Friday, September 10, 2010   مبارکه جمعه (جمعه)   ١٠ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

دليکوالو ليکنې

ليکونکى : څېړندوى الحاج احمدشاه ( پوپلزى)

غزا (جهاد)

(25)

د حضرت سهل بن سعد (رض ) څخه روايت دى .

رسول الله (ص ) فرمايلي دي:

د الله پاک د رضا دپاره يوه ورځ د خپلو سرحدونو ساتنه کول د دنيا او څه چي په دې دنيا کښي دي  دټولو نه غوره دي

او په جنت کښي د يوې کروړي هومره ځاى پيدا کول د دنيا او څه چي په دنيا کښي دي غوره دي ، يو ماښام  في سبيل الله جهاد ته وتل يا يو سحر في سبيل الله جهاد ته وتل د دنيا او څه چي په دنيا کښي دي غوره دي

﴿ متفق عليه ﴾

د حضرت فضالة ابن عبيد (رض ) څخه روايت دى.

د هر بنده عمل په مرګ سره ختمېږي مګر څوک چي في سبيل الله د اسلام د سرحدونو په حفاظت کښي مړ شي د هغه عمل ډېرېږي تر قيامته پوري  او د قبر د فتنې څخه به ساتلى وي .

﴿ رواه ابوداوود والترمذي قال حديث حسن ﴾

د حضرت ابو هريرة (رض ) څخه روايت دى.

رسول الله (ص ) فرمايلي دي:

الله تعالى (ج ) ذمه داري اخيستې ده د هغه چا چي في سبيل الله جهاد ته  وځي  په داسي حل کښي چي بېله جهاد نه يې بله غريضه نه وي او په الله پاک او د هغه په رسول يې يقين وي.

الله تعالى (ج ) ذمه داري اخيستې ده چي يا به يې جنت ته استوي ( که شهيد شو ) او يا به يې خپل ځاى ته  بيرته رسوي د کوم ځاى څخه چي روان شوى وي د ثواب يا مال غنيمت سره ( که غازي يا فتح شي ).  

او قسم دى په هغه ذات چي د محمد روح يې په قبضه کښي دى  کوم مجاهد چي په جهاد في سبيل الله کښي زخمي شود قيامت په ورځ به په هغه حالت کښي حاضرېږي څنګه چي زخمي شوى و د زخم نه به يې ويني بهېږي ، رنګ به يې د ويني وي او خوشبويي به يې د مشکو وي .

قسم دى په هغه ذات  چي د محمد روح يې په قبضه کښي دى که په مسلمانانو نه ګرانېده نو زه به د يوه لښکر نه هم نه وم پاتي شوى کوم لښکر چي جهاد ته واته نو زه به ور سره وتلم مګر دومره طاقت زما هم نېشته چي ټولو مسلمانانو ته د سورلى تهيه وکړم او دومره طاقت د مسلمانانو هم

نېشته چي ځانته د سورلى انتظام وکړي او دا به ورته ګرانه وي چي زمانه

پاتي شي.قسم په هغه ذات  چي د محمد روح يې په قبضه کښي دى زما دا ارمان دى چي في سبيل الله جهاد کښي شهيد شم او بيا غزا کښي شهيد شم او بيا غزا کښي شهيد شم. مقصد ترې دا دى چي د هرځل شهادت نه وروسته بيا ژوندى شم او شهيد شم.

﴿ متفق عليه ﴾

د جهاد في سبيل الله په هکله دومره مبارک حديثونه دي چي د تحرير نه يې زه عاجزه يم خو په خلاصه کښي همدا يو حديث نقلول کافي ګڼم.

د حضرت ابوهريرة (رض ) څخه روايت دى.

د رسول الله (ص ) څخه پوښتنه وشوه جهاد في سبيل الله سره ثواب کښي کوم کار برابر دى؟

رسول الله (ص ) و فرمايل : تاسي يې طاقت نه لرى.

دوه ځله يا درې ځله ترېنه دا پوښتنه وشوه او هر ځل رسول الله (ص ) ورته و فرمايل:

تاسي يې طاقت نه لرى.

بيا ئې و فرمايل:

د مجاهدو مثال داسي دى لکه روژه دارمسلسل لمونځ او تلاوت کونکى چي د مجاهد تر رارسېدلو پوري نه په لمانځه او تلاوت ستړى کېږي او نه روژه ماتوي.

﴿ متفق عليه ﴾

نور بيا

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz