Friday, September 10, 2010   مبارکه جمعه (جمعه)   ١٠ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

دليکوالو ليکنې

ليکونکى : څېړندوى الحاج احمدشاه ( پوپلزى)

غزا (جهاد)

(2٣)

 

د دې ټولو لنډو مثالونو په  ليکلو سره د ثبوت په حق کښي هيڅ شک او ترديد پيدا نه شو چي د الهي مقرراتو او قوانينو په لړکښي د حضرت  محمد (ص ) بعثت او د قرآن پاک نزول يو ضروري او د پام وړ خبره وه ، ده او وي به .له همدې کبله قرآن تصديق کونکى د آسماني کتابونودى لکه:

﴿نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَاَنْزَلَ التَّوْرٰةَ وَالاِنْجِيْلَ(3)مِنْ قَبْلُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَاَنْزَلَ الْفُرْقَانَ اِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِاٰ يٰتِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ (4) ﴾ اۤلعمران

ترجمه: نازل موکړ پرتا باندي  قرآن په حقه سره تصديق کونکى دى د هغه څه چي ستاسي په لاسونو کښي دي په همدې ډول نازل کړې شوى و تورات او انجيل، مخکښي له تانه  هدايت کونکي وه د پاره د خلکو په همدې ډول نازل کړ شو فرقان  (قرآن ) په تحقيق سره هغه کسان چي کافران شوه په آياتونو دالله د دوى د پاره عذاب دى دردناکه او الله ډېرغالب او خاوند دانتقام اخيستلو دى.

د اسلام د دين حقانيت او علمي دريځ په دې کښي روښانه دى چي د نورو اديانو پېژندنه او د کتابونو رسالت يې د خپل وخت او زمان په چوکاټ کښي د انتخاب شوي استاذو ( رسولانو او انبيآء عليهم السلام ) په وجود دايمان درلودلو په ښکاره اظهار سره لري  داسي نه ده چي د تيرو شوي يو انبياۤء عليم السلام په نه منلو کښي خبري و کړي لکه د نن ورځي غير اسلامي اديان چي د خپلو پوچو او بېمعنا نظرياتو په درلودلو سره د حضرت محمد (ص ) شان ته نظر نه لري او د قبوليت وړ يې نه ګرځوي حال داچي د نن ورځي ټول انساني کړنلاري د علمي پوهي په وجود سره د همدې اسلام له لوري بنياد او عملي شويدي. داچي حضرت محد (ص ) د الهي نظام د خدمت د پاره د مځکي پرموخه ټاکل شوى و د عمر ټوله وختونه يې په همدې الهي خدمت کښي و لګول او د دنيوي خواهشاتو هيڅ پروا يې نه کول چي دا خپله د حق ثبوت دى ځکه هيڅ رهبر داسي نه کوي چي خپل ټول عمر د خلکو خدمت ته وقف کړي او د دنيا عېش ته شاه کړي.

حضرت محمد (ص ) آخرنى پيغمبر دى د الهي قانون په درشل کښي.

﴿مَا كَانَ مُحَمَّدٌ اَبَا اَحَدٍ مِّنْ رِّجَالِكُمْ وَلٰكِنْ رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا(40)﴾ الاحزاب

ترجمه: نه و محمد مګر پلار د يوه د سړيو ستاسو څخه  او دومره خبره ده چي رسول دالله دى او آخري د انبيآء و ( د نبوت دپاره آخر پيغمبر دى چي تر ده  وروسته بل نبي او پېغمبر نېشته ) او  و الله  د پخوا نه  په ټولو شيانو باندي عالم. 

دا په دې خاطرچي

﴿وَمَا مُحَمَّدٌ اِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ اَفَاِيْن مَّاتَ اَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى اَعْقَابِكُمْ وَمَنْ يَّنْقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَّضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا وَّسَيَجْزِى اللَّهُ الشّٰكِرِينَ (144) ﴾ آلعمران

ترجمه: او نه و محمد مګر رسول په تحقيق سره تېر شويدي مخکښي له ده نه  رسولان  که چيري  دى مړ شي او يا و وژل شي ګرځى به په عملکردونو پخوانيو خپلو او هر هغه څوک  چي و ګرځېدى  په عملکردونو پخوانيو خپلو هيڅکله  ضرر نه شي رسولاى  الله ته  ژر دى چي  پوره به کړي جزا د نېکيو الله شکرکښونکو ته.

مجموعي هدف دتصديق او پوهي په خاطر.

﴿وَالَّذِينَ ٰامَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَمْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ اَحَدٍ مِّنْهُمْ اُوْلَئِۤكَ سَوْفَ يُؤْتِيهِمْ اُجُورَهُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيْمًا(152) ﴾ النسآء

ترجمه: او هغه کسان  چي ايمان لري په الله او په رسولانو د ده او هيڅکله بېلوالى و نه کړي په مينځ د يوه د دوى کښي نو دغه کسان  ژر دى چي ور به کړي دوى ته  مزد د نېکيو د دوى او و الله له پخوا نه بخښونکى مهربان ذات.

