Tuesday, 30 May, 2017
 
 
  • طالبانودبدخشان دتگاب په سيمه کې ١٣ پوستې نيولي دي
  • دطالبانو٢ ولسوالان وژل شوي
  • په چپرهار کې د يخ پلورلو پر سر ٤تنه وژل شوي
  • طالبانو د پکتيکاد شيخ اباد ولسوال وژلى دى
  • پولنډ په افغانستان کې خپل سرتيري ډیروي
  • د بشري حقونو سازمان وايي یمن کي امریکایانو ولسي وګړي وژلي
د حکمتیار ځانگړی سکرتر وژل شوی
کابل د پژواک دخبرله مخې د حزب اسلامي د مشر گلبدين حکمتيار ځانگړی سکرتر او د هغه د مشر زوى خسر نن سهار په پېښور ښار کې وژل شوی دی. د حزب اسلامي وياند قريب الرحمن سعيد وويل چې دا پېښه نن سهار د پاکستان د پېښور ښار اړوند د تاج اباد په سيمه کې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه چې د حکمتيار ځانگړی سکرتر حاجي فريد چې د هغه د مشر زوى صلاح الدين حکمتیار خسر هم و، سهار وروسته له لمانځه له جوماته کور ته پر لاره د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې وژل شوى دى. نوموړى وايي چې حاجي فريد څو ورځې مخکې له کابله بېرته پېښور کې خپل کور ته تللى و. سعيد وويل چې هغه له چا سره شخصي دښمني نه درلوده، د هغه وژنه سياسي اړخ لري، د حزب اسلامي او د سولې دښمنانو له خوا وژل شوى دى. د حزب اسلامي وياند د نوموړي وژنه پر کلکه وغندله او له پاکستان څخه يې وغوښتل چې د ټولو افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د حزب اسلامي د غړو امنيت خوندي کړي. د هغه په وينا، حاجي فريد د کندوز ولايت اوسېدونکى و .

د ننگرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د يخ پلورلو پر سر د لانجې له امله د يوې مېرمنې په ګډون ۴ کسان وژل شوي دي.د چپرهار ولسوال معلم معشوق وويل چې پرون دوه بجې د دې ولسوالۍ په للمې سيمه کې د يخ پلورلو پر سر د دوو کورنيو ملا رقيب او سيد ملا جان تر منځ لانجه شوې ده.هغه زياته کړه چې تر لفظي شخړې وروسته دواړو خواوو پر يو بل ډزې کړې چې له امله يې د يوې کورنۍ درې نارينه يو پلار او دوه زامن او له بلې کورنۍ يوه مېرمن وژل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې طالبانو د پکتيکاولايت د شيخ اباد ولسوال اجمل خان په يوبريد کې وژلى دى

 
بي بي سي راډيو
ژوندۍ خپرونې
سهارنۍ
غرمنۍ
ماښامنۍ
نړۍ داوخت
 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې
ځانګړې خپرونې
ټنګ ټکور او سندرې
مستيگ منكگى بر وؤى دى (استاد اولمير )
وطن جنت نشان دى (استاد اولمير )
نويگ محفل نويگ ساقي (استاد اولمير )
مستيگ دلربا (رحيم غمزده )
زندكگي (رحيم غمزده )
هینداره
 
سوداګريزې خبرتياوې