Friday, September 10, 2010   مبارکه جمعه (جمعه)   ١٠ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

دليکوالو ليکنې

ليکونکى : څېړندوى الحاج احمدشاه ( پوپلزى)

غزا (جهاد)

(24)

 

د دې ټولو لنډو مثالونو په  ليکلو سره د ثبوت په حق کښي هيڅ شک او ترديد پيدا نه شو چي د الهي مقرراتو او قوانينو په لړکښي د حضرت  محمد (ص ) بعثت او د قرآن پاک نزول يو ضروري او د پام وړ خبره وه ، ده او وي به .له همدې کبله قرآن تصديق کونکى د آسماني کتابونودى لکه:

په همدې منظور د قرآن پاک څخه دا لارښووني حضرت محمد او دهغه امتېان  مسلمانان مجبوره کړل څو د حق په تبليغ کښي را پورته شي او د ناخوالو لمنه د علمي اساساتو په رڼا کښي ټوله کړي . لکه:

﴿كُنْتُمْ خَيْرَ اُمَّةٍ اُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَاْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ ٰامَنَ اَهْلُ الْكِتٰبِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَاَكْثَرُهُمُ الْفٰسِقُونَ (110)﴾ العمران

ترجمه: تاسي  ياست خيرد امت  چي ايستل شوي يې د پاره د خلکوحکم کوى  تاسي په  نېکى کولو سره او  منع کوى د منکراتو څخه اوايمان لرى  په  الله که چيري ايمان اهل کتابو درلودلاى  خاماخا و خير داکاردوى ته له دوى څخه ځني مؤمنان دي اوډېر له دوى  ځني فاسقان دي.

يادا سي:

﴿وَلْتَكُنْ مِّنْكُمْ اُمَّةٌ يَّدْعُونَ اِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَاُوْلَئِۤكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (104) ﴾ العمران

ترجمه : او وي دي له تاسي نه يوه ډله چي بولي خلک په لاره د خير او امرکوي خلکو ته په نېکى سره اومنع کوي خلک د منکراتوڅخه او دغه  کسان  هم دوى دي په مراد رسېدلي .

په انساني علم کښي د دې خبري پخلى ضرور دى  کله چي د همنوع انسان ژوند د تاريکيو په تېارو کښي تېرېږي  بايد د همدردى لاس ورته وغځول شي د ښه مثال د پاره موږ د برق د مخترع زحمت او زېار د نظره څخه نه شو غورځولاى ځکه هغه د خپل علم په درلودلو سره د دنېا توره تېاره روښانه کړه که څه هم نوموړي د خپل ځانه سره هيڅ هم يو نه وړل خو د خير اوبرکت پېرزوينه يې داده نن ورځ د نړۍ په هرګوټ کښي رسېږي  دا چي د همدې برق د توليد څخه په ناوړه ګټي اخيستلو سره د اټم بمب جوړېږي دا د نوموړي مخترع هدف او پاى نه و بلکه د هغه مرام د خلکو د آرام ژوند او د تېارو څخه د روښنايي لورته  تلل و چي پخپل ارمان ورسېد.

که چيري نوموړى مخترع ژوندى واى هيڅکله  به يې د بشر په ضد د خپلي لاس ته راوړني  ګټه نه واى پرې ښودلاى داچي ورنه سياست مداران د خپل شتون په برخه کښي کار اخلي دا د دوى خپله ګناه ده.

په همدې اړخ کښي د ځان، کور ، کلي او وطن څخه دفاع ( ساتنه ) داسي چي د خپلو لاس ته راوړنو په حق کښي روايت لري  د ژوندانه د اموراتو اوقوانينو په درشل کښي  يو کټلى ، تضمين شوى او د حق قانون دى.

خبره په دې کښي ده د انساني ژوند او انساني حرکاتو په عواطفو کښي د دې خبري پخلى ضرور دى چي د علمي اساساتو په چوکاټ کښي د متقابل لوري پوهولو ته هڅونه وشي که چير د حيوانيت لاري ته ترجيح ورکړي بيا د زور څخه کار اخيستل د هر مظلوم ايماني او وجداني دنده ده. 

