Sunday, September 05, 2010   یکشنبه (توار)   ٥ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

دليکوالو ليکنې

 

 

امريکا ټوټې ټوټې کيدونکى ده

 

(٨)

  محمد. عثمان . حليف له جرمني څخه  

هيروئين :

دا هغه ورانوونکى نيشه يي توکى دى چې وجود ته د رسېدو سره سم، د نوموړي توکي لس ملي گرامه لوى طوفان ته په مغزو کې زمينه جوړوي او د مغزو عصبي حجرې له منځه وړي.

د هيروئينو د کارونې په وخت کې د خوند او خوښۍ هورمونونه په زياته کچه رامنځته کيږي يا په اصطلاح ترشح کوي او په مغزو کې د نورمال نظام، نظم له منځه وړي، نه يوازې دا چې د عصبي سيستم نورمال حالت او په خپله د هورمونونو د نظام، نظم د بې نظمۍ منگولو ته ورکوي.

په هغه وخت کې چې هيروئين بدن ته ننوځي په کاروونکي د خوند او د خوښۍ د هورمونونو د اندازې نه په زياته کچه د ترشح يا رامنځته کېدو په وجه د بې حده خوند او خوشحالۍ احساس کوي خو په دې نه پوهيږي چې په همدې وخت او همداسې يو حالت کې يې د بدن ډېر اورگانونه د هيروئينو د زهرجنو ورانوونکو اغېزو په وجه د زيان او ناتوانۍ سره مخ دي.

په پخوانۍ يوگوسلاوييې کې يوه څېړوونکى د هيروئينو د اغېزو د څېړلو په لړ کې دې نتيجې ته رسيدلى چې په هغه انداز کې چې هيروئين ځيگر له کاره غورځوي، بل کوم نيشه يي توکى يې نه شي له کاره غورځولى.

د هيروئينو کارونه، که اندازه يې لږه هم وي د بدن په اورگانونو باندې ورانوونکې اغېزه کوي. د هيروئينو کارونه د ځيگر، د اعصابو د سيستم او د سږو حجرې زيانمنوي او د هغو زهرجنو موادود تصفيې او له منځه وړلو په وخت کې چې د هيروئينو د کارونې سره بدن ته ننوتي دي په معده او په کولمو کې د فعاليتونو د بې نظمۍ او په نتيجه کې يې "چاودنې" او "پړسوبونه" په کولمو او معده کې رامنځته کيږي چې په پاى کې يې کولمې بنديږي.

بل لوى مصيبت دا چې د هيروئينو د کارونې په اوږدو کې څو مياشتې وروسته د زړه حجرې په لومړي سر کې تاواني کيږي او په پاى کې له منځه ځي او په زړه کې د وژونکو پړسوبونو سبب گرځي.

د پتالوجۍ يو ماهر چې Steven Karch نوميږي وايي چې هغه ورانونه چې هيروئين يې په بدن کې رامنځته کوي بل نيشه يي توکى يې نه شي رامنځته کولې.

نيکوتين :

د نيکوتينو اغيزې د کوکائينو او هيروئينو په څېر نه دي بلکې د اغيزو او زيان رسولو بڼه يې د هغو سره توپير لري.

هغه زهر کوم چې په ميليونونو انسانان يې هره ورځ د سگرټو او .... د څکولو له لارې اخلي، د سږو د سرطان لوى علت دى چې په نوموړې ناروغۍ اخته ناروغ د مرگ منگولو ته ورکوي.

د ژنيستيکي ناروغيو يو انگريزي ماهر چې Peter Campbell نوميږي وايي چې نيکوتين په وجود کې د ژنيستيکي بدلونونو لپاره زمينې جوړوي او نوموړى په ټوکو وايي چې نيکوتين په وجود کې حجرې کله هم له منځه نه وړي، بلکې د سرطان دانو ته پولو پورې هغه لويوي.

نوموړى ماهر وايي چې د پنځه لسو سگرټو د څکلو په نتيجه کې يو ژن خپل څرنگوالى له لاسه ورکوي او بدليږي خو داسې چې زيان رسوونکې بڼه غوره کوي.

لکه چې وويل شول د سگرټو څکول د ژن څرنگوالى بدلوي او هسې يو بدلون د سرطان د ناولي ناروغۍ رامنځته کېدو ته زمينې او لارې جوړوي.

د ډېرو څېړنو او تجربو په نتيجه کې د دې اثبات شوى دى چې د سگرټو څکول او د تنباکو څکول په بله بڼه، د دوو درې لسيزو په اوږدو کې خامخا سرطان رامنځته کوي چې مطلب يوازې د سږو سرطان نه دى دا هم بايد وويل شي چې د هر يوه سگرټو په څکولو کې د سرطان د ناروغۍ د رامنځته کېدو ٦٥ لمسوونکي يا محرکه ليدل شوي دي.

ځنې امريکايي څېړونکي چې د سگرټو څکوونکي او د سگرټو د څکولو پايلې يې څېړلې دي وايي چې د سگرټو څکونه کولي شي چې د شامي يا د بوي کولو احساس او همدارنگه د سترگو ليد په کلکه زيانمن کړي.

نيکوتين له هرې لارې نه چې وجود ته ننوځي د دې په څنگ کې د سږو سرطان د ناروغۍ سبب گرځي. د پوستکي د سرطان ناروغۍ هم رامنځته کوي او د نيکوتينو ځاى په ځاى کيدل په رگونو کې د هغوى د تنگېدو سبب گرځي او په دې ډول وينه نه شي کولې لکه څنگه چې ښايي په ټولو اورگانونو کې جاري پاتې شي او هر ځاى ته ورسيږي. په تېره بيا هسې بې نظمي د وينو په رسيدو کې له زړه نه ماغزو او له ماغزو نه زړه ته او همدارنگه په زړه او ماغزو کې هر گوټ ته د زړه او د ماغزو د فعاليتونو د درېدو سبب گرځي چې اکثراً ناروغ د مرگ لمنې ته ورغورځوي.

د تنباکو په څکولو سره په واقعيت کې څکوونکى د خپل وجود هر گوټ د زهرو يا نيکتينو ځاى په ځاى کېدو ته سپاري او بايد زياته شي چې نيکوتين د دې په څنگ کې، لکه چې وويل شول د سږو سرطان او د پوستکي د سرطان سبب گرځي. کيداى شي چې د معدې د سرطان او د سا ايستلو د لارې يا د مرۍ د سرطان سبب هم شي.


 نور بيا. . .

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz