|
ليکونکى : څېړندوى الحاج احمدشاه (
پوپلزى)
غزا (جهاد)
(17)
|
حق او د هغه پيروي:
انساني ژوند د حق په
چوکاټ کښي هغه حقاني فورموله ده چي د پديدې حق بيان کوي
حيواني نظام، آتشي نظام ، سماوي مخلوق او کائينات ټوله د همدې
انساني مخلوقاتو په چوپړ کښي د کبراو ستايني اطلاعات لري دا
ځکه انسان د همدې ټولو مخلوقاتو په وړاندي د برترى جوغه په
خپل سر ټمبلې ده په دې خاطر چي د ازل څخه الله پاک د مځکي
پرموخه د خليفه په لقب سره مخلوق کړ او د علمي دنېا په ورکړي
سره يې پر نورو مخلوقاتو ونازاوه.هغه امتېازونه چي پورته
مخونو کښي ولوستل شول د الهي نظام په حلقه کښي يوازي انسان ته
ورکړل شول دا به څه رنګه د انصاف لاره وي چي د حق په ويلو او
ليدلو کښي لنډ نظر ولرو.
په دې پوهېږو چي د خپلي
لاس ته راوړني مدرک وخپل ځانته منسوب
کړو او نورو ته دا اجازت
ور نه کړو چي زموږ په حريم او محدوده چوکاټ کښي مداخله
وکړي.آيا دا سي نظر چي د خپل ځان پېژندني په هکله موږ ته د
وړاندېزپه شکل را موخي ته شي ګناه ده؟
آيا که موږ د حقايقو
وليدلو ته و هڅول شو دا به زموږ په خير نه وي؟
که د علمي تکنالوژى په
برخه کښي برياليتوب خپله هڅونه بولو آيا د قدرت د اخيستلو
واکدارى ته نظرلرو؟
آيا د ژوند او مرګ ترمينځ
بېل فلسفي واقعات نېشته؟
که داسي وي نو معلومه
خبره ده چي دطبيعي نظام د پاره يو واکدار شته
په همدې ډول د مځکي
پرموخه د هر دور او نظام په چوکاټ کښي يو سلسله قواعد د
انسانانو ترمينځ موجود وه او دي ځکه د حق او ناحق آواز د همدې
قواعدو دشتون په برخه کښي تظاهرکوي دا چي په انساني ټولنه کښي
زور د مؤقت دور د پاره ناحق ته د حق بلنه ورکوي د انساني ضعف
او نفسي خواهشاتو هغه درغلى دي چي د ژوند تر وروستى نېټې پوري
د مځکي پرموخه د عدالتي نظام په وړاندي خنډ ګرځي.يوه بله خبره
چي د ويلو ده هغه داده چي د سماوي او مدني قوانينو په دواړو
اړخونو کښي انسان فاعل مختار او د خپل حق د ساتلو عهده داري
لري کولاى شي په بل فعل قوي لاس پوري کړي او يا هم د مبارزې
ميدان تود وساتي چي په دې حالت سره قانوني لاس برى ورته په
برخه دى.د همدې تود جنګ په دوران کښي حق او ناحق دواړه د عدالت
چيغي وهي خو په حقيقت کښي غل، متجاوز اودسيسه جوړونکى ښه تره
پوهېږي چي د ناحق په لور يې تکل کړيدى له همدې امله د لږ
مقاومت په وړاندي د روغي جوړي لورته ځان
سمبالوي خو که په دې پوه
شي چي دزور قووت لري هيڅکله د صلح آواز نه
پرېږدي پورته شي.
د نن ورځي د تاوده او
ساړه جنګ ډولونه
د دولتونو ترمينځ دزور
آورو له لوري :
١_ د متخاصم ملک په داخلي
چارو کښي لاس وهنه د سياسي، اجتماعي، کلتوري، فرهنګي، ادبي
اوجغرافيايي حالت په تقسيم سره.
٢_ د ميډيا سانسور.
٣_ د سازمان ملل د
تعزېراتو پرېکړو ته هڅونه.