د جنګ په هکله خپل ځانته قوانين  او اساس نامې شته  داسي چي :

·           د جنګ تګلاره:

·         ﴿لاَ تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الاٰخِرِ يُوَاۤدُّونَ مَنْ حَاۤدَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا ٰابَاۤءَهُمْ اَوْ اَبْنَاۤءَهُمْ اَوْ اِخْوَانَهُمْ اَوْ عَشِيرَتَهُمْ اُوْلَئِۤكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الاِيْمَانَ وَاَ يَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِّنْهُ وَ يُدْخِلُهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِى مِنْ تَحْتِهَا الاَ نْهَارُ خَالِدِيْنَ فِيهَا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ اُوْلَئِۤكَ حِزْبُ اللَّهِ اَلاَ اِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ(22) ﴾ المجادله

ترجمه: نه به کړى پيدا داسي قوم چي ايمان لري په الله او ورځي د آخرت  چي دوستي وکړي د هغه چا سره چي دښمني لري ( مخالفت ) د الله او د هغه درسول سره که څه هم وي دا دښمنان پلرونه د دوى يا زامن د دوى يا وروڼه د دوى  او يا دوستان د دوى دغه کسان چي دي  ځاى کړل شوى دى په زړونو کښي د دوى ايمان او توصل شوي دي دوى په غيبي مدد سره د الله او داخل به کړي شي دوى په جنت کښي چي بهېږي تر درختو لاندي وېالې د اوبو دايم به وي دوى په دې جنت کښي راضي دى الله د دوى څخه او راضي دي دوى د الله څخه دا ټوله حزب الله يان دي باخبر اوسى چي په تحقيق سره حزب د الله همدوى دي په مراد رسېدلي.   

د اسلامي جهاد د لومړى کرښي عمل کونکي د ايمان په پلوشو کښي تاسو ته در وپېژندل شول دا هغه کسان دي چي د حزب الله په نوم سره يادېږي. د انسان پېژندني او احزابو په کتاب کښي موږ د اسلامي اړخ له رويه دا په ثبوت و ر سول چي د قرآن پاک له نظره انسانان په دري يو برخو يا ګروپونو وېشل شويدي ( حزب الله ، حزب الشيطن او منفافق ) همدا درې ډلي د انسانانو ټولګۍ جوړوي. په دې ډلو کښي دوې د الهي غضب لايق او يوه يې د حزب الله کاميابه ډله ده. خو په دوو دوږخي ډلو کښي کافر ( حزب الشيطن ) تر منافق بهتره دى ځکه منافق د خپل عمل په سبب د دوږخ په شديد ترينه شېله کښي ځاى لري.

سپيناوى:

مسلمانان تل د جهاد دپاره که تبليغي وي يا رزمي  په دې  ماء مور

شويدي چي د جهاد په مقابله کښي د مال او جايداد پروا و نه ساتي ځکه جهاد يوازي د الله پاک د رضا حاصلول او د هغه پاک پروردګار د اوامرو تابعيت دى نو په حقيقت کښي  دوې هندوانې په يوه لاس نه اخيستل کېږي يعنې داسي نه ده چي د الله پاک د لاري په جهاد سره وزي خو د هر مال او جايداد په وړاندي سست شي او يا دنفس زور پرې غلبه وکړي ځکه شيطان انسان دېته هڅوي چي د الله پاک قهر او غضب ته نژدې شي او په داسي افعالو يې بوخت کړي څو د نېکى په عوض بدى و زېږوي مګر الله پاک اراده لري چي خپل بندګان پاک کړي او د هر زحمت په مقابله کښي دوه چنده اجرت ورکړي له همدې کبله دا آيت د لومړي توب حق لري د لارښوونو په غرض ځکه د موضوعاتو په سپيناوي کښي د حقوقو د تاء مين اداينه کېږي او په آني فيصله باندي چي د شواهدو او اسنادو موجود ديت نه وي غلطه فيصله صادريږي چي نتيجه يې سپکاوى، شرم،دښمني او خجالت دى په دې دنيا کښي خو د عذاب او لعنت د حکم تعميل دى د آخرت په ورځ دالله پاک په قضاوت سره. که چيري د يوې وړې ذخيرې په ګټلو سره دروند بار په شاکول د يوه شخص په تکل کښي قبول وي د ډېر حماقت ځاى به يې ځانته تراشلى وي.  

نور بيا

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz