Tuesday, September 07, 2010   سه شنبه (نهې)   ٧ / ٠٩ / ٢٠١٠

If you can't read Pashto font correctly, please click here to Download our font application or click here to download font and then install it manually.


Advertise here


  نوې ليكنې

د کونړ د غرونو بازه- همدرد

٧ / ٠٩ / ٢٠١٠

اختره مه راځه زمونږ کلي ته- عزت الله نيازى

٧ / ٠٩ / ٢٠١٠

غزا (جهاد) - پوپلزى

٧ / ٠٩ / ٢٠١٠

داستعمارګرواواشغالګرو خاصه

٦ / ٠٩ / ٢٠١٠

غزا (جهاد - پوپلزى

٦ / ٠٩ / ٢٠١٠

امريکا ټوټې ټوټې کيدونکې ده- حليف

٦ / ٠٩ / ٢٠١٠

د پښتو ناسم ليکدود سم کړه- انډيوال

٤ / ٠٩ / ٢٠١٠

د جګړې تاوان

٤ / ٠٩ / ٢٠١٠

عجيبه ديموکراسي ده - کرامت الله

٤ / ٠٩ / ٢٠١٠

امريکا ټوټې ټوټې کيدونکې ده- حليف

٣ / ٠٩ / ٢٠١٠

نور....

 
 
 
 
 
څرگندې څرگندونې :دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ - ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ -خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سره سمبال کړئ- اتفاق او اتحاد وکړئ -دتربگنۍ او دښمنۍ نه ځان وساتئ - په جرگواومرکو سره ستونځې حل کړئ -دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې سره دورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.- دهېواد په ساتنه اوودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ -دملي شتمنۍ څخه په فني توگه معقوله استفاده وکړئ -ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ . -1334 هـ .ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير محمد گل خان مومند بابا 

خبرتیا

د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکزټولني د  ادارې له خوا څخه

د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشر کتونکى

ځېړندوى الحاج احمد شاه ( پوپلزى )

 

 

الحمدلله رب العالمين والصلوة والسلام على رسوله اشرف المرسلين محمدرسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) اجمعين.

اما بعد : قال الله فى القرآن العظيم  اعوذبالله من الشيطن الرجيم.

﴿يَسْتَخْفُونَ مِنَ النَّاسِ وَلاَ يَسْتَخْفُونَ مِنَ اللَّهِ وَهُوَ مَعَهُمْ اِذْ يُبَيِّتُونَ مَا لاَ يَرْضٰى مِنَ الْقَوْلِ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطًا(108)﴾ النسآء    صدق الله

د رسول الله (ص ) د کړنلاري په تعقيب

السلام عليکم ورحمت الله و برکاته

د هغه پاک نظرڅخه  چې زموږ په ټاکنه کښې د دې لوى مسؤليت په قبلولو راته  لورول شويدى د مننې اظهارکوم که څه هم موږ د دې جوګه نه يو د خدمتونو پېټى په خپلو اوږو بار کړو خو هيڅ داسې کار هم نشته چې د انسان په تکل سره ناشونى شي د خبرو او عمل په ډګر کښې بې حسابه  واټن دى خو دا واټن د پاک نيت او کلکې ارادې په نيولو سره نژدې کېداى شي څومره چې د خدمت نيت ژوندى  ساتل کېږي په هومره کچه د عزت ژوند ساتل کېږي.

علمي، ادبي، کلتوري، سېاسي، فلسفي، تاريخي او ټولنيز مقررات  د خپل وخت او ټاکلي معيار ځاى په درلودلو هر انسان ته د ذهني سنجش تطبيقي معېار ټاکلى دى څو د غلط فهميو ښکار ونه ګرځي ځکه علمي شخصيتونه د خپل مسؤليت په نظر کښې نيولو سره د منزه عقايدو په خوا کښې د ودرېدلو ځاى خالي نه پرېږدي او د هغه تکل هرکلى کوي کوم چې د اصلاح او کامېابۍ نقطې ته قدم وي.

