Sunday, September 05, 2010   یکشنبه (توار)   ٥ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

دليکوالو ليکنې

ليکونکى : څېړندوى الحاج احمدشاه ( پوپلزى)

غزا (جهاد)

(20)

د عراق په خاوره د جورج ډبليو بش دوهم ځل يرغل چي د ملل متحد د پريکړو په خلاف او د جهاني قوانينو څخه په خلاف ورزى سره تر نن پوري دوام لري د څه خبري ښکارندوي کوي د کوم الزام ثبوت وړاندي شويدى چي ديوه آزاد مسلمان ملک په رسمي پيژندګلوى سره پرې حمله کېږي او هغه د خپل اشغال ميدان ګرځوي او د هغه مسلمان رئيس جمهور په دار ځړوي؟بس  د دې ظلمونو دپاره يوه لاره ده چي د مرګ ترساعته د خپل ناموس او ملک څخه ساتنه.

 تر دې ځايه پوري د جنګ په هکله لنډ معلومات وړاندي شول او زموږ لوستونکي په دې پوه شول چي حق او نا حق جنګونه کومو ته ويل کېږي د هغوى عوامل هم ذکر شول او تګلاري يې هم څه ناڅه و ښودلي شوې او س په بله برخه د همدې مضمون شروع کوو چي هغه د جواب يا دفاع حالت دى په کومو مواردو کښي ، د کومي مفکورې له لاري او د کوم قانون په چوکاټ کښي.

داچي زموږ دين اوآ ئين د اسلام مقدسه تګلاره ده او د قرآن پاک په پلوشوکښي د هغه قوانينو تطبيق زموږ په غاړه د ځنځير شکل لري ( د خپل سريو او خودخواهيوڅخه مو منع کوي ) غواړم تاسو ته د نبوي تګلاري او الهي ارشاداتو په رڼا کښي څېړني په هغه ډول وليکم کوم چي د همدې دوو ارشاداتو څخه سرچشمه  لري.

سرخوهغه دى چي په دار شي ځوړند×  نه چي اغيارته خوار و زار شي ځوړند

زموږ پښتنو په دستوره کښي نېشته × چي د غلام په دود نامدار شي ځوړند

احمدشاه نه مري نامردان  په  ميدان ×  سپه  سالار  په  افتــخار شي  ځــوړنــد

درې يم فصل

 

غزا

 

د اسلامي پاکو نظرياتو په درشل کښي د حق د تضمين او د عدالتي نظام د رايج کېدلو په خاطر د نړۍ په موخه هغه هلي ځلي چي داسلامي نړۍ او انساني تيورى د قبول وړ ګرځېدلي او بين المللي قوانينو ملا تړ ورسره وى ويل کېږي. د ژوندانه په دې حساسه مرحله کښي چي د مځکي پرموخه د يو لړ ناخوالو د را پورته شوي يو ناندرو تپل  د پاک اسلامي نظام په سر د خبرو تود ميدان جوړوي رابرسېره کړوداسي به و وايو د نن ورځي ناخوالو موږ و دې ته وهڅولو چي د خپل مهربان خداى (ج ) په مرسته او اعانت سره هغه څه چي د همدې مقدس دين ، قانون او آئين دستور اوقاعدې دي د نړۍ په موخه د حق بينو په موخه کېږدو د باطلو افکارو او عملکردونو غندنه وکړو او د خپل پاک دستور وړانديز په عامه نظرکښي څرګند کړو.

دا ناندرې و لي راپيدا شوې او د دې ناندرو شاته کوم لاس دى دا هغه بېله مسئله ده چي دخپلو لوستونکو په وړاندي به کېښودل شي.

په لومړي سر کښي بايد دهغه سوال په جواب کښي و ويل شي چي د اسلام د مقدس دين  په هکله تبليغ او د الهي قوانينو رسالت ولي مينځ ته راغلى ځکه د اسلام څخه مخکښي هم الهي اديان موجود وه ؟

جواب: زموږ په نورو کتابونوکښي دا خبره روښانه شوېده چي موږ په دې نننى نړۍ کښي دوې عقيدې پېژنو يوه يې د آېدياليزم او بله يې دماترياليزم

عقيده ده.

آېدياليزم: د هغه مفکورې پيروانو ته ويل کېږي چي د دنيا امورات د الهي قدرت په ولکه کښي ويني او د لوى رب الله (ج) ذات په يګانګي سره مني داچي د شريک، يا واسطه لاره ورته د خپل ځانه څخه ټاکي خپل ځانته بحث دى خو په مجموعي حالت کښي د سماوي دين او قدرت منونکي دي ( يهودان، عېسويان ، مشرکان ).

دا کسان د مځکي پرموخه د ٩٩% شمېر خپل ځانته ګټي په دې لحاظ د آيديالستانو په نوم يادېږي.

ماترېاليزم: دا هغه ننني اوپروني کمونستان دي چي کائينات د خپل سري قانون زېږنده بولي او د الهي قوانينو يا قدرت سخت مخالفان دي ځکه په اقليت کښي واقع شويدي اودنن ورځي ديوه فيصد برخه هم پوره نه شي کولاى.له همدې امله موږ د دې نظريې په طرف خبري نه کوو او نه هم دا خلک په خپل مضمون کښي داخل ساتو ځکه زموږ او د دوى ترمينځ په دې بحث کښي هيڅ تړاو نېشته.

د سوال په جواب کښي چي د اسلام دين ولي خپورشو او ضرورت يې څه و په روښانه ډول جواب ويلى شو په داسي ډول چي د عقل خاوندان پرې خپل سر خلاصولاى شي د اسلامي نړۍ له موخي انسانان د حضرت آدم (ع ) اولاده ده چي د مځکي پرموخه يې تکثيرد زمان په شرايطو سره شويدى د دې خلقت سره سم الهي قوانين د پلي کېدلو په خاطر د پوره نظم اوبرقرارى په لحاظ رامينځ ته شويدي ځکه انسان د خپل پيدايښت  نه وروسته د مځکي پرموخه د قوانينو او پېژندګلوو د پاره ضرورت درلودى څو د انساني ژوند راز ترې په ډاګه شي که څه هم حيوانات د مځکي پرموخه ژوندي موجودات وه خو انسان د علم اوپوهي په لحاظ د عقل په موجودګى کښي بهتره او غوره دى له همدې کبله د حضرت آدم (ع ) په وجود سره لس صحيفې چي د ليک لوست او دنيوي اموراتو څرګندوني په کښې وې نازلي شوې څو انسانانو تر ډېرو وختونو پوري دهغه قوانينو په پيروي ځانونه مکلف ګڼل داچي د بشر خلقت د ورځي څخه تر ورځي پوري د ډېرېدلو په حال کښي و اود وخت انسانانو فنا د زمان د شرايطو سره سم موخي ته بېول کېده احساس په دې ژوندى دى چي د قوانينو او رهبرانو ټاکل هم ضروري اړخ ګرځي په همدې ترتيب سره د حضرت موسى (ع ) تر دور پوري سل صحيفې نازلي شوي چي آخرنى لس صحيفې د حضرت ابراهيم (ع ) په دور کښي مکملي و ګرځېدلې. په همدې ډول د زمان د غوښتني سره سم چي د خلکو د ګڼه ګوڼي او قوانينو د احساس اوضرورت موجودګي راغله الله پاک د لومړي ځل د پاره د تورات کتاب نازل کړ او حضرت موسى (ع ) ته يې د بني اسرائيلو په برخه کښي ثبت وساته.

په همدې ترتيب د زبور الهي کتاب په داوود (ع ) او د انجيل کتاب په عيسى (ع ) باندي د مختلفو ادوارو په جريان کښي نازل شو څو د تکميل حالت يې د رسول الله (ص ) په دور سره ختم شو.      

نور بيا

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz