|
 |
|
|
امريکا ټوټې
ټوټې کيدونکى ده
(6) |
|
محمد.
عثمان . حليف له جرمني څخه
په هند او چين کې فرانسويانو له
دوهمې نړيوالې جګړې نه وروسته ، هغه خلکو ته چې په غرنيو او لوړو سيمو
کې اوسيدل او دشمالي ويتنام د کمونستانو په خلاف يې مبارزه کوله ، داسې
امکانات او شرايط رامينځ ته کړي، چې په خپلو سيمو کې دنشه اى توکو
دبوټو په کرلو لاس پورې کړي نوموړو خلکو ته همدارنګه ددې زمينې او
شرايط جوړ کړى شوي، چې په خپلو سيمو کې دنشه يي توکو دتوليد او تصفيې
لابراتورونه جوړ کړي او پکار يې واچوي .
ټولو اروپايانو دسر په سترګو ليدل
،چې په نوموړو سيمو کې جوړ شوي نشه يي توکي دقاچاق وړونکو چې اکثراً
((کورسيکايي)) وو په کښتيو کې باريږي او اروپا ته ليږدول کيږي خو هيچا
عکس العمل نه ښکاره کوو او مخالفت يې نه ښودلو .
بايد ووايم چې امريکايانو هم دنشه
يي توکو معاملې له اروپايانو نه زده کړې، چې اوس يې پايلې نه يوازې
دنړۍ په نورو ګوټونو کې ، چې په اروپا او امريکا کې هم د راز راز
مصيبتونو او دردونو ښکارونه کوي .
دانسان پرروغتيادنشه يي
توکواودهغواغيزوته يوه ځغلنده کتنه
دنشه يي توکو نه هر جوړ شوې
ټابليت او دهر سګريټ او چلم څکونه ، که تمباکو پکې وي او يا نيشه يي
توکي ، دالکولو او دنيشه يي توکو نه دجوړ شوو مايعاتو هر غړپ او دنيشه
يي توکو هر امپول او ..... ديوه ساعتي بم په څېر دانسان پر روحي او
جسمي سلامتيا او روغتيا باندې اغيزه کوي او هغه هم ورانوونکي او ډيره
ورانوونکي اغيزه دا بم کله چوى . دا بيا اکثراً پدې پورې اړه لري چې
دنوموړو توکو نه په څه انداز کې او په څه موده کې دانسان پر روح او بدن
باندې تپل کيږي او دروح او بدن توان او د دريدنې اندازه څومره ده کيدلى
شي يو تن لاس په لاس دمرګ منګولو ته ورسپاري او بل له څه مودې نه
وروسته.
ددې يادونه هم بايد وکړم چې هر
کال دنيشه يي توکو نوې نمونې دخرڅلاو بازار ته وړاندې کيږي چې دخطر
اغيزې يې انسان پر روغتيا باندې نه يوازې دا چې نه کميږي بلکې نوره هم
زياتيږي .
کوکائين
ميرمن پاتريسيا مولينا Patricia
Molina چې دنيشه يي توکو دوتلو څيړنکو نه شميرل کيږي او دامريکا د
Louisiana دپوهنتون په طبي مرکز کې کار کوي وايي چې دکوکائين په پرتله
بل کوم نيشه يي توکى انسان اور ګانونو ته زيان نه رسوي مطلب دا چې ټول
، ټولو اورګانونو ته زيان رسوي خو دکوکائين دزيان رسولو کچه تر ټولو
اوچته ده .
نوموړې وايي چې کوکائين داوريدو
پروسه زيانمنوي او په پاى کې اوريدو اورګان له کاره اچوي ، عصبي سيستم
، معدې او دشامې اورګان ته زيان رسوي ، پر زړه او ماغزو باندې ډيرې
ناوړې اغيزې کوي او د هغو دفعاليت دځنډويدو او په پاى کې دله کاره
لويدو لپاره زمينې جوړوي .
کوکائين په ډيرو لږ وخت کې دبدن
پر غړو اغيزه کوي او په لږ وخت کې هم هغه له کار غورځوي .
کوکائين کله چې دپزې له لارې
وڅکوي يا (کش) شي د دوو او دريو دقيقو په اوږدو کې پر ماغزو اغيزه کوي
.
دکوکائينو دکارونې په وخت کې
دمثال په توګه يو اتلس کلن ځوان چې دخوند او نشې احساس کوي په واقعيت
کې يې پدې سر نه خلاصيږي چې زړه او ماغزه يې څومره زيان رسيږي يا دا چې
دنوموړې توکې دکارونې په پايلو يې سرنه خلاصيږي . دکوکائينو دکارونې
په وخت کې هغه اورګان چې دانساني بدن نورو غړو ته دپيغامونو درسولو
دنده ترسره کوي له کاره لويږي او په دې ډول هغه نظم او نظام چې دغړو په
مينځ کې موجود دى هغه له مينځه ځي او په دې وجه دغړو دناروغتيا لپاره
شرايط جوړيږي . دمثال په توګه دوينو درسيدو او رسولو په نظام کې بې
نظمي رامينځ ته کيږي او هسې يوه بې نظمي په تيره بيا پر زړه او ماغزو
باندې وژونکي اغيزې لري .
همدارنګه داعصابو په نظام کې نظم
له مينځه ځي او په دې ډول دټول وجود دنورمال فعاليت زمينې شنډيږي چې په
ځينو رابطو کې دځينو غړو فعاليت په ټپه ودريږي چې په پاى کې ښايي
دکوکائينو کاروونکي دمرګ منګولو ته ورکړى .
نور بيا.
. .