دوکتور مير عبدالرحيم عزيز
زيږ،
ټکر او له سياسته ليرې
د افغانستان د لاس پوڅي حکومت
او د ايران د فاشيستي اخوند
نظام ترمنځ
څه
موده مخکې د افغانستان د مستعمره دولت يو شمېر پارلماني استازو
ايران ته سفر وکړ. د ايران د ارتجاعي پارلماني ډلگۍ د هغو
تيرايستونکى هرکلى وکړ. د هغو لومړنى روغبړ ښه و. بيا د وخت له
تېرېدو سره يې ادبي او سپک کتل. په پاى کې يې ناندرې ډېرې شوې.
په يوې ميلمستيا کې د ايران د ولسي جرگې مشر لاري جاني
افغانستان يو سپک او نيول شوى هېواد وباله. د افغانستان د
نيولو په برخه کې بويه ووايو، چې د بين الدول د حقوقو له مخې
شک ... همداسې ده يو پوه سړى که لږ لوست ولري هغه خبره نه شي
ورگرځولې. همدارنگه د يوه نيول شوي هېواد حيثيت تل تر پښو
لاندې وي څو چې افغانستان خپله خپلواکي ترلاسه نه کړي او يو
اسلامي ملي نظام ونه لري نو گاونډي هېواد دا ملنډې وهي.
لاريجاني لږ تر لږه دې ته کتلي واى چې افغانستان د هغوى گاونډي
دى او داسې سپکې خبرې يې بويه نه واى کړې. په تېره بيا چې د
ايران دغه نظام د نړيوالې امپرياليزم د يوې دسيسې له مخې جوړ
شوى دى د افغان د استازو يوه غړي لاريجاني ته د شخصي احساس له
مخې نه ملي وويل: تاسو د بن په جرگه کې گډون کړى و. اوس هم
تاسې ياستئ چې د افغانستان له حکومت سره سياسي اړيکي ټينگې
کړئ. دا ځواب له سياسي اړخه معقول ښکاري.
د
لاريجاني خبره په بشپړه توگه نه شي ځواب کيداى. دا خبره مو
وکړه، چې له شخصي احساس نه ټوکيدلى وه. نه ملي ځکه افغانستان
يو خپلواک هېواد چې د ولسي جرگې يو غړى وکولاى شي د لاريجاني
په مخ سپېړه ورکړي که چيرې د افغان د ولسي جرگې ملي خلک واى
بيا يې د ولسي جرگې غړيتوب نه مانه او داسې بې خونده سفرونه يې
نه کول.
ټول
پوهيږو، چې افغانستان د سياسي، پوځي او جاسوسۍ د زور ښودلو يو
ډگر دى. ايران او پاکستان دواړه غواړي خپل رقيب ته لکه د شطرنج
لوبه يو بل ته ماته ورکړي، بايلودونکى افغانستان دى. او د هغه
ستونزمن خلک دي. زمونږ نه هېره شوې نه ده چې څه موده مخکې د
افغانستان په څو ښارونو کې مظاهرې وشوې. چې ايران يو شمېر
افغانان وژلي و. بيا ايران د خپلو لاسپوڅو په مرسته افغانستان
کې داسې مظاهرې وکړې چې افغانستان کې د مسيحيت تبليغ کيږي. بيا
دواړه خواوې غلي شول. خپل ياران يې سرټيټي پرېښودل. دا هم بويه
وويل شي ولې هغه خلکو له پاره مظاهرې نه کيږي چې عام خلک دي او
د بهرنيو له خوا په افغانستان کې وژل کيږي ؟