د ساپي پښتو ټولنې مشرتابه د خپل پاک نيت په درلودلو د علمي دنيا لوري ته خوځښت خپله دنده وګرځول او په عمل کښې يې دا ثابته کړه چې خدمت په مقابل د مزد کښې نه شي څرګندېدلاى او د رديف ځاى هم نه لري له بده مرغه په دې پاک نيت کښې د همدردۍ ږغ او ملګرتوب يوځاى نه شو او نه هم د اهل خبره ېا اهل ثرمايه له لوري ورسره امداد وشو کوم بحر د نظر چې د علمي دنېا په لوري د حرکت خوځښت درلودى په خپل ځاى کښې رکود وساتل شو او د پوره امکاناتو په درلودلو سره بېا هم منحصر پاتي شو، اکتفاء په دې وشوه چې لاس غځولى پاتي شي او د چوکۍ ناسته د قدرت او نوم په ساتلو کښې وساتل شي، د علمي شخصيتونو څخه د مجلې، وېبپاڼې او نشراتو په هکله د نظر غوښتلو وړانديز انحصار شي او د کميت په ځاى يې د کيفيت لوري ته توجه معطوفه شي چې ځان ځاني او خود پرستي يې لومړنى قدم دى.

د عمل په ميدان کښې د خبرو او اقتصادي مجبوريو کاروان، د علمي کدرونو او پرسونل په ساحه کښې د روزني، خدماتو او نقش په درلودلو مقاطعه، د ځوانانو د تشويق او ترغيب د پاره د ټولنو په جوړولو کښې  بې احساسه وجود، د راتلونکي نسل د روزنې د پاره د اساسي برنامو نيستي، په رقابتي اقتصادي چارو کښې د کتابونو د چاپ کولو واکمنۍ ته اهميت نه ورکول، د تجارانو، انجو او خيريه مؤسساتو جلب کولو ته  هڅونې په حقارت سره ليدل، د ژوندي او محرک مديريت  روښانه دريز نابودي  ټوله د دې سبب وګرځېدل چې د دې پاک دفتر هلې ځلې په يوه کړۍ کښې وساتلي شي او د شين شوي زرغون باغ څخه يې د مني خزان ته  سوق او اداره کړي.

په يو ګل نه پسرلى کېږي او د يوه لاسه پړق نه خېژي. راشئ د خپلو خبرو په ځاى د عمل ميدان جوړ کړو، مټې راونغاړو، په خپل نس د ډبرو پټکى وتړو، هر څه د يو بل تر قدمونو لاندې قربان کړو، د قدرت تږي د علمي برنامو په درشل کښې سېراب کړو او کومې ناخوالې چې نن ورسره لاس په ګرېوان يو د بې علمۍ او ناپوهۍ نتيجه وګڼو هله به  د غلامۍ او بدبختۍ څخه را ووزو.

زموږ په پلرني وطن کښې د بنسټيزه خدمتونو وجود د محدودو فعاليتونو له انګړ نه په انفرادي توګه د ګوتو په شمار سره ليدل کېږي راشئ د اتحاد په کړۍ کښې د الماسو ترکيب واخلو او پښتني ټولنه په پښتني عقايدو او پښتني دود سره مزينه  کړو.

پـه نغري د پـښـتـنـو مـجلس تازه کړه

که غماز ته په ژوندونى مرګى غواړې

و من الله توفيق

 

 

 

 
 

   تېره پاڼه

   لومړى پاڼه

 

   د ١٣٨٨ل نارنج گل مشاعره

 

   شهيد نقيب الله ساپى

 

د هوا پيژندنه

  كابل

 ١٦  ° C   

  کندهار

 ٢٣  ° C   

  مزار شريف

 ٢٠  ° C   

  جلالکوټ

 ٢٧  ° C   

  غزني

 ١٥  ° C   

  هرات

 ٢٢  ° C   

  کندوز

 ٢٢  ° C   

  پېښور

 ٢٥  ° C   

 
 

 

 
 
   © Copyright 2010 Sapi's center all rights reserved.

Website by: SuperWebz