|
ليکونکى : څېړندوى الحاج احمدشاه (
پوپلزى)
غزا (جهاد)
(20)
|
درې يم مثال:
د مثال دپاره:
د
طالبانود حکومت د راپرځولو دپاره غربي نړۍ او د هغوى همسنګرو و
پتې ېله چي د افغانستان رسميت په ملل متحد کښي د سوال خبره شي
همداسي يې وکړل بغير د عربستان سعودي، پاکستان او قطر څخه بل
چارسمي اړيکي نه درلودلې او نه هم په جهان کښي افغانستان چا په
رسميت پېژانده.
دوهم مثال:
همدا افغانستان د شوروي
د اشغال په وخت کښي د غربي نړۍ څخه د دېپلوماتيکي اړيکو په
لحاظ منزوي وساتل شو او د امريکې هېواد خپل سفارت هغه وخت
وتاړه کوم وخت چي د امريکې سفيرد کابل په هوټل کښي اسير او وو
ژل شو په دې مرحله کښي افغانستان او امريکې هيڅ اړيکي نه
درلودې.
درې يم مثال:
د اېران د شاهي نظام په
ختمېدلو سره د اسلامي جمهوري اېران اعلان دولت دې ته وهڅاوه
چي خپل په ميليارډو ډالره د امريکې څخه واخلي داچي د امريکې
دولت په رضا دا کار نه کاوه نو د ايراني دولت په ملا تړ د
امريکاي سفارت څخه ډيپلوماتان په يرغمل ونيول شول څو په نتيجه
کښي امريکا دېته مجبوره کړل شول د ايران پيسې مسترد کړي او خپل
حق ورته ورکړي خو په نتيجه کښي تر نن پوري خپل سفارت په اېران
کښي بند کړ او ديپلوماتيکې اړيکي يې ور سره وشلولې.
څلورم مثال:
د دادفور په داخلي چارو
کښي چي د افريقايي هوادونو څخه يو دى لاس وهنه د انتخاباتو په
غلطي کړنلاري سره ديوه رسمي مملکت د انتخاب شوي حکمران نه منل
او په رسميت نه پېژندل د غربي کړۍ له لاري.
· ٥_ اقتصادي محاصره.
په دې ټوله پوهېږو چي د
ژوندانه لومړنى او آخرنى ارمان د وجود او بقا په خاطر د سالميت
او مدافعې په لحاظ د آخرت د توښي او د ژوند د هوسايي عامل
اقتصاد دى که چيري دا تګلاره ناتوانه وي د ژوندانه په اړخ کښي
چي څومره سهوليات دي نه ميسره کېږي او د کمال درجه د علمي
پرمختګ په لاره ښي لاس ته نه راځي. ماده په خپل ذات کښي د
انسان د خدمت په خاطر پيدا شوېده داچي دا ماده څنګه لاس ته
راځي او په کومو مواردو کښي ترېنه کاراخيستل کېږي هغه خبري دي
چي د انساني معاشرې په مغزي جوړښت پوري د اختلا فاتولمني ته
پراختېا ورکوي څوک د خپلي رائي په خاطر او څوک د بين المللي
قوانينو تر اصولو لاندي او څوک د عقيدوي طرز په چوکاټ کښي پرې
بحثونه لري موږ د دې تشريحاتو څخه نظرګرځوو خبره پر دې ده چي د
همدې ضروري اړخ د پوره کولو په خاطر چي د ژوند معيشت په کښې
نغښتى دى ابر قدرتونه د خپلي ګټي په خاطرموخه نيسي او نه
پرېږدي هغه ملک چي دوى ورته خپلي سترګي برګي کړيدي د قوي
اقتصاد خاوند شي دا ناځوانمردانه حرکت د دې باعث کېږي چي
کمزوري هيوادونه تل د لويو قدرتونو ښکارشي که څه هم په يوازني
ډول د دې عملکرد موخه د يوه مملکت په ولکه کښي نه شي راتللاى
خو داچي د ناټو په پکت کښي د دنېا پرمختللي هيوادونه شامل دي
نو ځکه په ګډه سره د يوه ضعيف دولت د راپرځولو امکانات
ميسرکېږي.تجارتي لاري، صنعتي محصولات ، زراعتي حبوبات او د
مېوو صادرات يې په ټپه درېږي همداسي د وارداتي اجناسو په
وړاندي يې دتعزېراتو بنديزونه دې ته اړباسي چي په ملک کښي د
قحطى او غمونو لړى خپله موخه پرانېزي.
لومړى مثال:
په افغانستان باندي د
شوروي نظام په داخلېدلو سره د اقتصادي محاصرې دوام د طالبانو
تر حکومت پوري چي د هواي او ځمکني دواړو لارو موخه بندول و په
ېاد کښي راولى مقايسه يې د شوروي نظام د اشغال سره داوه چي د
غرب له لوري صادرات و افغانستان ته قطع خو د هواي لاري پرانستل
موجود و.
دوهم مثال:
د اېران د اټمي بټى د
جوړېدلو په وړاندي د غرب عکس العمل د ملل متحد د تعزېراتودرې
وړاندېزه او تصويب دى څو د اېران د ملک اقتصاد ناتوانه کړي او
د غرب خواهشاتو ته غاړه کېږدي.
ډېر داسي نورمثالونه چي
دلمر په شانتي څرګندونى لري او هره موقع يې د تلوېزيون او
راديو له لاري تاسو اورېدلاي او ليدلاى شى دا ټوله هغه بهانې
دي چي ديوه مملکت د تسخير د پاره په کار اچول کېږي ځکه موږ
مخکښي تشريح کړل چي د پروني استعمار او استثمار کړۍ نن ورځ په
هم هغه پخواني شکل سره شته خو د تغيراتوپه منلو سره يې خپله
کړنلاره بدله کړېده او رنګ يې پرې پاشلى دى.
٦_ د قووت څخه کار
اخيستل.
آخرنى لاره چي د دې ويل
شوي يو ټولو قواعدو څخه بيا هم يو ملک خپل ځان تسليم نه کړي و
ابر قدرتونو ته نو په ډېره بېرحمى سره د وحشي ځناور په شکل پرې
حمله کېږي او داسي کړنلاري ورته سنجول کېږي چي انساني تاريخ
پرې شرم کوي په دې کړنلاره کښي غاصب قووتونه لاس برى لري ځکه د
اتحاد او خپل نمايشي قووت د ښودلو د پاره هغه تشدد پرځاى کوي
کوم چي د وحشت او دبدبې لمنه خپره کړي او د نورو ضعيفو
هيوادونو په زړه کښي رعب وغورځوي د ملل متحدپرېکړي په دې وخت
کښي د انصاف او جنګي قوانينو په حق کښي چوپي پاتي وي ځکه د
ابرقدرت د زور ورځي وي او اپرچونسته راټول شوي بيا هيڅکله
دانسان دوستى او بشر په نامه پرېکړي نه لري.
د لومړي مثال دپاره:
د عراق په لومړي جنګ کښي
دجورج بش او د هغه داتحاديونو هغه دريځ چي د جنګي سامان آلا تو
نمايشي دور يې و جهان ته وښود ښه په ياد لرو.
په دوهم مثال کښي :
د افغانستان په پاکه
خاوره د جورج ډپليو بش تګلاره د طالبانو په ضد د هغه ٢٠ زره
کېلوګرامه، ١٥زره کېلوګرامه بمونو څخه برسېره هغه کېمياوي او
بيولوژيکي موادو استعمال چي بشري نړۍ يې حيرانه کړې وه ځکه دا
مواد تر هغه وخته پوري په جهان کښي نه چا استعمال کړي وه او نه
هم ډېرو ملکونو پېژندل وغورځول شول حتى تر دې چي د امريکا څخه
په نشراتي تبليغاتو کښي بشر دوسته انسانانو چيغي کړې چي
افغانستان د امريکې د کېمياوي لابراتوار ميدان ګرځېدلى دى د
هيڅ يوه پښتون مسلمان او افغان د ياده نه وزي. ځکه دا يوه
بهانه وه د ١١ سپتمبرد لادن په نيولو کښي.
که داسي خبره رشتېا واى
نو د دې ٨ کلونو په دوام کښي ملا محمد عمر او لادن و لي و نه
نيول شول دا ولي ورک شول؟
تر نن پوري همدا بېګناه
مسلمانان د بمونو په اور کښي د ٣٦ ملکونو په اتحادسره سوځي خو
د خپل مقاومت او ايمان څراغ يې ژوندى ساتلى دى.
نور
بيا