که چيري مسلمانان د دوى سره جنګ کوي نو جنګ يې
رواحالت لري او که مړه شي نو شهيدان بلل کېږي خو د کفارو
ملګري د جنګ په دوران کښي د کفارو درجه اخلي او د اسلامي
هداياتو په مطابق نه يې غسل کېږي او نه هم پرې د جنازې لمونځ
روا دى او په دې ټولو سره د اسلامي هدېرې څخه بايد ليري ښخ شي
ځکه په اسلامي هدېره کښي ورته ځاى نېشته. د قرآن پاک دافيصله
ولولى:
﴿فَرِيقًا
هَدَى وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ الضَّلاَ لَةُ اِنَّهُمُ
اتَّخَذُوا الشَّيٰطِينَ اَوْلِيَاۤءَ مِنْ دُونِ اللَّهِ
وَيَحْسَبُونَ اَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ (30) ﴾ الاعراف
ترجمه: يوې ډلي ته هدايت
وکړ( الله ) او هدايت يې نه دى کړى بلي ډلي ته ځکه حق شوې ده
پردوى باندي ګمراهي په دې خاطرچي دوى نيولى دى شيطان په دوستى
بېله پروردګارعالم څخه او حساب کوي دا خپل اعمال په دې چي دوى
په هدايت دي.
په همدې منظور سره الله
پاک د قرآن په بل آيت کښي داسي ارشاد کړيدى.
﴿مِنْ
اَجْلِ ذٰلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِىْ اِسْرَاۤئِيلَ اَنَّهُ
مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ اَوْ فَسَادٍ فِىْ
الاَرْضِ فَكَاَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ
اَحْيٰهَا فَكَاَنَّمَا اَحْيَا النَّاسَ جَمِيْعًا وَلَقَدْ
جَاۤءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنٰتِ ثُمَّ اِنَّ كَثِيرًا
مِّنْهُمْ بَعْدَ ذٰلِكَ فِىْ الاَرْضِ لَمُسْرِفُونَ (32) ﴾
المائده
ترجمه: په سبب ددې ليکلي
و موږ پر بني اسرائيلو باندي په تحقيق سره هرهغه څوک چي ووژني
يو نفس بېله بدلې څخه بل نفس او يا په سبب د جوړولو د فساد
په ځمکه کښي نو په حقيقت کښي ده قتل کړه خلک په دسته جمعي توګه
او هغه چا چي ژوندى کړ دغه نقس ( دوژنې لاس يې و نيو ) نو په
حقيقت کښي ده ژوندي کړه خلک په دسته جمعي توګه ، او خاماخا
راغلي و دوى ته رسولان زموږ په حکمونو ښکاره سره بيا په تحقيق
سره ډېر د دوى څخه وروسته تر دې رسولانو او احکامو په ځمکه کښي
له حده تېرېدونکي وه.
که څوک داسي ګمان کوي چي
دا آيت د بني اسرائيلو په حق کښي نازل شوى و نو موږ ورته د
ځواب په حق کښي وايو په تعقيب سره آيت يې ولولى
﴿اِنَّمَا
جَزَاۤءُ الَّذِيْنَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ
وَيَسْعَوْنَ فِىْ الاَرْضِ فَسَادًا اَنْ يُّقَتَّلُوا اَوْ
يُصَلَّبُوا اَوْ تُقَطَّعَ اَيْدِيْهِمْ وَاَرْجُلُهُمْ مِنْ
خِلاَفٍ اَوْ يُنفَوْا مِنَ الاَرْضِ ذٰلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ
فِىْ الدُّنيَا وَلَهُمْ فِىْ الاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ (33)
﴾ المائده
ترجمه: په تحقيق سره جزا
دهغو کسانو چي جنګ کوي د الله سره او د هغه د رسول سره او سعى
کوي په ځمکه کښي د پاره د فساد اچولو ، دوى وژلاى شى يا په دار
يې ځوړند کولى شى،او پرې کولاى شي لاسونه د دوى او پښې د دوى
سره بېلي ، يادي و شړلى شي د اسلامي مځکي څخه دا کار د دوى د
پاره شرم دى په دې دنيا کښي او د دوى د پاره په آخرت کښي عذاب
دى ډېرلوى.
په همدې اراده هيڅوک نه
شي ويلاى چي د مسلمانانو وژل په ناحق سره او يا د فساد جوړول
په اسلامي مځکه کښي روايت لري .
حضرت ابن عمرو (رض ) څخه
روايت دى.
مسلمان به همېشه د خپل
دين په حفاظت کښي وي ترڅو چي يې ناحق قتل نه وي کړى.
﴿ رواه
بخاري ﴾
حضرت عبدالله بن عمرو بن
العاص (رض ) څخه روايت دى.
رسول الله (ص ) فرمايلي
دي:
مسلمان هغه دى چي بل
مسلمان يې د ژبي او لاسونو نه په امن کښي وي او مهاجر هغه دى
چي هغه کارونه پرېږدي کومو نه چي الله تعالى (ج ) منع فرمايلې
ده.
﴿ متفق
عليه ﴾
حضرت جرير بن عبدالله (رض
) څخه روايت دى.
رسول الله (ص ) فرمايلي
دي:
څوک چي په خلکو رحم نه
کوي الله تعالى (ج ) په هغه رحم نه کوي.
﴿ متفق
عليه ﴾
حضرت خوله بنت
عامرانصاريه ( رض ) څخه روايت دى.
هغه د حضرت حمزه بي بي وه
فرمايي ما د رسول الله (ص ) څخه اورېدلي دي:ډېرخلک دالله (ج )
په ملک کښي ناحق تصرف کوي داسي خلک به په دوږخ کښي وي.
﴿ رواه
بخاري ﴾
نور
بيا