Friday, September 10, 2010   مبارکه جمعه (جمعه)   ١٠ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

دليکوالو ليکنې

 

 

امريکا ټوټې ټوټې کيدونکى ده

 

(7)

  محمد. عثمان . حليف له جرمني څخه  

دکوکائينو د استعمال کوونکي دسا ايستلو پروسه له نورمال حالت نه وځي او دزړه ضربان يې زياتيږي او ددې په څنګ کې د وجود دتودوخې درجه لوړيږي او هغه هم داسې، چې که دعلاج لپاره په هڅولاس پورې نه شي نو ښايي داستعمال کوونکي ژوند دمرګ سره مخامخ شي .
دوجود دتودوخې ددرجې دلوړتيا په وخت کې هغه ميکانزم ،چې دوجود دغړو دساتنې او څارنې دنده په وجود کې ور په غاړه ده، دخپلې دندې په وجه په زيات فعاليت لاس پورې کوي ترڅو دوخه بيرته نورمال حالت ته راټيټه کړي خو وبه نه توانيږي او په دې ډول به دلوړې تودوخې په وجه دوجود اوبه مخ په وچيدو شي او په پاى کې به دوجود غړي يو په بل پسې له فعاليت نه ولويږي .
په هره اندازه، چې دکوکائنو دکارونې کچه لوړه او او اوچته شي په هماغه کچه دبدن زيات اورګانونه په کم وخت کې زيانمنوي او په پاى کې يې که کارونه جارى پاتي شي استعمال کوونکي له مينځه وړي .
کوکائين که دپزې له لارې استعمال شي له څو مياشتو نه وروسته دپزې دننه پوستکى زيانمنوي او هغه هم داسې چې دوينې دجارى کيدو سبب او په پاى کې د (شامې) داحساس دله منځه تلو سبب ګرځى .
ميرمن پاتريسيا مولينا او دهغې څيړونکى ډله چې مخکې مو له هغې نه يادونه وکړه دخپلو څيړنو په يوه پړاوو کې دى نتيجې ته رسيدلى دى چې دکوکائينو زيات او پرله پسې کارونه په اوږده موده کې ددې سـبب ګرځي، چې دوينو په سپينو کروياتو کې ځينې بدلونونه رامنځ ته شي او په نتيجه کې يې دالبومينو او ګلوبينو کچه چې په واقعيت دبدن دپوستکي ساتونکى دى دهغه زهرجنو موادو داغيزو په وړاندې د، چې غواړي پوستکي ته زيان ورسوي ټيټيږي او هسې يو بدلون دې ته لار جوړوي چې په ځيګر کې دزهر جنو موادو په وړاندې د دريدنې توان له لاسه ورکوي او په دې ډول دانسان د ټول وجود لابراتوار دتجزيې او تصفيې توان له منځه ځي ،چې په دې وجه به د ځيګر په څنګ دنورو اورګانونو فعاليت هم په ټپه ودريږي او انسان به دمرګ لمنې ته ورغوزوي .
همدارنګه کله چې دوينو جوړونکى عناصر دکوکائينو دکارونې په وجه خپل څرنګوالى له لاسه ورکړي نو سمدلاسه دوجود دمدافعي دسيستم تر بريد لاندې راځي ځکه چې نوموړې هسې يو بدلون په څرنګوالى کې نه پيژني او نه يې زغمي او لکه چې دنورو ويرسونو سره مبارزه دوجود دساتنې په غرض کوي دنوموړې بدلون سره هم په مبارزه لاس پورې کوي دهسې يوې مدافعې په اوږدو کې (دکوکائينو دلاکارونې په وجه ) دمدافعې سيستم دمدافعې توان له لاسه ورکوي او په ټولو اورګانو کې په اصطلاح هسې يوې جګړې په پاى کې ړنګې او ورانې پاتې کيږي چې دځينو دبيا ودانۍ او يا جوړونې امکان به هډو عملي هم نه وي .

 

 نور بيا. . .

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz