Tuesday, 16th Sep, 2014
نوميالي پښتانه
د ساپي مرکز مشران
سوداګريزې خبرتياوې

 
خبرتيا
ساپي مرکز(پښتواشتقاقونه او ترکيبونه )پرڅلورم ځل چاپ کړى دى
د ساپى پښتو څيړنو او پراختيا مرکز دنصاب کتابونه يوځل بيا چاپ کوي
"د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي" او "فلسفي درسي بنسټونه" چاپ شول.
د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي
د افغان اسلامي اژانس مشر محمد یعقوب شرافت پرمړينه دامام الدين ساپي دغمزازۍ پيغام
نور٠٠٠
 
 
دعبدالروف قتيل خوږياڼي  لنډ ژوند ليک-ډاکټر زېور الدين زېور

پوهاند ډاکټرزېور الدين زېور

  دعبدالروف قتيل خوږياڼي

 لنډ ژوند ليک

 نوم يې عبدالروْ ف تخلص يې قتيل او په قام خوږياڼى دى او له همدې كبله له خپل تخلص سره خوږياڼى يو ځاي ليكي. پلار يې محترم محمد سرور دى او په ١٣٠٨ ل كال د خوږياڼيو په كږه كې زيږيدلى دى .لومړنۍ زده كړې يې د كږې په لومړني ښوونځي او ثانوي او لوړې زده كړې يې د پغمان   د شرعياتو ابو حنيفه مدرسه او د شرعياتو په پوهنځي كې ترسره كړې  دي.

دى  په  مدرسه کې زده کوونکى و، چې له شعر او شاعرۍ سره يې   نه يوازې مينه وه، بلکې مدرسې په کنفرانسونواو سټيچ  ډراموکې  به يې هم گډون کاوه. ان ، چې په يوه کنفرانس کې يې د سيدالمرسلين د هجرت پېښه يوه منظومه کې ليکلې او په يوه کنفرانس کې يې د کنفرانس د تنظيموونکي ښاغلي جمال عمار مصري ښوونکي له خوالومړۍ درجه جايزه  و گټله او د عظيم الشان قرآن  تفسير د جايزې په توگه  ورکړ شو،  چې بيا يې  هماغه شعر د محترم محمد هاشم مجددي  له خوا عرفان مجلې ته ورکړ شو. له چاپ  وروسته د ((افندي )) صاحب له خوا ، د مجلې مدير و، د وخت  لوړه جايزه  ٣٥٠ افغانۍ ور کړ شوې. دغه جايزه د هغه وحت د ټيټ رتبه مامور له مياشتنۍ تنخوا  سره برابرا وه .

دغه راز قتيل خوږياڼي د اميه بن خلف په ډرامه کې ، چې مصري ستر ليکوال  او په پغمان کې د شرعيه علومود مدرسې استاذجمال عمارليکلې او تمثيل کړې وه، خپل رول په  غوره توگه لوبولى ، چې  له هماغه وخته يې له ډرامو او افسانو له ليکلو سره مينه پيداشوې او تر اوسه يې شل افسانې او لس ډرامې ليکلي دي. يوولس افسانې يې د ارمان په ټولگه کې چاپ شوي او ډرامې يې خورې ورې په کابل مجله، اصلاح  او انيس ورځپاڼو  کې چاپ او خپرې شوې  دي.

قتيل خوږياڼى په هنري او فوكلوري ادبياتو كې لوى لاس لري او په ډرامو كې يې انتباهي او انتقادي پله ډېره درنده ده

ده دکږې د لوى ولسوال ارواښاد عبدالقادرد ولسوالۍ پر مهال   ((بدرگه)) نومى  ډرام پر ستيج او دريځ ولوباوه، چې  په خپله يې په کې  د سود خور رول  لوبولى دى.  ددغه رول په سرته رسولو  کې دومره جالب او بريالى و، چې په نندارچيانوکې  يو سړى  پرې  تر دې بريده احساساتي شو، چې  يو ناڅاپه يې ورته له خولې ښکنځلې ووتې .

 

قتيل خوږياڼى هغه وخت، چې د ننگرهار د عالي ليسې تدريسي مرستيال او د پښتو ادبياتو استاذ و د جلال آباد د ښار والۍ په سينما كې يې ننگرهار ننداره د ارواښاد گلشاه ساپي په مرسته جوړه كړه، چې دى د ننگرهار نندارې موسس هم دى او دلته به يې خپلې ډرامې تمثيلولې، چې ساير هراتي هم ورسره كار كاوه.

د ((جامعې مکروب)) ډرامه يې، چې  په ((ننگرهارننداره)) کې له ښاغلي ساير هراتي سره يو ځاى نندارې ته وړاندې کړه؛  د وخت   والي  په ١٣٣٩ ل کال  بندي کړ، چې د والي په تبديلېدو او د تنظيمه رييس  په توگه د مرستيال خان محمد خان په مقررېدوپه لومړۍ شېبه په ١٣٤٠ ل کال کې له بنده خوشې شو.

دى مجبور شو چې ځان د ابن سينا ليسې ته تبديل كړي. د خپل ماموريت لومړي لس كاله يې په معارف كې د ښوونكي، سرښوونكي او مفتش په توگه كار كړى او په ١٣٤٢ ل كال د پښتو ټولنې د زيرې د اوونيزې د مدير او بيا د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمې  رياست، د پوهنې د مجلې  مدير او چلوونكى ټاكل شوى دى .

په ١٣٤٣ ل كال د اطلاعاتو او كولتور وزارت په وړانديز هغه وزارت ته تبديل او د هېواد ورځپاڼې د تدقيق او څېړنې د مدير په توگه يې په كار پيل وكړ، د ١٣٤٧ ل  كال د سنبلې په مياشت كې د ننگرهار ولايت د اطلاعاتو او كولتور د لوى مدير او د ننگرهار ورځپاڼې د مسوول چلوونكي په حيث مقرر شو.

 په١٣٥٠ ل  كال كابل ته تبديل او د اصلاح ورځپاڼې د پښتو څانگې د مدير په حيث وټاكل شو.

د ١٣٥١ ل كال په وروستيو مياشتو كې د دوه يم ځل له پاره د ننگرهار د اطلاعاتو او كولتور د لوى مدير او د ننگرهار ورځپاڼې د مسوول چلوونكي په توگه مقرر شو.

 په ١٣٥٣ ل كال د فراه ولايت د اطلاعاتو او كولتور د مدير او د سيستان جريدې مسوول چلوونكى شو او د ١٣٥٤ ل  كال د عقرب په مياشت كې د كندز د اطلاعاتو او كولتور د مدير او د كندز جريدې د مسوول چلوونكي په توگه وټاكل شو، چې دا دنده يې تر ١٣٥٦ ل  كال پورې تر سره  كړه.

 په همدغه كال د جمهوريت د اخبار د پښتو د تدقيق مدير او وروسته د هيواد ورځپاڼې مرستيال او د ١٣٥٩ ل  كال د سنبلې په مياشت كې د انيس ورځپاڼې د مسوول مرستيال په توگه وټاكل شو. بيا د هېواد ورځپاڼې د ادب او فرهنگ د څانگې مسوول شو. په هيواد كې يې مافوق رتبې ته ترفيع وكړه او بيا په (١٣٧٩ ل) کال کې تقاعد وركړ شو.

 لومړى شعر يې هغه وخت ويلى، چې د علامه سيد جمال الدين افغان مزار له تركيې نه كابل ته راوړل شو. د ده په خپل اواز له كابل راډيو څخه خپور شو او لومړنى شعر يې د ننگرهار په ورځپاڼه كې په ١٣٢٨ ل كال كې چاپ شوى، چې مطلع يې دا وه:

د وطن خدمت كومه   څومې ساه وي په بدن کښې
ورنه سر قربــانومه  
څومې ساه وي پـه بدن کښې

 

د ده كتابي اثار

 الف : چاپ شوي اثار :

١- دوه ياران ناول په ١٣٣٦ ل كال د اتحاد مشرقي د ادارې له خوا چاپ شويدى.

٢- ارمان د لنډو كيسو ټولگه ده ،چې د اطلاعاتو او كولتور د وزارت له خوا يې د ١٣٤٣ ل كال د كانديد شويو ادبي اثارو په جمله كې د رحمان بابا دوه يمه درجه جايزه گټلې او د خپرونو د لوى رياست له خوا په كتابي بڼه په همدې كال خپور شويدى. او بيا په دوه يم ځل په  ١٣٨٤ ل كال په پېښور كې  چاپ او خپور شو

٣- ټنگ ټكوردتغزلي شعرونو ټولگه ده، چې د ننگرهار د اطلاعاتو او كولتور د لوى مديريت د ننگرهار ورځپاڼې له خوا خپره شوې ده.

٤- انقلابي نغمې د شعرونو ټولگه ده ،چې په ١٣٥٩ ل كال کې  د ليكوالو او شاعرانو د اتحاد يې له خوا چاپ شوې ده.

٥- دا حسن دا لمبې شعري ټولگه په ١٣٧٠ لكال د اطلاعاتو او كولتور وزارت د كتاب چاپولو د موسسې له خوا چاپ شوې ده.

٦- ارماني رازونه، شعري ټولگه ده ،چې په ١٣٧٤ ل كال د ليكوال په خپل لگښت په پېښور كې چاپ شوې ده.

٧- ادبي ليكونه د نثري ادبي ليكونو ټولگه ده، چې په ١٣٨٢ ل كال په پېښور كې د ختيځ بيا رغونې ادارې (كور) له خوا چاپ اوخپره شوې ده.

٨- گلان د ښاغلي نوابي د كتاب ژباړه ده،  چې  داريك كتابتون له خوا خپره شوې ده.

 ناچاپ اثار:

1- د پښتو لغوي پانگه: د زيري په جريده او ننگرهار مجله كې پرله پسې خپره شوې ده.

2- ادبي موضوعگانې په زيري، ننگرهار او كندهار مجله كې پرله پسې د ١٣٣٦ ل كال څخه را په ديخوا د مقالو په بڼه خپرې شوې دي.

3- سندريز پيغام: شعري ټولگه

4- د محبت پيغام: شعري ټولگه په دوه  ټوکونو كې.

5- د وحشتونو ننداره: شعري ټولگه.

6- فرياد: د شعرونو ديوان  د الفبا په ترتيب راټول شوى دي.

7- خاطره: شعري ټولگه.

8- ملي دردونه: حماسي او وطني شعرونه

9- د جونگړې ملنگ: د ډرامو ټولگه

10- د غزلونو كليات: لومړى ټوك شعري ټولگه

11- جرس شعري ټولگه

12- لوڅه څنگل:  ناول

13- څلى او نرخونه په پښتو ادب كې : د پكتيا په مجله كې پرله پسې خپاره شويدي او په سوونواو زرگونو مقالې او سرمقالې، چې په ورځپاڼو، جريدو او مجلو كې خپرې شوې دي.

كه څه هم د ده د شعرونو زياته برخه تغزلى ده خو انتقادي او انتباهى شعرونه يې هم د يادونې وړ دي. چې د يو څو شعرونو مطلع يې دا ده :

                            كه دې رشوت خوړلى نه و پړسېدې به ولې                          
                           د بل په وينو خمنډ كه ټنډېدې به ولې                          
 
يا:

                           خلكو دنيا وخوړه مونږه دنيا وخوړو                          
                           ځان نه خبر نه يو هيڅ چې څه او چا وخوړو                          

 

يا:

                           دنيا چې د چا نه وي دنيا څه ورته په كار ده                          
                           دنيــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا د دنيا دار ده                          
 

د قتيل خوږياڼى د ټولو ډرامو ټول كركترونه پښتني دي او له پښتني چاپيريال نه يې الهام اخيستى دى، په دغو ډرامو كې د ژوند بيلا بيل اړخونه تمثيل شوي او ناخوالې يې په كلكه غندل شويدي. هغو بدو دودونو ته چې په پښتني كلتور كې د تربور او تربگنۍ په نامه موجود دي گوتنيو نه شوې او رټل شويدي.

(د جامعى ميكروب، اول زده كړه بيا كوژده كړه، بدرگه، غوټۍ، د جونگړې ملنگ، ميراث، ظالم كاكا، گوره چې څه كيږي، سره مياشت) هغه ډرامې دي چې په ننگرهار ننداري كې تمثيل شوي او په تمتيل كې يې ده په خپله عملي برخه اخستې ده، معنا دا چې دى د هنري ادب د تخليق ترڅنگ په دغه برخه كې هنري فنكار هم دى په ډرامو كې يې خپل نقش په پوره برياليتوب ترسره كړيدى. ده د خپلو ډرامو ډايريكتري په خپله كړيده او ډرامې يې نندارې ته وړاندې كړيدي. د ده د ادبي ليكنو او شعرونو څو نمونې دا دي :

نثرى بېلگې :

كوچۍ

 ټوله  شپه واورې وريدلې وې، د ښارواټونه په واورو پټ وو، نرۍ سيلۍ چليدله، د ارتل دپله ترڅنگ يوه چټه پېغله كوچۍ چې د خپل اوښ مهاريې په لاس كې نيولى وْ ولاړه وه او د خپلو كډو انتظار يې كاوه، د اوښ په خوله كې له ډيرې مستۍ څخه سپين ځگونه، نه ځائيدل او د خولې له دواړو كونجونو څخه يې د واورو د څپركو په څير راتوئيدل؛ خو ځمكې ته به ورسيدل بيا به يې د كنگل د پاسه د كنگل شكل غوره كړى و خو د كوچۍ سپينو اننگيو له ډېرې يخنۍ د كابل له  سرو مڼو سره سيالى كوله او پښې يې د گازرو په څېر له يخنۍ  سرې اوښتې وې. ځكه چې دكوچۍ په پښو څپلۍ وې او ددغې ښكلې او نازنينې پېغلې تنكۍ پښې په ټول عمركې له جرابو سره اشنا شوې نه وې. په خپل نري پړوني كې د پاڼې په شان ريږديدله، خودا ولاړه وه او دخپلې كورنۍ دراتلو لاره يې څارله.

په سپين  تندي يې  درې، څلور سپينې روپۍ راځړيدلې چې  سړ واهونو يې په تندي پورې  نښلولې وې.

په دې كې د بنز موټر سره دطلايي  ويښتانو ميرمن   ډريوره چې  شاته يې  په دوه يم سيټ كې لوى غوږى سپى ولاړ وْ او سريې  له موټر څخه راكښلى وْ راورسيدله، دسپي له غپ سره سم  اوښ  په ترپكو شروع وكړه، دكوچۍ لاسونه خو هسې  هم ديخ له لاسه بې مترې  وو او  دمست اوښ  دمهار دټينگولو توان يې نه درلود. اوښ خوشې شو، كوچۍ پسې ورمنډې كړې او په منډو منډو كې يې  پښه وښوئيدله، دواړه څنگلې يې په وينو  پټې شوې اروپايۍ پېغلې ورته  ومسل او په خپل  موټر يې پښه ټينگه كړه.

  شاعر او سوله

 هو! زه شاعريم، دهغه ماشوم په موسكا مين شاعر چې دمور په تي يې له موسكا ډكه خوله ايښې  وي او دهغې  خوږ او مهربانه نظر يې تخنوي، زما دشعر رنگينه دنيا په مينه او محبت  ودانه ده. زه دجهان په ودانۍ او په كې د رنگارنگ گلونو په خندامين يم.

دانسان خوښي او خوشحالي، نيكمرغي، هوساينه او سوكالي  زما دشعر مضمون دى.

زه دهغه چامقام په خپلو  سندروكې  په ډيره مينه هسك  ستايم، څوك چې دانسان  له سره  شر، او اّفت ، كړاو او مصيبت  كموي او دايې  هيڅكله په چانه پيرزوكيږى چې جهان  جوړوونكي او بېوزلى  نيك مرغه  كوونكي ماغزه يې دجنگ او جگړې په سوزوونكو لمبوكې په ايروبدل شي.

څومره چې جهان  ښكلى  اوښايسته  وي، څومره چې د انسان  نړۍ جوړوونكى مټې  دخپلې  نړۍ د ښكلا او خپل ورور په نيكمرغه  كوونكي كار بوختې  وي  هومره  به زما شعر ښايسته او له رنگينو څخه ډك  وى.

څومره چې دنړۍ  په مخ  سوله، امنيت او كراري خپله  هوسا كوونكى اوله سوكالۍ ډكه لمنه خپره كړي وي. هومره به زما  دشعر رنگينه نړۍ مسته  وي او دهربيت  بيلې  بيلې  كليمې  به د مصيبت ځپلو خولې له  داسې  خندا څخه ډكوي چې ازانگې به يې دلمر په نوراني  ښاركې  خوښي او خوشحالي خپروي.

نوځكه له عدالت خوښوونكي  او سوله  دوسته  نړۍ څخه دخپل شعر په خوږو جملو كې غوښتنه كوم چې  د بشريت ځوروونكى جنگ  او نړۍ  تباه  كوونكې  جگړې دتورو لوخړو پلوي  تورديوگونډه كړي او پرې  نه ږدي  چې دنړۍ دورانولو او دماشومانو په چاودلو شونډو دمليح  تبسم  دوچولو په خاطر ليوني  خوبونه  وويني  او په خپل  تور او نامقدس  اتحاد كې  دراټولو شويو شرمښانو په وسيله يې  نړۍ سوزوونكى پلان  تطبيق ته وړاندې  كړي.

پريږدئ چې سوله وي او د ورورولۍ، مينې او محبت  نه په ډكه فضا كې دلمرخوشحالوونكي وړانگې  دنړۍ پرمخ  وځليږى.

پريږدئ چې انسان دخپلې نيكمرغۍ لپاره  دانسان  دهوساينې  او سوكالۍ په خاطر خپله نړۍ چې احسن الخالقين دخپلو بندگانو دازموينې لپاره پيدا كړې ده، نوره هم ښكلې  اوښايسته  كړي او زما دشعرعندليب په كې  دسولې  او دوستۍ سندره  دستورو روښانې نړۍ ته ورسوي.

  شعري بېلگې

 مخكى به ځو

قدم به په  اغزوا وچتوو مخكې به ځو                                                 
له ستونزو ډكه لار به لنډوو مخكې به ځو                                                
                                                 له تورو شپو وتل په ځانځانۍ كې مهال ښكاري
                                                 لاسونه به يو بل  ته وركوو مخكې  به ځو
اغزونه ډكودښتو كې مزل دقدم وياړدى                                                
په ځاى به يې  گلان زرغونوو مخكې به ځو                                                
                                                 باك نشته كه ځوانۍ دسروگلانو موخزان شي
                                                 ژوندون له بيوزلۍ نه خلاصوو مخكې به ځو
شملو دلو پټو دپت په لاره كې سرايښى                                                
سرونه  به په پت قربانوو مخكې  به ځو                                                 
                                                 د نر ميړني هوډه وطن پت  درځنې غواړي
                                                 غرور د جابرانو ماتوو مخكې به ځو
شملو ته چې سپك گوري په ټيكرو سودا گري كا                                                 
غوږونه د وختونو تاوه وو مخكې به ځو                                                
                                                 په هوډ د شمله ورو مې سوگند دى پورته كړى
                                                 "قتيله" خپل ارمان پوره كوو مخكې به ځو
 

د ننگيالو هوډ

دغه مينه مينه خاوره دا غزل غزل جهان مې                                               
                                                 دغه وينه وينه زړه مې دغه تن مې دغه ځان مې
دا د ژوند شهيده هيله د بقا لار كې سرلوړې                                               
                                                 دا د بيټ نيكه سندره دا غورځنگ د پهلوان مې
د ظلمت تورې لوخړې دي د تورې لمر څېرلي                                                
                                                 د ملالې پاك پړونى د ټوپونو نرميدان مې
دا د نر مېړه سلگۍ مې چې خندا خندا كې لاړه                                               
                                                 ترينه ځار ترينه لوگى شه دا هستي مې دا روان مې
هلته پاس د زور كوپړۍ كې د خالد بابا گوزار دى                                               
                                                 دغه هوډ د ننگياليو دا غيرت مې دا ايمان مې
                       دا غيرت غيرت وطن مې هره لويشته يې همت دى                       
                       د "قتيل" د ژوند ټاټو بى له مېړانې ډك داستان مې                      
 
د ډرامو يوه نمونه :

ميراث

كميدى، انتباهى او انتقادي ډرامه (په څلورو پردو كى)

لومړۍ پرده

كاركوونكې

جمال: دشمينې ميړه

شمينه: د جمال ښځه

چابك: د جمال نوكر

سليم: د جمال وراره

 ديكور

يو متوسط كور له مختصرو لوازمو سره

كله چې پرده پورته كيږي جمال او ښځه يى په چرت كې ناست دي. جمال خپلې ښځې (شمينې) ته مخ را گرځوي او وايي چې:

جمال: شمينې زمانه خو بيخي لاره وركه ده او هيڅ نه پوهيږم چې څه وكړم څه مال او هستي چې د پلار نه په ميراث راپاتې شوې وه هغه خو سليم راسره نيمه كړه، خداي شته چې دومره زور يى راكړ لكه چې په پڅه چاړه يى رانه د وجود غوښې بيلې كړي وي، افسوس چې پنځو كسو ملامتولم او كه نه نو د سر په كاسه كې به مې اوبه وركړى وى...

خير څه چې وشول هغه وشول اوس ديم1 خداى خير كړي گورو به... په هر حال خو زه نه پوهيږم چې څه وكړم او څنگه دا خپل كارو بار برابر كړم. هر څومره چرت چې وهم فيصله رانه وركه ده. هغه د هوښيارانو خبره چې: ((كه ميړونه غرونه دي نو ښځى يى اړمونه دي)) نو له تاسره هم سلا مشوره په كار ده. بيا به وايې چې سړيه كار دې وكړو او زه دې پكې ونه پوښتلم او... (شمينه په خبرو كې ورلويږي)

 سړيه! په سليم څه پړه اچوې وړيا خودې ندي وركړي چې احسان پرې كوي، خپل وراره دې و او د خپل پلار حق يى درنه بيل كړ.

جمال: (په تونده لهجه) ته اوس قاضى كيږه راته مه. دا سمه ده چې پردي رانه نه دي خپل وراره مې دى، د زوي نه راته گران دى، خو ښځې لږ فكر خو په كار دى د كومې ورځې نه يې چې د خپل پلار برخه رانه بيله كړيده په يوه حويلى مې پوښتنه نكوي چې كاكا څه حال لرې او څنگه يى. اگر چې د خداي فضل دى زه سليم ته احتياج نه يم او نه اړه ورته لرم ځگكه اوس هم هر څه لرم، خو زه دې ته حيران يم چې زما او د سليم برخه برابره وه اوس چې زه فكر كوم د هغه مال زما نه زښته زيات دى او زما دا دومره مال د هغه د مال په مقابل كې هيڅ شى نه دى.

شمينه: برخې خو د دواړو يو شى وي تا په بې ځايه خرڅونو او جوارۍ برباد كړه او هغه ترې كار واخيست.

جمال: ښځې نور نه پوهيږم داسې يو چل په كار دى چې د سليم مال او شته ټول زما شي. زما خو بيخي خوب ورك دى، ټوله شپه په كټ كې اوړم را اوړم او په همدې سودا كې ډوب يم چې د سليم مال به په څه ډول لاس ته راوړم او خپلوم به يې. كه واده يى وكړ او د كمال لور يې كورته راوستله نو بيا به...

شمينه: بيا به نو څه وشي ؟

جمال: بيا به داسې وشي چې پخپله به ورته حيرانه وې او په پرتوگ به يى نه پوهيږي. خو همدا اوس يې غم په كار دى.

((په دې كې چابك چې د جمال نوكر دى راننوځي او سلام كوي))

- باداره خان باداره سلام اليكم

جمال: واليكم سپيره چيرته ورك وې.

چابك: باداره ورك نه وم كار مې كولو.

جمال: ښه نور

چابك: نور ښه نور، ته ودرې باداره چې زه فكر وكړم چې څه وو نور ښه باداره نور.

جمال: ورك شه، لوده، غال مغال پريده.

چابك: باداره غال مغال خو مې نه دي كړى په نور كې فكر كوم. رښتيا باداره را په ياد شو. ښه نور، څه شى دي، دغه دا دي، څه بلا دي، كه دې فكر وي كه نه، هغه... ولا باداره په زړه مې گرځي خو دا ستونى مې لږ تنگ دى خولې ته نه را جگيږي.

جمال: ورك شه مسخرى پريده. شمينې چابك ته يو چاي راوړه.

((شمينه پاڅيږي.))

چابك: باداره سلامت اوسې بىبى مه پاذابوه چاي نه څښم.

جمال: ورك شه ما ځانته راغوښتى دى.

چابك: مونږ څه خبرو و زما نوم دې پكې واخيستو، ما وى كه زما غم دې وخوړ. رښتيا باداره هغه د نور خبره پاتې شوه.

جمال: ښه وايه كنه كم عقله څه خبره وه.

چابك: نه باداره كم اكل راته مه وايه چې زه بيا خپه كيږم هماغه پخوانى تلخص (تخلص) مى بس دى.

جمال: ښه ته اوس خبره كوه.

چابك: د نور خبره، نور خو دا چې باداره زه چې حويلۍ ته راننوتلم سليم جان راته ډېره كلكه ستړي مشي وكړه او دا يې هم راته وويل چې كاكا ته مې سلام وايه.

جمال: كښينه لوده، كاكا ته مې سلام وايه تم1 د خبرو شوې، سليم كله زما پوښتنه كوي.

چابك: نه باداره په سليم جان خو ته ډير گران يې په هر ځاي كې دې صفت كوي.

جمال: چوپ شه ورك شه. په سليم جان خو ډير گران يى، تم په گرانښت پوه شوي بدبخته! زه به هغه وخت په سليم گران وم چې يو ځاي راسره اوسيدلاى خپل مال او دولت يې ټول را سپارلى واى.

چابك: رښتيا دې ووي باداره، په دې كې خو په سلو كې سل ملامت دى دا خو ډير بد كوي چې مال درنه منع كوي، اخر تره يې يې د خپل زوي غوندې دې ساتلى دى.

باداره كه خوښه دې وي زه به ورته ووايم چې دريې كړي.

جمال: دا لوده وگوره دا، هغه زما نه منى چې د زوي په شان مې لوى كړيدى، خو له گوره او خبرې.

چابك: زه څه خبر وم ما وى كه زما ومني.

جمال: لوده! منل منل پريده يوه سمه چاره ورته گوره.

چابك: د څه شي چاره.

جمال: د دې چاره چې دا مال او دولت يې ټول زما شي.

چابك: نور مال هم غواړي اوس خو ټوله ورځ ناكراره يم، كه د سليم جان مال دې خپل كړ، نو بيا به د شپې هم په كرار نه يم.

جمال: ته كم عقل يې، د سپيره زويه كه د سليم جان مال زما شو نور نوكران به دې د لاس لاندې پيدا شي او ته به ورباندي اوالداري چلوي.

چابك: نور نوكران! باداره په نورو نوكرانو كې دې نه يم بيا به راسره جنگ كوي نور كارونه به درنه پاتې وي ايله به ټوله ورځ زموږ جنگونه خلاصوې. نه نه په نورو نوكرانو كې دې نه يم.

جمال: لوده داوالدار سره څوك جنگ نه كوي.

چابك: اوالدار! يره باداره دا اولداري مې ډيره خوښه ده راشه كنه باداره! زياتي ماته اولدار وايه، چابك اوالدار.

جمال: دا خېله گى پريده په چاره كې فكر كوه.

چابك: چاره (په خندا) باداره ډير زورور سړى مې وليدې چاره خويې اسل نه ده.

جمال: څنگه اسانه ده. ښه شابس ته ووايه.

چابك: اگر چې باداره سليم جان ميړه ځوان دى، د خوار او غريب په كاريږي او تانه په ما زيات زهير دى. زړه مې هم ورباندي نه كيږي خو وايم يې باداره كه خوښه دې وي راشه چې مړ يى كړو. خو هو، خون يى ستا په غاړه.

جمال: ولا چابكه ته خو ډير هوښيار سړى يې، بده دې ونه وى، خون به يې په بل چا ورواړوو خو دا راته وايه چې څنگه به يې مړ كړو.

((په دې كې د پښو اواز خيژي چابك وايي چې: ))

- چوپ ? چوپ ? چوپ شه باداره ? په خوله لاس كيده دا خبرې نورې پريده لكه چې څوك راغى.

سليم: كاكا جانه سلام عليكم.

جمال: واليكم سلام سليم جانه زويه په خير راغلې، هى هى زويه څه پلار دې و خداى دې هغه وبخښي چې يو سات به يې ونه ليدلم دنيا به ورباندې قيامت وه او ته په دا يوه حويلۍ كې سر نه راښكاره كوې! هى هى څه بې مينې زمانه ده.

سليم: ولا كاكا جانه اگر چې ډېر مې ياديږي او هر وخت مې په زړه گرځې خو څه وكړم كارونه زيات دي، د شپې هم له كاره نا وخته خلاصيږم كله په يو ځاى كې وظيفه او كله په بل ځاي كې، نه وزگاريږم چې خدمت ته دې حاضر شم.

جمال: بچيه ژوندى دې وې، اوس هم ستا په باره كې د چابك سره غږيدم چې سليم جان شكر دې اوس ځوان شويدى او واده ورته په كار دى.

پلار دې خداي وبخښه (د مكر ژړا) د هغه هم د مرگ دوه كاله پوره شول نور نو ورته مه گوره، بچيه په ژوند څه باور دى، زه هم اوس سپين ږيرى يم، دا مې ارمان دى چې د واده ډولۍ دې په غړيدلو سترگو وگورم.

سليم: ولا كاكا جانه گورو به.

جمال: بچيه! زه پوهيږم چې د كمال لور دې خوښه ده، زه چې كله كله انگړ ته ووځم د باجى غږ دې اورم چې د هغې په باره كې سوي، سوي زگيروي كوي.

چابك: خان باداره د څه شي زگيروي. سليم جان خو څه ناجوړه ندى چې زگيروي كوي.

جمال: چوپ هلكه ته په دې خبرو نه پوهيږې، نو سليم جانه زويه كه خوښه دې وي هماغه به درته وكړم چې سات دې ورسره تير وي.

سليم: كاكا جانه زما خوښه خو ستا په لاس ده، ته چې څه وايې، زه ترې غاړه نه غړوم.

جمال: اوس ستا خوښه ده.

چابك: زما هم خوښه ده.

سليم: كاكا جانه ته چې هر څه كوې زما پرې رضا ده.

جمال: ښه ده چې خوښه دې ده تاسې چاي سره څښئ زه به ورشم او ورسره فيصله به يې كړم.

سليم: زه هم خپل اتاق ته ځم درسونه مې لږ مشكل دي گورم يې.

چابك: بادار جانه د سليم جان بادار كار مې زر خلاص كړه.

((دوي پاڅيږي او پرده كش كيږي.))

د لومړۍ پردې پاي

  دوه يمه پرده

جمال د كمال كره

 كار كوونكي

كمال: د زيبو پلار

قسيم: د زيبو ورور

جمال: د سليم كاكا

بدمير: د كمال نوكر

 ديكور

((يو متوسط كور له مختصرو لوازمو سره))

((چې پرده پورته كيږي كمال د خپل زوي قسيم سره ناست دى. بدمير د كمال نوكر په يوه گوښه كې د پښو په سر ناست دى.))

كمال: بچيه پخپلو سبقو كې كوښښ كوه، په مونږ خو تيره شوه چې ته له خپلو همزولو نه وروسته پاتى نشې، زويه نن ورځ د علم دنيا ده، قدر او عزت ټول د علم پواسطه حاصليږي. ټول فضيلت په علم كې دى او نن هغه څوك د قدر وړ دي چې عالم وي.

قسيم: پلاره زموږ د مكتب په كتابونو كې ليكل شوي چې ((پوهنه رڼا ده)) خو زه په دي نه يم پوه چې دا پوهنه څنگه رڼا ده.

كمال: هو بچيه! مونږ ته به هم استاد همدا خبره كوله، علم او پوهه په رښتيا رڼا ده. يعنى علم انسان ته د ژوند لارې روښانه كوي او په سمه لار يې برابروي، قدم يى له ښوئيدلو ساتي، نو ته هم زويه كوښښ وكړه چې پوه شې او د خپل ژوندون نيمگړتياوې د علم پوسيله پوره كړې.

قسيم: هو! پلاره چې كوښښ ونكړم خو بيا ناكاميږم.

بدمير: دروغ وايي باداره ټوله ورځ په كوڅه كې له هلكانو سره ډۍ كوي او ټكى سبق نه وايى.

قسيم: چوپ شه وركه شه دروغ څله وايى.

كمال: نه زويه وخت خوشى مه تيروه همدا دې وخت دى بيا به ارمان كوې.

بدمير: هو! باداره لكه زه چې ارمان كوم.

((په دي كې د انگړ دروازه ټكيږي))

كمال: هلكه بدميره ته وگوره چې څوك دي.

بدمير: ورك يې كړه باداره څه يې راباندې گورې چې دروازه ټكوي ضرور به څوك وي نو.

كمال: سپين سترگيه ته خو يې وگوره چې څوك دى.

بدمير: ښه كه څوك و رايې ولم كه رخصت يې كړم.

كمال: بدبخته ته خو يې اول وگوره چې څوك دى.

بدمير: ښه باداره په سترگو ((دروازې ته ورځي او بيرته راځي وايي چې:))

هغه ډير گوى دى وركه يې كړه رخصت به يې كړم.

كمال: څوك وا بدبخته.

بدمير: څه دي هغه ډير چې غږيږي او د خلكو ماغزه چې خوري.

كمال: څوك ته خو يى نوم واخله.

بدمير: هغه څه نوميږي، دغه دى دا، هغه جمال خان ورته وايي كه څه ورته وايي.

كمال: بدبخته هله زر يې راوله.

((بدمير ورځي او جمال راولي))

جمال: انشاء الله چې سياه سرې خوبه نه وي.

بدمير: زمونږ ټولو سرونه تور دي، څه سپين سري خو نه يو.

جمال: سلام اليكم كمال خانه ياره څنگه يې.

كمال: وعليكم وعليكم په خير راغلې اشنا پس له ډيرې مودې، څنگه دې لاره غلطه كړه، كوركې خيريت دى، سليم جان ښه و.

جمال: شكر ستاسې په كور كې خيريت دى.

بدمير: بالكل خيريت دى زه خو بيخي جوړ يم حتى چې په سرمې هم نه دى درد شوي.

كمال: هلكه چوپ شه ته مه غږيږه.

جمال: يره بدميره ته چې جوړ يې نو ټوله دنيا جوړه ده.

بدمير: سلامت اوسې باداره.

كمال: هلكه بدميره ته لاړ شه جمال ماما ته چاى راوړه.

بدمير: خان كاكا تور خوري كه شين كه ........

كمال: ځه ورك شه شين ورته راوړه.

جمال: نه نه چاي ته حاجت نشته. چاى مې بيخي ډير څښلي، مينه مې ورته نه كيږي.

بدمير: څښلى به دې و.

كمال: هلكه بدميره چټي كړتي مه كوه ورك شه.

بدمير: څه بد خو مې ونه وى باداره پوښتنه ښه ده.

كمال: ښه جمال خانه اشنا!

څنگه دې زمونږ غريبانو پوښتنه وكړه او دې خوا راغلې.

جمال: ولا ډيره موده وشوه چې نه مې يې ليدلى، زيات مې ياديدې، رښتيا درته ووايم هميشه مې په زړه گرځيدې، دنيا يې چاري دى اور واخلي سړى نه پريږدي چې دوستان او اشنايان وگوري، نن مې ټول كارونه پريښودل ما وى چې ودې گورم، ضمناً مې يوه خبره هم در سره كوله.

كمال: هر كله راشې ډېر دي ښه وكړل چې راغلې، وايه كه نه څه خبره ده مهرباني وكړه.

جمال: ولا لږ د شرم خبره ده، كه دوئ ووځي بده به نه وي. ((بدمير او قسيم ته اشاره.))

كمال: هلكه قسيمه بچيه ته او بدمير ووځئ چې زه د جمال سره وگړيږم چې څه وايي. ((بدمير د قسيم سره پټ لگيا دى راځه چې په دروازه كې ورته غوږ ونيسو چې څه وايي.))

بدمير او قسيم دواړه وځي. كمال جمال ته مخ را گرځوي چې:

دا زما وراره خو به پيژنې كنه سليم درته ښيم.

كمال: هو! ډير ښه يې پيژنم، ډير ښه هلك دى څنگه يې نه پيژنم.

جمال: ته غوږ كيده سړيه چې زه درته څه وايم. ښه هلك دى د خبرى نه خبر نه يې ساده سړيه او وايى چې ډير ښه هلك دى. په څه ښه هلك دى.

كمال: خبره څه ده  ته خو وايه كنه (متوجه كيږي)

جمال: خبره دا ده چې سليم په هر ځاي كې لگيا دى ستا نوم بدوي او وايي چې زه د زيبو سره مينه لرم او هغه زما سره مينه لري او كله كله چې مخ شو د مينې خوږه مركه سره كوو زه په هغې مين يم او هغه په ما مينه ده.

كمال: (په تونده لهجه) دا خبره بالكل غلطه ده. زه يقين نه كوم چې داسې خبرې به د سليم له خولې ووځي. د سليم لاره ماته معلومه ده، هغه هيڅكله داسې خبري نكوي.

جمال: (له مكره په ډكه لهجه) سړيه ته ساده كيږه مه زمانه خرابه ده په چا مه غوليږه، زه درته وايم چې سليم په هر ځاي كې همدا خبرې كوي او ته يې نه منې.

كمال: (په تريو تندي) جمال خانه خواهش كوم چې لدې خبرونه خوله ونيسه. ته نه شرميږي چې د خپل وراره سپكه كوې او نوم يې بدوې. بله دا چې ماته خداى داسې لور راكړيده چې زه په ټوله معنى ورباندي باور لرم.

جمال: خدايږو زه درته سوگند كوم چې همداسې ده.

كمال: (په غوسه) جماله خوله ونيسه، هوش كوه چې نورې دا خبري ونكړي. بدبخته! وځه كه بيا مې په دې طرف وليدې پښې به درباندې ماتې كړم. نابوده سړيه په دې نابودو خبرو.

جمال: زما يوه د مسلمانۍ خبره وه درته مې وكړه، خو په تا بده ولگيده. رښتيا چې د رښتياوو وخت نه دي.

كمال: بس نور ونه غږيږې، جگيږه، پاڅه.....

د دوي غال مغال پورته كيږي. په دې كښې بدمير راننوځي او وايي چې:

بدمير: باداره څه خبره ده.

كمال: هسې چټى داخو پخپله نه شرميږي، غواړي چې هم خپل وراره وشرموي او هم نورو ته بدنامي واړوي.

بدمير: باداره ويې باسم.

كمال: ويى باسه.

((بدمير جمال له لاسه نيسي او وباسي يې، پرده پريوځي. ))

((د دوهمې پردې پاى))

 درېيمه پرده

 د سليم مرگ

 كار كوونكې

جمال: د سليم كاكا

شمينه: د جمال ښځه

چابك: د جمال نوكر

سليم: مړى

د سمت مامور او دوه تنه پوليسان

 ديكور

((يو ښكلى كور له نسبتاً ښه فرنيچر سره))

جمال، شمينه او چابك درې واړه سليم وژني. تومانچه يې د مړي په لاس كې وركوي او د هغه لخوا نه يو خط هم ليكي.

د پردې د پورته كيدلو سره سم د تومانچى ډز كيږي. پرده چې پورته كيږي د سليم مړى د كټ د پاسه ليدل كيږي چې تومانچه يى په لاس كې ده او د كټ تر څنگ په ځمكه يو خط هم پروت دي چې يو څو څاڅكى وينه ورباندې تويه شويده د تومانچې د ډز سره يو ځاي جمال، شمينه او چابك په چالاكۍ سره منډه را اخلي، د خلكو د غولولو دپاره غالمغال كوي او جمال په مكرجنه لهجه وايي:

سليمه بچيه د پلار يو زوى او ايكى يوه نخښه وې هى هى (په ژړا) ما وې چې زه به ستا ډولى پخپلو سترگو وگورم، افسوس چې ځوانيمرگ شوې او ظالمانو خپله خوا درباندې يخه كړه.

سليمه بچيه بې تا خو ماته ژوند خوند نه راكوي، زما ملا دې راماته كړه.

شمينه: زما د ليور گرانه زويه د زيبو پسې دې خپله ځوانى خاورې كړه.

((جمال د پوليسو امريت ته تليفون كوي او د قتل اطلاع وركوي چې: ))

جمال: بلى... د پوليسو امريت دى..... امر صاحب يى... هلئ ډير زر (3069) لمبر كورته تشريف راوړئ زما وراره سليم جان خپل ځان پخپله وژلى دى، يو خط يى هم ليكلى دى... هو... په خط كښې..... يې ليكلي دي چې ما د كمال خان د لور زيبو سره مينه درلوده څنگه چې پلار يې خپله لور رانكړه او زمونږ مينه يى ناكامه كړه، دې ته مجبور شوم چې ځان ووژنم. د ځان قاتل زه پخپله يم، زما په مرگ دې حكومت زما تره او نور خپلوان نه نيسي.

هو... هو صيب دا د هغه خط دى. مهربانه يې صيب... د خداي پامان.

جمال كوشك ږدي اه او فرياد كوي. پدې كې د پوليسو امر له دوو تنو پوليسانو سره راننوځي. د څارندوي امر د سليم له لاسه تومانچه اخلي دسمال پرې دپاسه غوړوي. بوي كوي يې او يو نظر د كور په خلكو اچوي.

جمال، چابك او شمينه ټكان خوري، شمينه مخ پټوي او وايي چې:

وى امر صيب ما خو له ډيري وارخطايۍ نه مخ هم درنه پټ نكړ.

د پوليسو امر: د سليم ليكلي كاغذ چيرته دى.

جمال: صيب دغه دى، خداې دې تا اّباد لري، د بچيانو له غمه دې خداي وساته، ((كاغذ را اخلي او وركوي يې، امر د سليم كاغذ په زوره لولي.))

امر: هُم سر خوځوي او بيا د كور په خلكو مرموز نظر اچوي. د كور خلك بيا ټكان خوري.

جمال : صيب دې زما وراره د زيبو سره مينه لرله كله چې د زيبو پلار د لور له وركولو انكار وكړو. دى مجبور شو او ځان يې وواژه همداسې نه ده چابك خانه.

چابك: بالكل، بالكل، خان بادار صيب د خط نه يې مالوميږي.

امر بيا پر دوي مرموز نظر اچوي او هر يوه ته گوري. دوئ دري واړه له وارخطايئ لړزيږي، خصوصاً چابك. امر ته دا پته لگيږي چې سليم حتماً د كور د خلكو لخوا وژل شويدى او دا خط او دغه نورې علامى او نخښې نښانې يوازي دسيسه ده او بيا وايي:

د پوليسو امر: هُم هُم (سر خوځوي) ښه ده تاسې چې تر څو د تكفين او تجهيز ترتيبات نيسئ. مونږ به مړى د عدلي طب د كتنې لپاره يوسو. تاسې تشويش مه كوئ مونږ حتماً د واقعې حقيقت ځانته معلوموو تر څو چې پوليس پېښه كشف نكړي. څوك نه نيسي او نه د چا په نيولو اقدام كوي.

((دوي مړى له ځانه سره باسي. ټول پورته كيږي او پرده لويږي.))

د درېيمې پردې پاي

 څلورمه پرده

د جمال كور

 كار كوونكي

جمال: د سليم تره

اسد: د جمال دوست

تورگل: د جمال دوست

گونگى: د جمال نوكر

د پوليسو امر

ديكور

((له لوكس فرنيچر سره د جمال كور))

كله چې پرده پورته كيږي جمال، گونگى، اسد او تورگل سره ناست دي جمال خپل نوكر گونگي ته مخ را گرځوي او په اشاره ورته وايي چې:

جمال: هلكه گونگيه ته يو قلم راوړه.

گونگى: هُم، هُم، هُم (يعنى څه شى راوړم)

جمال: ((بيا په اشاره سره)) قلم راوړه قلم.

گونگى: هُم ((يعنى پوه شوم))

((گونگى ځي د لرگيو ماتولو قلم او څټك راوړي او جمال ته يى په مخكې ږدي. جمال خاندي او ورته وايى چې:))

جمال: كم بخته قلم راوړه د خط ليكلو قلم.

گونگى: (د سر په اشاره) پوه شوم.

گونگى ځي او جمال ناستو كسانو ته وايي چې:

جمال: يره ددې گونگي سره مې بيخي سات تير دى، ډېر ښه سړى دى په يوه خيټه راسره نوكر دى، ډوډۍ وركوم او كار كوي.

اسد: دا خو بيخې ارزانه نوكر دى، كاشكى چې دوه درې كسه نور هم داسې پيدا كړي.

((په دې كښې گونگى قلم راوړي او جمال ته يې وركوي. اسد تږى كيږي او جمال ته وايى چې:))

اسد: خان كاكا زه خو ډير تږي يم د دې بلا سره دې ته په خبره پوهيږې. پوه يې كړه چې اوبه راوړي.

جمال گونگي ته اشاره كوي او خپلې خولې ته لاس وروړي چې:

اوبه راوړه.

گونگى: هُم هُم. ((ځى او د نصوارو ډبلى راوړي او وركوي يې.))

اسد: دغسې اوس په ښه بلا واوښتو موږ اوبه غواړو او دى نصوار راوړي.

جمال: غرق شي بدبخته اوبه راوړه ((بيا د اوبو اشاره ورته كوي.))

گونگى: ((په سر اشاره كوي چې: پوه شوم ځي او دا ځل بوتل راوړي.))

اسد: هن (په خندا) كه خيروي دا كرتى يى تفدانۍ راوړله.

جمال: او كم عقله اوبه راوړه. ((په لاس دمنگى او گيلاس اشاره ورته كوي چې د منگى نه يې په گيلاس كښې واچوه او رايې وړه.

گونگى ځى او دا ځل پخپله منگى راوړي.))

اسد: سړى خو ډير هوښيار دى زمونږ په اندازه نه پوهيده ټول منگى يې راوړ.

جمال: كيده منگى ځه لاړ شه ورك شه، گيلاس راوړه.

((گونگى ځى او گيلاس راوړي))

اسد: يره خانه دا بلا خو وركه كړه، ته خو وايې چې په يوه خيټه راسره نوكر دى، خو سل بدي كړي.

جمال: نه اشنا د دې پسې مه گرځه ډير پاك او صادق نوكر دى .

اسد: هر څه چې دى ستا نوكر دى. دا خبرې پريده، اوس زمونږ كار خلاص كړه چې حق په حقدار شو سره. اوس د سليم مرگ نه ښايسته ډيره موده تيره شوه او هنگامه سړه شوه، زمونږ پاتې پيسي راكړه د سليم خون مونږ واخيستو او په مال يي ته خاني كوى.

جمال: پريده مړه دومره وارخطا كيږه مه چاى به سره وڅښو، بيا به پيسې دركړم، زه تاسې نه ډير خوښ يم په داسې شان مو سليم راته وواژه چې بيخې څوك په دې ونه رسيده چې څنگه مړ شو او چا مړ كړ.

((گونگى چې ځان يى په بل څه مصروف كړى خو غوږ يې د دوئ خبرو ته نيولى دى جمال په اشاره ورته وايى چې:))

هلكه گونگيه چاي راوړه.

اسد: خانه سم يى پوه كړه چې دا ځل به سماوار راوړي.

((جمال گونگي ته په لاس د چاينكې او پيالې اشاره كوي او ورته وايي چې چاي راوړه))

((گونگى ځي په پتنوس كې څو عكسونه ږدي او دپاسه پرې پتنوس پوښ اچوي، راوړي يى او جمال ته يى په مخكښې ږدي. جمال خان د پتنوس نه پوښ لرې كوي، په مجرد ددې چې پتنوس لوڅيږي ټول په وارخطايئ سره گونگى ته گوري او بيا په خپلو كې سره يو بل ته گوري جمال گونگي ته وايي:))

جمال: بدبخته گونگيه! ما درته ووي چې چاي راوړه تا عكسونه راوړل دا دې له كومه كړل.

گونگى: ((په اشاره سره)) همدايى راكړل چې يوسه.

جمال: څه شى، څه شي، څه وايې بدبخته چاي راوړه، تا څه راوړل. ((گونگى په دې وخت كې خپل مكياژ ليرې كوي، د خپلې پوليسۍ كارت ورته ښيي او بيا وايي چې:))

دا ستاسې عمل نامه ده.

جمال: او بدبخته ته خو تر اوسه گونگى وې كنه.

گونگى: ها ها ها (په زور خندا) زه گونگى نه وم بلكې زه پوليس يم چې د سليم د قتل د واقعې د كشفولو لپاره ستا په كور كې د نوكر په حيث موظف شوى وم. ډير ښه شو چې خپله راسپارل شوې وظيفه مې په بري ترسره كړه.

اسد، تورگل او جمال غواړي چې په څارندوي حمله وكړي مگر هغه يې د تومانچى په ذريعه تهديدوي او ځان تليفون ته رسوي، د تيلفون گوشك را اخلي او د پوليسو امريت ته زنگ وهي، د څارندوي امريت چې رخ كيږي اسد حمله ورباندې كوي، په دې وخت كې پوليس ډزې كوي، د پوليسو امر په گوشك كې د تومانچې ډزې اوري او ځان هغه كورته رسوي چې پوليس په كښې د كشف الحال په خاطر موظف شويدى او تومانچه په لاس سالون ته ننوځي او غږ كوي:

د پوليسو امر: خبردار شور ونه خورئ بدبختانو، خونيانو، قاتلانو، ځاي په ځاي حركت ونكړئ،

بدبخته جمال د دنيا د يو څو پيسو په مقابل كې دې. د خپل گران ورور زوي وواژه. ماده پرست انسانه، خون خوره، ته له خدايه نه ويريدې چې د سليم ځواني دې له خاورو سره برابره كړه زما د اول نه په تا بدبخت باندې يقين راغلى و چې د دې معصوم ځلمي قاتل ته په خپله يې، مگر راته ثابته نه وه. هماغه و چې د هيواد د دغه فدا كار بچي پوسيله مى پيښه كشف كړه. اوس تاسې او د قانون منگولې.

((بيا د څارندوي خواته ورنژدې كيږي په تندي يى ښكلوي او ورته وايي:))

شابس چې په پوره فداكارۍ كې د حقيقت نه پرده پورته كړه او دا ظالم كاكا دې له اسنادو سره گير كړو. حكومت پخپلو دغه راز سپيڅلو او رښتينو خدمتگارانو افتخار كوي. قاتلانو مخكې شئ.

((دوي ځي او پرده لويږي))

((  پاي  ))

 
 
 
سه شنبه (نهې)   ١٦ / ٠٩ / ٢٠١٤
لومړۍپاڼه
زمونږپیژندنه
خبرونه
دادب ګلکڅونه
ټوکې،لنډۍاومتلونه
دلیکوالولیکنې
په روانو حالاتو تبصرې
زمونږکتابونه
مجلې
نومیالي پښتانه
دکتاب چاپولولارښود
ترچاپ لاندې کتابونه
انځورونه
ويډيو
هینداره
پښتوویبپاڼې
اړیکې نیول
شهيد نقيب الله ساپى
د هوا پيژندنه
ګوګل لټون



Google Pashto
بي بي سي راډيو
ژوندۍ خپرونې
سهارنۍ
غرمنۍ
ماښامنۍ
نړۍ داوخت
 
  Copyright 2014 Sapi's centre. all rights reserved.
Designed by SuperWebz.com