٤_ د ديپلوماتيکي اړيکو
شلول.
٥_ اقتصادي محاصره.
٦_ د قووت څخه کار
اخيستل.
په لنډ حالت سره تشريح:
· نن ورځ جهان د سترو دولتونو له لوري اداره کېږي
کله چي د شوروي اتحاد کمونستي رژيم نه و ړنګ شوى نو د مځکي
پرموخه دوه قدرته ( غرب او شرق ) په اصطلاح کپيټاليزم او
سوسياليزم موجود و چي دوى نننى جهان په خپلو کښي سره وېشلى و
او په دوو نقطو سره پېژندل کېدى د نظامي قدرت له رويه يو يې د
وارسا پکت و چي دکمونستانو د اتحاديې مرکز و او بلي د ناټو
اتحاديه وه چي د سرمايه داري نظام نمايندګي کوي.
هر يوه د دې نظامي قدرت
په دې تلاښ کاوه چي د وړو ملکونو په دننه کښي لاره پيدا کړي او
د خپل جذب په ساحه کښي يې داخل کړي دا مهمه نه وه چي دا کار د
زور له لاري هم وشي خو په مقابل کښي نظامي قدرت په کرار نه
کښېنوستى د مقابلې ميدان يې په هر راز سره ساته خو په غير
مستقيم ډول د ښه تره وضاحت دپاره موږ د امريکاي يرغل خوځونه د
ويتنام په خاوره د کپيټاليزم يا سرمايه داري نظام له لوري
کولاى شو تشريح کړو داچي د ويتنام جنګ ډېر کلونه واخيستل علت
يې د شوروي او چين د کمونستي نظام مستقيمي مرستي وې د ويتنام
سره څو د امريکي يرغليزه موخه ونيسي همداسي هم شوه چي په پاى
کښي امريکاي اشغالګري قوواوي له ويتنام څخه و وتې.
په دوهم مثال کښي موږ د
شوروي يرغلګرو تاخت او تاز د خپل ګران وطن افغانستان په خاوره
کولاى شو د مثال د پاره راوړو. د ثور د کودتاه څخه يوکال
وروسته په ١٣٥٨کال کښي روسي لښکر د ببرک کارمل په مشرى د
آموله درېاب څخه راتېر شول او خپله خېټه يې د افغانستان په
خاوره خپره کړه داچي د افغانستان مېړني وجنګېدل د غربي استعمار
يا ناټو د لوري په غير مستقيم ډول مالي او نظامي حمايت ورسره و
څو په پاى کښي روسي اشغالګر دې ته مجبور شول پس له ٩ کاله
ژوندي مداخلت دا پاکه خاوره پرېږدي.
دا دواړه شباهتونه تاسو
ته د پوهي په خاطر وړاندي شول څو د تبصرې پرځاى د تاريخ پاڼي
وګورى او هغه مطالعه کړى
نن ورځ چي د شوروي
کمونستي نظام ړنګ کېدل رامينځ شويدي اودا بلاک د وارسا ختم دى
په دې معنا سره نه ده چي نور د استعمار لمن ټوله شوه اويا هم د
ممالکو د تسخير خبره پاى ته ورسېده ځکه د غربي نظام ناټو په
خپل حالت پاتي شوه او دا يکه تازي اوس بېله کومي وېري څخه موخي
ته ځي. زموږ هدف دلته د يوه مملکت په داخلي چارو کښي د سياسي،
اجتماعي، کلتوري، فرهنګي، ادبي اوجغرافيايي حالت په تقسيم سره
د تشريح حالت لري څو په لنډو جملا توکښي زموږ ګران لوستونکي
پوهه تر لاسه کړي.د همدې مستقيم تجاوز د پاره نن ورځ هغه
پخوانى تګلاره چي د سلاطينو له خوا به په مستقيم ډول بېله کومي
ادعاء څخه د بل ملک په نيولو سره تمام کېدل عوض شوېده اوهغه
څه چي تاسي ته تشريح کېږي نن ورځ استعمارهغه په خپله تګلاره
کښي داخل ساتي.
نور
بيا