يو بل دليل د پاک والي د حضرت محمد (ص ) په هکله دادى چي نوموړى ناخوان و يعنې ليک لوست يې نه وزده همدا خبره الله پاک په تورات او انجيل کښي هم ذکر کړېده د هغه وخت شاعران ، ژبپوهان، مخه ور او ټول عوام په دې خبره شهادت ورکوي دا چي خبره د حق ځاى نيسي نو د دې دومره لوى او د فيلسوفانه قوانينو څخه څنګه کېداى شي يو نا خوان سړى ووزي دلته په ثبوت رسېږي چي دا کلام حق او الهي دى ځکه دهيڅ بنده مغزي استقرار او ستقلال د دې شانتي کلام د تحرير لياقت نه لري او نه هم د داسي استعداد درلودونکى تر اوسه کوم انسان شويدى که بيا دا هم نه مني نو د خپل تورت اوا نجيل په صفحاتو کښي دي وګوري.او که بيا دا هم نه مني نو د هغه کس چي د دې قرآن په ليکلو کښي لاس درلودى ولي ذکر نېشته ځکه داسي څوک پيدا کېږي چي خپله دومره لاس ته راوړنه په مفتو خلکو ته ورکړي او د خپل ځان پرځاى د بل خداى چي لوى او حق دى تعريف وکړي؟

﴿الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الاُمِّيَّ الَّذِى يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِى التَّوْرٰةِ وَالاِنجِيلِ يَاْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهٰهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبٰتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمْ الْخَبَاۤئِثَ . ( ١٥٧ ) ﴾ الاعراف

ترجمه: هغه کسان چي مطابعت کوي د رسول  نبي چي امي دى هغه رسول چي پيدا به يې کړي دوى په ليکل شوي حالت سره په نزد خپل په تورات کښي او انجيل کښي، همدا رسول امر کوي دوى ته په نېکى سره و منع کوي دوى له منکر( بدى ) څخه  او حلال کوي دوى ته ټول پاک شيونه چي دوى حرام کړي و  او حرام کوي پردوى باندي هغه څه چي خبيث دي.....

همدا ډول په بل آيت کښي داسي فرمايي:

﴿فَاٰمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الاُمِّيِّ الَّذِىْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَكَلِمٰتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (158) ﴾ الاعراف

ترجمه: ايمان راوړى په الله باندي او په رسول د هغه هغه نبي چي امي

دى هغه رسول چي ايمان لري په الله او په ټولو خبرو دالله او پيروي وکړى د ده ښايي تاسي پرهدايت شى.

اوس دا ثابته شوه چي انبيآء ( ع ) ټوله د يوې  لاري او يوه هدف تګلاري وه چي د توحيدپرستى ادعاء يې درلودل او هيڅ نوع اختلاف د دوى په مينځ کښي نه و داچي د قوانينو د تطبيق په هکله د هر نبي خپل ځانته الهي لارښووني وې دا د الله پاک اراده وه نه د نبي يا رسول.

په همدې ترتيب په موږ دا فرض دي چي د ټولو انبياۤء (ع ) قدر داني وکړو او د دوى په مينځ کښي بېلوالى د تفوق په لحاظ و نه ساتو ځکه درجه او منزلت و بنده ته الله پاک ورکونکى دى نه په خپله بنده له همدې کبله داچي الله پاک حضرت محمد (ص ) زموږ د پاره نه بلکه د ټولي نړۍ د پاره په نبووت مبعوث کړ دا د  الله پاک اراده او اختېار دى موږ که چيري د آيدياليزم په حلقه کښي صادقانه ايمان لرو بايد سر غړونه ونه کړو او داسي الهي ارشادات چي د مځکي پرموخه د صلح، آزادى، حق او عدالت نه بل څه نه لري ولي و نه منو.داسي چي په نړۍ کښي د سواد زده کړي د پاره د معلمينو او استادانولارښوونو ته ضرورت دى داسي د مځکي پرموخه د ټولو انسانانو دپاره د لارښود په حيث هم يوه شخص ته ضرورت دى چي الهي ارشادات خلکو ته ورسوي او هغه د دې نړۍ حضرت محمد (ص ) دى دا چي په جسمي لحاظ دا مبارک نن په موږ کښي نېشته نو الله پاک د مځکي د نظام د ساتلو د پاره خپلو مخلصو بندګانو ته دا دنده ور په غاړه کړېده چي د حق تبليغ و لري  او د الهي ارشاداتو د رسولو عهده داري تر هغه قانون لاندي کوم چي ورته ښوول شوي دي په قرآن پاک او د رسول الله (ص ) په عملکردونو کښي په ټول طاقت سره تر سره کړي.که چيري د يوه مملکت رهبر د خپلي ولکې لاندي خاوره کښي د تبليغ

حق لري داسي الله پاک هم د خپلو کائيناتو په برخه کښي د انتخاب الرسول او ارسل کتب مکمله واکمني لري.

نور بيا

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz