|
ليکونکى : څېړندوى الحاج احمدشاه (
پوپلزى)
غزا (جهاد)
(19)
|
په دوهم مثال سره:
د اسلام د مقدس دين د
اساساتو خپرول د غربي فرمايشاتو په امر سره بند او د حکومت د
پاليسيو په وړاندي مردود ګڼل د هغه کړنلارو نمايندګي کوي کوم
چي د ابر قدرتو له لاسه د خپلي ګټي په خاطر مينځ ته راغلي دي.
درې يم مثال:
د اسلامي عقايدو او ايمان
په درلودلو سره د غرب يا پردو متجاوزو په وړاندي عکس العمل د
طالب، القاعده، سخت دريځ،تندروان او دهشت ګردو په نوم سره
يادول د هغه ملکونو کار دى چي د خپلي آزادى څخه لاس په سر او د
غرب په رڼا کښي خپل ژوند د سوى په شکل ويني.
دا ټوله مضبوط مثالونه په
دې اراده ذکر شول چي د ننني استعمار د پاره ميډيا هم خپل رول
اداء کولاى شي او په خپل وخت کښي په کار اچول کېږي د تقديم په
خاطر.
· ٣_ د سازمان ملل د تعزېراتو پرېکړو ته هڅونه.
په درې يمه درجه کښي ابر
قدرتونه د همدې لاري څخه کار اخلي ځکه د يوه ملک د اقتصادي
نظام د تضعيف او سرټيټولو د پاره يوه غوره لاره دا هم ده چي د
ملل متحد د امنيت د شورى له لاري په نوموړي ملک باندي اقتصادي
تعزېرات ولګوي ځکه ملل متحد د امريکې تر مستقيمي ارادې لاندي
کارکوي او د امتېاز درجه يې يوه د وېټو او بله د همدې ملل متحد
انسجام ته د سپورټ اوساتني تګلاره ده يعنې که د وېټو لاره پرې
بنده شوه د خپلي بلي امتېازي لاري څخه ګټه ورته حاصله ده چي
هغه کولاى شي د ملل متحد چوکاټ ته په خپله خاوره کښي د تضمين
او مالي مرستي په نه ورکولو سره و هڅوي د امريکې د خاوري څخه
ووزي او دا خبره په خپل بش د عراق په خاوره د حملې کولو په
اراده څرګنده کړه او د ملل متحد اداره ته يې په مستقيم پيغام
سره دا روښانه کړه چي که د امرکايي دفاع په نامه په مقابله کښي
خنډ شي د خپلي دوهمي امتېازي ګټي څخه به کار واخلي.
خو روسان د دوهم امتېاز
څخه بهره نه لري او يوازي د وېټو حق يې ځانته حاصل کړيدى.
د مثال د پاره:
په دې خاطرچي غرب په
افغانستان کښي د طالبانو حکومت نسکورکړي د سازمان ملل په
تعزيراتو سره يې د هواي او ځمکني محدوديت په وضع کولو سره ټاپه
ولګول يعنې د ملک څخه د باندي نه هواي پرواز کېدى او نه هم د
کومک او خيريه مرستود پاره کوم ملک خپل زړه ښه کاوه، په دې ښه
پوهېدل چي حکومتي چارواګي هيڅکله د غذايي موادو سره نه موخه
کېږي ځکه حکومت د خپلي بقا دپاره د هري ممکنه لاري څخه ګټه
اخلي څو د هغه اردو او پوليسي نظام غښتلى پاتي شي خو بد بختي
په عوامو کښي لوېږي او د دې خبري په پوهېدلو هيڅ بشري ملک خپل
غوږ نه ګراوه.
دوهم مثال:
د ايران د اټمي بټيو د
جوړولو په سر د غرب جنجال د سازمان ملل په چوکاټ کښي د اېران
په ملي بانګ باندي دانجماد نقطه او د هغوى د منابعو څخه د ګټي
د نه اخيستلو پرېکړي.د عالي رتبه فرادو په ويزو باندي د سره
ليدنه او نوري هغه خصمانه تګلاري چي تاسو يې نن ورځ په رېډيو
او تلويزيونونوکښي ګورى او اورى يې.
درې يم مثال :
د اسلامي مبارزينو د
تګلاري په وړاندي د غرب له لوري د ملل متحد په چوکاټ کښي د
مالي منابعو کنګال او د تجارتي بازار د بانکونو په منجمد کېدلو
سره د همدې مبارزې تضعيف.
په همدې ډول په سل هاو
نور مثالونه چي د ملل متحد په چوکاټ کښي د سياسي اهدافو په
تکميل خپل رول لوبوي.
· ٤_ د ديپلوماتيکي اړيکوشلول.
دا هم يوه بله وسله ده چي
د ابرقدرتونو له لوري د تحميل ځاى نيسي په دې برنامه کښي هغه
ملک چي د تسخير د پاره يې سترګي پټي شوي دي په دې او هغه
بهانې سره د نورو ملکونو څخه تجريد کېږي يعنې څوک ورسره
ديپلوماتيکي اړيکي نه ټينګوي يا داسي چي د خپلو سفيرانو تبادله
ور سره نه ټينګوي ، له همدې امله د مرستو او بشري کومکونو لړۍ
پرې بنده ساتل کېږي او د تجارت په برخه کښي د وېزې آسانتېاوي د
بل ملک د ورتللو په خاطر پرې بندي کېږي اقتصادته سخت تاوان
رسېږي او ملک د نړۍ څخه ليري اومنزوي پاتي کېږي دا کار هم د
ملل متحدپه سر د خيانتي دسيسې په تاثر کښي تپل کېږي او د يوه
ملک رسمي حالت په نظر کښي نه نيول کېږي او داسي څرګندوي چي د
انحلال لياقت لري.
نور
بيا