Sunday, September 05, 2010   یکشنبه (توار)   ٥ / ٠٩ / ٢٠١٠
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

دليکوالو ليکنې

ليکونکى : څېړندوى الحاج احمدشاه ( پوپلزى)

غزا (جهاد)

(16)

ناحق جنګونه

 د مسلمانانو او غير مسلمانانو په حريم باندي تجاوزد خپل سري خواهشاتو په لمسون د شيطاني اغراضو په درشل کښي ، د اقتصادي لوړتيا په خاطر د مادي زېرمو څخه د ګټي اخيستلو په منظور، د ملک د وسعت طلبى په خاطرڅو د خپلي ولکې تر لاس لاندي پراخوالى ژوندى وساتي، د حسد، کرکي، بدبينى او لوجاجيت په عملکردونوکښي تګلاره او د تبعيض په منلو سره چي د انساني علم خلاف عمل دى ټوله هغه کړنلاري دي چي د ناحق جنګ په اصلي حالت کښي بيان لري. همدا ناحق جنګونه دي چي د نړۍ ثبات يې خراب کړى دى او د تجاوز لاري يې په بېلو بهانو سره پرانستي پرېښودلي دي بېځايه دليلونه د سبسطې په چوکاټ کښي د نن ورځي د جنګ سالارانو يوه روښانه برخه ده، د ځان ، مال او ناموس څخه ساتنه د تجاوز په مقابله کښي د حقايقو په بنسټ روا حالت دى او سر ښندنه په دې لاره کښي جايزه لاره ده. اپارتائيد، نژادي تو پير، بې علمي او داقتصادي کړنلاري عاشقان تل د ناحق جنګونو بانيان دي . دا جنګونه د نن څخه پخوا يعنې د انسان د پيدايښت په شروع کښي رامينځ ته شويدي او د انسانانو د ژوند آخرنى ملګرى به هم وي که چيري په اختصاصي حالا تو کښي د انسان دوسته انسانانو شتون مينځ ته راشي په دې معنا سره به و نه ستايل شي چي د همدې ناحق پرستو اختتام په کلي حالت سره حق ته د دايم د پاره و ساتي همدا نړۍ همدا د جنجالونو پروسه د تل د پاره د تبارز او مخفي حالت شکل ځانته ساتي د پورته ويل شوي فورمولې په بنا هغه بشري ټولنه او يا هغه اشخاص چي د خود خواهي او رواني امراضو په غېږ کښي ګېر پاتي وي تل په داسي کړنلارو لاس پوري کوي چي د خپلي برترى ستاينه يې وشي د مثال دپاره : د شلم قرن په اواخرو کښي د روسي متجاوز کمونست ګوند په افغانستان کښي د خلق دېموکراتيک ګوند په سپوټ کولو سره په دې خاوره ناحقه تجاوز وکړ او د خپل وجود په ٩ کلنه دوره کښي يې د بېګناه افغان مسلمان اولس ويني توى کړې او تر ٢ ميليونه پوري انسانان يې د مرګ او زخمي حالت په پرېښودلو سره پرميدان پرېښودل اوآخر دېته مجبورشول چي د افغانستان پاکه خاوره پرېږدي. ديويشتم قرن په داخل کېدلو سره د امريکاي عساکرو تجاوز د لادن د نيولو په غرض چي يو عربي مجاهد دى پر افغانستان حمله وکړه په داسي حال کښي چي دادى ٨ کاله پوره شوه نه د لادن ځاى معلوم شو او نه هم و نيول شو خو په دې دوران کښي پر له پسې د افغان مسلمان اولس ويني د ناتو د نا مقدس اتحاد تر عنوان لاندي توئيږي او معلومه نه ده چي ترکومه به دا تجاوز دوام پيدا کړي. د همدې يويشتم قرن په شروع سره د امريکايي او انګليسي عسکرو د منظم اتحاد په وجود کښي د عراق په مسلمان اولس باندي د تجاوز لړى د ملل متحد د قانون په خلاف دوامداره پاتي شو او د ميليونونو مسلمانانو د شهادت لړى تر نن پوري دوامداره و ساتل شول. پر اېران باندي د تهمت په لګولو سره داټمي بمب جوړول د دې باعث شول چي د تجارتي او سياسي بنديزونو په لګولو دا مملکت تهديد کړي څو د خپل روا حق څخه يې چي د يورانيومو د غني کولو بټى‌ دبرق د انرژى په خاطر ساتي محروم کړي او دا امکان شته چي د يهودي او غربي نړۍ له لوري پرې حمله وشي. په همدې ډول د آزادو ممالکو په کورنى چارو کښي د مداخلې معلوم الحاله حرکات د غربي نړۍ خصوصا امريکا په مشرتوب سره نن ورځ زموږ جهان د تهديد سره مخامخ کړيدى او د وحشت توره تېاره يې غوړولې ده شرق او غرب ، شمال او جنوب څلور واړه د تزلزل په حال کښي شپې ورځي صباء کوي. موږ د نوي نړۍ په وجود سره د بکر او تازه څېړنو حقايق ليکو نه د تاريخ په اوږدو کښي پخوانى څېړني ځکه د نن ورځي ظلمونه د نن ورځي نه وروسته تاريخ جوړوي او د تېرو ظلمونو ياد د نن ورځي په انګړ کښي د ليدلو توانمندي نه لري ځکه د ژوندي حالت څرګندوني ژوندى مثال د نوي نسل د پاره ژوندى حالت لري.  

نور بيا

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz